په دې بحث کې دهغو هيوادونو اواولسونو په اړوند خبري کوو چې له هره پلوه سره نږدې کلتوري اړيکې اوارتباطات لري ۔ ۔خو له بده مر غه له دغو ټولو ورته کلتوري اوتاريخي ارزښتونو سره سره دا اولسونه اوهيوادونه دخپل هنر اوادب دودې په برخه کې يوه بل ته دخپلو هنری او ادبی تجر بو په استولو اوليږد کې دنړۍ له نورو برخو : داروپا اوامريکا څخه خورا وروسته پاتي دي ۔
ددې سيمې څینی هیوادونه دخپلو کلتورونو اوهنرله نږدېوالی سره سره ٬ یو تر بله ددوښمنۍ ترخې شيبې هم گاللي اولا اوس هم ځينې دولتونه ديوه بل دکمزورۍ اوذلت له پاره خپل هيڅ ډول هلې ځلې نه سپموي ۔ چی له بده مر غه دا دوښمني اوناوړه سيا ستونه ددغو هيوادونو دهنرمندانو ٬ ليکوالو او پوهانو په نږدې والي کې خورا لوی اغيز پری ايښی دی ۔
خو که موږ دنړۍ دنورو برخو لکه داروپا دتاريخ پاڼې واړوو ٬دوی هم دخپل منځي اختلافاتو اوجگړو بې سارې نمونې اومثالونه لري ۔لومړی اودوېمه نړېواله جگړه يئ ښې بيلگې دي ۔خو له دغو ټولو جگړو اواختلافاتو سره سره ددغو هيوادونو ليکوالو سندرغاړو ٬ شاعرانو ۔۔۔ دخپلو ايجادياتوپرا خه تجربې یوبل ته لیږدولی دی او دا لړۍ ترننه راغزيدلې چې له برکته يې اوس دخپل هنر اوادب دودې لوی جال اوسيستم جوړ کړی دی ۔ ددوی له منځه هغو هيوادونو چې دخپل ادب اوهنر دروازه دنورو په مخ تړلی هنر اوادب يې دنورو په پرتله خورا وروسته پاتی راغلی ٬ ښه بيلگه يې پخوانی شوروی اتحاد دی ۔
هغه ورځ چې په پخوانی شوروي اتحاد کې په ادب اوهنر سانسور ولګيد او هنرمند اوليکوال يې داروپا اوامريکادنورو ليکوالو سره له اړيکو محروم شو ددوی ادبياتو ته يې ستر زيانونه ورواړول اوهغې لوی روسیې بيا تولستوی ٬ داستايفسکي ٬ گوگول چيخوف ٬ سرگي باندرچوک۔ ۔۔ ۔ په څیر ليکوال نړۍ ته ور ونه پیژندل
د۱۹ پيړۍ روسي ادب دغوړېدو يو سبب هم دا وو چې ليکوالو يې داروپا دنورو برخو له ليکوالو سره ښې اړېکې لرلي که به په فرانسه کې داستايفسکي ٬ تولستوی ٬ تورگنيف ٬ چيخوف ۔۔ فرا نسویا نو په مینه او خوند لوستل نو به په روسيه کې هم هوگو ٬ بالزاک فلو براو نور فرا نسوی لوی لیکوال روسا نو په مینه لوستل.
دوی نه يوازې په مينه ديوبل اثار ژباړل اولوستل بلکې په خپل منځ کې یی ډیرو لیکوالو یو له بل سره دوستانه اړېکې هم لرلې ۔ ځينو يي خپل اثار ان دخپل پلرني هيواد دباندې په نورو هيوادونو کې هم کښلې دي ۔
که په لنډو وويل شي وروستۍ دوه درې پیړۍ چې دمعاصر فيکشن دزيږيدو اوودې پيړۍ بلل کيږي داوسنئ اروپا ٬ امريکا دليکوالو دتجربو دليږد اوددغو وچو د لیکوالوداړيکو محصول دی اوکه په دغه پېړئ کې ددوۍ دخلاقيت ليږدونه اودوستانه مناسبات نه وای پالل شوي اوس به موږ دداسې سترو اوعظيمونړيوالو ادبي شاهکارونو لکه د تولستوی سوله اوجگړه ٬ د داستا یفسکی دکارامازوف ورورنه دفلوبر مادام بواري د ستندال تور اوسپين دبا لزاک انساني کميډي د کا مو،پردی،د مارکیز سل کلن یوازیتوب او نورشا هدا ن نه وای
داروپا دادب پالني تجربې نه يوازې اروپا تر ننه وپاللي اوددغو ادبياتو دودې پرلارو لا غور روان دی بلکې په دې وروستيو څولسیزو کې دلاتيني امريکا ليکوالو هم دخپلو تجربو دليږد په لار کې دپام وړ قدمونه اخيستي دي اوددغو سترو هنري هستونو په برکت يې نن سبا په نړيوال ادب کې خورا لوړ مقام موندلی دی ۔ ځيني لويديځ ليکوالان لاپه دې نظر دي چې 🙁 دفرانسوي ٬ انگريزي اوايټالوي ژبو دکيسه ييز ادب له مرکزه نوښت اسپانيايي ژبې ته تللی دی ۔ )
دکوډ گر رياليزم اصطلاح چې په ۱۹۲۵ ميلادي کال کې جرمن هنر پوه (فرانس رو ) دجرمن دنقاشانو داثارو ځانگړنو اومشخصاتو له پاره وکاروله اوس دخورخه لويس بورخس (ارجنتاين ) ميکل انخل استورياس (گواتيمالايي ) اوگابريل گارسيامارکز (کولمبيا يي ) اونورو ليکوالو داثارو له پاره کارول کيږي ۔
همدغه ځانگړني اونورې ښيگڼې دي چې نوموړو ته يې نړيوال شهرت ورپه برخه کړی دی اوډيرو لکه :بورخس اوگارسيا مارکز دنوبل نړيوالې جايزې هم خپلې کړې دي ۔ دکيوبا دانقالاب مشر کاسترو خو ((دسل کاله يواځيتوب ) په اړه وايي چې داسې يو ناول ترشلمې پیړۍ نه چا ليکلی اونه به يې هم وليکي .
ددې ترڅنگ دعرب هيوادونو ادبيات هم دخپلې ودې اوغوړېدو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري اودغه هيوادونه اوکلتوري مرکزونه هم خپل ادب ښه پاللي چې له برکته يې دليکوالو اثار نړيوال ادب ته لار موندلې اوهسې چې نن په نړۍ کې گارسيا مارکز اويا بورخس په خوند اومينه لوستل کيږي همدا شان نجيب محفوظ اوتوفيق الحکيم داثارو دلوستونکو شمير هم په لوړ پا ټکی کې دی ۔ اودنړۍ ډېرې کمي ژبې به و ې چې ددوې اثار دې نه وي ور اړول شوي ۔
داسي نه ده چې دغه سيمه ((سارک))دی ستر اونړيوال ليکوال اواثارو نه لري ۔ سارک هم په خپل وار خورا وتلي اومنلي ليکوال لري چې اثار يې په گرده نړۍ کې په ډيرو ژبو ژباړل شوي اودلوستونوکو شميره يې هم لوړه ده ۔ رابندرنات تاگور، سعادت حسن منتو ٬ کرشن چندر اونور يې ښې بيلگې دي اما له دی سره سره دغو هيوادونو دادبياتو اوهنر دودې اوغوړېدو کار اوهڅه په ملي ،سيمه ييزه اونړيوال کچه ورو اونيمگړی ده ۔ چې له دې کبله يې ادب اوهنر نه يوازې په نړيواله بلکې په سيمه ييز کچه هم پوره نه دی پيژندل شوی ۔
هغه عناصر چې ددې حوزې دادب اوهنر په وده کې بايدپه پام کې ونیول شي دادي :
سياست : سياست هغه لومړنی عنصر دی چې ددغو هيوادو نوپه ادب اودليکوالو په اړېکو يې ناوړه اثر غورځولی دی ۔
هغه هيوادونه لکه پاکستان اوهندوستان ٬افغانستان اوپاکستان او ځينې نور چې خپل منځی ناوړه سياسی اوديپلوماتيکی اړيکې لري ۔ نه يوازې دخپلو ليکوالو اوهنرمندانو ااوددوی دمرکزونو اوټولنو نږديوالي ته تل خنډونه اېجادوي بلکي ډير ی وختونه يي دا يا هغه ليکوال اوهنرمندان چې ددوی دښمن هيواد ته سفر کړی دتعقيب لاندې نيولي دي ۔
يوه ښه بيلگه يي دافغانستان يو سيک شا عر دیا نجان دی چې دپاکستان دکوټی ښار ته د پښتو دنړيوال کنفرانس ته په 2007 کال کی بلل شوی و بنديانول دي ۔ دده گناه يوازې داوه چې افغان سيک وو ۔ داسې بيلگې هم کمې نه دي ۔ هغه افغان ليکوالو چې دپاکستان هيواد ته سفر کړی اوويزه يې په پاسپورت کې درج وه کله چې يې غوښتي دهندوستان ويزه تر لاسه کړي دويزې کار يې له خنډ سره مخامخ شوی اوبر عکس پاکستان دې ته ورته عمل کړی پاکستان ليکوال هند ته اوهندوستانی لیکوال پاکستان ته دسفر په لار کې له دې زياتو ربړو سره مخامخ شويدي ۔
سانسور :
سانسور چې تل يې دهر اولس هيواد اوسيمې دادب اوهنر په وده اوغوړيدو کې ناوړه اغيزه ښندلې دسارک په هيوادو کې هم تراوسه واکمن دي ۔ او ددی سیمی د ادب اوهنر دخپلواکئ اوودې په وړاندې يې يو لوی ديوال درولی دی په دې هيوادونو کې نه يوازې ددغو هيوادونو دليکوالو اوهنرمندانو خلاقيت تر څار اوکنترول لاندې دی بلکې ددغې سيمي دځينو هيوادو ترمنځ ترينگلوسیاسی مناسباتو ددغوهيوادونو دليکوالو دهستونو دليږد کاروان ته هم تل لار نيولې او کله کله دا کا روان داړی
لاتراوسه ډېری حکومتونه دې ته تيار نه دې چې دنورو هيوادونو يا دبل دوښمن هيواد فلم انځور گري ، شعر اوناول په ورين تندي خپل هيواد ته وارد کړي ۔
سانسور نه يوازي په خپل هيواد کې ډيری ليکوالان تر عدلي څار لاندې راوستي دي ٬بلکي کله دبل پردي هيواد داثر وارداتو هم واردونکي ته لوی زيان اړولی دی ۔ که يو وخت سعادت منتو په خپل هيواد کې دخپلو کيسو په برخه کې دجرم اوسزا لاندې راغی نن دانمونې ډېرې دي چې دبل هيواد داثر ژباړونکي هم دعدلي تعقيب لاندي راغلي ۔ زما دلنډو کيسو يوه ټولگه چې گردې کيسې دافغانستان تراژيدي اوکړاوونه انځوروي څوکلونه وړاندې زما دوست اوتکړه ليکوال اوژباړن راشد خټک له خوا اردو ته وژباړل شوه دپاکستان نیشنل لايبريري دکتونکې ډلې له خوا تاييد هم شوه خو کله چې چاپ ته تلله دپاکستان داطلاعاتو وزير اودلايبريری دريس په بدلون دستي له چاپه راوگرځيده اوتر اوسه په پاکستان کې دچاپ له خنډ سره مخامخ ده ۔
په داسې حال کې چې دغه ټولگه په افغانستان کې له هر ډول خنډه پرته چاپ اوخپره شوه ۔ لا اوس هم ددغې سيمي دډيرو ليکوالو اثار چې ان بين المللي شهرت لري اوپه گرده نړۍ کې دډېرو اخيستونوکو ناولونو په ډله کې راځي ۔ ددوې په پلرني هيواد کې نه شي چاپيدای ۔ بيلگه يې دخالد حسيني دکاغذ باد ناول دی چې په افغانستان کې يې په چاپ اولوستلو بنديز دی ۔
سره له دې چې زه ددې اثر له محتوا سره جوړ نه يم او په هنری لحاظ یی بریا لی اثر نه بولم اودڅنو تار یخی حقا یقو په جعل یی هم تور نوم خو دکتاب په خپريدو اولوستلو هر ډول بنديز په کلکه غندم ۔
ژباړه : سره له دې چې دسارک هيوادونو هم په خپل وار دنړۍ دمخکښو ليکوالو داثارو په ژباړلو اوخپرولو کې زيار گاللی اودچاپي اثارو لويه برخه يې ژباړو جوړه کړې خو له بده مرغه دغه هيوادونه دخپلې سيمې دليکوالو په ژباړه کې خورا وروسته پاتې دي ۔
موږ افغانانو تر څو کلونو وړاندې منتو نه پيژانده دهندوستان له لوی هيواده مو يوازې ټاگور، منشي پريم چند اوکرش چندر پیژندل اوزه په شک کې يم چې ډيری پاکستانيان اوهندوستاني ليکوال دې زموږ وتلي ليکوال اوشاعران وپيژني ۔ او دا څو مره بده ده چې زما په څیر یو افغان لیکوال دی دداسی هیوادو لکه بوتا ن،سریلانکا، مالدیب.نیپال،بنګلادیش د لیکوالو اثار په خپله مور نۍ ژبه :پښتو کی نه وی لوستی
خو په دغو هيوادونو کې داسې ليکوال اوشاعران هم شته چې نه يوازې په ملي بلکې په نړيواله سويه خورا مشهور دي ۔
مارکيټ : دوگړو دشمير له مخې سارک څنگه چې دمخه وويل شو دنړۍ گڼ ميشته حوزه ده اودا سمه ده چې دنړۍ دنورو برخو لکه اروپا ٬ امريکا استراليا په پرتله په کې دکتاب دلوستلو کلتور کمزوری دی خو دخپل گڼ ٬ميشتو والي په وجه کيدای شي دخپلو ليکوالو داثارو دپلورلو له پاره وړ اومناسبب مارکيټ وگرځي ۔
ددغې حوزې سره ورته دینونه،عنعنې،تا ریخ او نورددې سبب ګر ځی چی ددی سیمی اثار په اسا نه او خوند ولوستل شی او د نړۍ له له نورو هنری او ادبی اثارو یی تود هر کلی وشی.
ډېر وختونه يو نړيوال اثرکه ناول وی که شعر او یا هم لنډه کيسه که داروپا اويا امريکا وی په دې سبب زموږ ژبو ته ژباړل کيږي ۔ چې دا يا هغه بين المللي جايزې يې خپلي کړې ا ويا يي ښه مارکيټ موندلی ٬ خو کله چې موږ دا اثار لولو له ډیرو مو هيڅ خوند نه دی وړی اودا ځکه چې زموږد بیلو بیلو ارزښتونو او کلتورونو په وجه پری نه یو پو هیدلی او خوند مو نه دی تری اخیستی ۔
په پښتو کې دنړۍ دليکوالو لکه ارنست همينگوی ٬ بوډا اوسمندر اودجان استين بک مرغلره مې څوڅو ځلي لوستي خو تراوسه می هغه خوند تری نه دی اخیستی هومره خوند چیب می له ټاګور له ګیتانجلی وړی وي ۔داروپا اوامريکا لوستونکو اوليکوالوته هم زموږډېری اثار همداسې بريښي ۔
زه هيڅ داسې هندي ٬ پاکستان ٬ عرب ٬ ايراني ٬ ترک ليکوال نه پيژنم چې دهغه په اثارودی نه یم پوهيدلی اوخوند مې دی ترې نه وی اخيستی
همدغه ستونزه اوحقيقت زموز داثارو نړيوال کيدو يا گلوبالايزیشن لپاره لويه ننگونه ده ۔
زموږ دادب اوهنرد نړيوال کيدلو دمخه بايد خپل اثار سيمه ييز کړو اودمخه تر دې چې خپل اثار بين المللي مارکيټ ته وباسو لومړی یی بايد په خپل مارکيټ کې تجربه کړو ۔
موږ لا دکتاب دفورمشن له ډېرو تجربو وروسته پاتي يو اوپه ځينو هيوادونو لکه افغانستان کې خو په رښتيني مانا خصوصي ناشران وجود انه لري ۔ که موږ لومړی په خپل هيواد اوبيا په ټول سارک کې دخپلو کتابونو ښه فورما شن وکړو اوهغو ته ښه مارکيټ ومومو ٬ موږ به په اسانۍ خپلو اثارو ته بين المللي مارکيټ هم موندلی وي ۔
ددې له پاره چې دسارک ادب اوهنر وده بيړنۍ اودنړۍ دنورو سيمو سياله گرځيدلي وي په کار ده چې :
1:دسارک دلیکوالو او ددوی د ټولنو تر منځ راشه درشه پراخه اوسيستماتيکه شي ۔
۲:دگډو کنفرانسونو ، سيمينارونو او ورکشاپونو لړی دې پراخه شي ۔
۳.دسارک ليکوال ٬ هنرمندان اومدنې ټولنې دی په خپلو حکومتونو فشار واچوي چې دليکوالو دتگ راتگ چارې نه يوازې سختې بلکې لا اسانه کړې ۔
0. ديو دبل دغوره اثارو ژباړې ته دې ټاکلي پروگرام اوپلان جوړ شي ۔ ښي ژباړې ته دې دحق الزحمی ترڅنگ جايزې هم وټاکل شي
۵.هر هيواد دې په ټوليزه توگه ددغې سيمې دادب اوهنر تاريخ ته په خپل تعليمي نصاب کې ځای ورکړي ۔
۶.دا هيوادونه دې يوواحد ادبي خپرنيز ارگان ولري چې له هرهيواده دې دهغه هيواد دليکوالواوشاعرانو په تناسب ددوی هستونی چاپ کړي ۔
۷.دادبي ژانرونو: ښه شعر ښه لنډ داستان ٬ يا ناول له پاره دې کلنۍ جايزې وټاکل شي ۔
۸.اوترټوولو وروستۍ دا چې له سانسور سره دې جدي مبارزه وشی ٬ ښه به وي که په دې اړه يو سيمه ييز سيمينار راوبلل شي ۔ سانسوردې له سره تعريف اوزموږ دسيمي دازاد اورښتيني ادب اوهنر له پاره دی تاوانونه په گوته شي اوپريکړه ليک يې خپلو حکومتونو ته وسپارل شي اوله هغوۍ یی با یددجدي پلی کیدو غوښتنه وشي .