۲۱ د چنګاښ ۱۳۸۷
د لمر روښنایی ورو ورو په ورکیدو وه. د مازیګر او ماښام تر مینځ وخت وو. او لمر له ورایه سور بخن او غمجن معلومیده تا به ویل چی تمامه ورځ وګرځيد او وګرځید اما چا ورته په ورین تندی هم ونه کتل.
ښځه د کیږدی لورته روانه وه. په ورو ورو قدمو کیږدی ته نږدی کیده په اوږه یی هم یو وښو دروند بار ایښی وو. له سر او پښو یی خولی روانی وی تا به ویل چی همدا اوس له تاوده حمامه را وتی وی. په واښو به یی هم تنور تاوداوه او هم به یی دیګ او پخلی کاوو.
کله چی کیږدی ته نږدی شوه نو د کیږدی له منځه د یوی زړی ښځی آواز جګ شو چی ویل یی
“ژر ژر شه تر اوسه چیری ورکه وی؟“
ښځی چی د مازیګر لمونځ یی هم نه وو کړی ډیره ستړی او وږی شوی وه. د خبرو کولو توان یی نه درلوده. هیڅ یی هم ونه وایل او او د کوچنی څنګ ته چی ژړل یی، نژدی شوله له ځایه یی جګ کړ او د کیږدی کنج ته لاړه او د پیو ورکولو ته یی شروع وکړه. هغی ډیره هڅه وکړه اما ماشوم د تی روبدلو ته مینه نه څرګندوله او ژړا ته یی دوام ورکړ. ښځی هغه په اوږه واچاوه او له کیږدی ووته.
* * *
له کیږدی را ووته او دیخوا هاخوا وګرځیده چی ګوندی آرامه به شی او بیا به ورته شیدی ورکړی. اما ماشوم چپ نشو او ژړا یی نوره هم زیاده شوه.
ښځی ماشوم یو ساعت غوندی و ګرځاوو تر سو آرامه شو او بیا یی په شیدو ورکولو پیل وکړ. د ماشوم چی بدن یی هم ډیر تود وو، د څو دقیقو شیدو څښلو وروسته یی د شیدو څښل بس کړل او بیرته یی په ژړا پیل وکړ.
زړه ښځه چی ډیره په قاره هم وه بیا ناری وکړی
\”ځوانی مرګه شی تا همالته کیناستی. دیګ دی له هیره وتی؟ که سالم راغی بیا به خوله وازه کی او دواړه به مو بی عابه کی…. ته خو شرم نلری\”
ځوانه ښځه چی زرلښته یی نوم وو. دری کاله مخکښی خپل تره زوی ته واده شوی وه. جګه نری کوچی انجلی وه چی په درد او غم کښی لویه شوی او د دنیا له ښه او بد نه هیڅ خبره نه وه. ځان او خپله کورنی یی پیژندله او بس. او د خپل میړه نه چی وخت نا وخت به یی کله د دودی ، ماشوم او یا د مور په سر وهله، ډیره ډآریدله. دا د د نیا د زرق او برق نه هیڅ خبره نه وه. خپل وزي ا و پسونه به یی کله کله پیایل او مازیګر مازیګر به یی له غرونو تپو نه وچ لرګی ټولوول، دده ټول ژوند وو. او کله کله به یی چی خپل شبږ میاشتینی ماشو م له ځانه سره نه وړه نو د هغه د لیدو لپاره به یی تمام ورځ په چورتونو
تیروله. خو بیا هم د ده له لاسه هیڅ سه پوره نه وو. او له میړه نه یی چی هره ورځ به د شودو او مستو د خرڅولو لپاره نږدی بازار ته ته، هم بد راته ځکه چی داسی ورځ به نه وه چی هغه به نه وهله. کله به یی خو ټول ځان له وهلو تک شین اووښتی او درد به یی کاوه.
هغه په همدی فکر کی وه چی کوم چا له شا نه سلام کړ
سر یی وګر ځاو او د تره ځوی یی ولید چی د کیږدی پردی څنګ ته ولاړ دی، پرده یی جګه کړه او د سلام ځواب یی ورکړ او وی ویل
\”راځه څوک نشته\”
\”ما ویل پردی ښځی دی\”
\”نه هیڅ څوک هم نشته دی\”
د تره ځوی یی چی ډیر ستړی او ستومانه وو راساْ د کیږدی مینځ کی کیناست او ډوډی یی و غوښته. ډوډی خو تیاره نه وه نو همدا وو چی زرلښتی ځان ها خوا و دیخوا کړ تر څو څان مصروفه کړی او د خاوند یی ډوډی هیره شی. خو داسی و نه شوه.
خو هغه چی ډیر وږی وو، بیا یی تری وپوښته
\”ډوډی تیاره ده که نه\”
هغی ِ غوښتل چی یوه بهانه وکړی خو د ځوی ژړا یی هغه مصروفه کړه او د خپل ځوی لور ته لاړه چی هغه آرامه کی.
میره یی چی په قار وو، بیا د ډوډی پوښتنه وکړه ښځه او مور یی چی دواړه د کیږدی په کنج کی ناست وول، خپل آواز و نه ایست. مو یی هم چی د خپل ځوی په مخ کی د خبرو کولو توان نه درلوده خو بیا یی هم په ډیرو کوښښونو وویل
\” دی ځوانیمرګی ته می ډیر وویل چی ډوډی تیاره که خو دی تمامه ورځ د ایوان سره تیره کړه… هغه هم نن له چتی وتی وو. تر ماښامه یی وژړل.\”
هلک سپین او شین شو خو هیڅ یی هم ونه ویل
* * *
شپه نیمه شوه او دوی ټول هر یو خپل خپل ځای کی پریوتی وو او چوپه چوپتیا په تمام ماحول کی خپره وه. چی د هلک د ژړا آواز جګ شو.
زرلښتی چی هر څومره کوښښ وکړ، هلک یی چوپ کولای ونه شو. د هلک ځان هم تود وو، تبه یی ډیره لوړه وه. او چیغی یی وهلی د ښځی نور طاقت و نه شو او ماشوم یی له ځانه سره بیرون وایست. هر څه یی چی و کړه، ماشوم آرامه خو نشو او لاهم يی چغی زیاتی شوی. کته او پورته یی وګرځاوو خو فایده یی نه درلوده نو بیا یی فکر وکړ که داسی دوام ورکړم نو ټول خلک چی په کیږدیو کی دی ویښ به شی. نو همدا وو چی بیرته یی د خپلی کیږدی لور ته حرکت وکړ. چی کیږدی ته ورسیدله نو د هلک پلار ویښ شو او په ښکنځلو یی پیل وکړ. اما زرلښتی چی تمامه شپه په خوب تیره کړی وه هیڅ ونه ویل او دا کار یی خاوند چی دشپ
ی له سره په قار وو لا په قار که او وی ویل
\”داسی چپه ناسته ده ته به وای چی په خوله کی ژبه نلری\”
ددی له ویلو سره له ځایه جګ شو اول یی ماشوم یو دوه سپیړی ووهه اوبیا یی زرلښتی ته شروع وکړه او څو څوکه او لغتی یی په هر ځای ووهله.
هغی یو ځل آخ وویل او بیا یی ووی
\”لاس دی را ته مات کړ.\”
زرلښتی چی په آسانی یی نه ژړل، په ژړا شروع وکړه او دومره یی وژړل چی ټول یی له خوبه پاڅوول. میړه یی هم چی ډیر په قار وو، بیا ورته را تاو شو چی وی وهی خو هغی په ډیره عاجزی خپل میړه له وهلو منع کړ او د لاس یی ورته شکایت وکړ.
هغه خو اول باور نه راته خو بیا یی په زړه کی وګرځید
\” شاید رښتیا وایی\”
نږدی شو او د زرلښتی لاس یی په لاس و نیو او و یی ښوراوو، وی لیده چی لکه یومات شوی لرګی هر خوا ته تاویږی او درد کوی، له عادی حرکته پاتی دی رنګ یی شین ا وسور دی پوه شو چی رښتیا لاس یی مات شوی دی.
دی کار هغه نور هم په قار کړ او تر یو ځایه چی تللی وو بیرته وګرځید او یو دوه سپیړی یی تری کش کړی او بیرته خپل ځای ته لاړاو د ژبی لاندی یی وويل
\”پدر نالتی بیا راته جنجال جوړ کړ\”
د زمری شبږمه ۱۳۸۷ کال
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل