بریالی چی په یو لاس کی یی کتابونه او په بل لاس کی د لرګیو نه جوړ شوی بکس نیولی وو د ښوونځی په لور رهی شو. پدا بکس کښی د بوټانو برسونه او مختلف رنګونه اچولی وو او چی کله به له ښوونځی رخصت شو نو بیا به یی د بوټانو په رنګولو شروع وکړه.
بریالی د کوره له وتلو مخکی له خپل مور سره وکتل او د هغی د ناروغی پوښتنه یی وکړه. هغی د داکتر نسخه ور وښودله او له هغه نه یی وغوښته چی د نسخی دری قلمه دوا تکرار راوړی. بریالی هم نسخه واخیسته او د کتابو په منځ کښی یی کیښوده.
بریالی چی د پنځه لس کلونو تنکی ځوان وو، له دری کالو را پدیخوا یی پلار له لاسه ورکړی وو. ده به نیمه ورځ ښوونځی ته ته او نیمه ورځ به یی کار کاوو. هر څه به یی چی لاس ته راوړه په کور کښی به یی لګوه، اما د پښوانیو په خبره یو به یی دوه نه کیده. ددوی حالت داسی وو چی د وچی ډوډی په خوړلو سره به یی ژوند کاوه. او د بی وځلی توب له امله یی د وچی ډوډی نه زیات نه پیدا کوول. هر څه به یی چی پیدا کوول دومره به کیده چی ژوندی پاتی شی.
بریالی یوه کوچنی خور هم درلوده چی نه لس کاله یی عمر وو او په دریم ټولګی کښی یی زده کړه کووله. او هر څه به یی چی پکاریده له خپل مشر ورور نه به یی غوښته. پدا ورځ چی هغی یوی نوی کتابچی ته ضرورت درلود. په کور کښی غوړی هم خلاص شوی وو. بریالی له مور سره وعده کړی وه چی د راتګ په وخت کی به یو ه کیلویی غوړ هم کور ته راوړی.
***
دی چی کله له ښوونځی نه خلاص شو د یو څو کسو انډیوالانو سره چی له ده سره یی ښی چاری درلودی، خدای پامانی وکړه او لاړه د کا کا پیرمحمد له دوکانه یی خپل د بوټانو د رنګوولو له لرګیو جوړ شوی بکس واخیست او په لاره روان شو چی که خدای وکړی یو څه غریبی وکړی او د غوړیو پیسی هم پیدا کړی. په لاره روان وو او له نیکه بخته یی د یو څو نفرو بوټان رنګ کړل ډیر خوشحاله هم معلومیده اما په خوله یی هیڅ هم نه ویل دی چی له ډیره وخته د ژوند له بد مرغیو سره په جنګ وو هیڅ کله یی په ډکه خوله خندا هم نه کوله ځکه چی زړه کی به یی د صبا د خیالی بد مرغیو خیال پیدا شو ا و دا نا امیدی بÙ
‡ له خندا نه منع کړ.
لس پنځه لس بوټآن یی رنګ کړل په زړه یی وګرځید چی د خدای شکر آدا کړی نو همداسی چی په لار روان وو د یوی غټی ونی شاته ودرید او شکر یی وویل او غمجنه زړه یی د بینوایی په دنیا کښی یوه لنډه دعا یی هم وکړه.
“خدایه ما و بخښی زما مور او پلار وبخښی “
بیا یی د خپل نس ته فکر شو او ورو یی وویل
“خدایه حلاله روزی راکړی. پریمانه یی راکړی“
بیر ته په لار رهی شو او د ماښام آذان یی چی واورید نو په زړه کی یی وګرځید
“چی نور بس ده د کور سودا به واخلم. د بوټانو رنګ به هم واخلم. خور ته به می یوه کتابچه هم واخلم. “
حساب یی وکړ نیمی پیسی یی لا هم په جب کی پآتی کیدی خوشحاله شو او بیا یی شکر وویل.
***
د کور لور ته یی حرکت وکړ په لاره کی دهغه هټی چی هره ورځ به یی د کور سودا تری اخیستله مخی ته راغی اوکله به چی پلورونکی بیا په ورین تندی ورسره خبری وکړی. دا ځکه چی هغه به کله د دکان مخی ته ورسید او کله به چی د پلورونکی په هغه نظر ولوید نو که هر څو به یی خندل او له خندا نه به تک شین وو نو خندا به یی بس کړه او بد بد به یی ورته کتل او ویل به یی
“بیا راغلی“
“هو کاکا نن مو … خلاص شوی دی“
هغه به یو څه پیسی هم ورکولی، هغه به یی چی کار کړی وو. او یو څه به یی تری اخیستل او بیا به د میاشتی په اخیره کی حسابی کوله او پلورونکی به خاماخا یو څه پیسی تری زیاتی اخیستلی. یا به یی زیاتی لیکلی وی او یا به یو شی دوه ځلی لیکه. هغه خو هم پوره سواد نه درلوده. خو بیا هم پلورونکی د هغه له راتګ نه هیڅ نه خوشحالیده.
دکان ته داخل شو او وروسته له سلام علیکی یی یو کیلو غوړی، یوه کتابچه او یو بوتل د بوټانو سور رنګ و پیرود یو څه پیسی یی پلورونکی ته ورکړه او روان شو.
څو قدمه چی مخکی لاړ یو موټر چی له ورایه معلومیده چلوونکی یی نشه یا بی سده دی په تلوار روان وو او مستقیماْ یی دی وواهه او د موټر عرابه دده په نس ور تیره کړه. خلک له هری خوا دی نقطی ته نږدی شول. د خلکو بیر اوبار ډیر وو. ټول حیران وو چی څه وکړی. د خلکو په منځ د هټی پلورونکی هم وو چی د ټولو له مینځ نه یی خیز کړ چی وګوری څه خبره شوی ده.
کله چی نژدی شو د بریالی لاس یی ونیو چی نبض یی وګوری هرڅه یی چی کوښښ وکړ څه یی احساس نه کړل نو ځایونه یی هم پچق پچق کړل خو هیڅ یی احساس نکړ. غمجن شو او ویی ویل
“خدای دی وبخښی… خلاص دی“
د ۱۳۸۷ کال اوړی
وزیر محمد اکبر خان، کابل