کور / نثر / د « ننگول » سهي او جعلي مانا

د « ننگول » سهي او جعلي مانا

د « ننگول » سهي او جعلي مانا
اوله برخه
په افغاني مطبوعاتو کي د ډېرو بې خونده او کمزورو نوو ټکو، ترکيبو او عبارتو تر څنگ، کله کله ځيني لرغوني ټکي هم په ناسمو او جعلي ماناوو کاريږي، چي« ننگول » يا« ننگونه » يې يو روښانه مثال دئ. په دې ليکنه کي د علمي او ادبي شواهد په وړاندي کولو سره د دې اشنا او مروجي کليمې د اصلي او جعلي ماناوو په اړه څو لنډي خبري کوو.

​په ناسمه او جعلي مانا د« ننگول »،« ننگونه » او« ننگوني »کاروَل له هغه وخته پيل سول، چي ايراني ژباړونکو د انگرېزي چالينج/ چيلينج(challenge) يا ورته اوروپايي ټکو د ترجمې دپاره د پرېمانه پاړسي ټکو پر ځای د تورکي ژبي و« چالش/ چاليش » ته مخه کړه؛ او زموږ ځينو دري ژبو ژورناليستانو او ليکوالو يې هم په پټو سترگو پيروي وکړه. ما ته په پښتو کي د« ننگول » يا « ننگوني » ناسمه او جعلي مانا ځينو نورو ټکو غوندي د پوهاند صاب ( صاحب ) ډاکټر مجاور احمد زيار له لغوي اختراعاتو او ايجاداتو څخه ښکاري؛ ځکه د پښتو په لرغوني او معاصر ادب کې( کي يې ) د استعمال هيڅ څرک نه لگيږي. ښاغلی زيار له خپلي وضعه کړي مانا سره دونه ډېره مينه لري، چي د يوې ليکني په څو پرله پسې جوملو کې څلور واره تکرار کړې ده. دی کاږي: « ټيک د ١٣٨٦ل/٢٠٠٧ په هماغولومړيو شپو ورځو کې چې ما د ١٣٦٠ل کال چاپ شوې پښتو ليکلار له نويو زياتونواو کرونو او بيا نوي نامه(پښتو ليکلارښود) سره چاپ ته سپارلې وه، هوتک صاحب راته له کراچيه د ډاکتر پالوال((معياري پښتو)) پنډ و پېړ کتاب زما پر پته اکسفورډ ته راواستاوه، نوما يې په غبرگون کې اړوند خپرندوی ته دالاندې((ننگونه)) ورواستوله او هغه هم د کتاب پر تندي ور سرباري کړه:ما هم ورته له دې پرته چې خپل دا له چاپه له راوتو سره ور ډالۍ کړم، نورڅه نه درلودل. ځکه پوره باوري وم چې هماغه((ننگونه)) او اړونده چلندلار(پروسيجر) به يې بسيا کاندې خو له بده مرغه وار له مخه يې د پالوال د کتاب تر څنگه خپله ټولگه زما د((ننگونې)) د ننگونې لپاره کافي او شافي گڼلې وه.نو که دغه پروسيجر او اړوند لارښود په اسماني کتابونو او صحيفو هم ورزباد کړم، بيايې هم خپله سيمه واله منلوته نه پرېږدي او ټولمنلی گړدودي((غورچاڼ)) راننگوي… »۱

​د پښتو و محققو ژبپوهانو، لغتپوهانو او اديبانو ته څرگنده ده، چي« ننگول » د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې د ويوونکو ډېر عام او مروج ټکی دئ؛ هره ورځ يې د عام و خاص په خبرو او محاورو کي استعماليږي؛ مثلاً خلگ وايي: « پلاني ډېر زيارتونه او پيران و ننگول، خو تر اوسه يې لا د بخت غوټه نه ده خلاصه سوې.»،« پلانی هم در و ننگوه، گوندي په دې نېک کار کي څه ونډه واخلي.» او داسي نور.
راسئ تر دې شفاهي مثالو وروسته، د پښتو په معاصر ادب کي هم د دې ټکي د استعمال څو مثالونه وگورو:

د پښتو استاد او خدمتگار- ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک( ۱۳۰۸ق/ ۱۲۶۹ش – ۱۳۸۰ق/ ۱۳۳۹ش) د خپلي« پښتو مثنوي» په شرو( شروع ) کي د« زما عرض » تر عنوان لاندي داسي راوړي دي:
پر نېک فال مي دی نيولی
مولوي مي ننگولی
پينځه بيته کښته بيا هم « ننگوم » ټکی راوړي:
زه چي هر بيت جوړوم
مولوي پر ننگوم۲

د پښتو نامتو فولکوريست، اديب او قاموس ليکوونکي- ارواښاد محمدگل نوري ( ۱۲۷۹ – ۱۳۵۲ش) هم د خپل ناچاپ اثر« زوړ کندهار » په يوه برخه کي« ننگول » ټکی په همدې مانا استعمال کړئ دئ. دی کاږي:
« … د احمدشاه بابا ښار په څورلسو غولبو مځکه کي، چي اته سوه او څلوېښت جريبه مربع کېږي، جوړ سوى دئ؛ د توپخانې دروازه مخ پر قبله وه، ښکاپر دروازه د سهېل پر خوا او د عيدگاه دروازه مخ د قطب پر خوا خلاصېدله. د احمدشاه بابا د ښار دروازې او ځنځيرونه به ښځو د تبرک پر ډول ننگوله او د ښځو پر تيو چي به درد وو يا به ئې شيدې نه درلودې نو دغه ځنځيرونه به ئې پرېوللـه او په هغو اوبو به ئې خپل تي مينځله نو الله تعالى به ئې تي جوړ او شيدې به ئې جاري کړې. د دروازو خاوره خورده گڼل کېدله هر چا به وړه او د خوردې پر ډول به ئې خوړله…»۳

لوی استاد- ارواښاد علامه عبدالحي حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع ) په يوه تحقيقي شننه کي د اخون پنجو د نامه او شهرت په اړه داسي کښلي دي: « سيد عبدالوهاب تر سلطان محمود وروسته د پښتنو مشر سو او د ده د خلافت چوغه يې واغوستله او هغه وخت يې عمر ۴۸ کاله و. په ۹۹۰ هـ کي د پېښور اکبر پوري ته راغئ او دلته يې له اټکه تر خيبره يو ملي او روحاني تنظيم جوړ کړ او د عمر پر ۹۶ کال د رمضان پر ۲۷مه ورځ دوشنبې ۱۰۴۰هـ همدلته مړ سو او قبر يې تر اوسه هم معلوم دئ، خلک يې ننگوي.»۴

​په تېرو درو سرو ادبي مثالو کي هم له ورايه گورو، چي « ننگول » له کم ( کوم ) چا يا کم شي څخه د پېرزويني يا کومک غوښتلو په مانا دئ، نه د مخالفت کولو، ضديت کولو، اعتراض کولو او ردولو په مانا، چي د ښاغلي زيار صاب په ليکنه کي څو پلا تکرار سوئ دئ. زموږ هوښيار او حقپال لوستونکي په خپله قضاوت کولای سي، چي کومک غوښتل چيري او ردول يا اعتراض کول چيري؟! البته، دا ټکی د افغانستان په رسمي او سرکاري مطبوعاتو کي د مشکلاتو او خنډونو په مانا هم کاريږي، چي هغه هم د « ننگول » له اصلي او سهي مانا سره بشپړ مغايرت لري؛ مثلاً ويل کيږي: « مبارزه عليه فساد اداری با چالش های جديدی مواجه گشته است.» په پښتو کي وايي: « د اداري فساد پر ضد مبارزه، له نوو ننگونو سره مخامخ سوې ده.»

​له ښاغلي زيار او ملگرو څخه يې بايد پوښتنه وسي، چي د « ننگول » دا نادودي او نااشنا ماناوي مو چيري وموندلې؟! کشکي خو د دې خودساخته او خودپرداخته مانا د اثبات دپاره له پښتو ادب څخه يو سند هم وړاندي کي!

ښاغلی زيار ادعا کيي، چي په خپله مښتو( مجاوري پښتو) کې د ده په وينا د کنداريانو و ځينو ټکو لکه ننگول، ترينگلی، پوړ او داسي نورو ته هم ځای ور کړئ دئ؛ خو حقيقت لمر غوندي روښانه دئ، چي زيار صاب او ملگرو يې پر خپلو زرو جعلي او خودساخته ټکو سربېره د کنداريانو له دغو ټکو سره هم لو او نه بخښوونکې جفا کړې ده. دا جعلي او ساختگي مفاهيم کټ مټ داسي مانا لري لکه څوک چي په خوله انار وايي، خو په زړه کې مخسد انگور يي. انار خو ټول پښتانه د انارو( سور مي سندوخک د سرو غمييو ډک ) په مانا پېژني نه د انگورو. کله چي انار وايو بايد مخسد او مراد مو همدغه د سرو غمييو ډکه مېوه يي نه انگور، چي د تعريف او توصيف دپاره يې بايد بله کيسۍ جوړه سي. ننگول، ترينگلی، پوړ او داسي نور هم بايد په هغه مانا استعمال کو،چي په خلگو کي دود ده. يو وخت ښاغلي نورالباري له کندهاره په يوه کږنه کي ليکلي وه، چي هارون خپل د لويو استادانو ( مخسد يې پوهاند زيار ؤ ) پر ليکنو هم په سره قلم چليپا کاږي. زه وايم: که د نورالباري« لوی استادان » د بسته اولس ژبه په خپل لاس کي اخلي؛ او د شخصي ذوق له مخي چپه و راسته غوبولونه پکښي کيي، بيا خو هارون خپل بې سره قلمه هيڅ چاره نه لري؛ ځکه پښتو د يوه لوی او پياوړي قام ژبه ده. هر پښتون حق څه چي وجيبه او مسووليت لري،د خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي د بې خوندۍ او ورانۍ په ټينگه مخه ونيسي.

که چيري نيولوجيست په شعوري يا غيرشعوري توگه د خلگو پر مروجو او معمولو مفاهيمو د بطلان کرښه کاږي؛ او پر ځای يې له ځانه نوي ماناوي را باسي، په داسي حالاتو کي به د خلگو له اشنا او مأنوسو ماناوو سره څه چلن کيږي؟! ايا کولای سو د کليمو مروجي او مستعملي ماناوي هم چټلو او منسوخو کاغذو غوندي، په کچرَه کي واچوو؟! مگر د کليمو ماناوي او استنباطات په يوه ورځ کي جال سوي دي، چي د « لغت تراشانو » په امر به د سترگو په رپ کي د خلگو له حافظو پاکيږي؟! ايا بې څېړني او پلټني و لرغونو کليمو ته نوي ماناوي تراشل د زړو او نوو مفاهيمو تر منځ و ټکر او گډوډۍ ته لمن نه وهي؟! تاسي وگورئ « مرسته » زموږ په لرغوني ادب کي هر ځای د غوښتني، طلب، تر لاسه کولو، لټون، اشتياق، هيلي، اوميد او داسي نورو په مانا راغلې ده. د پښتو عاليمقام عرفاني شاعر- علي محمد مخلص( تر ۱۰۶۹ هـ ق پوري په يقين سره ژوندی ) وايي:
د بلبل په دود پــــه مرسته د گــلزار ځه!
له طلبـــــه مـــــه درېږه بېقــــــــــرار ځــــه!

د پښتو نوميالي شاعر- خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق ) په يوه غزله کي داسي را وړې ده:
اوس مي بيا مونده په کور کي
چه دايـم يې وم په مرسته

د حميد بابا( تر ۱۱۴۸ ق پوري په باوري توگه ژوندی ) په ديوان کي هم کټ مټ، په دغه مانا راغلې ده:
خودکام آشنا په مرسته د خپل کام لاړ
له عزيزه نا آشنا په اوږده گام لاړ

تاسي د پښتو د لرغوني ادب په هر منظوم او منثور اثر کي وگورئ،« مرسته » هر چيري په دغه مانا استعمال سوې ده؛ خو په خواشينۍ سره نن د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د پښتو – پښتو تشريحي قاموس او ډېرو نورو پښتو قاموسو په گډون، زموږ په شفاهي او تحريري ادب کي دا کليمه يوازي د کومک( کمک)، بسپني، معاونت، اعانې، چندې او داسي نورو په مانا استعماليږي. حتاد پخوانۍ مانا يادونه يې هم څوک نه کيي. پوښتنه دا ده، چي پښتو او پښتنو ته د مرستي د نوي مانا په تجويز او دودولو کي عملاً څه گټه ورسېده؟! هغه مانا يې تر خاورو لاندي سوه، چي په ټولو ادبي اثارو کې ثبت سوې ده، خو هغي مانا يې دونيا پر سر واخيسته، چي بې ادبي لرغونتيا د شخصي ذوق له مخي ټاکل سوې ده. ايا په دې کار سره مو، په لوی لاس خپله پښه په تېشه و نه وهله؟! لرغونی ادب مو ځان ته پردی يا لږ تر لږه سخت نه کئ؟! تاسي د ژبي گرانول، بي خونده کول، پيکه کول او بالاخره ورانول څشي ته واياست؟! ايا دا يې له زرو مثالو څخه يو کوچنی مثال نه دئ؟!

د دې استدلال له مخي بايد موږ ټول په دې خبره سر خلاص کو، چي په تياره کي ټوپونه وهل چا ته هيڅ گټه نه رسيي. نوموړی/ نومړی، ترينگلی، پوړ او ډېري نوري کليمې هم گرده د داسي ټوپو مثال لري. تاسي وگورئ نوموړی/ نومړی زموږ په زړو ادبياتو کي هر ځای د نامي، نامدار، نوموتي، نومَؤَر، نامتو، نوميالی، مشهور او داسي نورو په مانا راغلئ دئ. د جنوب- لوېديځي لهجې ويونکو دا مفهوم تر يو حده ژوندی ساتلئ دئ؛ مثلاً دوی وايي: « پلاني په پوهه او هوښيارۍ کي نوم وړئ دئ.» ياني پلانی په پوهه او هوښيارۍ کي نامي او نامداره دئ؛ خو نن گورو چي ژورناليستان، شاعران، ليکوالان او حتا ډېری څېړونکي يې د پاړسي« نامبرده » د پښتو معادل په توگه کاريي؛ حال دا چي هيڅ پښتون، له چتراله تر هراته، هيڅ ځای دا ټکی د پاړسي« نامبرده » په مانا نه کاريي. عجبه خو دا چي ځيني يې و بې ساه يا بې جانه شيانو ته هم په پېخر استعماليي؛ مثلاً وايي: نوموړي مرستي، نوموړي دوکانونه، نوموړي تلوېزونونه او داسي نور. په داسي حال کي چي د دې مخسد دپاره خو په پښتو کي له ده، هغه،دې، هغې، دوی او هغوی ضميرو څخه کار اخيستل کيږي؛ مثلاً پښتانه په خبرو کي د نارينه د نامه د تکرار پر ځای وايي: « هغه لوی پهلوان دئ.» هيڅکله نه وايي:« نوموړی لوی پهلوان دئ.» د ښځينه نامه د تکرار پر ځای وايي: « دې/ هغې په ځوانانو اور لگولئ دئ.» هيڅکله نه وايي: « نوموړي په ځوانانو اور لگولئ دئ.» نوموړي مرستي، نوموړي دوکانونه، نوموړي تلوېزونونه او داسي نور هم ټول ترجمه سوي او جعل سوي عبارتونه دي. زموږ خلگ يې پر ځای دغه/ هغه مرستي، دغه/ هغه دوکانونه، دغه/ هغه تلوېزونونه او داسي نور وايي. ترينگلی د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې لرغونی ټکی دئ، چي له بابا ادمه تر دې دمه د پړوس، بړوس، عبوس، تريو تندي، بدمزاجه، بدخويه، بد نيته، شوم، سوگت، اروا وږي، کنجوس، بخيل او داسي نورو په مانا استعماليږي، خو ښاغلی زيار صاب او شاگردان يې بې دليله هره ورځ په ويبپاڼو، ورځپاڼو، راديوگانو او تلوېزونو کي د ناارامه، بې ثباته، ناکراره او داسي نورو په مانا کاريي. د دې پر ځای چي و وايي: « د هيواد حالات ناارامه يا ناکراره دي.» دوی وايي: « د هيواد حالات ترينگلي دي.» کنداريان چي له راديو يا تلوېزون څخه د « ترينگلو حالاتو » عبارت واروي، يو و بل ته وگوري؛ هک پک سي چي خدايه « ترينگلی » خو پېژنو، مگر دا « ترينگلي حالات » يې بيا څه ټکه ده! « پوړ » هم له پېړييو پېړييو راهيسي د ودانۍ د طبقې يا منزل(storey, level) په مانا په خلگو کي پراخ استعمال لري؛ مثلاً خلگ وايي: « پلانۍ ودانۍ اوز( دونه ) پوړه لري.»،« زموږ کور په پينځم پوړ کي دئ.» او داسي نور؛ خو نن گورو چي زموږ لغت تراشان او لغت پرانان ( نه لغتپوهان ) يې د ودانييو پر ځای و انسانانو ته پورته کښته کيي؛ مثلاً وايي: لوړ پوړي چارواکي، لوړ پوړی پلاوی او داسي نور.
لکه څنگه چي عربان د نارينه او ښځي دپاره « محترم » او « محترمه » يا هنديان د شري او شريمتي ټکي کاريي، موږ هم د دې مخسد د پاره « ښاغلی » او « ښاغلې » لرو، چي « ښاغلی » يې د نارينه او « ښاغلې » يې د ښځي دپاره استعماليږي. اوس نو که نارينه ته « ښاغلی » او ښځو ته بې دليله « آغلې » و وايو، بيا نو پوښتنه دا ده، چي له « ښاغلې » سره بايد څه معامله وکو؟ « ښاغلې » خو د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې په خبرو او مرکو کي شپه و ورځ کاريږي؛ حال دا چي « آغلی/ آغلې » له پېړييو پېړييو راهيسي نابابه او نادوده ده. پښتو متنپوهانو ته مالومه ده، چي« آغلی » زموږ په لرغوني ادب کي و مذکر او مؤنث دواړو ته راغلئ دئ؛ خو« ښاغلې» په سل کي سل مؤنثه صيغه ده، چي يوازي و ښځينه جنس ته استعماليږي.۵ البته، دا مؤنثه صيغه د چا د شخصي ذوق يا لهجه يي برتري غوښتني محصول نه ده، د پښتو په لرغوني ادب کي هم پوخ او پياوړی ملاتړ لري. مانا دا چي د جنوب – لوېديځي لهجې ويوونکو د دې کليمې په کارولو سره د خپلو پلرو او نيکو ژبه په پوره امانت او اصالت خوندي کړې ده. دلته يې د خوشال خان خټک له کلياتو څخه يو مثال وړاندي کوو:
تر سر تر پايه ليلا ښاغلې ده
سينه يې ځکه د مجنون داغلې ده
مينه څه هسي آسانه نه ده
چي بېځايه په چا راغلې ده۶

​په دې خبره د هر چا سر خلاصيږي، چي د نوو شيانو يا نوو پېښو د افادې دپاره د ژبي له زړو ټکو څخه استفاده هيڅ بدي او مانع نه لري؛ لکه د پوهنتون ترکيبي ټکی، چي د پښتو له « پوهنه » او« تون » څخه ترکيب سوئ؛ او د يوه کاملاً نوي لغوي مفهوم ياني انگرېزي يونيورسټۍ (university) د افادې دپاره په کار لوېدلئ دئ. زموږ خلگو پخوا پوهنتون نه پېژندئ؛ خو له پوهني او تون سره يې پخوانۍ اشنايي لرله. په دې خاطر نو د داسي ټکو په استعمال او رواجولو کي هيڅ ځنډ او خنډ نسته؛ خو ننگول، نوموړی، ترينگلی، پوړ او داسي نور هغه ټکي دي، چي له سوونو کالو راهيسي په خاصو ماناوو استعمال سوي يا تر اوسه استعماليږي؛ ځکه يې نو په نوو ماناوو کارول، خلگ له لويو مانوي( معنوي ) کړاوونو او گډوډييو سره مخامخ کيي.

دا خبره سمه او سهي ده، چي د زمانې په تېرېدو سره د هري ژبي په لغتو، تعبيرو او محاورو کي مانوي بدلونونه راځي؛ خو سره له دې هم اديبان، ژبپوهان او لغتپوهان نه يوازي د کليمو و زړو ماناوو او تعبيرونو ته ناپامي او بې پروايي نه کيي، بلکي په ساتنه او روزنه کې له هيڅ ډول زيار او کوښښ څخه مخ نه اړيي. ادبپوهنه، ژبپوهنه، لغتپوهنه، عقل او منطق هم ټول حُکم کيي، چي د خلگو ژبه، ادب، فوکلور او نور فرهنگي ارزښتونه بايد هيڅکله تر شخصي ذوق، لهجه يي، سمتي، قومي، سياسي او نورو اختلافونو قرباني نه سي. زموږ « لغت تراشان » او « لغت پرانان » بايد و دې خبري ته ژور پام وکي، چي د نوو ټکو او نوو ماناوو په رواجولو کي خپلسري او منماني، ژبه له خلگو پردۍ کيي؛ او په دې خبره هم د هر چا ښه سد رسيږي، کله چي د ژبي او نورو فرهنگي ارزښتو ريښې په اولس کي پرې سي، بيا نو د هغي ژبي او هغه دود و دستور ساتنه او پالنه هم ناممکن کار دئ؛ ځکه خلگ د پردۍ ژبي او پردي دود و دستور په دفاع کي هيڅکله نه درېږي؟! همدا وجه ده، چي متنفذي ژبي او يرغلگر فرهنگونه يې د سترگو په رپ کي ځای نيسي.
ــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه او يادښتونه
۱ د پوهاند صاب ډاکټر مجاور احمد زيار بشپړه ليکنه د دې لينک په کښېکښلو سره لوستلای سئ:
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=3598

۲ مرحوم مولوي صالح محمد هوتک، پښتو مثنوي ( کابل: د پښتو د انکشاف او تقويې رياست، د افغانستان اکاديمي، ۱۳۵۰) ۳.

۳ گران مطيع الله روهيال ته کورودانی وايم، چي د ځينو نورو اثارو له ټايپ سوو نوخسو سره يې د دې ناچاپ کتاب يوه کاپي هم له کندهاره را ايميل کړه. نه پوهېږم، چي په دې وختو کې ولي د پخوانۍ علمي – فرهنگي يارانې خوند نسته؟ خير، بايد دا خبره هېره نه کم، چي د دې فوکلوريک- تاريخي اثر( زوړ کندها ر) په متن کي خورا ډېري ټايپي تېروتني سوي دي. کې چا د چاپ اهتمام کاوه بايد پر ځينو گټورو حاشيو او تعليقاتو سربېره يې و دې اړخ ته هم ټينگ پام وکي.

۴ عبدالحی حبيبي، « اخوند پنجو او د دې ډلي کارونه په پښتو ادب کي،» کندهار۳ ( ۱۳۴۱ش ): ۱ – ۳ .

۵ محمدهارون خپل شعشعي، « آغلې » که « ښاغلې »؟ لروبر، ۲۱/ ۰۶/ ۲۰۱۲: http://www.larawbar.net/32317.html

۶ خوشال خان خټک، د خوشال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼي اوډنه، پرتلنه، سمون او وييپانگه ( کابل : دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴)۳۹۷ .

۷ د زيار صاب او ملگرو « ننگول » ياني په جعلي او خودساخته مانا د دې ټکي کارول.

پاته په دوهمه برخه کي