کور / کیسه / قضاوت !؟

قضاوت !؟

زموږ کلي ته نږدي یوه غونډۍ وه چې ټوله کرونده به تري ښکاریده دخان صاحب سره ‌‌‌ډیر کلیوال ناست ؤ دنوموړي خبرو ته د هر سړي غوږ ؤ کله کله به دخان صاحب دخبرو سره دغوا رمباړي هم ګډې شوې پداسي حال کې چې خان خبرو ته د پای ټکی نه وه ایښی عثمان چې خلکو به اکا باله دکلي له لوري راغی موږ ته یی سلام وکړ.
په ناستو خلکو کې یو چا د سلام جواب ورکړ. د خان صاحب په تندي یو ویښته نه وو پر لنډه سره کړي ږیره يي دغوړوالي نښې له ورایه ښکاریدې ،عثمان اکا ته یی برګ برګ کتل، تا ویل کومه غټه غلطې یی کړي وي. دیو څه وخت لپاره چوپه چوپتیا وه عمثان اکا هم حیران حیران کتل یو ناست کس چوپتیا ماته کړه خان صاحب خیرت خو به وي!؟ اکا کومه غلطي کړي ده ، دخان صاحب تندی ګونځې شو ښه شيبه يې خوله خلاصه وه، په قهرجن لوړ غږ يې وویل:زوی یي حرامه ګټه کوي دامریکایانو سره مزدورۍ کوي. سپين ږيري عثمان اکا په خواره خوله زیاته کړه جیوالیتوب کوي.
ناستو خلکو سرونه وځړول دهو په علامه یی وښورول،د وسلوالو له امله د نوموړي زوی هم کلی ته نه شوی راتلی د دوی په وینا کافر شوی ده دکلونو په تیریدو سره د خان صاحب په ښارکې لوی سرای ؤ چی امریکایانو په کرایه کړ. مایي علت وپوښت؟ دی په ویاړلي لهجه وویل: ای ساده ګله د کافرانو پيسي دي موږ به له غریبانو سره مرسته وکړو. خان صاحب د وسلوالو جوبونه هم ډکول. یو ه ورځ دخان صاحب په حجره کې وم شا خوا یی ډیر خلک ناست وه د نوموړی د ښه سړیتوب کیسې یی کولي تر څنک یی هغه وسلوال هم وه چې د عثمان اکا زوی یی کافر باله دوی ویل د جنت دروازه به سخیان خلاصه وي دخان صاحب د سخا او قضاوت ستاینه یی کوله دحجري نه د راتلو په وخت کې هر یو په خپله لار ولاړ. زما په ذهن کې دعثمان اکا او دنوموړی د زوی څیره راتیره شوه.