کور / کیسه / د کابل تعلیمي نظامي مرکز نه لیدنه

د کابل تعلیمي نظامي مرکز نه لیدنه

د کابل نظامی تعلمیی مرکز نه چی پلچرخی کی موقعیت لری، د انداخت پولیګون ته چی دا هم په پلچرخی کی پروت ‏دی د بس په وسیله انقالیدلو. زما په شمول لس تنه نور ژورنالستان هم وو چی د مختلفو رسنیو څخه را ټول شوی وو. ‏د دوی ټولو هدف دا وو چی عسکری تعلیمات و ګوری او که په زړه پوری اوسی تری یو ادبی مطلب او یا هنری فلم ‏د خپل رسنیو لپاره جوړ کړی.‏
خپل د خیال په دنیا کی ووم چی یو ژورنالست  چی هوشنګ فهیم  نومیده او په  اریانا تلویزیون کی یی کار کاوو زما   ‏څنګ ته کیناست او داسی یی په خبرو پیل وکړ
‏\”خبریی چی اوس عسکری قوماندی په فارسی هم تکراریږی. \”‏
ما ویل
‏\” نه… دا څنګه. \”‏
‏\”دا به یو شروع وی ددی لپاره چی ټولی قوماندی په فارسی شی. \”‏
‏\” ولی هر څه خو په فارسی دی یو قوماندی پاتی وی د هغه یی هم لکه چی ټغر ټول کړ. \”‏
‏\” هو همداسی یی وبوله\”‏
‏\”نو د دفاع وزیر خوب کوی\”‏
‏\”زه خبر شوی یم چی لوی درستیز چی له شمالی ټلوالی سره نژدی اړیکی لری دا امر کړی دی… هغوی ډیر فعال ‏دي\”‏
‏\”ښه نو د فاع وزیر ددوی مخه ونه نیوله او دا دومره مصرف د څه لپاره\”‏
‏\”لوی درستیز او نور تاجک او هزاره جنرالان وایی  چی د شمال خلک په پښتو نه پوهیږی\”‏
‏\”زه هم له شمال نه یم مور می تاجکه ده او پلار می پښتون دی او ما هم چی عسکری کوله ټولی قوماندی په پښتو ‏وی او ټول به پری پوهیدل ولی اوس نه پوهیږی… موږ سره حتی داسی خلک هم وو چی  د اول ځل لپاره یی ښار ‏لیدلی وو او  په غرونو کی یی ژوند کاوو هغوی په پښتو پوهیدل اوس خلک نه پوهیږی…؟\”‏
‏\”البته اوس خلک ډیر تنبل شوی دی\”‏
‏\”نه داسی نه ده … اوس خلک د پښتو په ضد شوی دی. دوی ته خپله ژبه او هویت له ملت جوړولو او یو واحد ملت ‏له درلودلو نه زیاد ارزښت لری. دا پښتانه دی چی تل یی د ملی یووالی لپاره سرښندنی کړی او هریوی سرښندنی ته ‏حتی اوس هم تیار دی\” ‏
‏\”نو که داسی ده ولی د دفاع وزیر او نور مقامات ددی مخه نه نیسی\”‏
‏\”نه پوهیږم هغوی نور پلانونه لری او د هغه په مقابله کښی پښتو ژبه دومره ارزښت نه لری\”‏
‏\”نو ته د پښتو ساتوونکی یی\”‏
‏\”زه به څه وکړم زه به يواځی خپل خلک او مشران خبر کړم نور نو دوی پوهیږی…  زه خو  پښتون یم او ما ته زما ‏وطن او ژبه له هر څه زیاد ارزښت لری\” ‏
ډیری خبری مو وکړی خو پوه نه شوم…  یو وخت وو چی د انداخت میدان ته ورسیدو و می لیده چی دو افسران د ‏سرتیرو په سر ولاړ دی یو چپه لا س کی او بل په راسته لاس کی ولاړ دی. یو قومانده وکړ \”شاجورونه اوچت کی \” ‏له بل لور نه می آواز واورید چی ویل یی \” شاجور های تان را بر دارید\” بیا می راسته لاس  نه  واورید چی ویل یی  ‏‏\”اور… \”له بلی خوا نه می واورید چی افسر غږ کړ\” آتش… \”‏
ما چی دا حالت ولید  په چرت کی لاړم او له ځانه سره می وویل
ټول ممالک  په یوه ژبه پیسی چاپی، رسمی مکتوبونه لیکی، اردو جوړوی، ملی سرود جوړوی … چی هغه هم د ‏اکثریت ژبه وی. موږ څه کړو… که اکثریت ناراضی وی نو دوی د چا په رایو حکومت ته ورسیدل، او څنګه به یی ‏وساتی… پدا کارونو یو ملت نه جوړیږی. کوم څوک یی  خو باید مخه و نیسی….. جمهور رئیس او که… ؟


د زمری لسمه ۱۳۸۷ کال‏
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل ‏