خو دکرزي دولت په راتګ سره دادی اوه کلونه تېر سول ، کابل بیا هم هغه پخوانی کابل دی ، وراني کنډوالې یې بیا هم ، هم هغه ډول چې وې پاتي سوي ، کله چې یو څوک کابل ته دلومړي ځل لپاره سفرکوي ، داسې ګومان کوي چې کابل به ډېر ودان او بیا رغول سوی کابل وي .
تېره ورځ کله چي د خپل کار په لوري روان وم ، په تکسي راسره سپور یو سپین ږیری کندهاری ناست وو، دې خوا او بلي خوا ته یې کتل ، له سترګو یې اوښکي له ورایه ښکارېدې، دیوه څه مزله وروسته نوموړي په پورته آواز موټرچلوونکي ته وويل ، استاذه ! کابل خو داسي نه وو.
موټر چلوونکي خپل سرورته وښوروه ، چي دهو ځواب یې مطلب وو.
ما دسپين ږیري څخه پوښتني پیل کړې ، چي داخبره یې ولي وکړه ،نوموړي راته ویل دایې پسله ډېره وخته کابل ته لومړی سفر دی ، چي راغلی، نوموړی چي دسردارداودخان دواکمنۍ په وخت کي کابل ته راغلی وو، سترګو څخه اوښکي بهېدې او خبري یې کولې .. نوموړي ویل ، چي کابل کي خواوس له سلو دولتونو څخه ډېر موجودیت لري ، ما ویل چي کابل به اوس رغول سوی وي ، خو هغه څه چي مي لیدلی وو، هغه هم نه د ی، نوموړي چي په ځېر سره دورانو کنډوالو لیدنه کوله ، ډېر لړزېده او ویل یې کاشکي کابل ته نه وای راغلی ، لږ ترلږه دابه مي په زړه کي وای، چي کابل سته …
نوموړی کله چي دموټر څخه کښته کېده ، دغه ډول یې دعاوکړه .
( لویه خدایه ! افغانستان جوړ کړې ، خو ګومان نه کوم چي جوړشي ).