په بدن کښی د غوښی یوه ټوټه ده چه صالحه شی ټول بدن ښه کیږی او که فاسده شی ټول بدن فاسد یږی ؛ باخبر او سیږی چه دغه ټوټه زړه دی « حدیث شریف »
زړه د روح مرکز دی او په ټول بدن باندی ریاست لری !
د زړه اصلاح په علـــم سره راځی او د علــم انــدازه په عمل کښی معلومیږی ؛ هغه عمل په کاردی چه د خیر او بهبود انــدازه ورسره د خدای « ج » د رضا موجب د ځان او دخلکو په درد وخوری . تقــوی او پر هــیږګاری د زړه کار دی !
ښه ګــذاره ښه سلوک هــم د زړه اراده او عزم غواړی !
د ځان او دخلکو د بهبود لپاره هڅه هغه زړه کوی چه د انسانیت په رڼا روښانه وی !
د زړه رڼــا ؛ زړونه روښانوی ، نورانیت پیدا کــوی او پوهه مینځ ته راولــــی !
د ننګرهار ولایت د نجـــم المدارس مدیر
د « النجم » جریده ، دریمه ګڼه ، د عقرب ۱۴، د ۱۳۳۷ کال . http://www.said-afghani.de.vu