ذوالقرنین څوک وو؟
ولی ذوالقرنین ورته ویل شوی دی ؟
۱- هغه دوې پيړۍ ژوند وکړ، ددوو پېړيو خلک یا دونسله وګړي له منځه ولاړه او هغه لا ژوندی وو
۲- هغه دسر په راسته خوا د یوې ضربې (زم) سره مړ او بیا را ژوندی شوی دی ، د سر يې دوې خوا وي يې راوتلې او لوړی وې
حضرت صادق(رض) څخه روایت دی ، چې هغه خپل کام سمې او د خدای لارې ته هد ایتوی خو هغوی هغه ته دوې ضربې ورکړې نو ځکه هغه ته ذوالقرنین ویل شویدی.
۳- بله دا چې وايي د هغه د پاچاهي تاج دوه ښکره درلوده.
۴- هغه دوه قرن یاني دوې خواوي: د نړۍ ختیځ او لویدیځ ونیوله.
۵- هغه دوې کوڅۍ درلودې.
۶- نور اوظلمت د هغه مسخر ول.
۷- هغه دوه ښکره درلودل
د ذوالقرنین نوم په اسلامي ، یهودي او مسیحي دینونو په کتابونو کې راغلي دي خو دا چې ذوالقرنین څوک دی په قطعي ډول نه دی مالوم.
داچې ذوالقرنین څوک وو مفسران او مورخان داسې لیکي:
۱- دطبري او سور آبادي تفسیرونه لیکي : له ذوالقرنین څخه مراد اسکندر دی.
۲-ابوریحان البیروني لیکي: له ذوالقرنین څخه مراد« اطوس» دی.
۳-ځینې بیا« تس چی هوانگ» د چین پاچا ذوالقرنین بولي خو دا دا قراني وړاند وینې سره سم نه دی.
۳-(غرالی په سیرالعالمین) کې لیکي: ذوالقرنین« صعب بن جبل» دی.
۴- مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد وایي د ذوالقرنین څخه مراد کوروش د هخامنشامو لومړی امپراتور دی اوځینی يي بیا داریوش ، خشایارشا… ذوالقرنین بولي
۵-.ځینې نور بیا ماءالسما ء ” یا ” صعب بن همال حمیری ” یا ” تبع الاقرن ” د عربستان له سویلو پاچاهانو څخه یو ذوالقرنین بولي
۶-او ځینې نور بیا« ابوکرب شمر یر عش بن افریقس حمیري » ذوالقرنین بولي .
نو دلته دا نظرونه په دریو برخو کې څیړو چې آیا ذوالقرنین عربي ، یوناني یا که ایراني وو .
نوربیا