کور / نثر / د یوه واده خاطره

د یوه واده خاطره

له مازیګره د کلي د هلکانو په منځ کې دا اوازه وه، چې واده ته انځیری استاد راځي. انځیری په بینجو غږولو کې بېجوړې هنرمند او په ټول لغمان کې مشهور دی.

واده په نعمت کلا کې و. دا ځای زموږ له کلي شاوخوا نیم کیلومتر لرې دی. تېر ماښام ور روان شوو. انتظام د یوې لویې خټینې کلا په انګړ کې شوی و. ځای ځای جرمني ګیسونه ځوړوند وو او ټول حویلی سپینه رڼا و.

یو لوړ دنګ سړی را ننوت ، ګڼه اوږده ږیره یې وه، پکول یې پر سر و، که د بینجو پر ځای یې کلاشینکوف لاس کې وی نو تا به ویل، د جهاد وختونه دي او استاد عطا محمد نور(بلخ والي) سره مخ شوی یم.

ټول ورته پورته شول، انځیري استاد له کیناستو سره سم ، بینجو مخې ته کړه او په سُر کولو یې لګیا شو.

د هغه څنګ ته ناست ځوان، ورو ورو د ګوتو په وروړلو له طبلې ټنګاری ویستو او بیا لږ وروسته خلک چوپ شول او یوازې محلي موسیقي اورېدل کېده. یوه پنجه سیل وشو خو یوه غږ کړ: وروره چې رباب او سیتار نه وي، سُر نه نیسي. څو ځوانان خپلو کې وپسېدل او بیا درې کسان سیتار راوړلو ته چمتو شول.

دا وخت شپه له لسو بجو اوښتې وه، او ځوانان سیتار پسې آن سنګره ته تلل. سنګر او زموږ د کلي ترمنځ د الینګار لوی سیند بهیږي او شاوخوا یو نیم ساعت پیاده لار ده.

محفل ګرم و، په نوبت سندرې ویل کېدې او محلي زړه وړونکې نغمې غږېدې. د شپې یوه بجه وه چې یاد ځوانان راغلل، لامده خیشته وو، سیتار یې نه و موندلی خو ډول یې په اوږه کړی و.

د شپې دوه بجې شوې، خو سیل هماغه شان په درز کې روان و، د خوب څپه را باندې راغله او ملګرو سره مخ په کلي را وخوځېدم.ارامه ارامي وه، یواځې همدا موږ و چې په خاموش سړک مو ګامونه ایښودل.

د کلا دروازه بنده وه. جومات ته لاړو. زموږ جومات د ویالې په غاړه دی، پسته شګه په کې پرته وي او په محراب یې د توت ونې ګور ښاخونه را ځوړند دي.

وغځېدو، لا پوره ویده شوي نه وو، چې د ټوخي غږ شو، ملا صاحب ستونی صاف کړ او الله اکبر یې کړ. هغه دوه ځلې وویل: ( لمونځ له خوبه غوره دی) الصلواة خیر من النوم . د دې په اورېدو و شرمېدو ، جومات نه ووتو او بیا چنار لاندې وغځېدو.

خو اوس خبر یاست ملګرو!

دې جومات ته څوک د ماسخوتن او سهار لمانځه ته نه راځي، یوه ویره خوره ده. خلک د خدای ج په کور کې هم ځانونه خوندي نه ګڼي.دا جومات له کورونو سره جوخت پروت دی،خو خلک ورته په تیاره کې زړه نه ښه کوي.

زموږ هر حال د ماضي په ارمان تېرېږي، اوف موږ څومره بد بخته یوو!

محمد نعمان دوست، جلال اباد
د لړم ۲۵، ۱۳۹۱