ای د قدرتونو ربه!
ستا د قدرتونو نښې په هرڅه کې ښکاره دي، فقط سترګې بویه چې وه یې ویني.
خاونده!
د ډبرو په مخونو ، د حیواناتو او نباتاتو په پوستکو او … ستا پاک نومونه را څرګندیږي.
دا واړه ستا د قدرت مظاهر دي او خپلو بندګانو ته ښیې چې، کومې وعدې او وعیدونه چې ورسره شوي،له هغو سره مخ کېدونکي دي.
خو،
ربه ته په هرڅه عالم یې، ته وینې چې ستا بنده ګان اوس هم عبرت نه اخلي.
ستا قول دی چې، چا یو نفر بې موجبه وواژه لکه ټول خلک چې یې وژلي وي، خو تا ته ښکاره دي، چې موږ هره ورځ په ډله ییزه توګه وژل کیږو.
ربه!
دا ځل د خپل قدرت نښانې بل ډول څرګندې کړه
ای د سترو- سترو قدرتونو خاونده!
هغه لاسونه وچ کړه چې بې موجبه ستا بنده ګان وژني
نوره ستا ځمکه زموږ د جسدونو بار نشي زغملی
نور، زموږ سترګې د خپلو خویندو او میندو خواره واره هډونه نشي لیدلی
نور، میندې او پلرونه د خپلو اولادونو له خښولو ستړي شوي دي
نور، مو لاسونو کې د قبرونو ویستلو توان نشته
او نور….
ربه!
ته مې وینې چې:
ما تا ته د مال،دولت او شهرت ګټلو لپاره د دعا لاسونه، نه دي پورته کړي.
نن درنه فقط
د خپلو خلکو د قاتلانو لاسونه مات غواړم!
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د وږي ۱۳مه، ۱۳۹۱