کور / نثر / دنوي زړې نړۍ په لور
دنوي زړې نړۍ په لور
- دادهغي څيړونکي ليکني عنوان دۍ چي سويډني مشهور ژورنايست او څيړونکېWolfgang Hansson نن ددي هيواد د aftonbladet په ورځپاڼه کي خپور کړئ دئ .
- نور هغه وخت تير شو چي امريکا دنړۍيواځينۍلوۍ قدرت ګڼل کيده .
- روسيه بيا دنړۍ ديو لوۍ واکمن ځواک په توګه را پيدا شوه.
- په کال 2001کي کله چي جورج بوش د روسي دوخت د نوي جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره وليدل نو ئي ديوي پوښتني په جواب کي داسي وويل ” ما دغه ځوان ته په سترګو کي وروکتل او دي نتيجې ته ورسيدم چي پر ده باور کيداۍ شي” .
- نو ايا ښاغلۍ ج 0 بوش به اوس هم خپل نظر سم ګڼي؟
- نوري دامريکا لپارهغه ورځي تيرۍ شوۍ چي روسيه ته به ئ د ماشوم په سترګه کتل .
- دنړۍ دلوۍ ځواک امريکا لپاره هغه ورځي تيري شوي چي دبرلين دديوال او دشورو ي ترنړيدوه وروسته ئ پر نړۍ واک چليده.
- اوس موږ ديوي نوي زړي نړۍ په لور درومو 0 ددي خبري ثبوت د قفقاز په ورستيو پيښوکي ليدلۍ شو، چيري چي شمالي ايږ (روسيه )ددموکراسۍ کوترۍ ( ګرجستان ) په وهلو وهلو د خپله کوره ويستۍ خو ددموکراسۍ ټيکه دار ( امريکا ) هغه دم نه ځه ليدل نه ئ اوريدل .
- اوس با يد دامريکا نور نړيوال شريکان دا سوال وکړي که پر دوۍ د ګرجستان حالت ر اشي نو به واشنګتن څه مرسته ورسره وکړاۍ شي او که نه ؟
- روسانو دتيلو او ګاز په پيسو خپله اردو تر سږمو مصلح کړيده ، دوۍ دامريکا په کچه فعاله اتومي صلاح لري0 دشوروي تر ړنګيدوه وروسته روسانو سږکال په لمړي ځل خپل نوي راکيټونه د عسکري پراد پر وخت په سره ميدان کي وښودل .
- دګرجستان په جګړه کي روسانو هغه پرستيژ چي ښاغلۍ پوتين ئ ډير وخت په ارمان وه تر لاسه کړئ
- د اټول د نوي سړي جګړي په معني ندي ولي نړۍ او په خا صه بيا دروسي ګاونډيانو دهغه جملي نه سويډن ته ښکاره يو نوۍ پيغام دئ
- روسانو ګرجستان مجازات کړ ايا داسي ځوک سته چي روسان مجازات کړي ؟
2008-08-14