د اپریل ۱۳- ۲۰۱۳
خان ډیر ماشوم وو چې پلار یی په حق ورسید او مور یی ځوانه کونډه شوه خو د کونتون له ژونده یی دویم واده غوره وګاڼه او د خان د پلار د مرګ لا کال نه وپوره شوی چې هغې بل واده وکړ. خان په تمامه مانا د پلار او مور له سیوري بې برخې شو. خو د خان ترور چې ایله بیله یی د خپل ژوند شل دوویشت پسرلي لیدلي و د خان د حفاظت او ساتنې درنده دنده پخپلو نازکو او کمزورو اوږو واخیسته. ماشوم خان له چا سره دښمني نه لرله خو له خپل پلار څخه ورته پاتې شوی مال او جایداد یی نوموړی د خپلو نژدې او لیرې خپلوانو سره پر دښمنۍ اړولی وو. د خان ترور د حالاتو په نزاکت پوه وه. هغه پر خپل ماشوم وراره ډیره ویریده. د هغې ویره یواځې له خپلو تربورانو څخه نه وه چې خدای مه کړه د میراث لپاره به خان د هغوی د کومې دسیسې ښکار شي بلکې د کلي له هر هغه چا څخه په ویره کې وه چې د خان له میراث خورو سره یی راشه درشه درلوده. هغې به تل له ځانه سره دا سوچ کاوه چې هسې نه تربوران یی چاته پیسې ورکړي تر څو وړوکی خان له منځه یوسي.
د کلي یو مشر راته کیسه کوله: په هاغه ورځو کې چې خان تازه د پلار او ورپسې د مور له نعمته لاس پر سر شوی وو نو ترور یی یوه ورځې د کلي جومات ته په داسې حال کې راغله چې وړوکئ خان یی له لاسه نیولئ وو . ملا صیب د سهار له جماعته فارغ شوی وو او دعا یی کوله چې ترور سلام وکړ. د کلي خلکو حیران حیران یو بل ته کتل. د یوې ښځې راتګ جومات ته، هغه هم دومره سهار وختي داسې څه وه چې په افغاني ټولنه کې خلک ورسره ډیر اشنا نه وو. ترور له ملا صیب او د کلي له خلکو څخه وغوښتل چې دعا ورته وکړي تر څو لوی څښتن د خان د ساتنې او پالنې په دغه درنده دنده کې توفیق ور په برخه کړي. ترور وویل؛ دې خپل سر ومال د خان د ساتنې په لار کې وقف کړی او که یی څوک د مړ شوي ورور څخه ورپاتې دې ایکي یوې نښې ته په بده وګوري نو بیا به هغه ورسره خبرې نه کوي او دغه وخت یی پخپلې اوږې راځوړند شوي ټوپک ته ګوته ونیوله او زیاته یی کړه چې: بیا به دی خبرې کوې! دکلي مشر وویل؛ د ترور موخه یواځې د ملا صیب دعا اخستل نه وو بلکه دا په حقیقت کې د خان د سر او مال د ساتنې یو لوړه وه چې ترور د خلکو په مخکې پورته کړه. همداراز دا د هغې لخوا و هغو خلکو ته یوه ګوتڅنډنه هم وه چا چې د خان مال او جایداد ته سترګې خړې کړې وې. ترور د خپلې لویې کلا په شرقي برج کې چې د کلي له هدیرې سره نژدې و مورچل جوړ کړ. دویم مورچل یی د کلا په جنوب غرب برج کې چې مخه یی د غره د لمنې او وړو غونډیو خوا ته وه هم جوړ کړ. د کلا مخې ته د کلي لویه میداني ورسره څو دوکانونه اونور کورونه وو. ترور د کلا په هاغه دوو خواو کې چې د غل یا دښمن د ورختلو امکان وو مورچلې جوړې کړې وې. ورځنۍ بوختیاوې یی داسې پیلیدې چې خان به یی د سهار له لمانځه وروسته جومات ته د دیني زده کړو لپاره لیږه او چې هغه به له جوماته راستون شو نو ترور به سباناری جوړ کړی وو. ورپسې به یی خپل ټوپک غاړې ته واچاوه او خان به یی له لاسه نیولئ ښوونځۍ ته روان کړ او چې کله به ماشومان له ښوونځئ څخه را رخصتیدل نو هغې به د ښوونځئ په دروازه کې د خپل وراره لار څارله. د مازدیګر په وخت کې به خان د کلي په لویه میدانۍ کې له خپلو همزولو سره لوبې کولې او ترور به د میدانۍ په یوه څنډه کې ټوپک په لاس ناسته وه. د شپې به یی چې خان ویده کړ نو خپله به مورچل ته وختله او شپه به یی همهلته سهار کړه. د کلي د مشرانو له خولې، ترور څو ځلي په هاغه خلکو ډزې هم کړي چې د شپې لخوا یی پر کلا د ورختلو هڅې کړې وې.
په هر صورت، وخت ډیر ګړندی روان وو. خان د ترور تر کلکې څارنې او پالنې لاندې را ځوان شو او چې څنګه خو یی مروج تعلیم سر ته ورساوه، ترور ورته د منطقې په یوه درنده کورنۍ کې واده وکړ. دا هاغه وخت وو چې روسانو پر افغانستان یرغل کړی وو. ټول ملک د نارامۍ څپو پر مخ اخیستی وو. کمونستانو نه یواځې هر خان او د جایداد خاوند ته فیوډال او هر ملا ته د انګریزانو جاسوس وایه بلکه ټول هغه وګړي یی چې ددوی له نظر سره یوه خوله نه وو د وطن او انقلاب دښمنان بلل او د انقلاب ددغو دښمنانو په وژلو، زورولو، بندیانولو او له ملکه په شړلو یی لاس پورې کړی وو. ترور چې د خان په راځوانیدو او پخپلو پښو له ودریدو سره څه نا څه د سکون او اطمینان ساه اخیستې وه اوس یو ځل بیا ځان د هماغه خطرونو په ګرداب کې لیده. هغه پوهیده چې د خان د تربورانو یو وړوکی راپور هم خان د تورو تمبو شاته غورځولای شي. نو یی وپتییله چې خان سره د خپلې ښځې او نوي پیدا شوي ماشوم پاکستان ته ولیږي او پخپله د هغه د جایداد د سمبالولو لپاره په وطن کې پاته شي. خان پاکستان ته مهاجر شو. ترور به په کال کې دوه درې ځلې د خان او د هغه د ماشومانو لیدو ته ورتله او له حاصلاتو څخه تر لاسه شوې پیسې به یی هم وروړلې. خان ته خدای د مهاجرت په وخت کې څلور زامن ورکړل چې ټولو په پاکستان کې تعلیمونه وکړل او را لوی شوه. د خان ګذاره هم په پرتلیره توګه له نورو مهاجرینو څخه بهتره وه. د یو جهادي تنظیم په دفتر کې ورته د کار زمینه برابره شوه، له ځینو مشهورو جهادي څیرو سره یی پیژندګلوي پیدا کړه او له خپلو ځمکو ورته د حاصلاتو پیسې هم راتللې. خو کله چې د امریکا په مشرۍ غربي نړۍ پر افغانستان تیرۍ وکړ او افغانستان ته د بیا رغاونې تر نامه لاندې نړیوالې مرستې مخه وکړه نو خان صیب هم بیرته خپل وطن ته په کډه راغی او د بیارغاونې یوه موسسه یی جوړه کړه. خان له خارجیانو او داخلي لوړ پوړو چارواکو سره ښه راشه درشه لرله. د خپل اثر و رسوخ په کارونه، د خپلو زامنو په مرسته ، له جهادي مشرانو سره د خپلې زړې پیژندګلوۍ پر مټ او د رشوت پر زور یی د سړکونو، پلونو، ښوونځیو او نورو ټولنیزو ښیرازیو خورا زیات قراردادونه تر لاسه کړل. مشر زوی یی د امریکایانو په کومه نظامي هډه کې ترجمان شو، دوه نور یی هم په ډالري معاشونو مقرر و اوپاتې دوؤ یی له خپل پلار سره کار کاوه. نور نو خان هغه وړوکی خان نه وو چې ترور به له لاسه نیولی ښوونځۍ ته بیوه. اوس په هغه پسې په اتومات وسلو سمبال د یو درجن ساتندویانو کتار روان وو او ډیري وخت به یی د خپلې ترور په هاغه زاړه ټوپک پورې خندل.
ترور د پخوا پشان په کلي کې اوسیده. مسلسلو بیخوبیو، شوګیرونو، تشویش او شاقه کارونو یی پر روغتیا ناوړه اغیزې کړې وې. دوه کاله مخکې د ترور طبیعت ډیر خراب شو. د کلي خلکو خان ته زنګ وواهه چې کلي ته ورشي خو هغه د کوم قرارداد د لاسته راوړلو لپاره کابل ته روان و او ویی نشو کولای چې کلي ته لاړ شي. ترور څو ورځې وروسته په هاغه شپه په حق ورسیده چې خان د خپلې یوې نوې پروژې د منظورۍ په مناسبت چې له مظلومو، بې کسو، زړو او معیوبینو سره د طبي او مالي مرستو په اړوند وه، یوه لویه میلمستیا جوړه کړې وه. دې میلمستیا ته ډیر لوړ پوړي چارواکي راغلي وو، د سندرغاړو څو ډلې وربلل شوې وې او له کوم خارجي ملک څخه نڅاګرو جینکو پکې هم د خپل فن مظاهره کوله. خان او زامنو ته یی د ترور د وفات خبر د کلي د مشرانو لخوا ورکړ شو خو نه خان او نه یی زامنو د ترور په تکفین او جنازه کې برخه واخیسته. ترور د هماغې شپې پر سهار د کلي خلکو خاورو ته وسپارله.
د ترور له وفات څخه به څه دپاسه میاشت تیره شوې وه چې ماته زما زوړ اشنا وزیر ګل چې مونږ ورته بي بي سي وایو ښار ته د تګ وویل. هغه پروګرام داسې جوړ کړی و؛ سبا چې د جمعې مبارکه ورځ ده د سهار له چایو وروسته به ښار ته ځو د جمعې لمونځ به د ښار په جامع جومات کې کوو بیا به د ښار په کوم رستورانت کې چپلي کباب خورو او له هغې وروسته به خان صیب کره د ترور د فاتحې لپاره ورځو او چې له فاتحې څخه اوزګار شو بیا به خپلو کورو ته سودا را نیسو او نور به بیرته کلي ته راځو. زما د وزیر ګل پروګرام خوښ شو خو په دې شرط مې ورسره ومانه چې هغه به خپله زړه راډیو چې په کلي کې یی هر وخت په ترخ کې نیولې وي، له ځانه سره نه وړي. هغه هم زړه نا زړه زما شرط ته غاړه کیښوده او د هماغې ورځې پر سهار زه پخپل موټرسایکل سپور د کلي په لویه میدانۍ کې د وزیر ګل منتظر وم. هغه راغی او موږ مخ پر ښار حرکت وکړ.
ماسپښین مهال مو د خان هجرې ته ځان ورساوه دروازه مو وټکوله د خان نوکر ور خلاص کړ او مونږ یی په میلمستون کې کینولو. چای راغلې او موږ لا ګوټ نه وکړی چې خان صیب له خپل مشر ځوی سره میلمستون ته راننوت. ما د افغانانو د دود مطابق د فاتحې لپاره تمهید کیښود. د ترور په وفات مو خواشیني وښوده او ورپسې مې وزیرګل ته د سورت ویلو لپاره خوله جوړوله چې د خان صیب ځوی زما خبره غوڅه کړه او راته یی وویل: فاتحه، دریمه. جمعه، څلویښتي وغیره په اسلام کې اساس نه لري دا ټول هسې خرافات دي چې موږ افغانانو له خپلو خیټو را ایستي. که سړی چاته دعا کوي نو له هره ځایه یی چې وکړي ور رسیږي. په مړي پسې بیځایه خیراتونه، فاتحې اخیستل اودیته ورته نور اعمال بدعت دی او هر بدعت ضلالت یا ګمراهي ده.
د خان ځوی څه نورې خبرې هم وکړې چې زما سر ډیر پر خلاص نه شو خو دومره پوه شوم چې دغه هر څه چې موږ یی کوو غلط او بېځایه دي. ما د خان صیب په طرف وروکتل تر څو مالومه کړم چې د هغه نظر څه دی؟ خو هغه هم د سر پر خوځولو د خپل ځوی د خبرو تصدیق کاوه!! ما خان صیب ته وویل: ای کاش تاسې او یا مو په زامنو کي یو څوک د ترور جنازې ته راغلي واست؟! خو ځواب بیا هم د خان ځوی راکړ، هغه وویل: موږ ټول د ترور پر وفات ډیر خواشیني شوي یو. پلار مې د ترور د جنازې او تکفین د بندوبست لپاره کلي ته پیسې استولي دي. زمونږ موجودیت به ډیر ښه وو خو مونږ د خپلو ډیرو مصروفیاتو له امله په جنازه کې شرکت و نه کړای شو هسې هم د جنازې لمونځ کفایي فرض دی، تاسې چې اداء کړ نو فرضیت یی زمونږ له غاړې هم ساقط شو. ما بیا د خان پر لوري وکتل او هغه هم هماغسې د خپل ځوی په تایید کې سر خوځاوه!
ماسره نور د ویلو څه نه و پاته او بې له دې چې دعا وکړو له خان او ځوی څخه یی رارخصت شو. په ښار کې مو څه ټکه پوکه سودا وکړه او مازدیګر مهال مو مخ پر کلي حرکت را وکړ. خو په ټوله لار کې مې د خان د ځوی په خبرو کې فکر کاوه. ځینې سوالونه چې زما ذهني تمرکز یی هره ګړۍ راننګاوه دا وو چې مونږ افغانان ولې خپلو ټولو نامردیو، بېغییرتیو، بې ننګیو او احسان فراموشیو ته دیني او مذهبي عذرونه لټوو؟؟! خان او زامن یی چې له سره تر پښو په خیانت، فساد، رشوت، وطنپلورنه او غدر کې ډوب دي څنګه کولای شي چې زمونږ سپیڅلي او درانده کلتوري دودونه د خپلو شخصي تمایلاتو او سلیقې تر اغیز لاندې د اسلام د مبارک دین له اساساتو سره په ټکر کې وښیی؟؟!! آیا خان او زامن یی پدې نه پوهیږي چې که د ترور ایثار، ځانښندنه ، لوړ عزم او مبارکې هڅې نه وای نو کیدای شي چې نن به دوی هم نه وای!!؟؟
په هر حال، زه پخپلو فکرونو کې ډوب د کلي هدیرې ته راورسیدم. موټرسایکل مې د هدیرې په خوا کې ودراوه. زه او وزیرګل د دعا او فاتحې لپاره د ترور د قبر په لور روان شو. ترور به غالبا زما په ژوند کې اولنی مړی وي چې ما به یی فاتحه پخپله و هم هغه\هغې ته کړی وي! زه د ترور قبر ته د سورت ویلواو لاس پورته کولو لپاره ولاړ وم چې نظر مې د خان د کلا پر هاغه مورچل پریوت چې ترور له یو مظلوم څخه د دفاع لپاره جوړ کړی وو. دغه مورچل چې د کلا په شرقي برج کې دی د ترور له قبر څخه ښه جوت ښکاري. وزیرګل د ترور په شناخته د څه لیکلو کوښښ کاوه او ما ترور ته د دعا لپاره لاسونه لپه کړي وو خو فکر مې هماغسې د مورچل پر خوا وو. ماته دغه خاورین مورچل لکه د ترورهوډ، عزم او استقامت ډیر سپیڅلی او فولادي ښکاریده او کیدای شي همدا لامل وي چې پر وطن تیرو شویو دیرش کلنو زلزلو او طوفانونو هم وران نه کړای شو. زه په همدې فکرونو کې وم چې وزیر ګل راباندې غږ کړ؛ وګوره کنه ما د ترور په شناخته څه ولیکل؟ ما چې شناختې ته وکتل نو وزیر ګل پرې د پښتو دا ټپه لیکلې وه : د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي ـــ که پس له مړینې مې پر ګور راشې مینه
ددې ټپې په لیدلو مې میرویس نیکه سترګو ته ودرید. نه پوهیږم وزیر ګل ته به په ترور او میرویس نیکه کې څه مشترک ښکاره شوي وي؟
زه اوس کلي کې نه اوسیږم خو چې کله هم کلي ته لاړ شم نو د ترور زیارت ته خامخا ورځم او داسې احساسوم لکه د لوی میرویس خان بابا زیارت ته چې تللی اوسم. لوی څښتن دې ورته جنتونه ورکړي. امین.