لنډه کیسه
لیکوال : عبدالله الهام جمالزی
څټک یې په سندان وټکاوه ، په تندي یې خولې ډنډ ولاړې وې ، له جیبه یې دستمال راوویست خولې یې پاکې کړې او بیایې په اور کې سرو اوسپنو ته وکتل ، چې څومره به اور تازه کېده هومره به یې قدرت زیاتېده ، چې څومره د لمبې او شغلې عمر زیاتېده دومره به یې اثر ښکاره کېده ، شغلې کرارې کرارې شنې شوې او پکې د پرتو اوسپنو رنګ هم سور کېده ، بیایې آمبور په لاس کې واخیست او اوسپنه یې پکې راونیوه او په سندان یې کېښوده ، په بل لاس کې یې څټک هم آرام راپورته کړ او په اوسپنه یې کیښود ، بیایې پورته کړاو اوسپنه یې پرې وټکوله ، نرمه شوې وه اوس هغه اوسپنه نه وه چې تیږه به یې ماتوله ، دڅټک څه چې د هیڅ هم پرې زور نه رسېده اوس د څټک له هر وار سره په سندان تیتېدله او هیڅ مقاومت یې هم نه کاوه ، آهنګربیا اوسپنه په آمبور کې راټینګه کړه او اور ته یې ور ننه ایسته . غوسه وو له ځان سره ګړېده .
ولاعجیبه ده ؟ زه خو نه پوهیږم ، یعني یو انسان دومره بې رحمه شي چې د بل انسان وژلو ته زړه ښه کوي ؟ … نه ولا سړی دې هسې هم قضاوت نه کوي … خدای خبر دی …
بیایې د تندي خولې پاکې کړې ، په اور کې یې اوسپنه په بل مخ واړوله ، د اور شغلو ته یې چرت ونیو او سر یې وخوځاوه .
ولا خو غوسه هم بد شی ده … مجبوري هم بد قدرت دی … دا اور او دا شغلې ګوره … اوسپنه ګوره چې څرنګه یې نرمه کړې ده … مجبوري به هم سړی دغسې کوي … نه ولا هسې به هم نه وي انسان بېل دی … نه ولا …
بیایې په اور کې اوسپنې ته وکتل چې تکه سره او شنه اوښتې وه را ویې ایسته ، په سندان یې کیښوده ، څټک یې ورته پورته کړ بیا یې ورته وکتل ، دهر وار سره به په سندان وغوړېده ، هغه بیا په تندي لاس راتیر کړ ، اسویلی یې وکړ او پورته یې وکتل ، بیا له ځانه سره په خبرو سر شو .
ظلم ،زارۍ … ولا عجب قانون دی … دیوه چلند ته ظلم وايو دبل هغه ته زارۍ … کله به داسې هم تسلیمږې لکه دا اوسپنه چې د واړه څټک ټکونو ته تسلیم ده … جمیل ګوره خوار که هرڅومره یې دهغه او دغه دهقانۍ وکړې ، په څاګانو کې به کوز وو ، دهغه او دغه مزدورۍ یې وکړې … اخ خدای دې پرې رحم وکړي بې چاره هغه دی له دنیا یې تیر که … نه هسې دې هم سړی نه وايي څه به ووپکې خوشي په خوشي خو به هم سړی څوک نه وژني …
بیا یې له دکانه بهر وکتل ، ګڼه ګوڼه وه ، د ژوند بازار ګرم وو ، خدای خبر دهیچا به هم جمیل نه په یادېده اوهسې ښکارېده تا به ویل چې هیڅوک هم کم شوي نه وي ، سهار به یې لرونه یا کلنګونه په اوږه را اخیستي وو ، په شنه یخ کې به پرې خولې راماتې وې ، کلنګونه به یې په دکان کې وغورځول او په بیړه به له دکانه ووت، بېګا به چاودې چاودې لاس راغی ستمېده به کلنګونه به یې ورسره واخیستل او موسک به شو په سترګو کې به یې وویل چې پیسې نشته چې کار مې خلاص کړ په یو ځای به یې درکړم .
سر یې وخوځاوه اسویلی یې وکړ او بیا یې په شغلو کې سترګې وګنډلې ، په همدې چرتونو کې وو ، چې زوی یې دکان ته راننوت ، د پلار خولې تندي ته یې وکتل ، او بیایې پلک راواخیسته په ژور کې ورته ودرېده او په لاسونو یې لاړې توکړې او پلک یې په لاسونو کې سره سم کړ .
پلار په اور کې سرې اوسپنې ته ځیر وو ، اسویلی یې وکړ ، بیا یې د زوی مخ ته وکتل ، تر اوسه یې لا په سترګو کې هغه وختي نم مالومېده ، آهنګر بیا له ځانه سره په خبرو شو .
هرڅومره چې اور ژوندی کیږي هومره یې د سوځولو قدرت زیاتیږي هرڅومره چې شغله تازه کیږي هومره یې غوسه یو په دوه کېږي . راشه وګوره چېرته د شغلې بدن او چېرته د اوسپنې …
بیایې اوسپنه له اوره راوویسته ، په سندان یې کیښوده او زوی ته یې وکتل ، زوی یې هم پلک پورته کړ او یو غږ به د څټک وو بل د پلک په اوسپنه به یې سره شغله پورته کړه او سره هواره به یې کړه . هغه په فکر کې وو ، بیاله ځانه سره په خبرو راغی .
نه خو ته خپله ووایه ! چې هرڅومره ټینګ وې چې هرڅومره کلک او مقاوم وې چې هرڅومره له تیږو جوړ وې ، دلته وګوره ، دا بې رحمۍ او غمونه ولا سړی داسې کوي لکه دغه اوسپنه ، غوسه هم داسې ، ته خان ګوره چې اوس یې څه پیرو ته بډې وهلې ، بسته سړی یې وواژه ولا که به دومره احساس هم ورسره وي … خو هغه د هم پوه شي چې که دغسې کارونه کولی شي ، بله قوه هم شته چې سړی بیا نرموي ، داسې یې نرموي چې د پلک او څټک په وړاندې به هم مقاومت ونه کړي هو ! ولاکه یې فکر هم وکړې …. نه ګوره اوس په خپل سر دومره ستر ستر کارونه کول ولا که چندان کار هم وي … ډیر بې وجدانه دی … خیر دی وخت به یې په خپله سم کړي درست لکه زما په سندان پرته اوسپنه که لږ یې پریږدم بېرته خپل عادي حالت ته ځي ، که شغلې یې نرمه نکړي نو هماغه اوسپنه ده … خان هم یوبل څه داسې کړی دی ، دا پیسې او قدرت یاهم شاید غوسه داهم بده شغله ده سړی داسې نرم کړي چې واړه واړه فکرونه یې هم په بله کوي ژر ژر یې بدلوي ….
بیا یې له ځانه سره سر وښوراوه .
نه هسې یې هم نه کوي … لکه اوسپنه …نه نه … ولا داسې بې رحمي چې سړی په بله کړي درست لکه له دغه شغلې … یاهم نه ولاګوره په جمیل غوندې چا خو د هرچا زور بره دی ، که نر وي ورغلی دې وای قوماندان شېردلي ته یې دې څه ویلي وای …
بیا یې زوی ته وکتل ، هغه هم خپه وو ، کله به چې یې په کوڅه کې لوبې کولې ، په دکان کې به یې حتماً یوه څپېړه خوړله ، خو نن یې څپېړه نه وه خوړلې ، په پلک یې ځان تکیه کړی وو او په چرت کې وو هغه هم په اور کې پرتې اوسپنې ته وکتل بیا یې د پلار تندي ته وکتل .
پلاره وايي دوژخ هم داسې وي لکه دا زموږ دکرې اور ، خان خو به هم ځي دوژخ ته .
پلار موسک شو ، زوی ته یې وکتل بیایې اوسپنه له اوره راوایسته او زوی ته یې د وهلو اشاره وکړه .
دې ! که دچا هغه وخت په یاد وای ، اوس به دې په دنیا کې ټولې د ترحم خبرې اورېدې د مینې او صمیمیت .
بیا یې لږ شېبه وروسته ټک ټک آرام شو او اوسپنه یې اور ته واچوله ، له جیبه یې بیا دستمال راویست خولې یې وچې کړې او بیا یې اوسپنه له اوره راوایسته او په سندان یې کیښوده .
خو زویه ضرورت به هم وي ، څوک به له مجبورې ورځې بل وژني څوک به له مجبورې په خپله مري او څوک به هم نه پوهیږم زویه …. ته دا مبارکه میاشت ګوره خدای دې خان په نس نه مړوي …
په اوسپنه یې درانه درانه ګوزارونه وکړل د زوی تندي ته یې وکتل نور نو خولې شوی وو او په چرت کې ډوب وو کرار یې ورته وویل .
دا میاشت ګوره او داسې بې رحمي ، خدای خو مو دې له دغسې شغلې ساتي له دغسې مجبورۍ او له دغسې بې رحمۍ … خدای مو دې په روژه زړونه هسې نرم کاندي چې وړوکی ټک یې هم هوار کاندي …
بیایې اوبو ته وکتل ، موسک شو زوی یې ووت ، ډیره شېبه نه وو هغه هم په اور کې سترګې ګنډلې وې ، جمیل یې په نظر کې وو ، پیوند پیوند واسکټ ، چټکې چټکې خبرې او شنې بریښېدونکې سترګې ، چې کلنګونه به یې په ځمکه وغورځول جیب ته به یې لاس کړل او نسوار به یې راوایست چې نسوار به یې واچاوه څادر به یې کلک له ځانه تاو کړ او بهر به ووت .
بیایې اوسپنه سره کراره کراره وټکوله په آمبور کې یې راواخیسته او وړاندې یې اوبه ته ورنږدې کړه . چې اوبو ته یې ور ورسوله نور یې نو سوروالی هم له منځه لاړ او هغه پخوانۍ ګرمي یې هم له بدنه ووته ، څه شېبه ورته ځیر وو ، بیایې په ځمکه وغورځوله زوی راننوت د پلار سترګو ته یې ځیر ځیر وکتل .
پلاره وايي جمیل اکا یې خاورو ته وسپاره .
ښه نو بالاخره آرام شو خدای دې نور پرې رحم وکړي .
آمین
تهران ، ایران