کور / کیسه / په يو اوغانۍ نو د چا څه كور ورانېږي!

په يو اوغانۍ نو د چا څه كور ورانېږي!

د مريمې د ژوند كيسه:


بسلمانانو کومک راسره وکى… کور کې د خوارۍ څوک نه لرم… وی خدایه یخنۍ مړه کړم!


د کابل ښار ده افغانانو ته نږدې، ناسته په شنه بورقه کې راټوله بي بي مریم وایي فقط یو زوی لري:(( تېر ماښام مې هم د مړۍ څکه نه ده کړې، خدایه له چا تمه وکړم.))


مریم د مرکې پرمهال د خبریال جیبونو ته ګوري ګوندي د خبرو په ترڅ کې څه ورکړي.


مريم چې ۴۵ كلونو ته نږدې عمر لري، وايي چې تل یې د سوال ځولۍ غوړولې وي، کله دلته کله هلته ناسته او يا ګرځي، خيرات ټوله وي، خو کور یې مرنجان تپې ته نږدې دى، یو زوی لري، ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، خو په خبره یې له هغې خوا د دې پر ځای چې ګټه او شنه لوټونه راوړي له غرقې نشې سره راستون شوی.


مریم وایي، مخکې داسې نه وه، د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې مېړه دنده درلوده، د كور ګوزاره يې ښه روانه وه او ډېر بې وسه يې په نس ماړه كړي دي، خو اوس يې ځوان زوی په نشه اخته دى او دا ورته لاس تر زنې ناسته ده.


مریم خپله كيسه كوي: ((مېړه می قادر خان نومېده، د جلال اباد په جګړه کی ټپی شوی و، وروسته یی په روغتون کی سا ورکړه.))


هغې چې په لاره يوې او بلې خواته په روانو خلکو پسې، په بورقه کی دننه نظرځغلاوه خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ: ((زه مې زوی ته چې هغه وخت ۲ کلن و په تمه وم، ما وی ځوان به شي، کور به یې شي، اور به یې شي، له وروڼو سره کښېنستم، پلار مې مړ شو او وروڼه مې د اولادونو خاوندان شول، سره بېل شول. زه او زوی سره پاتي شو.))


هغې زیاته کړه چې اوس یې زوی پوډري شوی دی:(( پنځه كاله يې په ايران كې تېر كړو چې راغلى د نشي په افت اخته شوى و، او چې په کور کې چې هر شی په لاس ورشي، وړي او خرڅوي یې.))


مریم یوازینۍ سوالګره نه ده، بلکې په کابل او د هېواد په نورو ولایتو کی ډېرې داسې سوالګرې شته، خو ځینې خلک دا نه مني او وایي چی سوالګري اوس د پيسو ټولو لپاره کسب ګرځېدلی دی.


۲۵ كلن رحیم الله د کابل ښار د كمپنۍ اوسېدونکى وایي، ډېر داسی کسان یې لیدلي چې سوال کوي، خو د ده په خبره، له رئیسانو یې هم د کور ګوزاره ښه ده.


هغه زیاتوي، له دې به ښه کسب چېرته وموندل شي، نه ستړی، نه هلاک؛ بس د سړک پر سر یوه او بل ته لاس وړاندې کوه:((ما غوندې سادګان ورته یو ګون او دوګون غورځوي.))


 د شمشیرخان په نوم يو بل كس چې په وينا يې ۳۱ كاله عمر لري د كابل د چهلستون اوسېدونكى دى وایي، که دا کسب ګر وي، نو بیا زموږ څه ګنا ده چې زړونه مو راپړسوي.


هغه وایی، چی کومه ښځه په سوال کولو وویني او یا ژاړي، ډېر ورته دردېږي او خپله مور خور يې ذهین ته راشي، که هغه همداسې وي، نو د ده به څه حال وي.


هغه وايي: (( نه مړه دا ښځې مجبوره دي، ګنې څوک دې ذلت ته ځان ورکوي.))


سره له دی چی کابل د هېواد پایتخت دی، خو بیا هم د ورښتونو په وخت کی د یو کلیوال بازار د (ولسوالۍ بازار) بڼه غوره کوي او له خټو په کې لاره نه کېږی.


اوس چې په کابل کې تازه واورې پیل شوې، هر چا ته یې ستونزې راولاړې کړې دي، مامورین له کوره په لوکسو درېشیو کې وځي، خو په کوڅو او تر دفتره یې دریشي هغسې لکه غواړي چې په دفتر کې ځان وښیي، نه وي پاتې.


په داسې حال کې به د یوې سوالګرې څه حال وي، د یوه بند دکان دروازې ته چې پنجره یې راکښته ده مریمې ورته ډډه وهلې، خو که له دکانه دننه ورته څوک وګوري، نو د هغې بندۍ خیال به ورباندې وکړي چې د پنجرې شاته د ژمي په سړو کې كومه سخته سزا وركول كېږي، خو مریم يې زغمي، مګر په بد حالت كې راګېره زنداني د راتلونکي ژوند په لټه کې بې معنی اوښکې تویوي چې هیڅکله یې د خلاصېدو چاره نه ويني.


مریم چې بورقه د پښو تر ګوتو لاندې کوي او له یخنۍ ځان ساتي د خپل کور حال داسې بیانوی:((وی، وى کور کې څه لرم، ماښام له نانوای وچه ډوډۍ وړم، کله – کله خو څوک مهربانه شي، لږ غوړ راکړي.))


هغه وایي، یوه خپلوان د کور شاته یوه کوډله ورکړې چې هلته د بې وسۍ شپې تېروي، خو مرګ ته یې سترګې ختلې دي.


دا په هېواد كې د تېرو جنګونو د يوه وژل شوي سړي د نازولې مېرمن له غمه ډکه کېسه ده، د هغې مېرمنې چې په مینه غوښتل شوې او د واده په لومړۍ شپه به هرو مرو ورته ویل شوي و:(( زما د ژوند اثره ته وې، ښه شو چې ترلاسه مې کړې مریم جانې زه به ستا لپاره ژوند وکړم، موږ په دوو جسمونو کې یو روح یو.))


خوله انقلابونو څخه د ځوریدلي شاعر خبره بې ځایه نه ده:


وخت لکه لېوه غوندې پر لار راسره ځي


کاڼي په لمنو کې هوښیار راسره ځي


دا کاڼي د مریمې پر تندي په درز ولګېدل او وخت لکه لېوه غوندې د هغې مېړه چې یو وخت له دندې ناوخته کور ته راته، په دې چې مېرمن یې خپه نه شي، یوه جوړه جامې په لاس، وداړه.


خو اوس هغه نازولې کونډه سوالګره ده او د هغو شېبو یاد نه شي تازه کولى، نه په نس مړه شوه او نه یې کور جوړ شو، هغه جامې چې مېړه ورته راوړې وې، له اوسنیو جامو سره یې ډېر توپیر لري اوسنۍ جامې یې ډېرې زړې او شلېدلي دي. مریمه وایي، دا کالي ورته یو چا کال وړاندې ورکړي دي:(( خداى دې خير وركړي، يو چا په خيرات كې راكړو.))


سره له دی چې دولت څو ځلې په کابل او ولایتونو کې د غریبانو په اړه پروګرامونه پیل كړي او لا يې لري چې ګواکې له مخې به يې د زیاتو بې وسو ژوند برابر شي، خو مریم لا هم همداسې په خپل حال پاتې ده او وایي: ((دولت به څه راسره وکړي، د مېړه او خوارۍ زه نه یم، بیا هم ښه ده، کله کله یو نیم بسلمان راته څو روپکۍ راکوي.))


 عبدالروف چې د بي بي میریم زوی دی، د دې په وینا له کوره ورک دی:(( خدای دې نه راولي، که راشي خو غلا به راڅخه وکړي او په لیدو به یې زه اوښکې توی کړم.))


مریم یو ځل بیا اوښکي او سلګۍ قابو نشوای کړای.


خو خبریال د هغې سلګیو ته مایک نیولی و چې یو ناڅاپه توره پراډو ودرېده او په لکسو درېشو کې دوې نازولې نجونې د موټروان په بدرګه ترې راکوزې شوې، تورې موزې یې نسبتا تر زنګونو پورې رسېدلې وې، پيك خولۍ یې په سر وې، یوې هغې بلې ته کومه خبره وكړه او له خندا شنې په کوبای پتلون کې په دنګ ځوان پسې شالو بالو رهي شوې.


مریم د هغوى په كتو تكان وخوړ، كومې زړې خاطرې يې په زړه شوې، په افسوسناك ډول یې مخ ورواړاوه او سر یې وښوراوه، خو پر ژبه یې د ویلو لپاره څه نه وه.


تر هغو چی دا دوې مېرمنې او ځوان یو دکان ته ننوتل، مریمې تر چادرۍ لاندې خپل نظر ورپسې ځغلاوه او تر ډېره د ماضي په یادونو کې ډوب وه، مخ يې را واړاوه، په آرامه یې وویل: اې خدایه څوک له لوږې مري او څوك له خوښيوپه جاموكې نه ځايږي!


مریم د زمانې له جبره هره ورځ خپل رژېدلي ارمان ته، تر بورقې لاندې بلا اوښكې تويوي، خو په لاره تېرېدونكي خلك نه يوازې دا چې پام يې نه ور اوړي، بلکې د شك په سترګه ور ګوري او د يوې بډايې كسب ګرې تمه ترې لري!


خو د مريمې ژوند د يوه شاعر د يوه بيت مصداق او يو ژوندۍ تابلو ده:


نن ورځ مې مه ګوره چې نه لرم ډېوه په كور كې


كړي دي ما هم د سپوږمۍ پر زنګانه خوبونه


مريم پوهېږې چې سوال کول ښه نه دي:((ورك دي شي، خداى دې هر بسلمان ځنې وساتي.))


نوموړې په غريو نيولې انداز دا جمله څو ځلې تكرار كړه: (( ډېر نازولي ډېر خواریږي.)) او په دوام يې وويل: اوس خو لا ښه ده، په روژه کې به مې د ماښام ډوډۍ وه، خو پېشلمی مې په نهاره و او بيا به له سهاره تر ماښامه روژتي وم.


مریمه اوس یوازې د نس د مړېدو هیله لري، هغه وایي څومره چې خواره ده، دومره دې نوره خواره شي که به له سوال كولو بله اثره لري: ((زه میرات مړې څه وکړم، ځان خو نشم وژلی، خلک چې وایي دا کسب ګر دي په ځان دې واوړي.))


هغې په خپ غږ وویل:(( په یوه اوغانۍ نو د چا څه کور ورانېږي.))