کور / نثر / ماته سوله راوړئ

ماته سوله راوړئ

کاکا جانه سلام ،
ما په پلاستیکي ټوپک لوبې کولې ، او خپله وړه خور مې په نښه کړې وه ، مور مې راته وویل چې ډیر بد ښکارم ، کله چې ټوپک په لاس پرخپلې بېوسې خور ډزې کوم …
نو که داسې ده ، تا ولې لاهم دا وژونکی ټوپک په لاسونو کې نیولی ؟
کا کا جانه !
ته چې خپل افغان ورور ته ټوپک په نښه کړې ، په کور کې ناست خپل ماشومان نه دریادیږي ؟ دخپلو ګلالیو ماشومانو څېره درپه یاد کړه ! هغه کاکا چې غواړې ویې ولې ، هغه هم په کور کې ماشومان لري … هغوی خپل پلار ته په تمه دي ، سهار یې ورته ویلي چې بېګاه ته به ورته له ډوډۍ سره یو دلوبو موټرک هم راوړي …
ګرانه تره !
زمکه دې شاړه ده ، نیکه مې ویل چې بېل او کولبه د نارینه ګاڼه ده ! ولې دې دغه ناولی ټوپک نه غورځوې او پرخپله زمکه غنم نه کرې ؟
ماما جانه ! زموږ دښوونځي چت راڅاڅي ، پرون دباران څاڅکو دڅونډې کتاب لوند کړ ، دابمونه لرې ګوزار کړه ، زموږ دښوونځي نور دیوالونه مه ړنګوه ، راشه لږ خټه راوړه او دټولګي چت جوړ کړه .
لالاجانه !
مور مې هره ورځ ستا دسر خیر غواړي ، هر سهار ترلمانځه وروسته پټه پټه ژاړي او له هرې اوښکې سره یوځای ستا ژوند ته دعاکوي ، خو تا چې دا توره بلا ، دغه ویروونکی راکټ پراوږه ایښی دی ، دهغې دعا به نو څنګه قبوله شي؟ لالا! پر مور مې زړه وسوزوه ، دا توره بلا لرې ګوزار کړه ، راشه او دمور پر زنګون للو شه ، زه نور دخپلې مور ژړا نه شم لیدای …
مامې دمور په لمدوسترګو کې
ما دلوی خدای په وړاندې دخپلې مشرې خور ددعا په لپه کې
ما دخپل رنځور پلار په تودو لاسونو کې
ما دخپل ښوونکي په مهربانه غږ کې
ما د کوشني څونډي په مسته خندا
او دیوې سپینې کوترې په وزرونو کې سوله ورکه کړې ده
کا کا جانه ، ماماجانه ، لالاجانه راشئ ، په ګډه هغه بېرته راکړئ
راشئ ماته سوله راوړئ …