لنډه کیسه
نرسې په خوښۍ وویل،خورې مبارک!!!لوردې ده.
غوټۍ غلې شو،لور؟
ـــــــــــ هو ولې؟
خیریوسي!
په سترګوکې اوښکې ډنډشوې،دایې اتمه شوه.!
نرسې سروخوځاوه،ستاپه لاس کې خونه دي.
زه هم همدا وایم.خورې بل چاته یې ورکړه،یایې خپله واخله.که مې خواښې خبره شې،داوارمې مړه کوي،خیردی زمازړه پرې نه کېږي،ته یې واخله!دخدای ج له پاره
زه یې نه وړم.
ــــــــــ نوکورکې به څه وایې؟
ورته به ووایم،چې مړه شوه،مړی یې ډاکترانوویوړو.خواښې خوبه مې خبره نه وې؟
نه هغه بهرده،ویده به وي ورته ووایم؟
نه!
خیردی ته ددې انجلۍ غم وکړه.
نوزه یې څه کړم؟
ته یې یوه چاره وکړه.
زه نه قاتله یم،اونه داکارکوم.
زمالخوادرته بخشش ده.
زه په خپله څلورلورګانې لرم!
تاته دې خواښې څه نه وایي؟
نه!
څه ښه خواښې به دې وې؟
دلورپه زېږولودرته څه نه وایې؟سترګې له اوښکوډنډشوې،ښه په زوره زوره یې وژړل.
دخونې ورخلاص شو.
خورې!څنګه شوه؟
مبارک مورې لمسۍ دې پیداشوه.
څه شی لمسۍ؟
هو
په تندریې وهم،ډېرې کمې وې،چې بله هم پیداشوه؟
داینګورخواته نږدې شوه،څه برنده پرته یې؟
ته به وایې چې اپلاتون یې زېږولی؟
تنې ته دې وګوره،یوزوی دې په شل کلوکې،پیدانه شو؟
شرمېږې نه،دتربورانومې لورنه پیداکېږي،اوته دخره لورهمدالورګانې زېږه وې.
نرسې په حیرانۍ ورته کتل،مورې ته خوکفروایې.
فقط ددې په لاس کې زامن دي،داخو دالله په لاس کې دي،چاته زامن ورکوي،چاته لورګانې.
ـــــــــــ ته مې اعصاب مه خرابوه،یوزوی مې دی،زوړشو،خودزوی ارمان یې پوره نه شو
دې مرادې پرې څه جادوکړی،کنه وخته به مې ورته بله ښځه کړې وه.
دخونې ورپه زوره راخلاص شو.
ډاکترې صیب! ډاکترې صیب!ته راشه په دې بله کوټه کې دیوې ښځې زوی وشو،خونه لاسونه لري،نه پښې،سریې هم دبل شي دی!!!!!!!
۱۳۹۲/۱۰/۳
جلال اباد ښار،امېد مارکېټ