کندهارپوهنتون ۱۹/۱۱/۱۳۹۲
د بېلتون مانا بېلا بېلو قاموسونو بېلوالی،هجران ، لرې والی او د بېلېدو زمانه ښودلې ده؛خو په دې ټولو ماناوو تاسو پوهېدئ او پوهېږئ. د بېلتون کلمه چې سړی واوري يا يې چېرته تر سترګو شي،سملاسي يې درد،غم،سوز او نورې…ګڼې ماناوې يې په ذهن کې تداعي کېږي،يعني دا کلمه ترخه ده،چې دا تريخوالی د انسان د خوشحاليو مخه ډب کوي او په يو نه يو ډول يا بالکل په مستقيم ډول انسان تر خپل تاثير لاندې راولي،چې بيا نه د ژوند په خوند پوه وي او نه په رنګ.
زه چې فکر کوم داسې يو انسان به وي،چې د دې کلمې يا يې له تآثر څخه سر نه وي ټکولی او شکايتونه يې نه وي کړي.
پښتو لنډۍ لکه څنګه چې زموږ د اولس او ادب د نورو اړخونو ښه ترجماني يې کړې ،بېلتون يې هم په خپله ځولۍ کې رانغاړلی دی؛لکه :
بېلتون چې شته خوشحالي نشته
ځکه تمام عمر په غم کې تېرومه
همدارنګه کله کله چې بيا څوک ورسره د مقابلې تاب ونه لري؛نو خپله ماتې او بې وسي په لنډيو کې داسې بيانوي:
بېلتونه کور دي راته ښايه
د زور دي نه يم ننواتې به درځمه
او بيا کله چې ډېر يوڅوک د هجر له غمه تنګ شي؛نو هاغه د چا خبره لاسونه سرچپه ورپسې پورته کړي او ښېرا ورته کوي؛نو وايې:
بېلتونه خدای دې اباد مه کړه
ما له دې جوړ کړل د غمونو امبارونه
***
بېلتونه کور دي مولا وران کړه
چې دي زما له ګرېوان وخېژي لاسونه
په دې سربېره چې لنډيو موږ ته د هجر او بېلتون،ظلمونه او کړاوونه ښوولي،دا يې هم بيان کړي چې کله کله بېلتون يو څه ښه وي ځکه،چې د يار قدر په سړي معلوم شي.
بېلتون دي قدر را معلوم کړ
اوس به سلام په دوه لاسي درته کومه
***
بېلتون د مينې سوداګر دی
د اشنا قدر په اشنا پيدا کوينه
خو د دې ټولو خبرو وروسته دا هم ويلای شو،چې که دبيا ليدو په هيله هجر اوبېلتون وي،دومره ګران نه دی؛خو زموږ ځينې شاعران دا هجر هم غندي،دا نو د ده خپل ذوق او فکر دی يا ښايي چې د همدومره درد تاب به هم نه شي زغملی.
دلته به د خپلو دريو شاعرانو د کلام يوه يوه نمونه راوړم،چې د دريو بېلا بېلو فکرونو استازيتوب کوي او د بېلتون يو تر بله سخت حالتونه را په ګوته کوي.
دروېش دورانی په خپل کلام کې ځای ځای د داسې بېلتون يادونه کوي،چې د بيا ليدو هيله په کې وي؛لکه:
بېلتونه داځل خو دي عمر دومره لنډ شه چې زه
په لمن اوښکې وچوم او جانان بېرته راشي
***
بېلتانه دي د هر چا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
صديق الله ذهين بيا دا هجر او بېلتون نه ګڼي ،چې يار يې په يو وطن او دی په بل وطن کې وي،دی دا ځمکه چې دوی پرې ګرځي،هغه اسمان چې د دوی دواړو پر سر دی ، دا سپينه سپوږمۍ او ستوري چې دواړه ورته ګوري يا دا لمر چې پر دوی لګېږي او نور… ګڼ شيان د خپل يار سره د وصل نښه بولي او هجر هغه بولي چې د دوی څخه يو په دې نړۍ کې نه وي؛لکه:
بس خوشحال په دې وصال يم
چې دا لمر په تا لګېږي
او دا لمر په ما لګېږي
چې دا يوې سپوږمۍ ته ګورو
که ته يې په يو وطن کې
او زه يم په بل وطن کې
ځان يو ځای بولم هجران کې
په دا يوه خاورينه ځمکه
چې ته ګرځې زه هم ګرځم
اسمان وينې اسمان وينم
ستوري ګورې ستوري ګورم
بس هغه وخت بيا هجران دی
چې يا ته ولاړ شې دنيا نه
او يا زه ولاړ شم دنيا نه
چې تر څو دې سا چلېږي
زما اميد به د ديدن وي
که شوې خاورو ځينې لاندې
بيا به وايم چې هجران دی
(نصيب زما درسره نه و،۳۲ مخ)
مرحوم استاد عبدالروف بېنوا بيا ددې دواړو نظرونو خلاف خبره کوي او خپلو پرېشانه افکارو کې يې داسې بيانوي، چې نه دا هجر دومره سخت دی،چې د بيا ليدو په هيله وي او نه دمرګ بېلتون دومره سخت دی نسبت دې ته چې په ژوند يې د بيا ليدو هيله موجوده نه وي،چې واقعا همدا سخت هجر دی. دلته د همدې خبرې د تقويې لپاره د ده له پرېشانه افکارو څخه د((وروستي ديدن)) تر سرليک لاندې نثري ټوټه ستاسو مخې ته ږدم.
وروستی ديدن
څراغه بلې لمبې وکړه
وروستی ديدن ده بيا به نه وي ديدنونه
د بلبل له وروستۍ نغمې څه اورئ؟
د پسرلي د وروستي ګل د مړاوی رنګ تاسي ته څه تاثيرات پيدا کوي؟
د هغې مور په وروستۍ اوښکه کې څه وينئ،چې د زلمي زوی زنه په خپل لاس تړي او د مرګ په ابدي بېلتون ځينې جلا کېږي؟
د هغې مظلومې نجلۍ تاثير چاته معلوم دی،چې پلار يې د ګران مين څخه په ظلم جلا کوي،او د څو پيسو له پاره يې د يوه سپين ږيري غېږې ته سپاري؟
د دې ټولو څخه تاسې ته د ((وروستي ديدن)) قدر او قيمت څرګندېدلای شي.
خو بيا هم د وروستي ديدن تاثيرات يوازې هغه لحظه ښه معلومېږي،چې يو زړه له بل زړه څخه بېلېږي،د هغې لحظې تاثيرات په قلم ليکل کېدای نه سي،او نه په خوله بيانېدلای سي.
دريابونه سره جلا کېدل،د غرونو چاودل،د ستورو ټوکرې ټوکرې کېدل،د مځکې د کرې لوېدل دا وړکوټی محشر راولي؛مګر د دوو مينو زړونه بېلول تر لوی محشر هم سخته ده.
که په يوه لنډ سفر ولاړي؛خو لابه مينه ورته ووايي:
د لويي لارې مسافره
په ديدن موړ شوې که مخ بيا درواړومه
او مين که څو ډېر ورته وګوري،بيا به ووايي:
ديدن د بادو پيمانه دی
نه به په موړ سم نه به وتړم بارونه
مګر د هغو بيا هم په زړه کې د ديدن هيله وي،چې وايي:
خدای به مو بيا سره يو ځای کړي
ته ژړا مه کړه اوښکې پاکې کړه مينه
خو! ته ،هو ته! اې زما د زړه ژونده!
داسې راڅخه جلا شوې،چې بيا به نه سره ووينو.
سخته لا دا ده چې ژوندي به يو،په يوه دنيا کې به اوسو؛خو ديدن به مو نه وي.
د مرګي د ساعت وروستی ديدن دومره سخت نه دی،لکه په ژوند چې زما وستا وروستی وو.
هو! همغه لحظه وه چې تا راته په وروستي موسکي وکتل او ما ته دي اجازه راکړه چې در څخه جلا سم….
دا وروستی ديدن و؛مګر زما او ستا د محبت انجام نه و….
ته د هېرو نه يې او ما به هم نه هېروې!!!
(پرېشانه افکار،دوهمه برخه۵۵او ۵۶ مخ)
اوس نو تاسو ته د هجر بېلابېل يو تر بل سخت حالتونه معلوم شول؛خو زه خپله ليکنه د سترخوشال بابا په دغو بيتونو پای کوم،چې وايې:
که له ياره نه جدا وي دوه درې لوېشتې
وعاشق ته ښکارېږي دوه درې ميله
***
په جهان کې که تر مرګه ګران څه نشته
زه تر مرګه لا بتر ګڼم هجران ستا