کور / نثر / سورګلاب اوشبنم

سورګلاب اوشبنم


سهاروختي دخوبه راپاڅېدم سترګې مې دخوب څخه ډکې وې باوروکړه چې داسې سرې سرې ګډيدې تابه ويل چې په کلونوکلونويې شوګيرې کړي دي همداوه چې دګلبڼ په لوري په زنګيدلو قدمونوروان شوم کله چې ګلبڼ ته ورسيدم په دې ګلبڼ کې يوډک درڼواوبو مست څپانده لښتی روان ؤنوماوغوښتل چې په دې خوږواوبوکې خپل مخ اولاسونه ومينځم په همدې وخت کې مې په يوګل باندې سترګې ولګېدې چې خوله يې دخندانه ډکه وه لکه نازولې معشوقه چي خپل مين ته دشونډوپه سرونوکې دخپلې مينې سندرې زمزمه کوي  نوسمدستي ورجګ شوم ګورم چې سورګلاب دشبنم سره دځوانی مستې هوسې  خبرې اوخنداګانې کوي ماچې کله ددوی خنداګانې اوخوشالۍ ولېدې نودخيال ښاپيرۍ دنړۍ په اکثره هيوادونووګرځولم وروسته مې ځان ته پام شوپه همغه ځای کې ولاړوم  ګلاب اوشبنم همداسې خوږې دمينې خبرې کولې زماسترګې دخوشالۍ څخه داوښکوډکې وې همداوه چې دکورپه لوري روان شوم ډيره موده وشوه چې مادګلاب اوشبنم ليدلولپاره وخت پيدانکړهمداسې به مې ددوی خنداګانې اودمينې خبرې په ذهن کې انځور ولې ډيروخت وروسته مې له ځانه سره وويل چي نن خوبه ضروردګلاب اوشبنم ديدن لپاره ځم ددوی خوږوخبروڅخه به خونداخلم همداوه چې هماغه ګلبڼ ته ولاړم ټول ګلبڼ بدل ښکاريده ماويل لاره به مې غلطه کړې وي هغه دشنواوبو مست ډک لښتی مې
 وکوت چي زموږدکلي چټوپيغلوپکي لاسونه وينځل اوتري دمينې په نوم به يي په لپولپومنګي ځينې ډ کول هغه ډول مست اوډک ډک نه ووروان په دې وخت کې مې په هغه سوراومينه ناک ګلاب باندې سترګې ولګېدې لږ ورنېږدې شوم شبنم مې هيڅ ونه ليدوخوهغه سوراوخنديدونکی ګلاب داسې پاڼې، پاڼې رژيدلي  ؤلکه په شنه فصل چې ږلۍ وشي  په همدې وخت کې ماته هغه لنډۍ راياده شوه چي وايي:
اخترچې تېرشي بيابه راشي   –
ځواني چې تيره شي بيانه راځي مينه !
١٣٨٧/چنګاښ /٩ نسيم ليوال خوست مرکز
تلويزيون