کور / کیسه / کرکه

کرکه

دا څو ورځی کېدلې چې له نورو ټولو به یې مخکې ځان رارسولې و. تپه تیاره به وه چې را وبه رسېدلو. لکه خوب چې نه ورتللو. لکه د اندېښنو یو غټ بوج یې چې په اوږو پروت وي. کله ناکله به ډارېده، نه چې خوب ورباندې غلبه وکړي او وېده پاتې شي. اخر د هغه له کوره د کار د ميندلو تر واټه ښایسته غوټه لار وه. له نیمې ګړۍ هم زیاته او هغه هم که به دې چټک، چټک ګامونه واخیستل. که ډېر به پرې ناوخته نشو، نود لسو روپو لګښت ته یې زړه نه ښکاوه. همېشه یې په خپلو پښو تلل غوره ګڼل.

داځل هم چې راورسېد، هماغسې تیاره وه. هېڅوک نه تر سترګو کېدل. په واټونو کې یواځی یو نیم کوڅه ډبي سپي د سړي پاملرنه ځانته راړوله. له ځانه سره وبوګنېد:

ـ خېرالدینه! له ټولو خو دې مخکې ځان راورساوه، خو که خدای دې بخت هم بېدار او کوم یو زړه سوانده درباندې پېښ کړي چې کار ته دې بوځي….. هغه همدومره وویل:

هره ورځ به دلۍ، دلۍ مزدورکار د پل خیشتي جومات ته څېرمه په واټ کې سره راټولېدل. ټولو به لارې څارلې، ګوندې که کار ومومي او خپلو بچو ته روزي پېدا کړي. که څوک به پېدا شو چې، دوه درې تنه به یې پکار وو، نو یو دم به ترې شپېته اویا تنه را تاو شول. سړی به حېران شو چې کوم یو له ځانه سره بوځي. هر یوه به کوښښ کاوه چې سړي ته ځان ورسوي. ټېلې به جوړې شوې. هر یوه به د ښې کاریګرۍ او په کار کې د پوره صداقت او ایماندارۍ ټټر واهه. اخر څه یې کړي وای، خېټو هم څه غوښتل. هر یوه ته یوه لپه ماشومان په غاړه وو. خو داسې هم شوي وو چې ډېرو دې کرۍ ورځ د کار د لټون په امېد تېره کړې او نا امېده دې بېرته کورونو ته ستانه شوي وي. ډېرې داسې ترخې پېښې هم شوې، چې د ډېرو ماشومان دې د خوړو د نه درلودلو پرته په وږي نس وېده شوي وي.

خېرالدین هم څو ځلې د داسې ترخو ګوټونه څښلي وو، په اویاومو کلونو کې کله چې ښار د جګړه مارو په منګلو کې زندۍ شواو له زړه یې وینې بهېدې. د ښار په بچو دنیا تنور شوه، هر یو په تېښته شول، هر یوه پښې وېستلې، پاتې لا کار کول او د کار میندل…. دا خو هسې د خوب لیدل وو.

خېرالدین چې نن هم په تیاره کې ځان رارسولی، د کار د میندلو لټو له ځانه سره روان کړې و چې نا ببره یې د فکر لړۍ په ښار کې د ښکلو، ښکلو لوړ پوړو ودانیو او هوټلو په لور وغځېده:

ـ «عجیبه ده! سره له دې دومره جګړو په دې لسو کلونو کې ځېنې دومره ښارګوټي، هوټلې، لوړ پوړې ودانۍ او بنګلې جوړې شوې چې سړی نه پوهیږي چې دا دومره پېسې، دې کسانو له کومه پېدا کړې. أيا بانکونه يې وهلي او شتمنۍ یې لوټ کړې که څنګه ؟ آیا د سرو سپینو کانونه یې پېداکړي او یا کوم د باروتو او وسلو کارخانې په لاس ورغلې؟ آن د شپې په ډاکو اچولو خو هم څوک دومره پېسې نشي پېدا کولی ،آیا تاریخي آبدات يې لوټ کړي ؟ آیا انسان تښتونې خو به دوۍ پخپله نه کوي؟ او بیا یې د پخوانو دا خبره بې واره زړه ته راولوېده:

».”چا وکړې نندارې او د چا وچاودې زارې”

خېرالدینه وروره! تاته وایم، چېری یې؟ لکه چې ټوله شپه دې دلته تېره کړې؟-

او خېرالدین لکه له خوبه چې را وېښ شي.

ـ ستړی مه شې اختره وروره! سوچ مې کولو چې دادی په سراو ګیره کې مې یو یو تار سپین ولګېدل، خو که چېرې یوه یا دوه ورځی کار راته پېدا نشي، نو اولادونه مې له لوږې مري. خو نه پوهېږم چې یو شمېر کسانو د چا له وینو داسی هوټلې او ماڼۍ جوړې کړې ؟

د خېرالدین په دې خبرو ما ته د یوه دوست خبره راپه یاد شوه چې په خندا خندا کې به یې ویل:

ـ وروره! «دلته یو کېفي او بنیادي بدلون رامنځ ته شوې او هغه په دې مفهوم چې یوشمېرو په کې کېف وکړو او د بې شمېرو په کې بنیاد وختو».

ـ وروره! دې خبرو پسې که ګرځې، نو ډېر ژر به دې دا تور وېښتان هم سپین شي. د شپې ډاکې مې اورېدلې وې، خو په رڼا ورځ او هغه هم برالا په شکونو او لوټمارۍ مې اوس غوږونه خلاص شو.

ـ وروره! کلونه کلونه کیږي چې د یوې ټوټې ځمکې خوبونه وینم، چې د بچو لپاره یو وخت نه، یو وخت سر پناه جوړه کړم. اخر تر څو به ژوندی یم. خو ارمان مې ونه وتو. ولې یو شمېرکسان په جریبونو جریبونو ځمکې را نیسي، هوټلې ، ښارګوټي او ماڼۍ جوړوي، لکه دا ځمکې چې ورته له پلرونو او نیکونو په میراث پاتې وي.

ـ پریږده دا د ښامارانو کیسې او د هغوۍ لوټونې! په زوره د بلاګانو خولې ته ځان مه نږدې کوه. دا راته ووایه چې نن به مو بخت ښه وي او که نه ؟ خرڅ به شو او که نه، کار به پېدا کړو او که نه؟

ـ رښتیا دې وویل وروره! څومره چې عمر تېرېږي، هومره د کار موندل ستونزمن کیږي. هر څوک کوښښ کوي چې ځوانان د خپلو کارونو لپاره وګماري. اوس دومره خلک زړو او د پاخه عمر کسانو ته زړه نه ښه کوي.

د خېرالدین او اختر مجلس همداسې ګرم و. دواړه همدلته د کار په ځای کې دوستان شوي وو. دواړه د یوې لارې لارویان وو. د ورځ مزدورۍ په اړوند خبرې د دوۍ د مجلس همېشنۍ موضوع وه. هر وخت به یې په همدې بنډار تود ساته. ځینې وخت به داسې په خپلو کې سره اړم وو ، لکه کومه غټه پروژه چې یې تر لاس لاندې وي….خو ځینې وخت به بیا داسې غلي وو، لکه په کوم لوي ښکار یې چې سترګې ښخې وي. دواړو به په پوره غور سره لارې څارلې. ټول لارویان به یې یو یو څارل. د هغوۍ ټنډو ته به یې خپلې دوه سترګې څلور کړې وې. که به لږ څه غوړ لاروی د واټ له اړخه تېرېده، دواړه به ورته برګ وو او ځینې وخت به یې یو بل په سترګو کې پوهول چې په ښکار حمله کړي او له ټولو مخکې ځان ورورسوي، ګوندې توبه یې خدای قبوله کړي….. خو ډېر ځلې داسې هم پېښ شوي چې د دوۍ د نظر وړ سړی د دواړو په ورنږدې کېدوسره حېران شوی او آن ډارېدلې، چې څه پېښه ده؟ خو کله چې په اصلې موضوع پوه شوي، درېواړو په کړس کړس خندلي او وروسته له خنداوو دواړه بېرته نا امېده د انتظار ځای ته راستانه شوي او بیا داسې چوپه خوله ناست دي، لکه پوره تاوان یې چې کړې وي….

د سپېده چاودو رڼا ورو ورو پلنېده. شپږ اووه بجې کېدونکې وې، چې دوه تنه راغلل او پوره شل تنه یې غوره او جلا کړل، چې خوشبختانه د دې دواړو پچې په کې هم ووتې. لږه شېبه وروسته د ډبرو وړلو یوه لارۍ چې هغه دواړو راغوښتې وه، راورسېده. شل واړه وروختل او د کار د ځای په لور روان شول.

ـ دلته خو ډېر کار شوی، څو پوړه جګ شوي او ډېر خلک په کار بوخت دي! خېرالدین وویل او بیا له دې سره په یو دردېدلي سوچ کې لاړ:

ـ دا ځمکه خو د رخم الدین وه او هغه ته د خپل ځان په څېر ګرانه وه، او هغه له دې کبله چې له یوې خوا د سړک په غاړه وه او له بلې خوا له پلاره ورته په وېش کې رسېدلې وه. هغه به تل ویل: که خدای یې لاس ته پېسې راولي، دلته دوکانونه جوړوي. مګر هغه خو د چا خبره له لوږې سپي سکڼي….بیا یې دې ته فکر شو چې په دې ورستیو کلونو کې دومره نارواوې شوې، چې کېدای شي، دایې یوه کوچنۍ بېلګه وي. دلته د چا خبره اوښان په بډه شول……

ـ وروره! راغلی لا نه یې او بیا د واره چرتونو وړی یې؟ لږ رانږدې شه چې وېش سره وکړو

چې څوک چېرې په کار پېل وکړي.

په سترګو وروره! او په منډه منډه ورنږدې شو. –

خېرالدین کرۍ ورځ د کار تر څنګ له عجیبو او غریبو چرتونو سره تېره کړه. له یوه پلوه پوره خوښ ښکارېده، چې که خدای کول، خولۍ یې په غوړو کې ولوېده، یو څو ورځی مزدوري ورته پېدا شوه. ځکه دغو دوو تنو ژمنه ورسره کړې وه، که چېرې په کار کې یې صداقت او رښتیاینه موجوده وه، نو د کار تر پایه به ورسره وي. خو له بل پلوه د بل چا په مال خیټې اچولو هم ځورولو….

خېرالدین د خپل کارپه لومړۍ ورځ د هغومزدورکارو خبرو چې له دوۍ مخکې په کار اخته وو، هم حېرانولو، چې ویل به یې: دادی یوه میاشت کیږي چې قطعې له تللی نه دی. بل به له خندا سره زیاته کړه: دومره دې خبرو پسې مه ګرزه! تنخوا همدلته در رسیږي، شپه هم د ماشومانو له مور سره توده تېروې. د صیب سر ته دعا کوه او بیا به سره په خندا شول.

د مازیګر پنځه بجې کېدونکې وې چې خېرالدین او اختر له نورو مزدورانو سره چې د پل خیشتي جومات له اړخه بېول شوي وو، له کاره رخصت شول او سباته بیا یې د کار کولو بلنه ورکړه. خو هغه نور چې له دوۍ مخکې په کار بوخت وو، لا هماغسې لګیا وو.

ـ خېرالدینه وروره! لکه چې څو ورځې له وختي پاڅېدو خلاص شو. سترګې به مو لا پټې شوې نه وې چې بیا به د پاڅېدو لټو اخیستي وو او بله داچې، دا نور لا هماغسې لګیا دي چې د دوۍ به ورسره څه تړون وي؟

ـ اختره وروره! (شوله په کراره خوره چې خوله دې ونه سوځي).په دې ټولو به په کراره پوه شې …..هغه وو چې دواړه سره جلا او خپلو کورونو ته روان شول.

ستړی مه شې د سمندر پلاره! –

خېر دې نصیب شه.-

څنګه کار دې پېدا کړې وو او که نه؟ –

ـ هو! که خدای کول د یو څو ورځو غریبۍ درک ولګېد.

شکر دی خدایه او له دې سره جوخت د ډوډۍ په تیارولو شوه.-

هغه له چای او ډوډۍ خوړلو وروسته خپلې میرمنې ښادۍ ته وویل:

ـ د اوداسه لپاره اوبه برابرې کړه! همدلته به لمونځ وکړم، هېڅ مې له وسې نه کیږي چې جومات ته لاړ شم.

خېرالدین له لمانځه وروسته کټ ته شو اوشپه یې جوړه کړه. هر څومره چې یې کوښښ وکړ څو وېده شي، خو خوب نه ورتلو. یو ډول ناآرامه یې ځان احساساوه. یودم پاڅېد او نیغ په کټ کې کښېناست. بېرته څملاست او بړستن یې په سر راکش کړه.

خدای خبر څه وخت به خوب ورغلی وي. د ملا له اذانه سره سم له کټه پورته شو. او د لمانځه او سهارني مړۍ وروسته یې، یوه چنډه وچه شاته واچوله او د کار په لور روان شو.

ـ دوۍ خو بیا په وخت رارسېدلي! دا څه پیشټه (پېښه) ده. دوۍ لکه له اوسپنو چې جوړ شوي. او که کوم مجبوریت په خپله لومه کې راګیر کړي….

پرون یې هم د صیب صیب کلیمې ډېرې په خولو وې، او بل داچې زما په څېر پوخ عمری یو هم پکې نه برېښي ……هغه لا همداسې د دې ځوانو مزدورکارو په اړوند لېټۍ غلبېلوله چې اختر یې څنګ ته ودرېد او له موسکا سره یوځای یې ورته وویل:

وروره! نن هم لکه چې د مزدورکارو د واټ په وخت رارسېدلی یې؟ –

په خېر راغلې وروره! همدا اوس لږه شېبه مخکې راوراسېدم.-

! دې نوروهم لکه چې سترګه نده پټه کړې –

زه يې هم په سوچ کې اچولی وم. ـ

ـ پرېږده دا سوچونه! هسې له خولې مې ووته. خبره خو داده چې که خدای کول، یو څو ورځی لکه چې له نیمې شپې له پاڅېدو بې غمه شو.

ـ هو، وروره! ګورو به چې خپل بخت څه راسره کوي. راځه چې په کارونو شو، نه چې همدا اوس مو وشړي او ورسره جوخت په کارونو شو.

په کار کې د خېرالدین او اختر د پوره اېماندارۍ له کبله وو چې چا له کاره ونه شړل. دوۍ هم پوره خوشاله وو. خوبونه یې هم یو څه پوره شوي وو. د کار د نه میندلو لټې یې هم کمې شوې وې. دوۍ چېرې هم دومره کار په یو ځای نه و کړی. که ډېر کار به یې موندلی هم و، نو له یوې اونۍ به نه و زیات شوی…..

د خېرالدین دوی د کار شلمه ورځ وه چې یودم د وسلو شړک او پړک شو. د کار ځای د پوځیانو له خوا محاصره او د سترګو په رپ کې ټول مزدوران له سره تر پښو تالاشي شول. خېرالدین اوار لړزېده چې ګنې کومه لویه ګناه چا کړې. واروپار یې ختا شوی و. د وسله والو ګڼه ګوڼه لاپسې زیاته شوه، لکه لویه جګړه چې پېښېدونکي وي. لارې او ګودرونه وتړل شول. مورچې ونیول شوې. لږه شېبه پس له لرې د ټوپکیانو په ګڼه ګوڼه کې یو لوي خېټی سړی چې د خېټې له زوره يې په سختۍ ګامونه اخيستل او سپینو جامو یې د لمر له وړانګو سره یو ځای د سړي پاملرنه نوره هم ځانته راړوله راڅرګند شو.

خېرالدین په شونډو کې وویل:

ـ او خدایه! دا خو لکه چې د سیدرحیم زمیندار سړی دی، کوم چې به سپېده چاودې مهال وربوزتړلې، بېلچه په اوږه له خره سره یوځای کور په کور ګرځېده او پټو له به یې سره ټولوله….. هغه نور هم رانږدې کیږي. خېرالدین خپلې سترګې مښي او لاپسې شکمن کیږي….لکه چې کوم لوي جرم یې کړې…خو دومره زیات ټوپکوال څه کوي؟…نه نه! د جرم خبره نشي کېدای…کېدای شي کوم لوي سړی ترې جوړ شوی وي ….بیا هم هڅه کوي چې ویې پیژني، خو نه بریالی کیږي. ځینی وخت د ټوپکیانو په بیروبار کې يې لویه خېټه راښکاره شي. بېرته په خپل فکرشکمن شي،او وایې هغه خو دومره لویه خېټه نه درلوده….کېدای شي هماغه وي، ځکه څو کاله کیږي چې هغه یې نه دی لیدلی. بیا په خپل شک لاپسې باوري کیږي.

ـ آیا هماغه به وي؟

پوره هڅه یې وکړه چې سم یې وویني او ویې پېژني، خو ویې نه لید…. ټوپکیانو داسې راګیر کړی و چې لیدل یې ستونزمن وو. لکه لوي مجرم چې څوک د کسات اخېستونکو له منګولو ساتي. هغه و چې په ډېره بیړه یې لاندې پوړونه تر سترګو تېر کړل، له هغه دوو سره وپوسېد او د هغوۍ سره له سلاوو او مشورو وروسته له هماغه ځایه ورک شو.

د هغه له ورکېدو سره خېرالدین په سوچ کې شو او له خولې یې ووتل:

ـ له خېټې خو یې داسې ښکارېدل چې کېدای شي د ډېرو سرونه یې چیچلي وي…..

بس د کار پای ته لږه شېبه پاتې وه چې هغه دوه واکمن کسان راغلل او د يو څو ګړیو اضافه کارۍ غوښتنه یې وکړه او د کار په پای کې يې په یو دم د مزدورۍ د ټولو پېسو د ورکړې یادونه هم وکړه.

خېرالدین زښت خوشاله شو. تر لمر پریوتو یې کار سره وکړو. په رښتیا چې نور د کار دم او شیمه پکې نه وه پاتې ، شل واړو ته یې پېسې ورکړې. د پېسو په اخېستلو سره د خېرالدین ستړیا یو څه کمه شوه. خو وروسته هغه دوو مسولینو ورته وویل چې د اوس له پاره يې کار پای ته ورسېد او که چېرې ضرورت پېښ شو، نو بیا به یې راغواړي. چې دې خبرو یې ټول لږ څه خواشینې کړل. خو چاره نه وه. په دې یې زړونه سره ښه کړل چې بیا خدای شته. کېدای شي له دې هم ښه کار ورته پېدا شي. په همدې یې د زړونو تسل وکړو، له هغه ځایه يې پښې سپکې کړې او د کور په لور روان شول.

خېرالدین په ټوله لاره له ګډو وډو خبرو سره خپل ځان بوخت کړې و:

څو ورځی پرله پسې د کار شتون، هره ورځ پرته له اندېښنو په ارامو اعصابو کار ته تلل، له ځوانو مزدورانو سره آشنایي، او نور ډېر څه.

ـ څرنګه دې ناوخته کړ د سمندر پلاره! مونږ دې ورخطا کړې وو چې خدای مکړه په کومه بلا اوختی نه وي!

ـ خېر او خېریت دی د سمندر مورې! د کار مالکانو د څو ګړیو اضافه کارۍ غوښتنه وکړه، ځکه ناوخته شو.

ـ شکر دی چې دی! څرنګه چې خېرالدین د ماښام ډوډۍ له په خپل وخت نه و رارسېدلې ، یواځی کښېناست او د ډوډۍ په خوړلو شو. د ډوډۍ له خوړلو وروسته یې خپلې میرمنې ته د نن ورځی ټولې پېښې بیان کړې. دواړه یوه شېبه غلي وو، خو له سوړ اسویلي وروسته یې میرمنې وویل:

ـ لیونی کیږه مه! تر دې دمه به دې هلته اوبه دانه لیکل شوې وه او تر دې وروسته بیا هم خداې شته، دومره دې چرت مه خرابوه!

ـ روغه خبره دې وکړه، څه لټې به کوو. ټول ژوند مو په زړه خوړنې تېر شو….

ـ نن ډېر ستومانه شوی یې، تر ناوخته دې کار کړی، ډډه واچوه او بېده شه.

ـ زه هم د ناستې د ټینګې نه یم. ټول اندامونه مې خوږېږي. که لږ غوړي راکړې چې لاسونه پرې غوړ کړم. ټول سیمنټو او چونې خوړلي، بیخي وینی ترې څاڅي.

ـ سمه ده!

خېرالدین کټ ته لا نه و رسېدلی، چې د کار د اخرې ورځی ټولې پېښې یې په زړه او ذهن واکمنې شوې…. په کټ کې اوړېده راوړېده، لکه کټ چې هم ترې بې زاره و، او أرام او سکون ته یې نه پرېښود. هسې خو د هغه ټول ژوند له کړاوونو نه خالي نه و، خو نن ورته ځان څه بل ډول ښکارېده…. بېخي زاره چاودی، په ټول ژوند کې زاره چاودی…. بیا یې ناببره څو ورځو پرله پسې خوارۍ او مزدورۍ ته فکر شو. د غمونو اواندېښنو له خورجینه یې یو څه کم شول. لږ څه موسکی شو. بیا یې خپلو بچو او میرمنې ته پام شو او زړه ته یې راغله، ډېره موده کیږي چې اولادونو یې یوه ګوله غوړه هم له ستونو نده تېره کړې. بیا یې پوره شل ورځی مزدوري سترګو ته را دمخه شوه. زړه ته یې یو شان قوت ورغی او پرېکړه یې وکړه، چې که خدای کول، سبا ته به د قصاب دوکان ته ځي او یوه ښه مزه داره ښوروا به برابروي، خو د ستړیا له امله یې سترګې ورغلې او د خوب په دنیا ورسم شو:

«همدا اوس له کاره را خلاص شو. د کار له وسایلو یې غوټه جوړه کړه او په ګړندي ګامونو د کار له ځایه وتو چې د خپل دوست اختر پرې پام شو:

وروره! نن خو دې بیخي هیر کړې یم، څه پېښه ده څنګه په منډو یې؟ –

ـ خدای دې مه هېروه وروره! د بچو د نسونو د خوشالولو په سوچ کې وم. پوره څو میاشتې کیږي چې د ښوروا او غوښې خوبونه ویني. د ټولو شونډې له سپورتیا چاودلي. پتېلې مې ده چې نن یې خوشاله کړم. نن یې خوبونه په حقیقت بدل کړم…..

عجیبه زمانه ده! یو د دې ارمانجن وي چې ورځ مزدوري ورته پېدا شي، څو اولادونه یې وږي او نهار پاتې نه شي. خو ځینې یې په ښاښیو بادوي، ماڼۍ ، بنګلې او ښارګوټي جوړوي، خو بیا یې هم د ثروت او دارایې خلاصی نشته…..

پرېږده دا خبرې وروره! د خوارو برښې خوارې وي…. –

اختر وپتېله څو له خپل دوست خېرالدین سره د قصابانو تر مارکیټه ملتیا وکړي او هغه له دې کبله چې هلته یې یو دوست او آشنا درلود ، که لږ شانې پېرزوینه پرې وکړي. دواړه له قصاب سره په روغبړ وو چې پدې کې د قصابانو په مارکیټ کې له مخکې ځای پر ځای شوی بم وچاودېد، چغې اونارې شوې، د وینو سیلابونه شول…. د قصابانو له غوښو سره د انسانانو غوښې یوځای شوې.

خېرالدین د قصاب غوښو ته پام شو. د انسان غوښې یې تر سترګو شوې. تندی یې تریو شو. د زړه درزا يې زیاته شوه. له غوښو یې کرکه راغله، له قصابه یې کرکه راغله، د قصاب له سپینو او سرو چړو یې کرکه راغله، د وخت د ترخو څپېړو او نادودو یې کرکه راغله، له خپل سپېره برخلیکه یې کرکه راغله….. او یو دم یې چغې کړې:

ـ نه نه! زما غوښه نده پکار او له دې سره له خوبه راوېښ شو». ټول خولې خولې و او ټول بدن یې اوار لړزېده. کار ته د تلو پرې ناوخته شوی و. ژر یې خپلې څپلۍ په پښو کړې او له کوره ووت.

د جدي – ۱۳۹۰کال – ۰۵
۲۶ – ۱۲ – ۲۰۱۱
ډنمارک – د ګرستېد ښار