هغه ماته مخامخ ناست وو او راته كتل يي مادقلم څوكه دكاغذ په مخ تياره نيولي وه او دده په لورې مې كتل،د ډېر انتظار او ستړتيانه وروسته مې په لوړ غږ وويل:.زه تاسو نه دكېسې ليكلولپاره راغلى يم .تاسوووايي اخر زه دكوم وخت نه په انتظار ناست يم له ماسره وخت كم ده د ډېرونوروخلكو دكېسې هم ليكلي پرتې دي په اخبار كې نوركارهم راترغاړي ده ـ
كله يې چې زماداخبرې واوريدي په داسې حال كې يې سترګې زماسترګوته برابرولي چې باڼه يې دسترګودګاټې نه دګل دغوټۍ دسپړيدوپه شان لوڅولې او زما له سترګو سره يې مخاطبې كړې په سرو ګلابې سترګويې داسې راوكتل تابه ويل كه دجهان مظلوم دى او دبدل په هېله دى له كتلو سره يې سپيرې وچې شونډې رپيدلې خوله خولې څخه يې هېڅ ونه وتل او دوه غټې ملغلرينې اوښكې يې دپاكې سپيڅلې ځمكې جولۍ ته وروبخښلې دخپل ځاى ناستې نه اوچت شو هماغسې په وچورپيدونكوشونډواوژړه غونې اوازسره يې وويل:
كه چېرې تاسې پوهيږى زمادا دوه اوښكوزماټوله كېسه تاسوته تيره كړه كېسه په خوله تيرول نه غواړم په خولې تيرولوكېسې ته كېسه نه وايي ته بايدزماپه راز او اشاروپوه شي او كېسه ترې وليكي…….ددې يوڅونااشناخبرو په كولو سره يې پاى كې چې دشهادت ګوته يې ماته نيولي وه په تيز او ځغلنده نظركتلوسره يې راغوټه كړه ………ليكن صيبه زه نجومې نه يم او ناڅاپه يې دروازه خلاصه كړه او دفتره ووت….. زه يې ډېرحيران او لاس تر زنې كينولم ………..كاغذاو قلم مې كېښود او له ځان سره اخته شوم ـ
داسې يوعجيب ځوان سره زه په ټول عمراول وارووچې مخامخ شوى وم څه نااشناځوان وو زه يې په كېسه پوه نه شوم
خداياداغم ځپلى ځوان به څوك وو ولې چا كړولى وو كوم احساس ليونى كړى وو ولې يې خولې خبرې نه كولې ولې يې سترګو زړه ته لار وركړي وه او…………………………
تقريبابياډېره موده وشوه ترمنځه يې ډېرحالاتوبدلون راوړى وو زما هېر شوى وو بېخې مې په ياد كې نه راته ……..دورځونه يوه ورځ زه په دفتر كې ديو څه لټون لپاره په دفترې كاغذاتوكې بوخت وم چې ناڅاپه په دفتريوتن راننوت اوپه رادننه كېدوكې يې بس دومره وويل :
څنګه تاسو زما كېسه ليكل خوښوئ……؟
ماهم دځواب په وركولو سره قلم اوكاغذ رواخسيتل اوځان مې اماده كړ مګردهغه له خولې څخه څه نه راوتل اودخاموشي ژبې په بدل كې يې ماهم توجه ورنه كړه او خفه له دفتره بهرشو
دڅومياشتوپه تيريدو سره نن يوبل ځوان زما دفتر ته راننوت دځوان په كتلو سره حيران له څوكۍ نه ورته راپورته شوم بالكل دهماغه ځوان په څېر يې څېره وه ،له خولې مې ورته ووتل : تاسو ماچېرته كتلي وى
نه ! صيبه تاسو چې څوك كتلي وو هغه زما ورور دى
اوه…………څنګه…………..زه حيران شوم ……..هغه ستاسې ورور وو…..؟
بلې صيب! هغه زما ورور دى……… ـ
څنګه تاسو زما د ورور كېسه ليكي ده ؟ زه پوهيږم تاسو نه ده ليكلي
دايې وويل او يو دم را ولاړ سو او له دفتره ووت
زماسوچونه او فكرونه نور هم زيات شول او پرهمدې ځاى كې راباندې ځمكه تاويده ، همداګړۍ وي چې خبر راورسيد چې دمخابراتو په څلورلارې كې ديوځوان هلك لاش پروت دى اودنامعلومه وسلوالوله خواپرې ډزې وشوې او وسلوال په تيښته بريالي شول
دنوروملګرو سره يوځاى مو دمخابراتو څلورلارې ته ځانونه ورسول………..
دلاش په كتلو سره مې بې اختياره له خولې چغه ووته ! …….خدايا داخو هغه ځوان دى چې ماته يې دخپلې كېسې دليكلو لپاره راغلى وو…….او ورور يې اوس زما له دفتره ووت ……….په زړه كې مې داسې له ځان سره انګيرله چې داځوان هم زما څخه لږه موده وړاندې وتلى خو…اويې لاش زماترمخ پروت دى ماته داسې ښكاريده چې په دې لاش باندې دوه غټې اوښكې او دا دوه غټې اوښكې راته وايي : تاسې اوس زما كېسه ليكلي ده ….مګر ما سره دويلوڅه نه وو…..
هوكې تاسې به اوس زما كېسه پخپله وليكئ زما كېسه وليكئ وليكئ زما كېسه ………ماچې كله اخبار ته ددې لاش خبر جوړاوه له هغې وداندې مې نظر دامنيت په قومندان پريوت په سترګو كې مې څه اميد پيداشو كه خداى كول دقومندان صيب نه به تحقيقي راپور راواخلم ………هغه زما ليكل ډېر خوښول زما زړه ډاډه وو………..په مايې نظر ولګيده نومسكى شو زه نږدې ورغلم دعليك سليك نه وروسته مې ترې وپوښتل زه ددې ځوان په اړه مالومات غواړم ،هغه راته په ځواب كې بس دومره وويل : چې كومو نامعلومو ترهه ګرو ويشتلى دى ……….خوپه دې خبره زما صبر رانه غى او ورغبرګه مې كړه
قومندان صيب ! خير اوس نه خو بيګا ته به زه تاسو كره درشم
ضرور ولي نه ……………..!
مګر دڅه لپاره………..؟
دابه زه تاسو ته هلته ښايم ……
بالكل سمه ده تاسو راتلى شى زه ستاسو په راتګ خوشاله كيږم
دشپې چې دقومندان صيب كورته ورغلم دعليك سليك نه وروسته مې مخ ورواړاوه …………تاسو به زه خبر كړم چې زه ددې ځوان دكېسې ليكلو لپاره راغلى يم او له مرګ څخه يې ځان خبروم ……..!
څه يې كوي كه درته ويي ښايم څه فايده او كه ويي نه ښايم څه فايده كه دده ځوان ټوله كېسه په اخباركې هم وليكي نو…………
خوخير چې ته ټينګار كوي او خامخا يې كېسه ليكل غواړي درته وبه يې وايم
داديوڅولويوخلكوسره په دښمنۍ اوختى وو او په مجادله كې ورسره وو خپل غيرت يې دانه شو زغملى چې هرهغه مشر چې په ټولنه كې به يې خلكوته ځان نيك اسلام او وطن دوسته ښوده مګرپه باطن كې به داخبره سرچپه وه نوموړي ددې خلكوداناولي پاليسې نه غوښته ،غوښتل يې چې ددې خلكوظاهراو باطن يو كړي څه چې په خوله وايي بايدهغه په زړه هم ولري
خوګرانه ! نن مهال په نړۍ كې داويل ناممكن دي ………دى ساده وو………په يواځې ځان له داسې خلكوسره مقابله كول اسان كارنه دى ـ
اخر دده بېچاره جرم څه………….؟
داځوان په جرم ككړ نه وو…………..!
دانن ماته يو بې نمبره تيلفون وشو راته ويي ويل چې دمخابراتو په څلورلاري كې ديو تن مړى پروت دى ډېر اسلام دوسته او وطن دوسته يې راوپيژانده ددې خبري په اوريدو سره مې ګوشك كېخود…………
ليكن تاسوڅه مالومه كړه چې داځوان ددې چلند وړ وو…….؟
څوورځې وړاندې استخباراتوته شكايت رسيدلى وو… ..دپوليسوماموريت ته يې هم ويلي وو……..موږ خبردارى هم جاري كړى وو………ددې شكايتونو سربيره هم دده نيول نه غوښتل …..اخر داخلك يې ترپوزې راوستل ……او له مخې يې لري كړ………
اياتاسو كولاى شى ددې لويو خلكو نومونه راته وښايى…….؟
ماته په رښتياسره چې مالومه نه ده خوددې خلاف خفيه تليفون استخباراتو ته شوى وو اوموږه داد پوليسو ماموريت ته هم راغوښتى وواو پوهه كړى موهم وو………..خو اخر داچې…………..دده كېسه نن دلته بشپړه شوه ـ
داهرڅه ماواوريده خوزه خالي لاس وم ماسره هېڅ نه وو ماته بېخې ځان تش مالوميده اګر كه ماسره دليكلونورډېر څه وو
زه چې كله له دې ځايه رابهر شوم په دروازه كې حيران پخه نيولى شوم اوزړه مې په درزا بينا وكړه ځكه دمقتول ځوان ورور د دروازې مخې ته ولاړ وو
8ماويل شايد انصاف غواړي دخپل ورور دقاتلينو غوښتنه كوي
دهغه نظر په ما پريوت حيران شو او ويي ويل :
تاسو غلط پوهه شوى زه انصاف غوښتلو ته نه يم راغلى دقاتلينو غوښتنه نه كوم زه قومندان ته داويل غواړم چې :
په كومه لاره زما ورور روانيدل غوښتل همدالاره رښتونې لاره ده نن دا لاره وركه نشوه دا لار نه وركيږي زما د ورور مړى همداشاهدې وركوي نن زه هم دخپل ورور په لار روانيدل غواړم اودا لار به تعقيبوم …………..
ده هم د ځواني مرګ ورور په شان په سپرو شونډو اود رپيدلي خولي په بدرګه دوه غټي اوښكې دپاكې ځمكې جولۍ ته ډالۍ كړي…………او…………….
۱۳ مئ ۲۰۰۳