کور / کیسه / اُميد

اُميد

پرون بيا يوه الوتکه را وغورځېدل، ډېر مسافر پکښي کي وه ، ټوله مړه سوه. هيڅ څوک پاته نه سوه ، نه ښځه نه سړی نه کوچنی. دا دې ظالمي طيارې دا د ارمانو ډک زړونه په هوا کي وچاودل ؟ او که دې هوا دا بېړۍ سره وفا و نه کړه؟

لاندي ډېر په مينه مور، کاکا ، انا، ماشوم او ناوې خپل بچي، خاله ، لمسي يا هم زوم په انتظار ولاړ وه او وګوره بې وزره ، بې قدمه څنګه له ډېره لوړه ورته مړي را وغورځول سول. آسمان ولي دومره قهرېدلی وو چي د امانت سپارولو پر ځای يې يوه د اور لمبه او د غوښو ډيري سوځلي ټوټې را ايله کړې؟ نه څوک پېژندل کېږي نه د چا څهره معلوميږي.

دا سور مخی اور لا نه يم خبر څنګه نه سړيږي چي لا يې هم د طيارې لکۍ په خوله منډلې کرار کرار يې خوري و اېرو ته يې هضموي. ماته داسي معلوميږي چي مرګی په دا مړو کي ګرځي د ساه په ښکار هره سينه پلټي.

ګورم څو انسان غوندي حيوانان د هندوانو په دې شمشان کي د ناوو د جسدو زیور شکوي څو نور حيوان غوندي انسانان بيا د يو مړي بابا د شکيدلي جيبه دوې ايکي باسي. پر دغه طيارې آسماني قهر ولي نازل سو دا خو آسمان والا پوهيږي مګر پر دغه لاښ خورو د مځکي عذاب ولي نه سو معملوم په دې زه مځکي والا ولي نه پوهيږم؟

ليري تر يوې شنې وني لاندي يوه ړنده پکه ناوکۍ هم ناسته ده يو غوږ يې هم بايللی دی خو مسکا يې بيا هم پاته ده. شا و خوا يې بکسونه او کالي غورځولي دي. نه آسمان تم کړه نه يې لاس ورکړ او نه هم مځکي پسته سينه درلودل چي ور وړاندي کړې يې وای.

زه هم د هوايي سفر څخه ډېر بېرېږم. داسي څه چي پېښ سي هم خواشینی سم هم اندېښمن. خوابدی د انسان و حال ته او په چُرت کي ولويږم و ځان ته چي اوس به څنګه کوې. الوتکه کله چي پورته کېږي سترګي پټي کړم او چي را کوزيږي هم سترګي پټي کړم. وايم ښايي دغه به دي د ژوند اخيري شېبې وي ځان په پټو سترګو مرګ ته تیار کړه.

خو ګراني! ستا و ليدو ته هم ددې خوا هم د ها خوا ځان آسمان ته تسليموم. د مستي بې باکي هوا او د فولادي الوتکي سره يو ځای به تر مرګه ستا پر لور در په هوا کېږم.

20.05.2012