کور / کیسه / پنځوس ميليونه

پنځوس ميليونه

هغه څوك چې بن لادن مړ يا ژوندى امريكايانو ته وسپاري ، د پنځوس مېليونه ډالرو انعام به خپل كړي . خبر لا پاى ته نه و رسېدلى چې د جانداد له خولې بې اختياره ووتل :
پنځوس مېليونه !
بيا يې د مقاومت او جهاد د كلونو نژدې ملګري ګلداد ته مخ ور واړاوه او د دويم وار لپاره يې د اوږده اسوېلي په ملتيا وويل :
پنځوس مېليونه ؟ دې ته غوپه وايي .
ګلداد يې خبره تصديق كړه :
ښه مشوړه ده ، خو داسې نر لا مور نه دى زېږولى چې د ده درك معلوم كړي … هغه په پنځوس مېليونو سوړو كې پيسې لټوه نو !
جانداد دستي ورغبرګه كړه .
امريكايان ساده ګان نه دي . دوى پوهېږي چې په پنځوس مېليونو سوړو كې د هغه درك همداسې پنځوس مېليونه كلونه او سرونه غواړي .
بيا يې ګلداد ته وويل :
خو پنځوس مېليونه ډالره هم په خوله ياديږېي ، كه سړى د دې پيسو له پاره 50 مېليونه خطرونه هم په ځان ومني لا كم دي .
خو ګلداد وويراوه :
– خو هغه ګوره داسې وړې سپګې نه دى خوړلى ، د هغه معاملې كې ګوتې وهل ، لكه په سره انګار كې چې پښې ږدې ، له امريكايانو نه د ده خبرلوڅي ډېر دي . او چې خبر شي درباندې ولا چې د پنځوس مېليونو سوړو څخه خو دې راوباسي .
جانداد په خندا شو .
– او پنځوس مېليونه ميخونه خو دې په سر ټك وهي .
خو ژر بېرته اصلي خبرې ته راغى .
– ښه څه يې كوې ، اوس اصلي خبرې ته راشه ! ته څه وايې ، چې كه مټې پسې رابډ وهم ، څه به ونه شي . په طالبانو كې خو بلا لوى خلك لرم .
ګلداد وپوښت :
– نو ته وايې چې ځان يې ليكو ته ورګډ كړې .
جانداد ځواب وركړ :
– خود ، كه خداى يې كوم وت راپيدا كړي .
ګلداد يې خبره تاييد كړه :
– دا خو دې ولا ښه سوچ كړى ، چې مازې بوى يې درشي او په ډاډه شې ، امريكايان دې خالي لاس نه پرېږدي ، د خلكو خولو كې ګوتې ووهه ، څه هرومرو ترې راوځي .
جانداد وپوښت :
– څه وايې ، چې دا كار څنګه كېدونكى دى ؟
ګلداد په بيړه ځواب وركړ :
– كار خو ګران ، خو شونى دى . بس داسې وكړه چې په غرونو ورسر او طالبانو ته ځان وروسپاره او زه به د امريكايانو سره شم . بس چې څه اورې او ګورې ، ما ته احوال رالېږه . بيا زه پوه شه او امريكايان .
دوى په همدې خبرو كې وو چې د ماښام اذان وشو ، او په اورېدو يې دواړو خبرې بس او په منډه يې جومات ته ځان ورساوه .
جانداد له لمانځه وروسته ګلداد سره مخه ښه وكړه او كور ته روان شو . كور ته د راتګ په ټوله لار يې ګڼو فكرونو زړه ته لار وكړه او هغه ټول په بن لادن او د 50 مېليونو ډالرو په هوس راتاوېدل . وېرې واخېست او څه عجيبه پوښتنې ورسره پيدا شوې . كه راباندې پوه شي ؟ دوى يې چې په دومره سړو او پيسو كې نه شي لاندې كولى زه به يې څنګه ومومم ؟
– چې ظاهرشاه يې په ايټاليا او مسعود يې په چاريكارو كې ښكار شول ، زه څنګه ترې بچېداى شم ؟
په همدې چرتونو او خيالونو كې و چې كور ته راورسېد كور ته په راننوتلو هم هماغه چرتونه او خيالونه ترې راتاو وو او داسې فكر نه كېده چې دى دې په خپل كور كې وي او د خپلې ښځې خوا ته دې ولاړ وي ، بلكې بيخي په بله نړۍ د بن لادن او د پنځوس مېليونو د هوس په نړۍ كې يې مزلې كولې .
دې پوښتنو او ځوابونو ترې خوب وتښتاوه ، اړخ په اړخ اوښت رااوښت او د اوږدو چرتونو په ټال كې يې ټالۍ وهلې ، خو دوهمې او ځوانې ښځې يې د چورتونو لړۍ پرې كړه .
څه درباندې شوي ؟ ويده يې كه وېښ !؟
سم له لاسه يې ځواب وركړ :
– سودا رالوېدلې .
ښځه حيرانه غوندې شوه .
– د څه شي سودا ؟
جانداد ژر ځواب وركړ :
– د بن لادن .
د ښځې حيرانتيا نور هم زياته شوه .
– بن لادن !؟ ستا يې په هغه څه كار … هغه خو د امريكايانو مدعي دى .
جانداد وپوښتله :
– راډيو دې واورېده ؟
ځواب يې وركړ :
– نه .
په بيړه يې د راډيو له اعلانه خبره كړه .
– د بن لاندن په مړي يا ژوندي امريكايانو ( 50 ) مېليونه ډالره منلي .
ښځې په حيرانتيا تكرار كړه ؟
– پنځوس مېليونه ډالر !
جانداد وويل :
او ! پنځوس مېليونه .
پنځوس مېليونه يې څو څو ځلې واړول راواړول او بيا يې ښځې ته مخ ور واړاوه .
– پوهېږې ، ښځې ، كه مې خداى په دې كار كې كامياب كړي په سرو او سپينو كې به ګرځې . دومره پيسې په خولې يادېږي . بيا به هېڅ قوماندان زما سيال نه وي ، چې پيسې وي سړي هم وي او چې سړي دې وي امريكايان دې هم خپل دي او بيا چې په كوم منصب لاس كېږدې هغه دې خپل دى .
خو ښځې يې ووېراوه :
په خزانې پسې كه سره زر هم وي څوك ځان اور ته نه ګوزاروي . لږ اوار راځه ! اوس دې د څه شي كمى دى ؟
جانداد وويل :
– كمى !! … دا دوه موټرګي ، يوه بنګله او دوه دوكانګي ، دا دې ټوله دارايي ده . په دې تاسې دواړه د دومره لښكر بچيانو سره ساتل كېږئ ؟ زه له كوم صاحبه كم يم . له چا كم جنګېدلى يم ، په شمار مې (10) جازونه په سټينګر وېشتلي ، (25) ټانګونه مې په خپل لاس سوځولي ، (1500) ملحدين مې په خپل لاس له تېغه تېر كړي . دا دومره قربانۍ او دا دومره ستړې … دا ټول په هوا ولوزوم ؟ … جنګ كې دې د مخه او غنيمت كې دې د ټولو شا ته ، دا شونې نه ده .
جانداد په راسبا دستي ګهيځ له كوره ووت ، او نېغ هغو سيمو ته ورغى چې يې فكر كاوه ګوندې بن لادن به هلته پټ وي . د نورستان غرونه ، توره بوړه ، كونړونه، سپين غر ، هلمند ، ارزګان … يو ځاى هم ترې پاتې نه شو . خو په هېڅ ځاى او سيمه كې د بن لادن څرك ورمعلوم نه شو . په دې لټه يې پوره كال واوښت، خو لټې يې ثمر ورنه كړ . د بن لادن نه ميندنې هغه پوره نهيلى كړ . داسې يې انګېرله لكه لويه جګړه چې يې بايللې وي . دا يې خپله لويه ماته ګڼله ، داسې ما ته لكه يو لوى امپراتور چې وي او د يوه هېواد په يرغل كې پاتې راغلى وي .
دې ماتې نه يوازې د ده د (50) مېليونو حاصل شنډ كړ ، بلكې د ده په نه تسليمېدونكي غرور يې هم لوى اثر پرېښود .
د دومره ډېرو پيسو هوس يې عجيب فكرونه په ذهن مېلمانه كړي وو :
– كار هم ونه شو او دا د ظالم زوى هم يوه ورځ ضرور راباندې خبرېږي … يو څه فكر په كار دى !؟
ناببره بيا د سوچونو درياب واخېست .
خامخا بايد يو څه وكړم . دا غوپه مې بايد له لاسه ونه وځي .
د بن لادن څېره چې له جيبه راوكښله او ښه شيبه يې په ننداره شو .
– دا به چا ته ورته وي ؟
دستي يې په خپله ځان ته ځواب وركړ .
– خانمير كاكا ! هغه خو په عمر پوخ دى .
بيا يې شاه ځوان ماما په نظر ورغى .
دى هم ورته دى ، خو دى همم په عمر نه ور برابرېږي .
ګلاب چې خورين يې و ، په ذهن كې تداعي شو .
– دا سركوزى ورته دى .
– خو افسوس يې وكړ !
كاشكې چې خام نه واى .
په درنګ شېبه كې يې ټول كلى او خپلوان مخې ته ودرېدل او له هر يوه سره يې د بن لادن څېره پرتله كړه ، خو له بل هېچا سره يې سر ونه خوړ .
كور ته د راتګ په ټوله لار كې يې دا چرتونه او فكرونه ووهل . په همدې چرتونو كې و ، چې بيا كور ته راورسېد .
كله چې كور ته راورسېد لا يې د كور د دروازې په ډبولو لاس نه و پورې كړى چې له ده كشري يوازېني ورور يې له لېرې پرې ورغږ كړ :
– لالا ستړى مه شې .
جانداد د خپل ورور په ليدو ټكان وخوړ ، خو له حيرانتيا سره يې يوې غيرې مريي خوښۍ په زړه كې ځاى ونيو :
دا مې څنګه له پامه وليدلى و ، دا خو كټ مټ ورته دى ، په خپله هماغه دى … .
دې فكر يې په ذهن د خوښۍ احساس پاچا كړ . د مخه تر دې چې كور ته ورننوځي . ورور ته يې په ورو شان وويل :
ته درځه ! زه لږ سارا ته تېرېږم .
په بيړه يې بيا د بن لادن تصوير له جيبه راوكيښ ، او په ننداره يې شو ، ښه پوره شېبه يې د ورور او بن لادن په پرتلې ذهن وجنګاوه . بيا د كشرۍ ښځې كوټې ته ورننوت ، ښځه يې له ليدو په بيړه ورغاړې وته :
ودې مينده !؟
او د ده له خولې دستي د رحمان بابا دا شعر راووت :
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې ګوهر نه شته
خو ښځه يې جدي شوه :
څه د لېونيانو غوندې سر يې ؟ سم دم ووايه ! بيا دې موند ؟
جانداد په بيړه ځواب وركړ :
– خود .
ښځې يې د ځاى پوښتنه وكړه :
– چېرته ؟
جانداد ځواب وركړ :
– همدلته .
هغه حيرانه شوه .
– چېرته دلته !؟
جانداد ځواب وركړ :
– بس همدلته ، په همدې كور كې .
ښځه نوره هم حيرانه شوه .
– دا څه په ګډو وډو سر يې .
جانداد موسكى شو :
– نور يې څه كوې ، كه (50) مېليونه درته رانه وړم ، پنځه مېليونه خو به شي .
ښځې يې وضاحت وغوښت :
– زه دې په خبرو نه رسېږم .
جانداد ورسپينه كړه :
– دا عكس ګورې ؟
ښځې ځواب وركړ .
– هو ، دا خو بن لادن دى .
بيا يې پورته په دېوال كې راځوړند عكس ته ګوته ونيوله :
– پاس عكس وينې ؟
ښځې ځواب وركړ .
– دا خو مې د لېوره ، ستا ورور زرداد دى كنه !
جانداد پوښتنه وكړه :
– په دواړو كې فرق وينې ؟
ښځې يې په حيرانتيا ځواب وركړ :
– … دا خو لكه سكه وروڼه چې وي .
جانداد كړس په خندا شو .
– راكړه لاس ، وموګټله ، همدا ستا تصديق مې په كار و .
ښځې يې په حيرانتيا بيا وپوښت :
څه شى دې وګاټه !؟
ځواب يې وركړ :
– 50 مېليونه ډالره .
بيا يې وويل :
– خبره خلاصه شوه .
ښځې يې بيا وپوښت :
– د څه شي خبره ؟
جانداد ځواب وركړ :
– د زرداد خبره ، زما د ورور زرداد .
ښځه نوره هم حيرانه شوه .
– ولې څه خبره ده ؟
جانداد ځواب وركړ :
– بس لكه چې مقصد كې خداى كامياب كړو .
ښځې وپوښت :
– د څه شي مقصد ؟
جانداد ځواب وركړ :
– د مېليونو ډالرو مقصد .
د ښځې زړه تنګ شو .
– خبره رالنډه كړه .
جانداد وويل :
– خبره لنډه شوه .
ښځې يې بيا وپوښت :
– څنګه ؟
جانداد ځواب وركړ :
– داسې چې زرداد په مرګ او موږ په ژوند جنت ته ځو ..
د ښځې له خولې ناڅاپي چېغه پورته شوه :
– دا څه وايې ، وژنې يې ، خداى به اوس اسمان راوغورځوي سكنى ورور دى وژنې … ؟
جانداد احساساتي شو .
– دا په كابل كې چې دا دومره كلونه زموږ په پاچاهۍ كې مرګونه وشول ، دا څه وروڼه نه وو ، هلته ولې خداى اسمان نه راغورځاوه !؟
ښځې نور هېڅ ونه ويل ، خوابدې ، ژړغونې او بېرېدلې بلې خونې ته لاړه ، خو جانداد خپل حال ته پرېنښوده ، او نېغ پسې ورغى د تفنګچې لټ يې وواهه او په كراره شان يې د غوږه ورتېره كړه .
– سوڼ دې ونه باسې ، كه دې څوك خبر كړ ، دا شاجور ټول درباندې تشوم .
بيا يې په كراره سره وويل :
– زه خو دا يوازې ځان لپاره نه كوم ، غواړم چې ان كړوسيانو ته دې د خانانو ژوند جوړ كړم .
ښځې يې چې رېږدېدله په كراره ورغبرګه كړه .
– زه او بچيان مې دې زهر وخورو . د خداى روى وګوره .
خو جانداد لكه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي خبره واړوله او د خپل مرام په پلي كېدو شو .
– چېرته ده ، هغه لويه چاړه ؟
ښځې يې هېڅ ځواب ورنه كړ .
جانداد په غوسه شو :
– ځه وركه شه ! په بړستنه ننوځه ! زه يې پخپله پيدا كوم ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي .
لږ وروسته يې لويه چاړه ومېندله او په لږه شېبه كې د خپل مېلمه ورور پسې ورغى .
ورور يې د جانداد د نيمايي شپې بې خبره ورتګ وارخطا كړ او چې كله يې د ده په لاس كې لويه چاړه وليدله وارخطايې څو برابره شوه . فكر يې وكړ چې ورور يې ګواكې لېونى شوى ، نېغ په كټ كې راكېناست ، د مخه تر دې چې له جانداده د ناببره ننوتو په باب وپوښتي ، جانداد ترې ړومبى شو :
– مه وارخطا كېږه . د يوې پوښتنې ځواب ته راغلى يم . راته ووايه چې زه دې ورور يم !؟
زرداد په ژړغوني او حېرانوونكي ډول ځواب وركړ :
خود ، ولې دا پوښتنه كوې ؟
– جانداد بيا وپوښت :
– زما لپاره هر كار ته حاضر يې ؟
ورور يې په كراره د زړه له اخلاصه ځواب وركړ .
– لالا چې سر مې دې هم په كار وي .
جانداد له خوشالۍ نه وغوړېد .
– شاباس ! ورور همداسې وي .
پوښتنه يې تكرار كړه :
– له زړه نه وايې ؟
زرداد ځواب وركړ :
– ما كې منافقت نه شته لالا ، تا سره خو وړوكى رالوى شوى يم ، ته مې د پلار په ځاى يې ، په مرۍ كې مې همدا اوس چاړه راكاږه كه مې د خولې سوڼ وخوت ، خون مې دربښلى !
جانداد نور هم تازه او وغوړېد .
– په ايمان دې رحمت شه .
بيا يې په كراره شان وويل :
– ستا او ځان لپاره مې د ډېرې ښې سودا تابيا كړې .
زرداد حيران شو :
– سودا ! د څه شي سودا . سر مې خلاص نه شو … څه خبره ده ؟
جانداد په بيړه ځواب وركړ :
– څه يې كوې ، د ددواړو په خير ده .
زرداد سپيناوى وغوښت .
– لالا ، راسپينه يې كړه ، څه سودا رااچوې . دا څه شى دي ؟
جانداد ځواب وركړ :
– دا درته نه وايم ، له دې يو خداى ، يو زه او يوه دې كشرۍ ورېندار خبره ده .
زرداد نور هم حيران شو ، خوله يې خبرې ته جوړوله چې جانداد ترې د مخه شو .
– ځه څه يې كوې ؟ تا خو وويل چې هر بار درباندې كېږدم ، غاړه ترې نه غړوې .
زرداد بيا ځواب وركړ :
– لالا ما خو درته وويل چې په مرۍ مې چاړه راكاږې او ستا ښه په شي ، دَووس به نه وكړي ، سر مې درنه ځار لالا .
– دې وروستۍ خبرې جانداد ته د خپل هوډ او نيت حقوقي سند وركړ .
دستي له ځانه سره ګډ شو .
– اوس مې نو خداى ته هم غاړه خلاصه ده .
بيا يې زرداد ته مخ ور واړاوه او ترې ويې غوښتل :
– بس ځه اودس وكړه .
زرداد حيران شو :
– اوس خو د لمانځه وخت نه دى ، لا وختي دى .
جانداد ټينګار وكړ .
– بس خو چې زه څنګه مناسبه ګڼم ، نېك عمل بايد په اوداسه كې وشي ، ځكه بركت ښه كوي .
بيا دواړه د نفلي او ثوابي لمونځ په ادا بوخت شول .
جانداد له سلام ګرځولو وروسته د دعا لاسونه پورته كړل او له ځانه سره په خبرو راغى !
– لويه خدايه ! ته خو پخپله ګواه يې چې ده خپل سر او وينه راوبښله ، په خپل مرحمت مې ټول كړي ګناهونه راوبخښې .
– جانداد به له هر لمانځه وروسته په دعا ښه پوره وخت اړاوه ، خو دا ځل يې دوعا ډېر وخت ونه نيو .
زرداد ته يې مخ ور واړاوه :
– ګوره بيا درته وايم ، چې زما او زما د خير لپاره هره سختي په ځان منې ؟ ګوره خداى هر څه ګوري او اوري يې .
دا ځل زرداد بې حوصلې شو .
– لالا ! دا څه په ګډو وډو سر يې ، څه دې اورېدلي ، خو درته ومې ويل چې سر مې له تا قربان ، دغه دى دربښلى مې دى .
له دې سره سمدستي بيا د جانداد چاړه د سترګو په رپ كې د زرداد مرۍ ته ورسېده او په درنګ شېبه كې يې سر له تنې بيل شو .
د هغه چېغې ژر د جانداد ښځه راخبره كړه ، خو د مخه تر دې چې چېغه كړي . جانداد له لرې پرې غږ كړ :
زه دومره ساده او بې رحمه نه يم ښځې . خداى ګواه دى هر څه اوري او ګوري ، ما ته يې پخپله خپل سر او وينې راوبښل .
ښځې يې غوښتل چې څه ووايي ، خو ده پرېنښوده .
– خو خداى يې بې اجره نه پرېږدي چې دومره يې زما لپاره وكړل ، زما دعا به يې هم ټول عمر په جنت كې ساتي .
ساه يې واخېسته ، او بيا يې خبره داسې وغزوله .
اوس هر څه چې وشو ، د خداى رضا به وه ، خو چې له خولې دې سوڼ ونه خېژي . ښځې يې په داسې حال كې چې له ژړا رېږدېده په ورو شان وويل :
– ستا له لاسه … .
خو جانداد يې خبره ژر په خوله كې وچه كړه .
– بس وركه شه !
بيا يې غلي شان وويل :
– د خداى رضا او د ده خوښه وه … اوس داسې وكړه چې د سر بندوبست يې زما او د تنې يې ستا ، چې بنده ذات درنه خبر نه شي .
– بيا يې په منډه د خپل ورور سر په ځانګړې ټوټه كې وپوښت ، صندوق ته يې ورواچاوه او په بيړه د امريكايانو د پوځي مركز په لور له كوره ووت .
خپل جيپ يې ودراوه او له څو ساعته مزله وروسته يې بيا د امريكايانو د پوځي مركز ترمخه . د موټر په درېدو امريكايي پوځيان حيران شول ، په بيړه يې د ژباړن له لارې د ده د ورتګ پوښتنه وكړه ، خو ده د ژباړن په مخ كې هېڅ ځواب ورنه كړ . په ورو يې د يوه پوځي تر غوږه په كرار وويل:
– بن لادن .
– پوځي حيران شو ، خو هغه ژر خپل جيپ ته لاس ونيو ، امريكايي نور هم حيران شو ، بيا يې له ژباړن وغوښتل چې دى وپوښتي ، خو ده ژر په خپلې خولې لاس كېښود او هغه يې وپوهاوه چې له ده سره د بن لادن په باب پټه خبره لري . پوځي په بيړه له ځايه لاړ او په مخابره كولو شو ترڅو د دې معما په باب خپل مقام ته راپور وركړي . له مقامه دستي امر وشو چې په بيړه يې له موټر سره يوځاى ور ورسوي .
امريكايي پوځي دستي د ده د موټر په لټه شو ، ژر يې د مړ بنيادم بوى پزو ته راغى ، خورا حيران شو ، خو جانداد ژر ورو له غوږه ورتېره كړه .
– بن لادن .
او بيا يې د تېر په څېر په خوله لاس كېښود .
جانداد او ورسره پوځي په درنګ شېبه كې د لښكركوټ مشر ته ورسېدل . او د مخه تر دې چې هغه ته د روغبړ لاس وركړي ، د خپل ورور سر يې د ده په مېز كېښود .
د سر په ليدو د لښكركوټ د مشر په سترګو كې له ډېرې حيرانتيا او خوشالۍ نه اوښكې راغلې ، فكر يې كاوه چې خوب يې وليد . په يوه ساه يې څو ځلې جانداد وپوښت :
بن لادن ، بن لادن ، بن لادن … ؟
جانداد دستي سر وښوراوه .
– خود ، پخپله هاغه دى ، بن لادن دى . يو كال د ده په لټه نه رانه غر او نه سمه ټول مې په يوه پښه پسې وكتل ، صاحب !
د لښكركوټ مشر د مننې له څرګندولو وروسته په بيړه په ټېلفون او مخابره سر شو ، لږه شېبه بيا نه وه تېره ، چې د امريكايانو پوځي ځانګړې الوتكه راورسېده او ژوندى جانداد او وژل شوى زرداد دواړه يې د كابل په لور پورته او واخېستل . په كابل كې دواړه سره بيل شول .
دى په كابل كې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره تم شو او هغه په مدرنو لابراتوارونو كې د څېړنو لپاره امريكا ته واستول شو .
– د سي آى اى ( CIA ) لوړ رتبه مامور د جانداد په لومړي ليدو له روغبړ وروسته په داسې حال كې چې د خوښۍ احساس يې په ټول بدن خپور و ، جانداد ته له خپل اوسپنيز بكسه د (100) سل زرو ډالرو بنډل راوويست او ويې ويل :
– دا اوس واخله ، هغه كه بن لادن وي او كه نه ؟ دا يوازې ستا د ښه نيت ځواب دى او كه موږ ته په دې هكله مثبت ځواب راشي ، په هماغه دم دې 50 مېليونه خپل دي .
جانداد د پنځوس مېليونو په اورېدو بيا وغوړېد ، په ورو يې د سي آى اى (CIA) مامور ته كړل :
– خداى دې وخېژوي چې هم ستاسې سر په دنيا كې جګ شي او هم زما خواري اوبه يونسي .
مامور وخندل :
– ستا خواري خو اوبه نه ده وړې ، ما خو درته وويل : سل زره خو دې خپل شو ، هغه سر كه د بن لادن وي او كه د بل چا ؟
جانداد وويل :
– كه د هغه سر نه وي ، د كوم خپلوان خو به يې وي !
مامور يې په ملاتړ وويل : چې هر څوك او هر رګ يې ورسره شريك وي او زموږ لابراتوارونه يې تصديق كړي ، كه پنځوس نه وي پنځه مېليونه خو دې خپل دي .
جانداد وويل :
– او كه بيخي پردى ، بېګناه څوك وي ، نو بيا ؟
مامور وخندل :
– پس بيا دې همدا يو لك په نصيب كې وو .
په جانداد رنګارنګ خيالونو غلبه راوړه او ګڼې سوداګانې او فكرونه ورولوېدل .
كه راباندې پوه شي چې ورور مې دى څه به ورته وايم .
– څه سزا به راكړي ؟ … سزا يې په بلا پسې ؟ دا د دنيا او د خداى تعالى شرمنده ګي ګوره .
خو بيا يې زړه ته ډاډ وركړ .
– ځه ! څه يې كوم !؟ ماشينونه هم غلطي كوي ، كه داسې غلطۍ نه كېدلى ، نو دوى څنګه تېره مياشت د طالبانو په ګومان ماشومان ووېشتل ؟ خداى مهربانه دى كه لابراتوار غلط شي .
له جانداده دا څو ورځې كېدې چې دا ډول اندېښنې او سوچونه راتاو وو . په څلورمه ورځ د سي آى اى ( CIA ) بل مامور وروغوښت او دستي يې خبر وركړ :
– جانداد خانه ! هغه سر د بل چا وخوت !
جانداد وارخطا شو :
– دا څه وايې صاحب ! خواري مې اوبو يوړه ؟ د ده په لټه خو مې پوره كال تېر كړ، نه رانه نورستان او نه وزيرستان … بس الله تعالى به يې نه وژني ، كه نه ما خو يو كال … .
مامور يې خبره پرې كړه :
– موږ ستا په خبرو باور لرو ، او ستا په اخلاص پوهېږو .
– جانداد له وېرې او وارخطايۍ ژيړ رااوښتى و .
– خو مامور ډاډ وركړ :
مه ډارېږه ، هرڅوك چې وي، وي به، زه هم كه ستا په ځاى واى، داسې مې كول … سړى بايد پرې تېر وځي ، كټ مټ ورته دى . دې كې هېڅ شك نه شته .
جانداد په عجز وويل :
صيب ! دا خو ولا ډېر خراب كار شوى ، هم مې كړې خواري اوبو يوړه او هم مې بېګناه سړى وژلى .
مامور ډاډ وركړ :
هېڅ خبره نه ده ، سهوه يوازې ته نه كوې ، موږ هم كله ناكله تېر وځو . څو ځلې رانه د طالبانو په ځاى عادي وګړي او كوچنيان لګېدلي .
بيا له خپلې چوكۍ راپورته او جانداد ته يې نور پنځوس زره ډالره هم وركړل .
بس دا خبرې د دندو په سر ته رسولو كې پېښېږي ، خو دا ځل تېر نه وځې ، دا ځل به مو د رښتيني بن لادن په سر نمانځې چې هم ته په ډالرو كې ولامبې او هم موږ د ترورېزم سره په مبارزه كې ستر برى لاس ته راوړو .


عبدالوکيل سوله مل شينواری
براتسلاو ، سلواكيا
10-01-2004