زاهد جلالي
د وېنېس ښار سوداګر يا The Merchant of Venice د انګليسي ژبې د ستر ليکوال، ويليم شکسپېر، مهم او له ډېرو مشهورو ادبي اثارو څخه دی. د کتاب ظرافت او جالبوالی دې کې دی چې مينه او کرکه په کې اوږه په اوږه مخکې ځي. دغه راز د يهودي شخصيت تمثيل هم د کتاب په شهرت کې مهم رول لوبولی دی. شکسپېر دغه ليکل په شپاړسمه پېړۍ کې کړي. اوس پرې ډېرې څېړنې شوي دي، په نوې ژبې بيا ليکل شوی، نورو ژبو ته ژباړل شوی او دغه راز يو په زړه پورې فلم هم پرې جوړ شوی دی.
کتاب کې څو کرکټره مهم او مرکزي رول لري. شايلاک يو متعصب يهودي سرمايه دار دی چې خلکو ته په سود پيسې ورکوي. جېسېکا د شايلاک لور ده، خو خپل پلار يې نه خوښېږي. هغه د لورېنزو په نامه پر يوه مسيحي ځوان ميينه ده او غواړي له پلار په پټه ورسره وتښتي. انټونيو د وېنېس ښار يو ستر سوداګر دی، خو دی بيا يهودان ښه نه ويني او له شايلاک څخه خو بيخي کرکه لري، ځکه چې هغه په سود پيسې ورکوي او دی سود بد ويني او له الهي لارښوونو سرغړونه يې بولي. د انټونيو يو ملګری بسانيو نومېږي او د پورټيا په نامه پر يوې ښايسته او سرمايه دارې نجلۍ چې له پلاره ډېرې پيسې ورته پاتې دي، ميين دی. خو له دې سره د واده شرط دا دی چې سړی بايد لږ تر لږه درې زره د سرو زرو سکې ولري.
بسانيو خپل سوداګر ملګري، انټونيو، ته ورځي او پيسې غواړي. بسانيو چې پخوا يې هم ډېرې پيسې خپل ملګري ته ورکړي، اوس وايي چې ټول مالونه يې په سمندر کې دي او راروان دي. دا چې بسانيو د پورټيا د تر لاسه کولو له پاره ډېر وخت نه لري، ډېر صبر نه شي کولای. انټونيو ته وايي چې له کوم چا پيسې قرض کړي. هغه وايي چې که څه هم له شايلاک سره يې کرکه ټولې دنيا ته معلومه ده، خو دا قرض به ترې واخلي. انټونيو يهودي شايلاک ته وايي چې بسانيو ته په سود پيسې ورکړي او ضمه يې د ده پر غاړه. دی شايلاک ته وايي چې دا به د دوو دوښمنانو ترمنځ تړون وي. شايلاک چې له انټونيو سره له زړه کرکه لري، ورته وايي چې سود نه اخلم، خو يو شرط لګول غواړم. شرط دا دی چې که انټونيو شايلاک ته په درې مياشتو کې همدا پيسې ورنه کړای شي، شايلاک کولای شي د هغه له بدن څخه د يوه پونډ په اندازه غوښه، چې څه کم نيمه کيلو کېږي، پرې کړي. بسانيو د وېروونکي شرط مخالفت کوي، خو انټونيو حيرانېږي چې يهودي شايلاک څنګه له سود پرته قرض ورکوي او شرط هم ورسره مني.
بلې خوا د شايلاک لور، جېسېکا د پلار ځينې پيسې له ځان سره اخلي او له خپل ميين، لورېنزو، سره تښتي. هغه مسيحۍ کېږي او پخواني ژوند سره د تل له پاره خدای پاماني کوي. کله چې شايلاک له دغې کيسې خبر شي، لکه لېونی، په کوڅو ګرځي او همدا وايي، «آه زما لورې، آه زما پيسې…» او ماشومان ورپسې منډې وهي. شايلاک وايي چې که د لور د مرګ خبر يې اورېدلی وای، دومره به نه وای خپه، لکه دغه خبر.
بسانيو چې له شايلاک څخه د انټونيو په ضمې پيسې اخيستي، د خپلې مينې په لټه په پورټيا پسې وتلی دی. د پورټيا پلار يې د لور د واده له پاره شرط دا ايښی دی چې درې بکسونو کې يوه کې د هغې انځور پروت دی، هر يو چې انځور لرونکی بکس انتخاب کړي، پورټيا به د هغه وي. لومړی د مراکش شهزاده خپل بخت امتحانوي. خو هغه موخې ته نه رسېږي او پورټيا هم خوشاله وي. بيا فرانسوي شهزاده هم خپل بخت امتحانوي او هغه هم ناکامېږي. بيا بسانيو رسېږي. پورټيا له بسانيو سره مينه لري او غواړي همدی اصلي بکس انتخاب کړي. د بسانيو تالې کار کوي او انځور لرونکی بکس انتخابوي. پورټيا ډېره خوشالېږي او د دوی په سيمه کې د خوښۍ سندرې او جشنونه پيلېږي. پورټيا بسانيو ته يوه ګوته ورکوي او وايي چې که يې دغه ګوته له لاسه ورکړه، پورټيا هم له لاسه ورکوي.
بسانيو په خپله خوښۍ کې بوخت وي چې يو ليک ور رسېږي. په ليک کې يې ليکلي وي چې د انټونيو مالونه په وخت نه دي رسېدلي. درې مياشتې پوره ده او شايلاک غواړي چې د انټونيو د بدن يوه پونډ غوښه پرې کړي. د بسانيو رنګ الوځي او ټولې خوښۍ په خپګان بدلېږي. کله چې پورټيا خبرېږي، هغه وايي زه شايلاک ته د هغه دوه چنده پيسې ورکوم، خو د انټونيو د بدن غوښه دې نه پرې کوي.
بسانيو له خپل مزدور سره د وېنېس ښار پر لور روانېږي. هلته محکمې ته ځي او ګوري چې د انټونيو رنګ الوتی او د شايلاک رحم ته انتظار کوي. د وېنېس ښار مشر له شايلاک څخه غواړي چې پر انټونيو ورحمېږي او بښنه ورته وکړي. خو د شايلاک زړه له کرکې ډک دی او د بښنې غوښتنه نه مني. بسانيو ورته وايي چې د درې زره سکو پر ځای شپږ زره ورکوي، خو چې انټونيو معاف کړي. خو شايلاک يې بيا هم نه مني او د انټونيو له غوښې پرته نور هېڅ نه مني. دغه وخت د انټونيو مدافع وکيل رارسېږي. هغه يو ښکلی ځوان دی. هغه هم په خپل وار له شايلاک څخه د بښنې غوښتنه کوي، خو شايلاک د هېچا نه مني.
بالآخره د انټونيو کميس وباسي او د غوښې پرې کولو ته اماده کېږي. دغه وخت د هغه مدافع وکيل اعلان کوي چې شايلاک يوازې يو پاونډ غوښه اخيستلای شي، نه زياته او نه کمه. دغه راز بايد داسې غوښه واخلي چې وينه تويه نه شي، ځکه تړون کې يوازې غوښه ياده شوې، نه وينه. که يوه څاڅکې وينه تويه شي، شايلاک خپله ټوله سرمايه له لاسه ورکوي. شايلاک چې دغه خبره واوري، وايي بيا نو هماغه دوه چنده پيسې اخلم. خو مدافع وکيل وايي چې هغه نه شي اخيستلای، ځکه چې هغه يې پخوا رد کړی. دغه راز زياتوي چې د وېنېس ښار قانون وايي چې که کوم يهودي د مسيحي د وژلو هڅه وکړي، لکه څنګه چې شايلاک کړې، د هغه نيم مال د دولت ملکيت کېږي او پاتې نيم يې مسيحي ته ورکول کېږي.
دغه وخت کې خلک نارې کوي چې شايلاک وژل کېږي. د وېنېس مشر ووايي چې شايلاک خو رحم ونه کړ، مګر زه به پر هغه رحم وکړم، له مرګ څخه يې ژغورم، خو نيم مال يې د دولت او نيم يې د انټونيو. انټونيو وايي چې شايلاک په دې شرط معافوم چې له مرګ وروسته به خپل مال جېسېکا او لورېنزو ته پرېږدي او اوس بايد دی مسيحيت قبول کړي. شايلاک له مرګ څخه د تېښتې له وېرې دا دواړه شرطونه قبلوي او له دې سره محاکمه پای ته رسېږي.
انټونيو او بسانيو له ځوان مدافع وکيل څخه ډېره مننه کوي. مدافع وکيل وايي چې په يوه شرط يې منم چې د بسانيو په لاس کې ګوته ورکړي. بسانيو حيران شي، خو انټونيو يې ګوتې ورکولو ته مجبوروي او وايي چې پورټيا به قانع کړي. کله چې دوی د پورټيا کور ته ورسېږي، هلته لا هم د خوښۍ موسيقي غږېږي. بسانيو خپلې پورټيا ته ټوله کيسه کوي. کله چې پورټيا ويني چې ګوته يې په لاس کې نه شته، ډېره غوسه کېږي او د بسانيو دلايل هېڅ اوري نه. بالآخره پورټيا په خندا شي او هغه ته ګوته ورښکاره کړي. پورټيا ورته وايي چې هغه ځوان مدافع وکيل زه وم چې د سړي څېره مې جوړه کړې وه. انټونيو او بسانيو ډېر حيران وي. د خوشالۍ دغه مجلس کې انټونيو ته يو ليک ورسېږي چې په کې يې ليکلي وي چې سمندري بېړۍ او مالونه يې وطن ته رسېدلي، نو خوشالي څو چنده شي.
له دې سره د شکسپير دغه په زړه پورې او مشهوره کيسه پای ته رسېږي. په يادولو ارزي چې يوازې د شکسپير په کيسو کې يهودي کرکټر دومره منفي رول نه لري، بلکې د نړۍ د ځينو مشهورو ليکوالو، لکه وولټېر او داستويفسکي په ليکنو کې هم يهودي بد او منفي تمثيل شوی. وولټېر خو د يهودي په اړه وايي چې له زېږېدلو سره تعصب او کرکه ورسره وي. هغه وايي لکه څنګه چې جرمنان له سرو ويښتو سره زېږېږي، دغه راز يهوديان له تعصب او کرکې سره زېږېږي.