د پښتو تصوف لومړۍ برخه د ښکاره اسنادو له مخي په اومه هجري پېړۍ کي د کلات په سيمه کي د يوه مشهور صوفي او شاعر شيخ متي(رح) لخوا راپيل سوې ده،وايي چي شيخ متي(رح) يو ديوان ليکلى وو1 چي زياته برخه يې پر تصوف راڅرخېدله چي دغه دېوان بيا د مغولو د تېريو په زمانه کي له منځ ولاړ2 .
د تصوف دا لړۍ په لسمه پيړۍ کي له يوه اوږده ځنډ وروسته شيخ عيسىْ مشواڼي3 ته رسيږي او له هغه څخه وروسته د پښتو تصوفي ادب په دوران کي زموږ سترګي په همدېپېړۍ کي پر يو بل متصوف شيخ علي سرور لودي4 لګيږي دې شاعر او اديب هم په وار سره په خپله شاعري کي تصوف په ښه شرنګېدلي ډول وړاندي کړى دى.له ده را وروسته په يولسمه پيړۍ کي يو بل نامي متصوف شيخ بستان بړېڅۍ5 زموږ مخي ته راځي چي هغه په تصوف کي د يوې لوي حلقې تښتن هم دى او د ده په شاعرۍ کي هم تصوف په شرنګيدلي انداز وړاندي کړل سوى دى.د دې درې متصوفينو څخه وروسته د پښتو ادب د لومړۍ دورې په ورستۍ برخه کي (د ١٠٠٠ هـ ق کال په شاوخوا کي) يو بل روحاني شخصيت سته چي هغه شيخ صالح محمدالکوزى 6 نوميږي چي داسړۍ د پښتو ادب د لومړيو متصوفينو اخيري سړى باله سي.
د پښتو تصوف دوهمه دوره په ټوليزه توګه پر دوو مهمو ډلو روښانيانو(پير روښان7 يې پير او مرشد وو چي په منظمه توګه يې تصوف په پښتو او پښتنو ننويست )او دروېزيانو (د پير روښان او د هغه د پيروان په وړاندي يې سنګر نيولي وو چي بنسټګر يې اخوند دروېزه ننګرهارى8 وو)را څرخي دا دوره په پښتو او پښتنو کي ځکه د خورا ارزښته ډکه ده چي تصوف پکښي په منظمه توګه پالل سوى او هغه ته چوکاټونه او قيدونه ټاکل سوي ډلي او طريقي منځ پکښي راغلي او په پښتنو کي د يوه نهضت په توګه راڅرګند سوى دى.
په دې دوره کي د پير روښان په ډله کي يو مشهور شاعر ليکوال او صوفي (ارزاني خيشکى) تېر سوى دى دا شاعر او صوفي د پير روښان يو نامي او مشهور مريد دى د دپه اړه مولانا عبدالقدوس قاسمي په خپل يو شعر کي داسي ليکي:
په سړبن کـــي د زمند دى
او په خيشکــــي کي له زير
دا شعر يــــــــــې دى کښلى
په خپل منطـــــــق الطـــــــير9
د ده د پيدايښت او مرګ څرګنده نېټ نسته خو دا څرګنده ده چي دى د نوښار له خيشکو څخه دى دئ په خپله يوه رباعي کي د ځان په اړه داسي کاږي:
په پښتو ژبه ويـلي
فقير ارزاني افغان دى
دى په خيشکو کي لــــه زير
د والد نوم يې برهــــان دى10
اخوند دروېزه د ارزاني خيشکي په اړه داسي کاږي چي دوى درې وروڼه ملا ارزاني،ملا عمر او ملا علي د هند له لوري راغلل او له پير روښان سره يو ځاى سول او هغه داسي پسي زياتوي چي خيرالبيان پير روښان يوازي نه دى کښلى بلکي د خيرالبيان په کښلو کي د ارزاني لوى لاس دى11،نو دلته دا خبره ښه پوره په زبات رسيږي چي ملا ارزاني د پيرروښان د نهضت تر ټولو مهم کس دى او اخوند دروېزه په يو بل ځاى کي د ده په اړه کاږي چي کله پيرروښان په جګړو پيل وکړ نو هغه بيرته هندستان ته ستون سو نو دلته له دې ځايه ويلاى سو چي هغه په هندستان کي زېږېدلى او هلته مړ سوى دى مخکي موږ و ويل چي د ارزاني د مرګ او ژوند نېټه څرګنده نه ده مګر د هغه د يو او نيم بيت څخه د هغه د ژوند مهال په ډاګه کيږي هغه په خپله يوه څلوريزه کي داسي کاږي:
دا غزل په تاريـــــــــــــخ کښلې
په حساب د دوست دغو وي
غين زر،دال يـــــــــې څلور دى
په شپږ يا د حســـــــاب واو دى12
نو له دې بيته دا پايله را وزي چي ارزاني خيشکى په ١٠١٠ هـ ق کال کي لا ژوندى وو ځکه د پورتني بيت څخه ١٠١٠ داسي په لاس راځي:
١٠٠٠+٦+٤ =١٠١٠
يا په دې بله څلوريځه کي چي داسي ده:
ارزاني وينا کړه عــــــــــــرض
آشنايي د حق ده فـــــــــــــرض
د دې عرض تاريخ و غواړه
په حساب له حرف يـــــــــرض13
له پورتني بيتو څخه هم د ١٠١٠ هـ ق سنه په لاس راځي،تر دې ځايه د ملا ارزاني پر ژوند و ږغېدو اوس به راسو د هغه پر شاعرى به لږ و ږغېږو او د تصوف هنداره به ورته و نيسي چي څه پکښي ښکاري.
ارزاني په خپل خواږه کلام سره د پير روښان و طريقې او لاري ته تل پاتى رنګ او خوند ورکړۍ په خپل جادګر کلام سره يې د هغه وخت د قوايد او شرايطو په نظر کي نيولو سره د پير روښان ټول تصوفي مسلک په خپلي شاعرى کي رانغښتى دى يعني هغه خپل ټول ادب او کلام د پير روښان د مسلک تشريح او توضيح ته وقف کړى دى دې شاعر نه يوازي دا چي خپل شعري خوند يې ساتلى بلکي د هغه فني اړخ يې هم له نظره نه دى غورځولى مګر له هنري اړخ د هغه شاعري په دې خاطر چي ټول حقايق دي او کومه خيالي او مهاله خبره پکښي نسته ډېر کمزورى دى او يو بل عمده علت يې دا کېداى سي چي دا شاعري يو ډول نصيحتي يا په بله اصطلاح مذهبي شاعري ده نو ځکه دا رنګ پيکه پکښي ښکاري خو ځيني ځايونه داسي هم د چا مخي ته راځي چي د مجازي ميني څرک به ترې لګيږي خو په بشپړه توګه مجازي مينه نه ده کچيري څوک په جدي توګه ورته متوجې سي نو و به ګوري چي د خبري سر بل ځاى تړل سوى دى.
ارزاني په خپله شاعري کي د وحدت الوجد فلسفه چي د پير روښان د لاري اساس دى په پوره زور سره تايد کړې ده لکه په دې بيتو کي:
حق د ميم ډېوه کړه بله
د مخفي ګنج ل امواجه14
يا:
يو الف پر کثرت راغـــى
د ديرش حرفو له افواجه15
يا:
د يو وحدت له اصلــــه
د کثرت شو ډېر فروع16
او هغه په خپله شاعرى کي د پيرروښان د لاري اته مقامه داسي بيانوي:
شريعت دى طريقــــــــــت دى
حقيقت يې معرفــــــــــــــت دى
هر چي دا څلور يې خپل کړه
د بابا آدم پـــــــــــــــــــــــر پت دى
بل قربت بل يې وصلت دى
بل وحدت بل سکونت دى17
او هغه په خپلو ټولو اشعارو کي د پيرروښان د اوو صفتونو متفرقه او پاشلې يادونه کوي مثلاً هغه د حرمو څخه د ځان ساتني په اړه وايي:
که په لوږه دي نوس بند کړ
زر به مه شــــــــــــي در طلوع18
يا دا:
نوس په رياضت مشغول کړه
حيوان مه شه ډېر مه څــــــــــــــره
مزه ناک خواړه کړه ليــــــــــــري
د نوسوټي له اخـــــــــــــــــــــــــــوره19
په پورتني بيتو کي دوهم صفت(اسراف دي نه کوي لږ دي خوري او لږ دي څښي) هم نغښتل سوى دى په دې توګه هغه په خپلو اشعارو کي ټول اووه صفات رانغاړلي دي.
د دې دورې(دوهمي دورې) په اخيري کي د پاشلو او تيت او پرک متصوفينو په منځ کي زموږ سترګي د افغانانو پر يو ستر شخصيت او د اوسني افغانستان پر موسس عليحضرت احمدشاه بابا رحمة الله عليه باندي لګيږي د پښتنو د دې ستر امپراطور په لاس کي د توري تر څنګ د نورو پښتني مشرانو په څېر قلم هم په خورا بېخارى سره ښکاري او دا زباتي چي پښتانه يوازي د توري د ميدان مېړني نه دي بلکي هغه د ملي مشر حاجي ميرويس خان نيکه خبره چي پوه او علم يوازي د ناز او نعمت د خاوندانو په کورو کي نه دى بلکي زموږ په غرو او رغو کي هم پوهان او عالمان سته د افغانانو د دې ستر امپراطور د توري په څېر د هغه قلم هم ډېر تېزى دى هغه که د توري په ډګر کي مسلمانان تر پاني پت او اصفهان پوري د کافرو له توري خلاصول په بل اړخ کي يې يو ښکلى قلم هم ورسره درلودى او په هغه سره يې د ستر شاهنشاه او د نړۍ د مالک ستر پروردګار صفتونه داسي کښلي چي د تصوف سرتاج ګرځيدلي.
د نادر افشار قلي په زمانه کي د هرات د ابداليو په يوې مشهوري کورنى کي د زمان شاه ابدالي پر کاله يو کوچنى و زېږېدى چي د نبوغ او هوښيارى ځلايې له هم هغه ماشومتوبه په تندي کي ځلا کول له کورني دود سره سم احمدخان و نمول سو چي ورسته په احمدشاه او بيا د ملت په بابا او ستر امپراطور عليحضرت احمدشاه بابا مشهور سو چي د اوسني افغانستان د تاسيس سره په څنګ کي يې د اسيا د مرکزي سيمو ټول مسلمانان د هندواڼو او نورو کفري طاقتونو څخه و ژغورل او په خپله خدايي مينه يې د تصوف د ميدان ډېر لوړ لوړ پړاونه هم طى کړل احمدشاه ابدالي يوازي يو شاه نه وو بلکي هغه يو لو متصوف او سالک هم وو هغه په تصوف کي خپله خاصه لاره لرل او هغه ته يې خپل مقامونه ټاکلي وه او د هغه تصوفي ياران او ملګري د هغه په ټولو چارو کي د هغه ښى بازو وه احمدشاه ابدال په تصوفي لاره کي ځان ته خپل پيران لرل چي هغه په ښکاره توګه سره ميافقيرالله او شاه ولي الله خپل پيران بلل او داسي ويل کيږي چي پير صابر شاه هم د هغه له مرشدانو څخه وو او پر هند او شاوخوا سيمو باندي بريدونه او د هغه ځاى د مسلمانانو ژغورل هم د ځينو متصوفينو په غوښتنه سوي چي په هغو کي د شاه ولي الله د پرله پسې ليکونو او غوښتونو خبره تاريخي او سياسي ارزښت لري.
د هغه تصوفي رنګ يوازي د هغه تر عادي ژونده نه دى پاته سوى بلکي د هغه شاعرۍ ته يې هم په پوره لاره کړې ده لکه په دې لاندي غزل کي چي فرمايي:
لــــــــــه خپلي خودى تېر سوم
خـــــــود به زه سم خود مــرآته
مـــــــعرفت به مي روزي سي
کــــــه فاني سوم و فنـــــــــــا ته
دا د يار مينه خـــــــــــــــــوږه ده
په پرېکړي سر ده زبــــــــــــاته
عاشقان په عشق ژونــد دي
غافلان ګڼه مـــــــــــــــــــــــــراته
عاشقان چي سر فانــــــــي کا
فاني خود و کا اثبــــــــــــــــــاته
سر فاني کړه احمدشـــــــــاهه
يار به ووينې مخ راتــــــــــــــه20
احمدشاه بابا د تصوف په دوو مشهور لارو (وحدت الشهود او وحدت الوجد)کي پر و حدت الوجود دونه ټينګ ولاړ دى چي ان ځان له نوره بولي لکه په دې لاندي بيتو کي:
عالم لــــــه نوره پيدا سوى
دا قـــــــــــــدرت واړه له خدا
زه احمد له نوره پوه سوم
اوس ثنا کـــــــــــــــــــــړم ربنا21
هغه په پرله پسې توګه د وحدت الوجود فلسفه په خورا درب او درز سره بيانوي لکه په دې لاندي څو بيتو کي:
د کثرت بازار يې جـــــــــوړ کړ
عجيب نور پکښي جولان که
لکه نور له ځانه بيل ســــــــــــــــو
د موجود هايي نشان کــــــــــــه
پټه ها وه په عدم کښــــــــــــــــــي
د انسان نقش يې په ځان کـه22
اوس په پورتني بيتو کي په ښکاره د وحدت الوجود فلسفه ښکاري ځکه وجوديان په دې باور دي چي (همه اوست) يعني هرڅه هغه دى،دلته په دې بيتو کي هم همدا فلسفه نغښتې ده يعني هغه په دې بيتو کي هرڅه د خداى(ج) د وجود برخه بولي.
هغه د خپل تصوفي مسلک لپاره څلور مقامونه ټاکلي دي چي دا څلور بيا هر يو ځان ته فروعات لري هغه د خپلي پښتو الف نامې په يوه بند کي چي د غزل په چوکاټ کي ليکل سوې ده د خپل مسلک دا څلور مقامه داسي بيانوي:
طريقت باريکـــــــــــــه لار ده
حذر بويه له زنبــــــــــــــــــــوره
که په سالک باندي راسي
دا څو مقامه پــــــــــــــــــــــــوره
څلور ت يې ګوښې نه دي
نه په رفتار دي ځبله دوره
مقامت يې بيل وايـــه سي
که سالک خبر سي له دستوره
جبروت لره چي راســـــــــــــــــــــــــــي
کل جهان بويه پـر نـــــــــــــــــــــــــوره
د بقا بقا يې ګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوره
وزه ته د ژوندون له قبــــــــــــــــــوره
د لاهــــــــــــــــــــــــــــــــوت لا منزل دئ
د نور سره رطب غواړه له کجوره
د هاهوت الــــــــــــــــــــــــف ته واخله
چي و نه وينې د هـــود جنت حوره
د هوهو درياب لـــــــــــــــــــــــــه موجه
اراده قدرت د علم تــــــــــــــــــــــــوره
هو جامع دئ بې پايانـــــــــــــــــــــــــــه
لابيان څه وايم له صـــــــــــــــدوره23
په پورته بيتونو کي موږ و ليدل چي الحضرت بابا د يوه سالک لپاره څلور مقامه ټاکلي دي اوس دلته په دې بيتو کي ماته دا موضوع لږ ګونګ ښکاري چي دا څلور مقامه نو څه شي دي ځکه د هغه په دې بيتو کي دا خبره په زغرده نه ده ښکاره سوې خو بيا هم زه (د بقابقا،د لاهوت منزل، هاهوت الف،د هوهودرياب او په جبروت)په کليمو کي لږ او زيات شکمن يم ځکه په تصوف کي دې ته ورته او په دې کلماتو کي شاملي مشهوري کلمې سته چي هغه عبارت له (ناسوت،جبروت،لاهوت او ملکوت)دي خو نه پوهېږم چي بابا ځان ته د تصوف و دغه مقامونو ته ورته نور مقامونه رامنځ ته کړي او که مقامونه هغه دي يوازي په نمونو کي يې توپير موجود دى،خو بابا په خپل ديوان کي يو ځاى دغه مقامونه داسي را اخلي:
ناسوت وجود بې معنْى دئ
ملکوت د ميني کــه آبخوره
جبروت جلوه د زړه نـــورکه
لاهوت نور بې حد سترګي توره
په لاهوت غلطه مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سه
پر مقام د هو غواړه سر تـــــــــــــــــــــــــوره
د هاهوت جلوه کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
پر واهوت د معرفت و لمر ته ګوره24
اوس دلته د سړي څخه لار او ګودر ورکيږي چي دا څلور مقامه نو څه شي سول. بابا په خپله تصوفي شاعرى کي يوازي تر دغو مقامونو پوري مقيد نه پاته کيږي هغه د روښاني تصوف په څېر ځان ته اخلاقي او کړنيز صفتونه هم لري چي هيڅ ځاى يې هغه مقيد کړي نه دي بلکي په نصيحتي توګه يې هغه را اخصتي دي مثلاً بابا په خپله ټوله شاعري کي څو ځايه د صبر او حوصلې،له درواغو د ځان ساتني او نورو ورته صفتونو توصيه کوي لکه په لاندي بيتو کي :
که بلا زور درباندي وکـــــــړ
ګوره په صبر زړه خموش کړه
که يار زهر په لاس درکــــړي
له محبته يې ته نوش کړه25
يا دا چي:
حق وينه حق وايـــــــــــــــــــــــــه
حق جويه له سبحانـــــــــــــــــه
د يقين به شا وراســــــــــــــــې
حق باطل بېل که له ځانه26
بابا په خپله اخستې تصوفي لاره کي همېشه پر ډېر تکليف ګاللو او زحمت ټينګار کوي او په هر ځاى کي د ځان قرباني کول او د خپلي خو دى د پرله پسې وژلو خبره را اخلي چي دا ډول تکليف ګالل او پر ځان سختي تېرول هغه په اکبريه طريقه کي را ولي لکه له دې لاندي بيتو څخه چي د هغه دا ډول فکر په زغرده ښکاري:
عاشقان په عشق ژونــد دي
غافلان ګڼه مـــــــــــــــــــــــــراته
عاشقان چي سر فانــــــــي کا
فاني خود و کا اثبــــــــــــــــــاته
سر فاني کړه احمدشـــــــــاهه
يار به ووينې مخ راتــــــــــــــه27
يا دا چي:
که يار زهر په لاس درکــــــــــــــــــــړه
له محبته يې ته نوش کـــــــــــــــــــــړه
د نفس پندونه ډيــــــــــــــــــــــــــر دي
ته غيرت باندي سر پـــــــوش کړه
د عشق لاره سربـــــــــــــــــــــــازي ده
ته له هوشه ځان بې هوش کړه28
مګر د ښکاره اسنادو له مخي او د هغه د شاوخوا تصوفي حلقې څخه داسي ښکاري چي هغه د نقشبنديه طريقې پيرو دى خو دلته يو بله د تامل وړ خبره سته چي په پښتنو کي دغه بهرني تصوفي اصطلاحات او نموني يوازي تر نمونو پوري پاته دي ځکه په پښتنو کي تصوف د دغو نمونو په نسبت تر ډېره ځايه نسبي دى نه کسبي ځکه حمزه بابا د خوشال په يو شعر کتاب کي د وحدوت الوجود فلسفې د غښتلي کولو لپاره پرله پسې کوښښ کړى دى دا کتاب چي د خوشال خټک پر دې بيت راڅرخي:
پر هر څه کي ننداره د هغه مخ کړم
چي له ډيري پيداييه نا پديد شه29
اوس په پورته بيت کي که و ګور ننداره کول خپله وجودي پېښه نه ده بلکي شهودي پېښه او بيا په روښاني تصوف کي ډېر داسي ځايونه سته چي سړى شهودي فلسفې ته ورکاږي نو زما په نظر دا خبره او دا نوموني تر ډېره ځايه صرف تر نمونو پاته سوي دي او د بابا د نقشبنديه توبه لپاره موږ د هغه شاعري ثبوت نسو ورکولاى ثبوت يې يوازي د هغې زمانې هلته مروجې طريقي يوه خبره چي د تصوف په تاريخي سير کي د پاملرني وړ ده هغه دا ده چي په افغانستان او پښتونستان کي يوازي چشتيه،قادريه او نقشبنديه طريقي تاريخي ريښې لري او د مخکنى خبري په تائيد ټولي طريقې دې سيمي ته يوازي په نامه راغلي دي نه د هغو ټولو اصول سره يو ځاى کوم اصول چي طريقې د ځان لپاره لري مثال يې په اوسني افغانستان کي د قادريه طريقي د ذکري حلقو ورکولاى سو په قادريه طريقه کي نڅا او سرود نسته مګر دا اوس په کندهار،هلمند،کوټه کابل او نورو ټولو افغاني او پښتني سيمو کي قادريه او نقشبنديه طريقو حلقې په نعتيه کلامونو سره او د مريدانو او سالکانو په سر اچونه سره مخ ته ځي.
نو له پورتنيو تشريحاتو څخه ويلاى سو چي بابا نه نقشبندي وو او نه وحدت الوجدى مګر د هغه شاعري په ناخداګانه توګه د وحدت الوجدى د فلسفې خواته ميلان پيدا کړى دى او دا هم د يو تصادف له مخي بابا خپل تصوف په خپله لاره او خپل ډول مخ ته بېولى خو يوه خبره سته چي د مکاني او چاپيريالي تاثيراتو څخه خالي نه دى ښه به دا وي چي څېړونکي او شنونکي د دې پر ځاى چي هغه د نړيوالو تصوفي معيارنو يا په بله اصطلاح د فلسفي تصوف په هنداره کي و ګوري،هغه د رښتني اسلامي تصوف په رڼا کي چي حضرت محمد(ص) يې بنسټګر دى و ګوري ځکه بابا ته معيار قران او حديث وو نه نوري ډلي او ټپلي او هغه د څلور طريقو نهايت زيات احترام درلود لکه په دې لاندي بيتو کي چي خپله واي او سالک د هغه و عملي کولو ته را بولي:
پيرو د نبي اوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
کړه د کبر شمله کـــــــــــــــــــــــــوره
دى د خـــــــــــــــــــــداى حبيب دئ
چي عالم يې دى له نــــــــــــــــــوره
څلور لاري ګوښې نـــــــــــــــه دي
لکه ثمر د خپل پردو آبخوره30
تر دې ځايه موږ د بابا پر تصوفي شاعرى و ږغيدلو خو يوه خبره چي زما بايد هېره نه وي هغه دا د چي تر دې ځايه دا ټولي خبري زما نظر دى دا کومه پرېکړه نه ده چي خداى ناکرده خلګ په دې ګناه و نه نيسي چي له ځانه مي مفتي جوړ کړى او بې کتابه فتواوي ور کوم،د بابا د تصوفي سمبولونو او تصوفي کلماتو پر وضاحت به په راتلونکي مبحث کي په تفصيل سره و ږغېږو.
د بابا او خيشکي
د شاعرۍ مخالف
او ورته اړخونه
موږ په پورته مبحث کي د بابا او خيشکي پر تصوف د هغوى د شاعرى په رڼا کي و ږغېدو اوس راځو په دې مبحث کي ګور چي د بابا او خيشکي په تصوف کي څونه ورته والى دى او څونه بېلتون.
ما د بابا او خيشکي ټوله شاعري يوازي د دغي لنډکى کتني لپاره و کتله يو شى چي ما ته ډېر د تعجب وړ ښکاره سو هغه دا وو چي د بابا او د خيشکي شاعري هم د نظمي اړخه او هم د مانوي اړخه تر حد زياته يو او بل ته ورته ده هغه په دې مانا چي ډېر داسي اوزان وو چي سره برابر حتا ډېر داسي ابيات وو چي يوازي د څو کلمو په توپير په عيني مانا عيني وزن او عيني کلمو ليکل سوي مثلاً په دې بيتو کي:
زما دا وينا غــــــــــــــــــــــــــــــــوږ باسه
زړه له کل غيرو جارباسه(بابا)31
د فقير وينا و نغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوږه
خيري و کاږه له غوږه(خيشکى)32
يا دا چي:
له وحدته رابيرون ســــــــــــــــــــــــــــــــــو
د زړه کوټه يې کړه ودانه(بابا)33
له وحدته را روان شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
ميم يې را وست تر کثرته(خيشکى)34
يا دا چي:
له کامله تلقين واخلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
له دغه تلقين ځان مدهوش کړه(بابا)35
کامل به دي زړه خلاص کا
د دنيا له بده زوږه(خيشکى)36
اوس پورته بيتونو له ټولو اړخونو ورته دي اوس که چيري څوک د بابا او خيشکي شاعري و ګوري نو دا به ښکاره ور مالومه سي چي دا شاعري په حقيقت سره هم ډېره سره ورته ده اوس دلته تاسو د بابا د شاعرى او خيشکي د شاعرى د مانوي اړخونو ورته والي ته وګورى:
بابا په هر ځاى کي په پرله پسې توګه د دنيا د فانيتوب خبر ورکوي او خلګ د تل پاتي ژوندانه يا د اخرت و ورځي ته متوجهي کوي په دې چاره کي خيشکي هم له بابا سره يو شان دى لکه په دې لاندي بيتو کي با با هم د دنيا د فنا وايي او خيشکى هم:
اې زما دله کاوکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د تا څه له ديغه واکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
يوه ورځ به دې کا لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــري
د دنيا له فاني ژواکه(خيشکى)37
څه وفا په دا نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړۍ
څه سو خلق چي يې سنا اوو دې څړۍ
د دنيا قدر مي و ليده په سترګــــــــــــــــــو
له اطلسه برابره ځي شـــــــړۍ(بابا)38
بابا په پرله پسې توګه د زړه د پاکى لپاره د ذکر او د خداى ميني ږغ کوي او خيشکي هم له بابا سره په دې چاره کي همږغى دى لکه په دې لاندي بيتو کي:
محبت د زړه ايينه کــــــــــــــــــــــــــړه
بيا له زنـــــــــــــــــــــګه يې ته ژغوره
محبت ګڼه صيقـــــــــــــــــــــــــــل دى
کړه د زړه تخته په توره(بابا)39
ستا د زړه ارسي ده رنګـــــــــــــــــــــــــه
د دويي په غم نمناکــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د کامل ذکر صيقل کـــــــــــــــــــــــــــــړه
د زړه ايينه کړه پاکه(خيشکى)40
بله مهمه مسئله په تصوف کي د نفس سره مجادله ده بابا او خيشکى دواړه په دې مسئله کي ډېر جدي دي او بابا خو بيخي د نفس او خودى د لمنځه وړلو خبره کوي لکه په دې لاندي بيتو کي:
ل لا ځان نفي کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
اثبات هله په راستي کـــــــــــــــــــــــــړه
هستي يوه نيستـــــــــــــــــــــــــــــــــــي ده
ته دغه نيستي هستي کړه(بابا)41
يا په دې بيتو کي:
صورت ستا حــــــــــــــــــــــــــــــجاب دئ
تې د سر په وينو سور کــــــــــــــــــــــــړه
که خودي واخلې له ميانــــــــــــــــــــــه
بېخودي خود حضور کړه(بابا)42
يا دا چي:
چي نه وې هــــــــــــــــــــــــــــــله څه وې
ځان نابـــــــــــــــــــــود ګڼه اې وروره
که د ځان په نابــــــــــــــــــــودۍ سې
شها به وويني سر توره(بابا)43
اوس و ګورى په دې اړخ کي د خيشکي مثالونو ته:
که نوسک درته و غاپـــــــــــــــــــــــــــــي
ورته و وايه کري شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
له خناسه سره نښلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د يقين په تېره تېشه(خيشکى)44
يا دا چي:
راشه و سوزه ايره شــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
که بايد دي لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دره
نوس په رياضت مشغول کـــــــــــــــــــــــــــــه
حيوان مه شه ډېر مه څره(خيشکى)45
يا دا چي:
لکه اسماعيل عيد قربان شه
خودي کړه ته خپله ذبحــــــــــــه
د دوه عُسر ميان يُســــــــــــــــــــــــــــــــر
کړه بيان الم نشرحه(خيشکى)46
تر دې چي ورتير سوو يوه بله خبره چي د تصوف له بنسټيزو توکو څخه ګڼل کيږي هغه باور او يقين دى په دې مسئله کي هم بابا او خيشکي سره ملګري دي او ګمان د ايمان زيان بولي:
د نفي په اور کړه ويـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلي
پر زړه ګي د خناس زخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د اثبات پر سراى ورکښيوځــــــــــــــــــــه
صفت کړه د شاه له رخه(خيشکى)47
يا دا چي:
که د يقين سپڼسى دى سست دى
نن يې مزى کړه وريشـــــــــــــــــــــــــــــه
که نوسک درته و غاپـــــــــــــــــــــــــــي
ورته و وايه کرى شـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
له خناس سره نښلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د يقين په تېره تېشه(خيشکى)48
يا دا چي:
دانمد دي تور ګـــــــــــــــــــــــــــــــمان دى
د ګومان تياره ده بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــده
چي د ګمان قميص واغــــــــــــــوست
هغه بد شه تر ابــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــده
که د زړه سترګي کــــــــــــــــــړې روڼي
احد يو دى له صمده(خيشکى)49
اوس و ګورى په دې اړه د بابا نظر:
د يقين توره در واخلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
نس رقيب باسه له کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوره
که يې و باسې له کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوره
کور به خلاص وينې له شوره(بابا)50
يا دا چي:
د شيطان په نغوته درومــــــــــــــــــــــــي
دوى د سر عقل خــــــــــــــــــــــــــــــــوړلى
د يقين بانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدي شپه ده
په ګُمان يې ايمان بايلولى(بابا)51
او يا هم دا چي:
زما هستي په هست ســـــــــــــــــــــــــــــوه
نيستي زړه جــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــام جمه
چي ګُمان لــــــــــــــــــــــــــــــــه ميانه ووت
عشق د يقين لاره کړه سمه(بابا)52
يوه بله مسئله چي د غيري اسلامي تصوف څخه يې اسلامي تصوف ته لاره کړې ده چي د نه خورک يا لږ خورک مسئله ده بابا او خيشکى هم په دې مسئله کي ډېر جدي دي خو بابا تر خيشکى د خپلى شاهنشاهۍ سره سره ډېر جدي دى لکه په دې لاندي بيتو کي:
نغوته د نس پرېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږده
چي خلاصه دي وي غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاړه
د هغه ورځ اسباب نن کــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
چي په حلق دي نه چليږي لاړه(بابا)53
يا دا چي:
د نس نغوته پرېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږده
نغوته او عمل سيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــځينه
چي د نس په نغـــــــــــــــــــــــــــــــوته کښېووت
شيطان بې زړه په غاښ چيچينه(بابا)54
اوس دا دى و ګورى چي خيشکى په دې اړه څه وايي:
د لوږي تېغ در واخلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
پرې پليت نفسک و کـــــــــــــــــــــــــــــوږه
هوا حرص يې دي دوه څنګــــــــــــــــــــه
په نه نغوته يې و مږه(خيشکى)55
يا دا چي:
رواچاري يې خپل ورد کــــــــــــــــــــــړي
زيات عادت و نيسه له جـــــــــــــــــــــوع
که په لوږه دي نوس بند کـــــــــــــــــــــــــه
ژر به مه سي درطلوع(خيشکى)56
زړه د خداى کور او يا هم کعبه بلل کيږي خيشکى او بابا دواړه د دې سپېڅلي ځاى د پاک ساتلو لپاره ډېر پام کوي او د دې نصحت کوي چي هغه بايد پاک و ساتل سي ځکه دا د خداى کور دى،لکه په دې لاندي بيتو کي چي وايي:
يقين د زړه دئ بې ادراکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
که سينه کړې له غيرو پاکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
هر چار به بې ريا کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د زړه په نوره تماشا کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
احمدشاه چي د مخه ليري رِداکه(بابا)57
يا دا چي:
د دالته شها ګــوره
که خبر يې د زړه لــــــــــــــــــــــــه کوره
د تا زړه عــــــــــــــــــــــــــــــرش الله دئ
که د زړه تخته دي نه وي تـــــــوره
نحن اقرب اليـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
و خپل اصل و ته ګوره(بابا)58
او يا دا چي:
ي يــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو اکبر دئ
د هر چا و زړه خبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر دئ
زړه ساته له غيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرو
که دي صاف د زړه دفتر دئ(بابا)59
اوس په عيني موضوع کي د خيشکي دا څو ورته مثالونه هم و ګورى:
د شهباز بازي مه غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــواړه
د نوسټي له لګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
دا لګړ به دي زر کانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدي
ستا د زړه خونه ککــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
زړه دي جليلي کعبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ده
دا تر عرشي کرسي ده لوړه(خيشکى)60
يا دا چي:
د تا دل د حق ارســـــــــــــــــــــــــــــــــي ده
و يې کاږه لــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه نمده
دا نمد دي تـــــــــــــــــــــــــور ګمان دى
د ګمان تياره ده بده(خيشکى)61
او يا هم دا چي:
ستا د زړه ارسي ده رنګـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د دويي په غم نمناکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د کامل ذکر صيقل کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
د زړه ايينه کړه پاکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د تليقين غلبيل در واخلــــــــــــــــــــــــــــــــه
در پرې وکاږه له خاکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
په دا ذکر زړه جارو کــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
د دې غير له خاشاکه(خيشکـــى)62
بله مهمه مسئله چي بابا او خيشکي دواړو را اخستي ده هغه د انسان د وجود مسئله ده چي د دوى(بابا او خيشکي) په زمانه کي به داسي ويل کېدل چي انسان له څلور عنصرو(اور،اوبو،خاور او هوا)څخه جوړ دى بابا او خيشکي دواړو دا خبره را اخستي ده مګر دا خبره اوس په دې ډول نه ده بلکي د نړۍ له پرمختګ سره دا خبره په زبات وه رسېده چي عنصر څلور نه دي زيات دي او دا څلور مرکبات دي،خو له تصوفي اړخه دا کومه مهمه مسئله نه ده نو ځکه د دې تر نوري تشريح تيريږو او په دې بسونه کوو.
داسي نو په دې اړخ کي د بابا او خيشکي په شعرونو کي زيات نور ورته والي هم سته لکه د اصطلاحاتو ورته والى د تصوفي مفرداتو کارونه او نور…
د بابا او خيشکي تر منځ توپيرونه
تر هرڅه لومړى که سړى د بابا او خيشکي ترمنځ په توپير کي ورته متوجه کيږي هغه د بابا او خيشکي د تصوفي شاعرى د کميت او اندزې خبره بابا د خيشکي ټوله شاعري په خپله يوه الفنامه کي راټوله کړې ده او پاته نور دېوان يې له نورو مزايو او رنګا رنګۍ څخه ډک دى او د خيشکي ټوله شاعري وچکلک تصوفي افکار په وچو خبرو کي چي هيڅ شعري تلازمات نه سي مرعت ولاى وړاندي کوي.
دوهم مسئله د بابا لخوا د شعري هنريت او يا شعريت ساتل دي چي بابا يوه موضوع په يوه ښکلي هنري غالب کي اچوي او خيشکى عليه رحمه له هيڅ شعريت څخه کار نه اخلي په دغه اړخ کي و ګورى دا لاندي مثالونه:
لــــــــــه خپلي خودى تېر سوم
خـــــــود به زه سم خود مــرآته
مـــــــعرفت به مي روزي سي
کــــــه فاني سوم و فنـــــــــــا ته
دا د يار مينه خـــــــــــــــــوږه ده
په پرېکړي سر ده زبــــــــــــاته
عاشقان په عشق ژونــد دي
غافلان ګڼه مـــــــــــــــــــــــــراته
عاشقان چي سر فانــــــــي کا
فاني خود و کا اثبــــــــــــــــــاته
سر فاني کړه احمدشـــــــــاهه
يار به ووينې مخ راتــــــــــــــه63
په پورتني غزل کي موږ ګورو چي بابا د خپل شعر شعريت هم ساتلى او خپله تصوفي جذبه يې ښکاره کړې ده په دې شعر کي عارف حقيقي او خدايي مينه ګوري او عام او ساده خلګ مجازي مينه پکښي ګوري چي دغه رنګانګۍ بابا د ټول خلګو ګرځولى او د خيشکي د دې لاندي بيتونو څخه به تاسو ته ښکاره سي چي خيشکي په وچکلک تصوفي او وچو خبرو ځان د يو خاص قشر خلګو لپاره وقف کړى چي هغه صوفيان دي:
د شهباز بازي مه غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــواړه
د نوسټي له لګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
دا لګړ به دي زر کانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدي
ستا د زړه خونه ککــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړه
زړه دي جليلي کعبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ده
دا تر عرشي کرسي ده لوړه(خيشکى)64
دريمه مسئله چي د بابا او خيشکي د تصوف ترمنځ يې بېلتون راوستى هغه د بابا په مستقيمه توګه خداى ته رابلنه ده يعني پير ته د چا تلقين نه کوي بلکي خداى انسان ته مخامخ دروي او خيشکى عليه رحمه لومړى انسان ته د پير لار ښي او دا لارښوونه کوي چي ته خداى ته وسيله پيدا کړه چي زه په خپل شخصي نظر له دې خبري سره ځکه مخالف يم چي خداى انسان ته تر خپل شاه رګ ډېر نږدې دى نو د دريم شخص ستون مهم نه بولم خو ملاصاحبان په دې اړه ډېر ښه پوهيږي او زه همدومره بسنه پر کوم د دغي خبري د زبات لپاره و ګورى دا لاندي مثالونه:
ستا د زړه ارسي ده رنګـــــــــــــــــــــــــه
د دويي په غم نمناکــــــــــــــــــــــــــــــــــه
د کامل ذکر صيقل کـــــــــــــــــــــــــــــړه
د زړه ايينه کړه پاکه(خيشکى)65
محبت د زړه ايينه کــــــــــــــــــــــــــړه
بيا له زنـــــــــــــــــــــګه يې ته ژغوره
محبت ګڼه صيقـــــــــــــــــــــــــــل دى
کړه د زړه تخته په توره(بابا)66
اوس په پورته بيتونو کي د بابا او خيشکي موضوع يوه ده خو توپير يې دا دى چي خيشکى د خداى او ځان ترمنځ کامل يعني بل دريم شخص اچوي مګر بابا مخامخ معامله تر سره کوي او د دريم شخص اړتيا نه حسوي داسي نو نور زيات مسالونه هم سته.
او څلورم عمده توپير يې دا دى چي بابا خپل افکار وړاندي کوي او خيشکى د پيروښان او خپل مرشد افکار وړاندي کوي.پنځه عمده توپير يې دا دى چي پابا په ډيري ځايونو کي د تصوفي مفرادتو او تعريفاتو پر خلاف له خپلي غوره کړي لاري وځي خو خيشکي همېشه چي پر هغه خپله اخستې لاره دى چي دغي مسئلې ته مو د بابا او خيشکي د وحدوت الوجود او وحدت الشهود په مسئله کي اشاره وکړه.دې ته ورته نور واړه او لوى توپيرونه نور هم موجود دي خو دا يې ها د يادوني وړ توپيرونه وه.
د بابا او خيشکي د شاعرى پرتلينه يو خورا پراخ او هر اړخيز بحث ته اړتيا لري چي زه په دې وړوکې رساله ګى کي همدمره کافي بولم او تر نوره څېړنه يې تېرېږم او نوري خبري يې نورو بحثونو او بل وخت ته پرېږدم.
په درنښت
محمود مرهون – کابل- افغانستان
:دا دېوان د خداى(ج)مينه نومېدى.1
:پټه خزانه،محمد هوتک،کابل چاپ ١٣٢٤.2
شيخ متي د شيخ عباس زوى په ٦٢٣ هـ ق کي پيدا او په ٦٨٨ هـ ق کي هملته مړ سو.
:شيخ عيسىْ مشواڼى د هند په دامله کي هستېدى او د شيرشاه سوري هممحاله وو.3
:د شيخ علي سرور لودي د ژوند زمانه ٩٦٠ هـ ق ټاکل سوې ده دى د هندوستان په کهرو نومې سيمه کي اوسېدى.4
:شيخ بستان د محمد اکرم زوى دى د کندهار د اوسني ښورا وک د سيمي وو په ١٠٠٢ هـ ق کي وفات سوى دى.5
:شيخ صالح محمد د جلدک په سيمو کي اوسيدى ژوند يې د ١٠٠٠ هـ ق څخه تر ١٠٨٠ هـ ق پوري اټکل سوى دى.6
:پير روښان د عبدالله زوى دى د ژوند او مرګ نېټه يې څرګنده نه ده او هر چا له خپله اټکله کار پکښي اخستى دى په 7
په اصل کي کندهارى اورمړ دى خو ژوند يې د وزيريستان په کاڼي ګرم کي کړى دى.
8 :اخوند درويزه د ګداى زوى دى په ٩٤٢ هـ ق کال په بونير کي وزېږېدى او په ١٠٢٨ هـ ق کي په پېښور کي و مړ.دى په ننګرهار او پېښور کي هستېدلى وو.
: ادب تاريخ-وفيع الله احسان-لکچر نوټ-د کابل پوهنتون-١٣٨٨کال(٢٨مخ)9
: ادب تاريخ-وفيع الله احسان-لکچر نوټ-د کابل پوهنتون-١٣٨٨کال(٢٨مخ)10
:ادب تاريخ-وفيع الله احسان-لکچر نوټ-د کابل پوهنتون-١٣٨٨کال(٢٨مخ)11
: ادب تاريخ-وفيع الله احسان-لکچر نوټ-د کابل پوهنتون-١٣٨٨کال(٢٩مخ)12
: ادب تاريخ-وفيع الله احسان-لکچر نوټ-د کابل پوهنتون-١٣٨٨کال(٢٩مخ)13
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٣ مخ)14
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٣ مخ)15
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٨ مخ)16
: تصوف او ادب،اجمل ښکلى،صميم ادبي ټولنه-کابل-افغانستان-١٣٨٩ هـ ق(٥٨ مخ)17
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٨ مخ)18
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٥ مخ)19
: تصوف او ادب،اجمل ښکلى،صميم ادبي ټولنه-کابل-افغانستان-١٣٨٩ هـ ق(٧٧ مخ)20
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢١١ مخ)21
:د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (١١٠ مخ)22
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٧ مخ)23
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٥ مخ)24
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٦مخ)25
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٤ مخ)26
:تصوف او ادب،اجمل ښکلى،صميم ادبي ټولنه-کابل-افغانستان-١٣٨٩ هـ ق(٧٧ مخ)27
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٦ مخ)28
: تصوف او ادب،اجمل ښکلى،صميم ادبي ټولنه-کابل-افغانستان-١٣٨٩ هـ ق(٣١ مخ)29
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٧ مخ)30
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (١٩٢ مخ)31
:د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٧ مخ)32
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٩ مخ)33
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٢ مخ)34
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٦ مخ)35
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٧ مخ)36
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٨ مخ)37
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٢ مخ)38
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٤ مخ)39
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٩ مخ)40
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢١٠ مخ)41
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٩ مخ)42
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٣ مخ)43
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٦ مخ)44
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٥مخ)45
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٤ مخ)46
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٤ مخ)47
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٦ مخ)48
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٥ مخ)49
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٤ مخ)50
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢١١ مخ)51
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢١٢ مخ)52
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٣ مخ)53
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٢ مخ)54
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٧ مخ)55
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٨ مخ)56
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (١٩٩ مخ)57
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٣ مخ)58
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢١٣ مخ)59
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٦ مخ)60
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٥ مخ)61
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٩ مخ)62
: تصوف او ادب،اجمل ښکلى،صميم ادبي ټولنه-کابل-افغانستان-١٣٨٩ هـ ق(٧٧ مخ)63
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٦ مخ)64
: د خيشکي له دېوانه منتخبات،کابل پوهنتون لکچر نوټ،د محمداجان حقپال-١٣٧٤ هـ ق(٩ مخ)65
: د لوى احدشاه بابا دېوان،صحاف نشراتي موسسه_کراچي پاکستان-٢٠٠٩ ع (٢٠٤ مخ)66