لیکوال: ماکسیم ګورکی
ژباړن: احسان الله ارینزی
د ژباړی کال: ۱۳۶۱ هه ش
كمكى غل
يو كوچنى اووه كلن ماشوم، له ډېره ځنډه راهيسې د هغه سوداګر شا او خوا ته ګرزېده چې د غاښو مسواكونه، ږمنځې، بياتي ګانې، صابونونه او د پيسو بټوی يې خرڅول. سوداګر له هغو دوو ځوانانو سره چې شيانو ته يې په ځير — ځير كتل، د پيسو د يوی بټوی په هكله خبرې كولې.
ځوانانو زړه نا زړه د ده غولونكو خبرو ته غوږ نيولى و. څو ځلې يې د بټوی يوه خوا او بله خوا وكته، د ڼوی ځنځير يې كش كړ او وې ويل:
– څلوېښت كپيكه.
ځوانانو به يوه بټوه اخيسته او بله به يې ايښوده. دوى به يو د بل پېښې كولې، يوه به چې څه كول بل به هم كټ مټ همغسې كول او پلورونكي به په تروه ټنډه ورته ويل:
– څلوېښت كپيكه؟…. ما خپله په شپېتو اخیستی دى.
– دا مهال به يې د دوى د تلو مخنيوى كاوه:
– دې خوا ته وګورئ! … په پنځه پنځوس كپيكه يې اخلئ؟
خو ځوانانو همغه يوه خبره تكراروله:
– څلوېښت كپيكه!
او د سوداګر چېغې به بيا پيل شوې.
سوداګر چې سره ويښته، جګه ونه، له مكره ډكې سترګې او اوږدې — اوږدې ګوتې درلودې، د سترګو له كونجو څخه ځوانان څارل، له دې دوو ځوانانو څخه پرته درې نورو هم د شيانو څنګ ته، د سوداګر ننداره كوله. هغه تر ټولو كوچنى اريان ولاړ و او د سوداګر خبرو ته يې ښه په ځير غوږ نيولى و. د دی هلك پښې لوڅې او جامې شلېدلې وې. په پرتوګ كې يې چې يوې كڅوړې ته ورته و، د بوجۍ د ټوكر پيوندونه هم ليدل كېدل.
مخ يې خيرن، تور سوى او له دانو ډك و. خړې سترګې يې له ډېره جرئته ډكې وې او مينه ناكې ښكارېدې!
د يوه اخستونكي غږ پورته شو چې په جدي توګه يې وويل:
– په پنځه څلوېښت كپيكه يې هم نه وركوې؟
دې ته ورته يو بل غږ هم واورېدل شو:
– هو، پنځه څلويښت كپيكه….!
دواړو خپلې سـترګې د سوداګر په سترګو كې خښې كړې وې… سوداګر موسكى شو او د ګېلې په توګه يې وويل:
– هلكانو! لكـه چې تاسې زما په زيان خوشالېږئ… زه هم ژوند لرم. ډوډۍ ته اړتيا لرم، ښځه او ماشومان لرم، تاسو نه غواړئ چې زه دوه كپيكه وګټم؟
اخستونكي وويل:
– ستا خوښه!
او له ده څخه لرې شول. نندارچيان هم ولاړل، هلك د سوداګر سترګې لږ غلطې كړې او يوه چكۍ صابون يې پورته كړ. ده لا نه و ځغستلي، چې د سوداګر لاس ورورسېد، له پښې يې ونيو او په بريالي اواز يې وويل:
– –هه … را ومې نيولې هلكه….!
سوداګر هلك له پښې نيولى او خپل لومړي ځاى ته روان و.
هلك د مار په شان د خلاصون هڅه كوله، د سړك په ډبرو يې خپړې لګولې او خپله بله پښه يې خوځوله. رنګ يې له وېرې او له شرمه سور اوښتى و. دا وخت يې بله پښه هم د سوداګر لاس ته ورغله، هلك خپله ككرۍ څو ځلې په ځمكه ووهله؛ خو څه ګټه يې ونه كړه او د سوداګر په زورورو منګولو كې ايسار شو.
سـوداګر د هـلك پـه خېټه او ټټر ګونـډې ووهـلې او په خپلو منګولو يې تر ويښتانو كلـك ونيوه.
هلك له يوې خوا خپله چاودلې شونډه زبېښله او بله خوا يې د خپلې خولې لاړې او وينې تو كولې.
هلـك خپل دواړه لاسونه د سوداګر په ګونډو ايښي وو او په ډېر عجز يې د هغه سترګو ته كتل. سوداګر چې له سترګو څخه يې د خوښۍ او خوند بڅركي ورېدل، د خپلې سورمايي ږيرې په منځ كې خپل خيرن غاښونه چيچل او په ډېره چوپتيا يې هلك ته په ځيره كتل. ښايې په خپله چوپتيا كې به يې د كمكي غله د جزا له پاره نقشې كاږلې…. د كمكي غله د ټټر هډوكي ژر — ژر ښكته او پورته كېدل. په خيرن مخ كې يې د وېرې، انتظار او نااميدۍ څپې له ورايه ښكارېدې. سوداګر خپلې وروځې كش كړې، غاښونه يې وچيچل او وې ويل:
– هه… څه درباندې وكړم؟ … هه، ووايه.
هلك هيڅ ونه ويل…
– په خوند دې ووهم او كه دې جېل ته واستوم؟… ووايه څه درباندې وكړم؟
كمكي غله په وېره او زاريو وويل:
– اكا ما وبښه…!
– ودې بښـم؟ تا وبښم هه؟… ډېر تيز يې! ته غل يې غل… پوهېږې كه نه؟… تا غلا كړې ده، ته بايد جېل ته لاړ شې…كه زه تا وبښم او يا يو سړى په غله زړه وسوزوي؛ نو جيل ته به څوك ځي؟… هه، څه وايې ؟
د هلك له سترګو څخه اوښكې وڅڅېدې او شونډې يې له وېرې نه وښورېدې او ورو يې وويل:
– اكا بيا داسې بد نه كوم…!
– نه … هېڅكله،كه ټول غله وبښل شي، جېلونه به په چا ډكېږي؟
كمكي غله ورو — ورو ژړل، روڼې اوښكې يې په مخ روانې وې. سوداګر د هلك غوږ ونيو او ښه په خوند يې تاوكړ:
– خبرې وكړه! د شيطان بچيه! زندانونه به په چا ډكېږي؟
كمكى غل ژړغونى و او وې ويل:
– په غلو…!
دا خبره د سوداګر ډېره خوښه شوه؛ ځكه يې په كړس وخندل او وې ويل:
– اى سپيه… څومره خوندور ځواب دې راكړ… غله … ته بايد هرو مرو جېل ته واستول شې… ښه؛ نو صابون دې ولې پټ كړ؟…
هلك په ډېرې نرمۍ ځواب وركړ:
– اكا بد مې وكړل… توبه كوم، بيا غلا نه كوم.
-چوپ شـه… چټيات مه وايه!… ښايي چې زه دې وبښم؛ خو كه شور ماشور جوړكړې، جېل ته به وغورځول شې، جيل په مارانو، چونګښو او موږكو ډك دى، د ورځې به يوځل وهل هم خورې…
د هـلك رنګ تك سپين واوښت، سترګې يې د سوداګر ستـرګو ته ځير وې، ناڅاپه يې د سوداګر له غېږې څخه ټوپ كړل، خو سوداګر ونيوه، مخ ته يې لاړې تو كړې او وې ويل:
– غوښتل دې چې وتښتې؟… هه …هله ځواب راكه چې صابون دې ولې پټ كړ؟ هلك ورو ځواب وركړ:
– غوښتل مى چې خرڅ يې كړم…
– هه …خرڅاوه دې؟ …هه، هغه پيسې دې بيا څه كولې؟
– يوه ډوډۍ مې پرې اخيسته….
– نورې دې څه كولې؟ لږ بوره…
– ښه نور؟
– بس، نورې پيسې نه پاتې كېدې.
يوسوړ اسوېلى يې وكېښ او وې ويل:
– يوه چكۍ صابون يوازې اته كپيكه كېږي.
– ښه دا نو ستا د غلا لومړى ځل نه دى! … نو ته دومره سپين سترګى يې….؟
هلك زمكې ته ټيټ وكتل او غلى شو.
– ته په كوركې ډوډۍ نه لرې؟
كمكي غله سوړ اسوېلى وكېښ، خپلې او ښكې يې پاكې كړې او سر يې د (نه) په بڼه وخوځاوه.
– مور او پلار دې ډوډۍ نه دركوي؟
– پلارنه لرم.
– چيرې دى؟
– نه پوهېږم.
– مور دې؟
– هغه تل بېسده وي … له سهاره يې ترماښامه څښي.
– ښه.
سوداګر د كمكي غله په خبرو ستومانه شو. هلك لومړى د سوداګر ښي لاس او بيا كيڼ لاس ښكل كړل او په زاريو يې وويل:
– اكا ما وبښه ، ما پرېږده…
سوداګر د خپلو لاسو په ښكلولو خوښ شو او په بريتونو كې يې وخندل.
زړه يې غوښتل چې هلك د خپلې ساتېرۍ له پاره لږ نورهم وځوروي، خو ستړى شوى و او له بلې خوا دوه ښځې د شيانو په ننداره بوختې وې، سوداګر هلك ته وويل:
– ځه ورك شه!
هلك ځان ځغستلو ته برابر كړ اوسترګې يې له خوښۍ نه وبرېښېدې؛ خو سوداګر له لاسه ونيو:
– صبر! بيړه مه كوه، ودرېږه چې دا غوږونه دې لږ تاو كړم، بيا به ولاړ شې…
سوداګر د هلك سر لومړى كيڼې خوا ته كوږ كړ او یو غوږ يې كش كړ، بیا يې تر كيڼ غوږ ونيوه او زړه يې پرې يخ كړ، په پاى كې يې يوه څپېړه وركړه او رخصت يې كړ:
– ورك شه، دا پېښه مه هېروه!
هلك چې رنګ يې تك سور اوښتى و، څو ګامه مخ ته لاړ، بيا راوګرځېد. سوداګر هلك ته اريان شو، سترګې يې ورواړولې او وې ويل:
– لكه چې د غوږونو تاوول دې بس نه شول، هه؟….
هلك په ډېر عجز سوداګر ته وكتل او وې ويل:
– اكا، يو كپيك خو راكړه….!
سوداګر ټنډه تروه كړه او وې ويل:
– دلته راشه! هلك يې ترلاس ونيو او چاته يې ناره كړه:
– نيكتيا!
هلك د هغه سړي لور ته وكتل او ولړزېد. يو بريتور پوليس چې لنډه توره يې ځړولې وه، د سوداګر په لور راغی. هلك له زاريو نه په ډكو سترګو سوداګر ته وكتل. سوداګر هلك ته ډېر په غوسه و، كمكى غل په ژړا شو او زاري يې پيل كړې.
سوداګر په څپېړه وواهه او پوليس ته يې وويل:
– دا ماموريت ته وسپاره….!
پوليس له سوداګر نه تپوس وكړ:
– څه شى يې پټ كړى؟
– يوه چكۍ صابون.
پوليس خپل سر وښوراوه او وې ويل:
– زه يې پېژنم، دى زما پخوانى ملګرى د ى!
هلك ته يې وكتل او وې ويل:
– ښه ځه چې ځو. رښتيا نوم دې څه دى؟
– ميتشكا!
– هو!… سمه ده، لاره لنډه ده پياده به ځو.
دواړه روان شول. هلك چې د پوليس په ګامونو نه شواى تلاى، د لاری په ډبرو يې منډې وهلې، سوداګر د خلكو د ګڼې -ګوڼې په مينځ كې په دوى پسې كتل او په خپل ټټر يې د صليب علامه انځوروله.
پای