دفتري کارونه ډېر ؤ دشپې مې سم خوب هم نه ؤ کړي خو سهار د نورو ورځو په شان وختي له خوبه پاڅېدم له لمانځه وروسته مې دقران کريم تلاوت او چاي خوړل ځکه پرېښودل چې يو څوشېبې مې دمورجانې سره په ګف شف او حال احوال پوښتنې تېرې کړلې نور نو بيا دزمونږ دکلي هغه څو موټر چې به هره ورځ خوست بازار ته راتلل راځينې تلل او هغه چې لاړ وي نو بيا مجبور وم چې يا دشېخ امير چوک ته راوتي او يا هم له وظيفې پاتې وي نو په ډېرې تادۍ سره د موټرو لپاره دسرک غاړې ته راوتلم ، د کلي يو کليوال چې په بازار کې يې دتېلو دوکان ؤ موټر مې ولېد چې له کوره يې را بېرون کړ ورو ورو رانږدې کېدو زه هم د سرک په غاړه دپټيو په پوله ورته کښېناستم موټر راغي او ورپورته شوم په موټر کې ديو څو ناستو کسانو سره مې روغ بړ او ستړي ماشي وکړله موټر قرار قرار دبازار خواته روان شو .په موټر کې ناستو کسانو(سپرلۍ) موټرچلوونکي ته وويل چې کومه کيسټه خو استاده ورواچوه استاد هم يوه کېـسټه ورواچوله کېسټه نه پوهيږم دکوم سندرغاړي وه خو يو شعر(سندرې) يې ډېر خوند راکړ “………..ملي اردو جوړيږي افغانستان به ورو په ورو جوړيږي” ټولې سپرلۍ چوپې ناستې وې ان چې بازار ته راوراسېدو هره سپرلۍ دخپلې خوښې ځاي کې کوزه شوه زه هم د خوست سپين جومات ترڅنګ له موټره ښکاته شوم . په بازار کې روان وم د چاي چښلو اشتها مې پيدا شوه لاړلم د شيدو چاي هوټل ته ورننوتلم هوټل کوچني غوندې ؤ خو نه پوهېږم چې چاي ېې ښه جوړولو که څنګه ډېر کسان پکې ناست ؤ ، زه هم هلته کونج کې چې يو څه تياره هم ؤ خو بل ځاي نه ؤ چې ناست وى کېناستم . په څنګ کې مې يو ليوني غوندي سړي چې ټولو په هوټل کې ناستو کسانو ورته په ځير ځير کتل ناست ؤ د هوټل شاګرد دشېدو چاي پياله ډکه کړه او ورته مې وويل چې وروره يو دانه کيک هم راوړه ،کيک يې راوړ د چاي په څښلو اخته شوم . په څنګ کې راسره ناست کس چې ليوني ښکارېده ماته په ځير ځير کتل فکر مې وکړ چې شايد چاي ته به زړه شوي وي چاي مې ورته راوغوښت چاي پياله پر ميز ډکه ايښي ده خو هغه خپل له ځانه سره لګيا ده خبرې کوي ځيني وخت يو لاس غوږ ته ونيسي لکه له چاسره چې پر مبايل تليفون خبرې کوي او په بل لاس اشارې کوې او وايي”هو ساده هغه د بېلر ترڅنګ درته ناست يم بيړه کوه ناوخت دي ” کله وار له خندا شين شي او ميز په څپيړه ووهي چې په دې څپېړو وهلو يې هغه دچاي ډکه پياله هم چپه کړه او چاي يې هم توي کړ چې يو څه څريکې خو يې زما جامې ته هم راوکړلې ناستو کسانو به چا ورته خندل څوک به غلي ناست او چابه په مبايل ورڅخه وېډيو کوله ډېر زړه مې ورته بد شو . ده (ليوني) يو ځل بيا د ميز پر ډبولو او غږونو پيل وکړ او ويل يې چې “دسړي زوي نه يې زه په دې توره شپه او دې يخني کې درته ناست او ته راباندې ملنډې وهې خو درته مې وويل چې هغه په پارک کې د بېلر څنګ ته ناست يم ژر کوه ناوخت دي او ډېر ساړه هم دي ګوره شى ښه پرېمان درسره راوړه چې دا نن ساړه خو پرې ورک کړو”. ټولو خلکو چاي څښلي خو دليوني دنندارې لپاره لا تم ؤ ليوني هماغه دميز ډبول او مبايل کې خبرې لا نه وې بس کړي چې يو ښکلى ځوان چى دنګه ونه يې لرله هوټل ته را دننه شو او نيغ ليوني ته ورغي او ورته يې وويل چې ګلابه بيا دڅه اوتې بوتې روانې دي ؟او سمدستي يې له لاسه ونيو . ټول ناستو کسانو دغه دنګ ځوان ته ورپام شو له دغه ځوان څخه چا وپوښتل څه دې کيږي او والې په دې حال دي ؟ هغه يو سوړ اسويلي وکيښ او بيا يې وويل چې دا زما ترور زوي دي ګلاب نوميږي دا په دوبۍ کې ؤ غټ موټر يې چلاوه ډېرې ښې پيسې يې ګټلې خو ډېر وخت يې نه کړو تېر چې دالته يې په کور باندې بمبار وشو او ټوله کورنۍ يې تبا او برباد شوه ځوان لا خبره پوره کړي نه وه چې چا بيا پوښتنه ترې وکړه چې ولې د توروريستانو سره يې دکورنۍ کومې اړيکې درلودې که څنګه هغه وويل چې نه دا دشحصي دوښمنۍ نتيجه وه او زياته يې کړه چې کله چې ګلاب په دوبۍ کې خبر شو نو وېزه يې کېنسل او خپل وطن ته راغي دلته په وطن کې خو يې کور وران او هېڅوک يې نه درلودل نو به کله له يو چا او کله له بل چل سره مېلمه شو چې په دې مېلمه کيدنه کې به له راز راز کليوالو سره چې ځينو به په دې ناوړه عمل هم روږدي ؤ مخا مخ کېدو چې د ډېرې ناستې پاستې او ملګرتيې نتيجه دا شوه چې دي هم په دې ناوړه عمل (دنشايي توکو په کارولو ) اخته شو او اوس دادى کله يو چېرته کله بل چيرته ناست اودماغي ناروعي ورته پيدا ده.