سهار لگ سه را باندی ناوخته شو خو بیا هم می و کولای شول چی د دفتر د موتر د رارسیدلو نه مخکی زان د دفتر تگ ته اماده کرم. له دیری ورختایی می خپل کالی او واسکت واغوستو او له کوره ووتم د موتر تم زای ته چه ورسیدم نو زان ته می فکر شو چی نن خو د کالی او واسکت اغوستی ده په دفتر کی به امر او نور سه فکر کوی په همدی فکر کی وم چی یو همکار می راباندی غگ و کرو چی نن خو شخصی راغلی یی سه خبره ده ایا کوم سفر جو نلری ما ورته وویل چه نه نه داسی کومه خبره نده لگ سه ناوخته وله نو زکه می شخصی کالی واغوستل زکه چی دیر په اسانی اغوستل کیژی د ملگری سوال می نور هم زره ته پریوت او فکر می کوه چی که امر صاحب ولیدم نو هغه به سه راته وایی. دفتر ته ورسیدو کله چی دننه خپلی د کار خونی ته لارم نو نورو همکارانو می راته زیر زیر و کتل او له ورایه راته په خندا شول او وویل چی دا سه کوی ولی دی نن شخصی کالی اغوستی دو ته می هم خپل مشکل وویلو او خپل د کار میز ته لارم. خپل کمپیوتر می چالان او خپل بریشنا لیکونه گورم لگ وخت لا تیر نه و چی د تیلفون شرنگا شوله سنگه می چی را اوچت کرو نو امر صاحب راباندی ژغ وکرو چه زما دفتر ته راشه ما ورته وویل چه بلی صاحب درزم.
له خپل زایه را پاسیدم او په ویره ویره د امر صاحب د دفتر په لور روان شوم چه کله بیرون دهلیز ته ووتم نو خلک اخوا دیخوا تلل او راتلل او ماته یی زیر زیر کتل ما له زان سره داسی فکر وکرو لکه کو م لوی جرم می چی کری وی یا می جامی خیرنی وی په دهلیز که یوی یوی خواته روان وم چی هر چا به راته بدی بدی کتل لگ سه چی مخکی لارم نو سو د فتر نجونی ولاری ولی او له زانو سره یی خبری کولی ماته زیر شولی او له زانو سره و بونگیدی او د پرزی په شکل یی راته وویل چی نن په وزارت که کوم د اتن پروگرام دی که سنگه دا په رسمی کالو کی راغلی ده ددی خبری په اوریدو می په وجود که اوربل شو زره می ویل چی زواب ورته وکرم خو بیا می فکر وکرو چی زه بریگده نجونی دی خوله ورسره مه وهه هسی نه چی کوم بل جنجال جور نشی. له قهره او غضبه دک د امر صاحب شوبی ته ننوتم امر صاحب چی سنگه ولیدم راته په خبرو شو او راته یی ویل چی زوانه دا دفتر دی دلته اصول دی دلته یو سیستم دی لری شه له مخی می او زه لارشه دریشی واغونده او بیا دفتر ته راشه چی کار درکرم دیره غوسه راغله سور وکولیدم خو له مجبوری نه می ورته ژغ و نکرو او له دفتر نه بیرون شوم له زان سره لگیا وم او ویل می چی دا کارونه لکه چی دریشی کوی مونگ یی نه کوو.
د غربی کلتور جامه دمره د قدر ورشوه چی هر چا اغوستی ده او خپل ملی لباس یی له سترگو غورزولی ده دمره بد وخت راغلو چه اوس په ملی لباس مسخری کیژی. په همدی پریشانی که وم چی زما یوبل ملگری رباندی غگ و کرو چی ولی پریشانه یی ولی دی رنگ سور دی ما ورته توله قصه وکره او د زره براس می ورسره وویستلو. ملگری می راته وویل چی گوره په زان یی بده مه لگوه اوس دا سیستم جور شوی چی باید تول مامورین خپلو دفترونو ته په دریشی کی راشی تر سو معلوم شی چی رسمی وظیفه لری او د دولت مامور دی ما ورته په قهر سره وویل چی گوره داسی نه ده زه افغان یم او خپله ملی جامی راباندی دیری گرانی دی او د قدر په سترگه ورته گورم او پری افتخار کوم چی دمره ده عزت جامه لرم نو ولی بیا دا خلک په خپلو ملی جامو بد وایی ملگری می راته وویل چی سمه ده زه یی منم خو زه اوس لارشه او کارونه دی پر مخ یوسه. خپل دفتر ته راغلم قهر می دقیقه په دقیقه زیاتیدو او له زان سره می ویل چی رازه دا وظیفه پریده او استعفی ورکره خو بیا هم له مجبوری نه می داسی ونه کرل او وظیفی ته می دوام ورکر.
زما سلامونه اونيكى هيلي ومنۍ . وروسته غواړم عرض وكړم چى دپورتني ليكني په هكله داسي سوال راته پيدا شو چي د دريشي اغوستل يواځي دكوچني مامورينو لپاره دقانون بڼه لري اوكه ددولت دټولو كاركونكو لپاره ، زما مطلب دمحترم حامد كرزي د افغانستان جمهور څخه دي ،دپورتني ليكني خاوند بايد دخپلي شعبي مدير صاحب ته ځواب وركړاي وائي چي دازما ملي لباس دي ، قانون د ټولو لپاره دپلي كولو يوشان حكم لري ، همداعلت دي چي زموږ په ټولنه كي قانون نه پلي كيږي ،قانون يواځي په كوچني مامور ،معلم اود ټولني په عادي غړو او وګړو پلي شي غټان خو خداي پيداكړي غټان دي ،هغوي دقانون څخه خداي معاف كړي دي ،هغه چاچي دريشي نه وي اغوستي هغوي بايد د دفتر اوشعبي څخه وويستل شي او هغه ځوك چي په ملياردونو ډالرو نړيوالي مرستي غلا كوي ،هغه څوك چي ددولتي واك څخه ناوړه ګټه اخلي ددولت مالكيت ،د خلكوشخصي شتمني غصبوي هغوي نه څوك د دفتر څخه وباسي اونه څوك غله اود دبشردحقونو متخليفين د قانون منګولو ته سپاري ، لكه چي متل دي او وائي ( غوا توره ده اوشيدي سپيني دي )
*