د نقیب او ملا همدرد دا دنده ده چې د ځانمرګو بریدونو د پاره به ژڼي راغونډوي. نن ډېر وګرځېدل خو د نورو ورځو په پرتله یې کار چندانې خوندور نه و، څوک یې پیدا نه کړل. دواړه په دې سلا شو چې د دمې دپاره به د ملا همدرد کور ته ځي، د غرمې ډوډۍ چې وخوري بیا به دندې ته دوام ورکړي. نقیب په حجره کې د ډوډۍ په تمه ؤ چې په دې کې د ملا همدرد زوی لوټه او چیلمچي په لاس راننوت. په داسې حال کې چې د ملا همدرد زوی د نقیب لاسونو ته اوبه اچولې، نقیب ملا همدرد ته مخ ورکوږ کړ او ورته موسکی شو:
– ملا! نن خو مو څوک پیدا نه کړ خو ګوری دا ستا ژڼی هم ورته ښه برابر دی!
ملا همدرد د دې خبرې په اورېدو هک پک شو. رنګ یې وواهه او نقیب ته یې په مات مات غږ کې وویل:
د خدای دپاره نقیب جانه، په دې امتحان کې مې مه اچوه.
دوبۍ – ۱۳ جولای- ۲۰۰۸
یادونه: دا کیسه په یوه رښتینې پېښه ولاړه ده.