ظفر چی د په لاسی ګادی کی یی څو منه کچالو او پیاز اچولی وو، د کوڅی په منځ کی روان وو. چرت یی وهه که دا شیان خرڅ نه شی د تره پور به څنګه ادا کړی نا څاپه یی د یو موتر چی دهغوی په لور روان وو، د هارن آواز واورید. وارخطا شو لاس ګادی یی چپه شو او کچالو او پیاز یی په ویاله کی چی له ناپاکو آوبو نه ډکه وه ولویدل. لاس ګادی هم د ګادی (موتر) لاندی شو او مات شو. د هغه چی ملا هم درد کوله دیوال ته یی تکیه وکړه او حیران پاتی وو چی څه وکړی. خپله ځوانی او بداینه یی په یاد شو ه او سترګی یی ډنډی ډنډی شوی. زوی یی له ځمکی جګ کړ په مخ یی ښکل کړ او اسمان ته یی وکتل.
د ۱۳۸۷ کال د زمری میاشت
وزیر محمد اکبر خان، کابل