د ملګرو پرله پسې غوښتنو په نسبتا زيات کارېدونکي پښتو ليکدود کې د کارېدونکو ياګانو لنډې شننې ته مجبور کړم:
پښتو کې مستعملې ياګانې پنځه ډوله دي چې دقيقه کارونه يې له شک پرته لوستنه آسانوي. د دغو ياګانو د استعمال د اوسنۍ بڼې سابقه شاوخوا پنځوس کلنه ده. دا هم د هېرولو نه ده چې ځينې يې، په تېره اوږده يا (ې)، په ځينو مواردو کې خورا جنجالي او آن بې منطقه ده او دغه راز همدغه يا ده چې اکثره پښتانه آن دانه مانه مخکښ ليکوال يې په سم استعمال کې تېروزي، الله دې وکړي چې اوس زه پکښې ښوى نسم، لاندې به تر نورو ياګانو دا يوه يو څه زياته وشنل سي.
پنځه ياګانې: ى، ي، ۍ، ئ او ې.
ى(زورواله يا): په مفردو نارينه اسمونو/صفتونو کې لکه: سړى، لمسى، ننګيالى، توريالى. دا ټول اوازونه زوروال دي.
په ځينو اشاري ضميرونو کې لکه: دى(He)، دوى(They)، هغوى(They).
ي(لنډه يا): د نارينه اسمونو/صفتونو په جمع کې لکه: سړي، بريالي، کالي. دا ټول ږغونه لنډ-لنډ ختمېږي.
ۍ(لکۍ واله يا): د مفردو ښځينه اسمونو لپاره لکه: نجلۍ، هګۍ، ستورۍ، ډوډۍ.
ئ(زورکى واله يا): د امريه فعلونو لپاره لکه: ولاړ سئ! کښېنئ! وځغلئ! مه کوئ!
يادونه: ۍ او ئ ياګانې که څه هم د ږغ له مخې يو ډول دي خو کارونه يې توپير سره لري.
ې(اوږده يا):
١- په لاندې کشېدونکو ږغ والا لغتونو کې لکه: ناوې، ادې، ترانې، شنې، شملې.
٢- د ښځينه اسمونو په جمع کې لکه: نجونې، ښځې، سندرې.
٣- د ښځينه اسمونو په توصيفوونکو صفتونو کې لکه: سپينې(صفت) خبرې(د ښځينه اسم جمع)، ښکلې(صفت) سندرې(د ښځينه اسم جمع)، لويې(صفت) خونې(د ښځينه اسم جمع).
٤- په (کې، ولې، چې، مې، باندې، لاندې) کې.
يادونه: د پورتني معيار مخالفين د (ې) پر مروجه کارونه دوې لويې نيوکې لري چې منطقي هم برېښي:
١- د دغې يا له نامه(اوږده يا) څخه لا ښکاري چې يوازې د لاندې کشېدونکو ږغ والا لغتو لپاره بايد وکارول سي، نو د ښځينه اسمونو په جمع کې يې بيا کارونه څه مانا؟
٢- په (کې، ولې، چې، مې، باندې، لاندې) کې د دغې يا کارونه د پښتو له طبيعي جوړښت سره مخالفت دى، ځکه په اوږده يا(ې) سره د دغو پريپوزېشنونو ليکلي بڼې په اصل کې د (کي يې، ولي يې، چي يې، مي يې، باندي يې او لاندي يې) لنډيزونه دي چې د متن مانا ته بدلون ورکوي.