زه پـوره یقـین لــرم که چـیری د وطــن د ابادی له پاره ؛ اجتماعی امراض پــه « عالمانه ، منطقی ، صداقت او ایمانداری » ظوابطو په اساس ، د کار پوه او متخصوصو له خوا « تشخیص » شی ، او بیا د معالجی د پاره یی هر « درد او مرض » ته لازمه نسخه او مشخصه ادویه ورکړی شی ، نو په ډ یرکم وقت کی به دا امراض علاج ؛ او د سعادت او نیکبختی ، موجب به وګرځی .
او که چیری دا امراض ، دقیق تشخیص نشی او په عــلاج کښی مختلفی ستونزی او بهانی قلمداد شی ؛ نو بیا ورڅخه مزمن مرض جوړیږی، چه په داسی حالت کښی ټولـوته سرایت کوی او د تباهی او هلاکت شرایط برابروی .
نو په داسی شرایطو کښی د ټولو علماو ، پوهانو او د وطن صالحی بچیانو؛ ایمانی او وجدانی وجیبه ده ، تر څو د « تشخیص اومعالجه » په وسیله ، د راتلونکو مزمن خطراتو ، مخه ونیسی .
دعلامه محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه
د ۱۳۵۰ کال ــ کابل ـ افغانستان