اختر دي مبارک سه
په نیمروز کي د وژل سوي کس موري ، خوري ، وروره ، زویه ، میرمني تاسو ته نه وایم تاسو خپله ژړا کوي زه د اختر مبارکي هغه کس ته وایم چي ددې برید امر یې ورکړي ، هغه به دوه اختره لمانځي یو د روژې او بل خپل هدف کي د بریالیتوب .
د کونړ اوسیدونکیه! تاته ځکه د اختر مبارکي نه وایم چي ته هسي هم د خوشحالۍ او ارام ساه نسې اخستی هر ګړی د یوې ړندې توغندۍ انتظار کوې ، ایا په داسي حال کي اختر کیږي ؟ نو ته د اختر پر ځآی دې ته په تمه اوسه چي کوم پاکستانۍ راکټ به درنه بیا څو کنړیان اخلي . د اختر څخه داسي بې غمه اوسه لکه د کنړ د بریدونو پر وړاندي د افغان دولت له غبرګون نه.
ګرانه کونړیه ! ستا اختر د روژو په ختمیدو سره ندی ته باید هغه وخت اختر وکړې چي بارودي بلاوي درنه مخ واړوي
غواړم هغه جنرال ، هغه قومندان او هغه فوځي ته چي راکټونه را شاټوي د اختر مبارکي تقدیم کړم . دوی به سخت خوشحاله وي چي مشرانو ته یې پایه چاغه ده چي په خورا راستي یې خپله دنده تر سره کړې خامخا به اختر ته اضافه کاري هم ورکړي او اختر کی په ښه میلې پرې وکړي .
زه غواړم ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او بیسم الله محمدي ته د زړه له تله داختر مبارکي ووایم . خدای دي روژې درته قبولي کړي . په رښتیا چي پارلمان لږ و زورولاست خو اوس ستاسو د نیک عمل له مخي خدای درته بیرته دندي درکړې اختر ستاسو سره ښايي . خامخابه اختر کي د خپل کورنۍ سره د خاریج چکر هم وهۍ کنه ؟ خو په کونړ کي ستاسو د بې غورۍ له امله شندل سوي مرګوني زړي لا هم زرغونیږي او معصوم کونړیان تر ستوني تیروي .
د اختر مبارکي هغه ته وایم چي شپه او ورځ یې په دې موخه پر ځان یوه کړې وي چي څنګه د اختر په شپو ورځو کي پر غمځپلو افغانانو مځکه نوره هم سره کړي . اختر دی مبارک وي هغه مفتي ته چي د افغانانو د وژلو فتوا ورکوي . د اختر نیکمرغي دي د هغه طرحه جوړوونکي په برخه وي چي څنګه ډیر کسان بې پلاره ، زیات بې وروره او ډیر هم بې خاونده … او کړي .
ای هغه کسانو چي په لیکنه کي درته خطاب سوی !!!
ایا روژې مو نیولي ، تراویح مو کړي ، اختر ته مو نوي جامې کړي؟؟؟؟ د اختر لپاره به مو د خپل اولادونو او خپل میرمني هر ډول نازونه هم وړي وي .
د همدغو ماشومانو او کورنۍ په خاطر یوه غوښتنه مي و منئ
چي کله د اختر سهار سي ، تاسو هم په نوو جامو و پوښل سی ، د کورني نور غړي مو هم ، ستاسو په شاوخوا کي هیڅ غم نه وي ، تاسو خپله هم هیڅ ستونزه و نلري . ماشومانو مو لاسونه سره کړي وي ، نوي جامې یې په تن وي ، د هر یوه پر څیره خوشحالي ښکاري .
د خدای لپاره د یوڅو شېبو لپاره خو زما هغه ورور در یاد کړه چي ستا له لاسه په وینو لژند ستون سو . او د اختر جامې یې هم داسي کت پاته سوې
لږ خو زما د خور مور چغي او لیونتوب احساس کړه .
یو ځل زما د وراره حالت انځور کړه .
صرف یو ځل زما د سپین ږري پلار فکر سر کي و ګرځوه
د خپلي خوږې میرمني په خاطر لږ زما د ناوي ورینداري د زړه نه ځان خبر کړه .
همداشېبه لږ فکر وکړه .
هیله کوم
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
فکر دي وکړ؟؟؟
ایا درد دي احساس کړ ؟؟؟؟
که هو نو الله دي هدایت کړه
که نه نو الله دي د دې ټولو مظلومانو په روی د مځکي سر له تا پاک کړي
امین ثم امین