غزل ،رباعي، چهاربيته، مثنوي هره يوه خپل ځان ته فورمونه لري چي هريويي موږ اوتاسي دبيل ژانرپه نامه يادولاي سو، دلته چي خبره دلنډيو پر محور را ګرځي بايد ووايو چي دا genera په پښتو ادب کي دا سي مشترک مال باله سي چي له نورو ژانرونو څخه په توازن ، صنعت او تشخيص کي ځانته کره والى لري ، هره يوه لنډۍ بيل پيغام هم پلى کولاى او څولنډۍ هم ديوه پيغام دپلي کېدو لپاره سره را نغاړل کېداى سي ، دکاکړيو غاړو ، هوتکي نارو او ناصريو په شان ويوه قوم ته نه منسوبيږي بلکه دټولو پښتنو ګډه هستي ده ولي دجوړښت نوښت يې دنارينه وو په پرتله په ښځو پوري زياته اړه لري ځکه نو ويونکي هم ډېر وخت ښځي، خو ددې تر څنګ يې نارينه هم کله وايي او خپل پام په غلطوي او يا دهغوئ په وړاندي کېدو سره خپل دزړه بړاس يا خوښي ترې څرګندوي موږ ددې ژانر په سيمپلونو کي په فردي او ټولنيز ډول ډېر مثالونه لرو :
فردي مثال:
امير شېرعلي چي له خپله تخته څخه په دوهم ځل دمزار پر لور تلى خپل له بخته او تخته داسي فرياد کاوه :
دغم لښکري را پسې دي
يا تر دې را لاندي دافغان انګليس په لمړۍ جګړه کي دريدي خان دميرمني تور پېکۍ حماسي لنډۍ لکه چي وايي :
توري چي نه کړې نو به څه کړې
چي دي شيدې دپښتنې رودلي دينه
جانان مي سرپر وطن کښېښود
په تار دزلفو بې کفن ورله ګنډمه
يا دافغان انګليس په دوهمه جګړه چي ملالى ميوندۍ ((خوګياڼۍ)) ويلي دي :
خال به ديار په وينو کښېږدم
چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه
يالکه دشوروي يرغل پر مهال چي ويل سوي دي :
د شهيداحمد شا((حيدر )) له خولې :
دشهيد موري بختوري
ستادځګر غوښي دخداى ديدار کوينه
ولي هغه لنډۍ چي ملکيت يې دټولو پښتنو مشترک باله سي او ځانګړى ويونکى يې تر اوسه نه وي څرګند سوى په ټولنيز ډول په ټولنه کي مطرح وي او دپښتني نظم دا ډول ژوندى په ساته کېږي څو مثالونه په لاندي ډول دي :
لکه دشوروي يرغل پر مهال چي ويل سوي دي :
پر اسمان شنې لوخړي پورته
دشوروي طيارو واچول بمونه
زلمومو سر تر هيواد جارکړ
ښځې ناځواني دي کونډتوب نه قبلوينه
په طيارو دي مه نازېږه
موږ خپل ځانونه پر الله سپارلي دينه
يا دمين توب پرمهال :
حجره سته طالب يې نسته
پر حجره لکه ښاماروګرځېدمه
تر خمارو سترګو دي جار سم
چي په ژړا سي مرغلري تويوينه
ښايي داسي نور ډير امثال را څرګندسي ولي دموضوع دلنډون په اړوند بايد وويل سي چي دپښتو ادب په لړ کي لنډيو ته دځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو له اړخه کار سوى هغوئ په مدون ډول را ټولي ، دهغوئ دموضوعاتو انتخاب ، هغوئ ديوې ځانګړي سليقې له مخي را غونډي سوي او لا به را غونډي او نور څه به پر وسي دلته په دې ليکنه کي چي دځوان شاعر ګلالي ((ګلدم )) دزيار او هڅي په اړوند خبره ده بايد دکار تقدير يې وسي يقيناً هغه يې په چاڼ او انتخاب کي زحمت ګاللى دى زما په نظر دځينو ځوانو فرهنګيانو هڅي ددې وړ دي چي بايد وستايل سي او په دي ارزي چي بايد يوڅه پر وليکه سي او وويه سي ؛ګلالي ((ګلدم)) دعصر له غوښتني سره سم دهغو لنډيو پر را ټولېدو زحمت ګاللى چي اړتيا يې ورته ويني ، علاقه مندان ورته ويني او لوستني ته يې دجذب اړخ زيات بولي دا ښه خبره چي موږ دپښتو ژبي ديوه پياوړي genera لنډيو په اړوند داټولګه ديو((غوره چاڼ)) په توګه يې ټولني ته دچاپ په توګه تياره کړې ده ښه به داوي چي په عقيدتي او حماسي اړخونو کي ددې ټولګي پاته برخي هم ديوه موزون چاڼ په توګه خلګو ته وړاندي کړي
په دې ټولګه کي دتحسين ځيني اړخونه په لاندي ډول يادولاى سو
دټولګي دلوستيز لړ دپيل لپاره لمړى پيل په هغه لنډۍ کړى چي دپښتو ژبي په لمړي توري((الف)) پيلېږي
اول سلام،سلام،سلام دي
پسله سلامه په ټپو وايم حالونه
بله خبره داده پکښي چي کېداى سواى چي دتدوين په اړوند يې دالفبا لرونکو تورو شمېره او ستون نه واى پوره کړى ځکه يې نو په يوه اړخه کي دمضمون او په بل اړخ کي يې په سليقه يي ډول ددې ټولګي دمفاهمو لړ په صنفي ډول ټاکلى دهري موضوع دټاکني لپاره يې برخي بيلي کړي او پر٣٢ برخو ويشلي چي سرليکونه يې په لاندي توګه لوستلاى سئ !
مينه په لنډيوكي،سپرلى اوگل په لنډيوكي،وصال په لنډيوكي،زړه په لنډيوكي،اميدپه لنډيوكي،وعده په لنډيوكي،سترگي په لنډيوكي،بيوفايې په لنډيوكي، وفاپه لنډيوكي،سپرلى اوگل په لنډيوكي،ليك اوليكونه په لنډيوكي،ديدن اوديدنونه په لنډيوكي،صبرپه لنډيوكي،قسمت په لنډيوكي،حال اوحالونه په لنډيوكي،خوب اوخوبونه په لنډيوكي،مرگ اوژوند په لنډيوكي،جدايې اوناكامې په لنډيوكي،خوابدي اوخوشحالي په لنډيوكي،گناه اوقسم په لنډيوكي،ياداو مسافري په لنډيوكي،واده اونكريزي په لنډيوكي،دعاُاوښيراپه لنډيوكي،باغ اوباغوان په لنډيوكي،پښتانه او وطن په لنډيوكي،شپه اوسپوږمۍ په لنډيوكي،پرون اونن په لنډيوكي،گودراومازديگرپه لنډيوكي،پرون اونن په لنډيوكي،بيلتون او آرمان په لنډيوكي،نازاوښايست په لنډيوكي،رنگارنگ نوى لنډۍاو موراوپلارپه لنډيوكي))
دلنډيو بل اړخ يې دپيغام اړخ دى : چي هډو هره لنډۍ دا سي غوره سوي چي کرټ يو ستر پيغام له ځانه سره لرلاى سي
دپام وړ خبره:
ځيني داسي لنډۍ چي ښاغلى ((ګلدم)) بايد پا احتياطي اړخ کي پام ورته ولري ښه به وي هغه په دې معني چي په را غونډو سوو دې لنډيو کي ځيني داسي لنډۍ سته چي اسلامي عقيدتي مقدساتو ته ددرناوي اړخ نه لري يا هم ملي مفاهم پيکه کوي چي په دې ډول زغم او جذب دهغه درنو زړونه او مغزونه نه سي زغملاى چي بايد نوموړى يې ورته وړاندي کړي د ساري په ډول دلاندي لنډيو پر انتخاب بايد له سره غور وسي لکه :
حيااوشرم په كارنه دى
څوك چي ريښتني مينه كړي هرڅه به وړينه
له حيا څخه نټه او له شرم څخه نټه درسول الله (ص) له امرسوو اقوالو او له فعل سوو کړنو څخه نټه ده چي په دې سره موږ پر بله لار بولي ، ښه به داوي چي له هغو لنډيو سره چي زموږ عقيدتي اساسات او ملي نوامس ور سره سر نخوري په عوض يې دبېلابېلو وختونو حماسي اړخ پکښي ور زيات سي ځکه چي زموږ په ټولنه کي زموږ يو اساسي فرهنګي رنګ چي زموږ دټولني جوهر په څرګندېږي هغه حماسي فرهنګي سبک دى چي په اړخ کي زموږ دګمنامو سرتېرو او غازيانو کارنامې را په زړه کوي په بل اړخ کي زموږ تيرو اولسونو او نسلونو دشهيدانو حماسي او کار نامې را يادوي ، ملي وياړونه مو روښانه کوي او دمخلصو زړونو په حجرو کي ډېوې بله وي
ښاغلي ((ګلدم )) صاحب ته ددې ليکني وړاندي کېدو سره لا نوره پيا وړتيا غواړم هيله لرم چي ځوان شاعر ښاغلى ((ګلدم صاحب)) پخپلو هڅو کي نور هم وځلېږي او دخپل اولس په چوپړ کي چي پرمېنه دهري پرتې ډبري تر شا دتېر بيده تاريخ په زرګونو حماسي بېدې دي نور هم دچوپړ خدمت مصدر وګرځي ، په اسلامي او ملي څېړنيزو څېرو کي يوه څېره وځلېږي او خپل رسالت تر سره کړي
په اسلامي ورور ولي
الحاج نوراحمد قرآنمل
غريبک کتابتون کندهار