ساده لیکنه یو څه سخت، خو عالي هنر دی. دلته لیکوال د لفاظیو او سره ننه ایستلو جملو تر شا ځان نسي پټولای، بلکي مجبور دی سیده هغه څه ولیکي چي ویل یې غواړي.
لغت پراني زموږ د دولت اداري سیسټم ته ورته جوړښت لري. هلته د ځنځیر کړۍ په اسانۍ فساد کولای سي او دلته لیکوال ښه بېخاره خپله ناپوهي او پر موضوع نه حاکمیت په سلو پردو کي نغاړلای سي.
ساده خبره ده؛ یو مطلب چي په لنډو جملو، یو څو لغتونو او رسا ژبه کي روښانېدای سي، اوږدو پارګرافونو، بنډل-بنډل مترادفاتو او مبهمه ژبه کي ولي وویل سي؟
داستایفسکي ته د وخت یوه مشهور ادبي نقاد او همزولي لیکوال په یوه لیک کي ولیکل: انډیواله کوښښ مه کوه چي لیکنی سبک دي سخت او پېچلی کړې، ته ساده او رسا لیکني داستایفسکي کړی یې. که له دې تګلوري واوښتې له اسمانه به مځکي ته راولوېږې.
یوه لیکنه د هغې کیفیت او منځپانګه په خلکو لولي، نه لس-لس منه لغات او سریښناکو خټو ته ورته جملې و پارګرافونه. دا حقیقت هر لیکوال ته تر یو څه عملي تجربې او له لوستونکو سره د نظري ادلون-بدلون وروسته مالوم سوی دی.
ډېری پښتانه لیکوال و ژباړنان وینم چي په لوی لاس خپل متنونه له هرزه وښو او خځلو ډکوي. له سرلیکه به سړي ته په زړه پوري بحث وایسي، خو چي ورننوزې بیا به یوه نابلده ښار ته د تللي مسافر په شان یې چي پر دوهم سړک پروت تمځای به لا نسې پیدا کولای. د جملې په منځ کي به سر، او پای کي به منځ درڅخه هېر وي.
ایا پوهېږئ (د سوفي دنیا) ناول سره له دې چي له فلسفي بحثونو او تاریخي کیسو ډک دی، ولي دومره ډېر لوستل سوی او ژباړل سوی دی؟ ځکه جملې یې اسانه دي، پارګرافونه یې راڼه دي، مغلق مفاهیم یې په ساده-ساده لغتونو انځور سوي دي او پېښي یې داسي متوازني و موزوني سره پرتې دي لکه د یو تکړه بنا په لاس ایښودل سوي خښتي. د استاد غضنفر لیکنی سټایل هم په همدې وجه جالب دی. بل مثال یې لوی شاعر دروېش درانی دی. وینئ یې چي څومره غټي مسلې په څه ساده او ښایسته ژبه درته کوي(پوهېږم چي د نثر په بحث کي مي شاعر راواچاوه، خو د دغي موضوع له عمومي روح سره چي ساده والی دی، مخالف کار نه دی).
اخیره خبره دا ده چي که مو داسي یوه لیکنه ولیده چي سرلیک یې اسانه، لیکن تر لاندي لیکلي جملې یې درنې وې، حلق یې دروچاوه او ساه یې در لنډوله، نو دا د لیکوال برلاسیتوب او علمیت نه، بلکي ناتواني او ناپوهي ده.