لنډه کيسه:
غوټۍ کي بيا ساه چوڼيډلې وه ، هسي به یی شونډي سره ولاړې او موسکا به یی پر شونډو راښکاره سوه ، يو ډول هيجان او خوشحالی یی په چهره کي د ورايه ښکاريده ، مور یی ور ږغ کړه ، څه دي؟ چه نن دومره خاندې ، ورسه دالانچه جارو که ، لوښي پريوله مرګ دي پرده سه.
غوټۍ پخپلو چورتونو کي ډوبه وه ، دمور خبري ته یی هيڅ پام هم نه ؤ، مور یی چه د اوړو زواله ديوه مړونده بل ته اړوله ، او دتبخي لاندي اور د ترخه دوده یی سترګي سري سوي وي ، بيا ورته وويله چه په خبره نه پوهيږي ؟ ورسه دالانچه جارو کړه .
غوټی مور ته رانژدې سوه او ورته یی وويله ، ښوونځي خلاص سوي ، مور یی دخوښی څخه د اوړو زواله ددي پرځای چه پر تبخي وغوړوي بيرته په کاشين کي واچوله ، او وويل شکر خدايه .
دغوټی پلار چه د بالاخاني څخه را کښته کيدی ، ميرمني یی ور ږغ کړه : سړيه دا نجلۍ رشتيا وایی ؟ چه مکتبونه خلاص سوه ؟
د نجلی پلار چه د زينو منځ ته رسيدلی ؤ په خوشحالي وويل هو راډيو کي یی وويله چه سبا شروع کيږي .
دغوټۍ مور اخري زواله هم پر تبخي ور واړوله .
دغوټۍ پلار یی مور ته وويله دمکتب کالي یی وګوره چيري دي ؟ هغه خپل دلمانځه پوړني ورکه ، خدای وکړي چه کميس یی نه وي لنډ سوی .
دغوټۍ مور چه د لاسه اوړه ليري کوله وويل چه يو توره ټوټه ټوکر لرم هغه به یی کميس ته ور واچوم ،
سمدلاسه یی په بوخچو کي وکتله او توره ټوټه یی پيدا کړه د ګنډلو ماشين ته کښينسته او د کميس د ژۍ څخه یی زړې بخۍ ليري کړي او ټوټه یی په لمن پوري وربخۍ کړه ، پوره يوه لويشت یی کميس اوږد کړ.
غوټۍ په خوشحالي کي ډوبه وه کله یی ټولګي والي نجوني ذهن ته راسي اوکله یی بيا ښوونکي فکر ته راسي ، اوکله یی د تفريح د زنګ اواز په غوږو کي ازانګې وکړي . داچه څنګه سهار سو پوښتنه مکوي ، غوټۍ نه ويښه وه نه بيده.
مور او پلار یی هم داسي څه نارامه ښکاريده .
مور یی دسهار چاي د پخوا په نسبت وختي تياري کړي وي . غوټۍ چای په تلوار وچښلې ، جامي یی واغوستلي او دمور سپين لوی پوړني یی پر سر او اوږو راتاو کړ ، او د کتابو بسته یی اوږې ته واچوله او رهي سوه ، مور ېی ور ږغ کړه ، لیونۍ ورځ اوږده ده داڅه وچه ډوډی بسته کي واچوه. خو غوټۍ د سرای تر دروازې تيره سوي وه .
يو ګړی وروسته د دروازې کړپۍ سو او غوټۍ د اوښکو ډکي سترګي کورته راغله او د دالانچې کونج کي غلې کښينسته ، سر یی پر زنګنو تکيه کړ او په هک هک ژړا یی پيل کړه مور او پلار یی ور نژدې سوه او وويل څه خبره ده لوري ؟ غوټۍ په سلګو سلګو کي وويله چه ښوونځۍ بيرته وتړل سوې ، مور او پلار یی يو او بل ته وکتله او چوپ پاته سوه ، او يوازي د غوټۍ سلګۍ اوريده کيده .