دَ کلي په کوڅو کښې چې به کله روان ووم او څوک به راله مخې له راغلل نو لار به ئې بدله کړه ـ
چې اټۍ ته به وراغلم نو اټيوال به رانه سلام نۀ اخستو ـ په کور کښې به مې مور او پلار بوټ تندي نيولي وو ـ ښځې به مې هر وخت دُر توېَول او اوښکو ئې سمې په مخ کښې لارې جوړې کړې وې ـ
دَ څو ورځو نه دا سلسله داسې روانه وه ـ ـ ـ ـ ـ ـ
داسې خو مې دَ خپلې ښځې نه څو څو وارې تپوسوسه کړي وو ، خو جواب ئې نۀ وو راکړې ـ
نن مې ورته ښه په کلکه ؤوې چې ګوره ته زما ښځه ئې او زۀ ستا سختن ، دَ ښځې دَ پاره دَ الله پاک نه بعد دَ سختن لوړ مقام دے ـ چې تۀ ماته صحې حال نۀ وې نو نور به ئې راته څوک وائ ـ
هغې راته په سلګو سلګو کښې ؤوې ، که تا دَ دې خبرې خيال ساتلے نو داسې به په شرمونو ولې شرمېدو ـ ما ورته په حېرانتيا او ويره ويره ؤوئيل ، ” کومه خبره “ ـ
په کلي کښې دا خبره خوره ده چې تۀ دَ ښځو ـ ـ ـ ـ ـ
دَ ښځې دَ دې خبرې سره زما دَ ښپو نه زمکه وتښتېده ـ او داسې راته محسوس شوه چې ګنې زمکه چاودلي او زۀ پکښې ورپرېوتے يم ـ
يکدم مې دَ ذهن کړکۍ ته دا خبره لکه دَ هوا رانـنـوته چې څو ورځې مخکښې رانه ملګرو تپوس کړے وو چې کاوروبار دي څنګه روان دے ، ما ورته وئيلي ؤ چې تاسو ته خو پته ده ځان له مې ګاډې اخستے او ښځې راسره دي ، ګزاره کيږي ـ
خو دا مې ورته نۀ ؤ وئيلي چې استاذانې او نرسيانې راسره دي ، سکول او هسپتال ته وړم او دَ ډېوټۍ نه پس ئې راوړم ـ