ليکنه: نثاراحمد آريا
لنډه کيسه
له درنو چاودنو او ټکانو وروسته خاموشي سوه. هغه سقيل کښېښود. له جېبه ئې موبايل راوکيښ او ټيټ، ټيټ روان سو. په رفتار کي د مبايل د نومونو ليست ته ورغى. د عبدالقاهر پر نامه ئې تڼۍ کښېکښه. له خولې څخه ئې د خانه داره دسمال د لنگوټې مول ليري کړ. د مخ قواره ئې يو څه چنگېز خان ته سوې وه، خو د ده سترگي تر هغه لږ غټي او راوتلي وې. برېتونه ئې خام او نري ول. د زامي او زني تر منځ ږيره ئې کمزورې وه. د زني د ږيري څو تاره ئې د مول له امله خولې ته پورته سوي ول. له خولې څخه ئې د ږيري څو تاره په لاس ليري کړل او موبايل ئې خولې ته نژدې کړ:
- اورې؟
د ها خوا ږغ را نه غلى. هغه تر تېر وار يو څه په زوره وويل:
-ابدول قايره اورې؟… اې خنځيره ته ږغ ولي نه کوې؟
له هغې خوا په زگېروي وويل سوه:
- څه وايې؟ د پنجاپي زو.
ده د پوستې په خزه کي سترگي ښه ښخي کړې. د دسمال په شمله ئې د سترگو د بڼو دوړي پاکي کړې او مبايل ئې خولې ته کړ.
- گوره، اې خنځيره! له دنيا به مرتد ولاړ سې… ورور مي ئې نه ده مي درباندي پېرزو!
هغه لنډه ورغبرگه کړه:
- ځغله سپيه، ښځه دي د ملا اومر سره…
ږغ پرې سو. هغه د غونډۍ پر سر پوستې ته د مانده د پاڼ له سره پټ ځير سو. هلته پر يو هوار ځاى څو مړي په وينو لړلي پراته ول. له مړو سره پهڅنگ کي چلم، چايبر او گلاسونه چپه پراته ول. د پوستې پر ډېرو ځايونو گولۍ لگېدلي وې او د خزې مخ ته له پرتو څو بوجيو څخه تازه خاوره راتوى سوې وه. د غونډۍ پر يو بغل رنجر موټر کوږ ولاړ وو. د رنجر د بغل د سپين خط (د پنجوايي امنيه ق…) پاته برخه او دروازه د راکټ مرمۍ وړې وه او له سيټانو څخه ئې مړه، مړه دودان ولاړېدل.
هغه خپلو ملگرو ته بيرته ور تېر سو او د سر په اشاره ئې د پوستې د ويشتلو امر ورکړ. ټکان سول. پر پوستې د مرميو او گوليو باران سو. د پوستې له بېلابېلو ځايونو څخه غټي او کوچنۍ دوړي او دودان پورته سول. د هغه په لاس کي مبايل ورېږدېد. مبايل ته ئې وکتل. د مولا عبدالجبار په نامه زنگ ورته را روان وو. ملگرو ته ئې په لاس او سترگو د ټکانو د درولو اشاره وکړه او مبايل ئې غوږ ته ونيو:
- اسلام عليکم، مولوي صاب.
- وعليکم، مولا عبدالمنانه څنگه مو کړه؟
مولا عبدالمنان شاته وکتل. د لويې دښتي په پاى کي ليري غرونه ښکارېدل. د غرونو پر سر د لمر وروستۍ وړانگې له وريځي څخه راوتلي وې. نوموړي بيرته مخ را واړاوه. په پسته مځکه کي ئې خپل د جرمني بوټ تلى ټينگ کښېکښى او جواب ئې ور کړ:
- مولوي صاب جنگ روان دئ.
- ژر ئې کار ور خلاص کى، ماښام کېږي.
مولا منان په خاوره کي کښېکښلى پل را پورته کړ. په مځکه کي ليکي، ليکي پل ختلى وو.
- مولوي صاب بس کار ئې خلاص دئ، يو نفر ئې پاته دئ.
مقابل لوري جزاک الله وويل او بيا ئې له اسلام عليکم سره ټليفون بند کړ.
هغه خپلو ملگرو ته وکتل او بيا پوستې ته متوجه سو. له پوستې څخه لا نري، نري دودان پورته کېدل. مبايل ته ئې وکتل. يو وار بيا ئې عبدالقاهر ته زنگ تېر کړ.
- اورې؟
هغه په بېزاره زهير ږغ جواب ورکړ:
- بيا څه وايې؟ سپيه!
- گوره اې خنځيره زخمي هم ئې، که مي ورور نه واى، اوس به مي وختي لا مردار کړى واى.
- نو څه وکم د پنجاپي زو؟
- د خولې سره دي پام کوه، خنځيره! زما دي کوچنيواله سترگو ته ودرېږي. همدا اوس مي هغه ستا د بايسکله د زده کولو پېښه را په ياد سوه. هغه تاچي بايسکل روان کړ او نارې دي وهلې، چي مه مي ايله کوه، مه مي ايله کوه، خو ما ايله کړې. خنځيره په ياد دي دي، چي تا شاته وکتل. وارخطا سوې. بايسکل دي د يوې لويي ډبري سره وجنگاوه. خوله دي د بايسکل پر ښکر وموښته او له وينو ډکه سوه. ما اول درباندي وخندل، خو چي ستا له وينو ډکي خولې، پرې سوي شونډي او پر مځکه له وينو سره توکولو غاښو ته مي پام سو، نو ماته هم ژړا راغله … پر ځان رحم وکړه. آخيرت دي مه خرابوه. بالا مقاومت پرېږده. توبه وکاږه، زه دي ضمانت کوم. د چا پلار والله که څه درته وايي.
له ها خوا څو ثانيې وروسته بيا لوېدلى ږغ راغلى:
- نو څه وکم؟
- تسليم سه! د پوستې څه راکښته سه.
هغه يو گړى چپ وو او بيا ئې زهير وويل:
- په پښه کي ويشتل سوى يم. څنگه در کښته سم؟
مولا منان لږ نورو هم پوستې ته سر ور لوړ کړ او د خزې هغه ځاى ته ځير سو، چي پر دوى باندي ټکان ترې کېدل. يو وار ئې شاته ملگرو ته وکتل او بيا ئې جواب ورکړ:
- دا غول مل دي ورغورځوه. لاسونه پورته که. زه درخېژم.
هغه په مشکوک ډول س…سمه… ده، وويل او ټليفون ئې بند کړ.لږ وروسته ئې سقيل ماشين له قطار مرميو سره د پوستې له خزې څخه را ايله کړ. سقيل د غونډۍ پر ايرب بغل څو پلا په خاورو کي ورغېړېد او بيا پر خپلو پايو جگ ودرېد. د خزې عسکر د پوستې د گونيو (بوجيو) پر څنډو په وينو لړلي خپړي ټينگي کړې. پر بوجيو ئې د لاسونو په زور ځان راپورته کړ. خرېيلى مخ ئې څو ځايه په خاورو سپېره وو. شونډي ئې وچي اوښتي وې. چي ودرېد، په دوړو لړلي باڼوگان ئې کښته واچول، په خاورو سپېرې درشۍ ته ئې وکتل، پر گونيو ئې ځان تکيه کړ او لاسونه ئې پورته کړل.
مولا عبدالمنان خپلو ملگرو ته وويل.
- زه ورخېژم. تاسي دى تر هدف لاندي ونيسئ. که ئې دا مازي ښور وخوړى، بايد غلبېل کړى مو وي… چي زه وختم، بيا اشاره درته کوم، چي راسئ.
هغه مبايل جېب ته کړ. ماشين ئې را واخيست، شاجور ئې ور بدل کړ. خپل ورور ته ئې د ماشين خوله سمه کړه. غټه بسم الله ئې له ځان سره وکړه او له بېري په ډک زړه پر پوسته ور پورته سو.
پوسته د تازه وينو، باروتو او دودانو بوى پر سر اخيستې وه. شاوخوا څو مړي، په کاليو او دريشيو کي په وينو لړلي پراته ول. هغه د پوستې خزې ته ور پورته سو. د ورور د چپه پښې ماشي پايڅه وينو توره اړولې وه او پښه ئې مړه په ځړېدله. هغه خپلو ملگرو ته د راتلو اشاره وکړه.
مولا منان د ورور د پښې د وينو په درولو اخته وو، چي د خپلو ملگرو ږغونه ئې تر غوږ سول. شاته ئې وکتل او يو دم دواړه د هغو تر ضربو لاندي سول. تر څو ټکانو وروسته په پوسته کي خاموشي سوه. يوه مول وهلي خوله لڅه کړه. د تورو شونډو شاته ئې سپين غاښونه ښکاره سول او په بله ژبه ئې وويل:
- دواړه شهيدان سول!
د هغه پر دې خبره نورو کټ، کټ وخندل.
پاى