هغه بیشکه چې یو انسان دی خو له ټولو انسانانو جدا، هغه بیشکه چې زړه لري خو داسې زړه نه لکه نور انسانان یې چې لري زړه یې له غمونو ډک دی له دردنو دردمن من خو بیا هم د غمونو په منځ کې یوه خوږه موسکا لري چې نور له غمونو ساتي او وايي غم مو ما ته پرېږدئ هغه له ماسره ښه ملګرتوب کوي تاسې خپل زړونه د غمونو په مارانو مه خورئ- هغه فکر لري خو داسې نه چې یوزاې د ځان لپاره ترې کار اخلي هغه تر ځان د نورو په اړه ډېر فکر کوي.
هغه!
هغه په هر ځای کې وي خو هېچیرته نه اوسېږي ځکه خو را ولاړه شوه دنړۍ له هر ګوټه راغله زما زړه ته او زما په زړه کې یې جونګړه جوړه کړه، خو داسې جونګړه چې خپله نه پکې اوسېږي او له هغې جونګړې هم لیرې تللې ده، تلو یې زما د زړه دردوونه زیات کړي خو زما په زړه کې یې جونګړې زما د زړه دیوالونه کلک ساتلي، ماته یې عزم راکړی له وسوسو یې ساتلی یم، زما ټوک ټوک زړه ته یې ځواک راکړی، احساس مې یې پنځولی او د هسکو ټيټو پر وړاندې دریدو ته یې غږ راباندې کړی.
هغه!
هغه له هر چا تمه لري، خو له هیچا تمه نه لري- د هغه هیله داوي چې انسانان له خوښیو ډک ژوند وکړي مدنی ژوند وکړي، که د نورو لپاره ژوند نه شي کولی او نورو ته ژوند نه شي ورکولی نو د نورو د ژوند خڼد دې نه کېږي، د نورو ژوند دې نه اخلي هغه وايي که د یو مظلوم په اړه نه غمجن کېږې نو د نورو په سترګو کې اوښکه یو ځل پر خپل ګریوانه توی کړه او بیا ترې وپوښته چې ولې له سترګو را ووتې، د سترګو پیغام دې څه و؟ په سوي زړه کې دې څه دي؟ ولې دردمنه یې او ولې له خپل نازولي زړه او ښکلو سترګو را جدا شوې؟
هغه!
عجیبه ده ټوله ورځ دشاتو مچۍ په څېر په ګلونو ګرځي خو د ځان لپاره نه د مچۍ په څېر د نورو لپاره له ګلونو هغه څه اخلي چې هېڅ ژوندی ورته پام نه کوي او نه یې ویني.
هغه د شاتو مچۍ په څېر ده چې غصه لري، قهر لري زهر لري خو زهر یې هم شفا دي او د هر دردمن د زړه دوا، هغه ژوند کوي خو د نورو لپاره، د شاتو مچۍ هم په ګلونو ګرځي خو د بورا په څېر نه چې له ګلونو سره یې د خپل ځان لپاره مینه وي دا له ګلونو سره مینه لري په ګلونو ګرځي خو د نورو لپاره له ګلونو نازک پشم اخلي د ژوند خواږه ترې جوړوي خو له هغو هم پخپله ګټه نه اخلي او نورو ته یې ورکوي، ټول ژوند یې د نورو لپاره تېرېږي ځکه خو له خپل درده نه وي خبره د خپل درد- درد ناکې څپې یې هغه وخت راشي چې د نورو د دردونو د غم څپې یې د حوصلو پر هسکو ور واوړي.
هغه!
هغه هېڅ نه لري خو هر څه لري؟ هغه غواړي هغه څه پیدا کړي چې نور يې نه غواړي خو هغه څه نه غواړي چې نور پسې سرګردانه ګرځي، ځکه خو زه وایم چې د نورو انسانانو په څېرنه ده، وايي د دونیا موړ نشته او د عقل وږی ښايي دغه کمزوي په ټولو انسانانو کې وي خو هغه یې نه لري.
یوه ورځ داسې هم راغله چې هغه له ما روانه وه او په وروستي ځل مخ را واړاوه او را ته ویې وې ته زما په تلو خفه نه یې؟
ما وې نه ځکه چې ستا په تلو کې ستا خوشالي ده.
وې په سترګو کې د اوښکې څه وايي؟
ما وې اوښکې د زړه په زور او د زړه له سوي زړه راوزي هغه له عقله اجازه نه وي اخیستې.
وې چې داسې ده نو واوره! زه هغه څوک یم چې په هېڅ ځای کې نه وم خو په هر ځای کې مې پیدا کولی شې، زه چې څومره لیرې ځم نو تا ته به در نږدې وم، په ريښتیا هم هغه لیرې تللې خو تر پخوا نږدې را ته نه ښکاري ځکه د سر په سترګو یې نه وینم، حمزه بابا وايي:
د سر په سترګو خو دې وینم اشنا د زړه په سترګو را ته نه ښکارې
خو هغه ماته د زړه په سترګو ښکاري مګر د سر په سترګو یې نه وینم.
خو هغه!
هغه په خوبونو کې راسره وي، وړمه شپه په خوب کې راغله غوښتل مو د ژوند له ترخو او خوږو کیسې وکړو کښېناستلو په خبرو مو پیل نه وکړی چې د وخت قاضي په امر په نامعلوم تور ونیوله، زه له وېرې رېږدیدم خو دا د هېڅ قانون تر اغیز لاندې نه وه، بې پروا ښکاریده او دلته یې هم د ځان په اړه فکر نه کاوه- د وخت قاضي سزا او جزا ته بېوله خو په زړور تیا یې غږ راباندې وکړ……….زما په اړه چرت مه وهه؟ زه هغه څوک نه یم چې د زمانې له توپانونو وډاره شم، ما پرېږده او مه راباندې وېرېږه خو ته پام کوه چې دلته ډېر اغزي دي دلته مه کښېنه جامې دې هم را ټولې کړه او له اغزیو ځان وساته، ما وې ته اوس هم زما په فکر کې یې د ځان په اړه فکر نه کوي؟؟ وې د ځان په اړه فکر کولو ته اړتیا نشته زه هغه څوک یم چې نه څوک وېروم او نه له چا وېرېږم، نه د نورو د زندۍ رسۍ ر اسره ده او نه د بل له دار ډارېږم… ما وې زه ولې داسې نه یم، وې برخې اځلي دي زه له چا ګیله نه کوم؟ بیا یې مخ را واړاوه او په داسې حال کې چې نور د خبرو وخت نه ورکول کېده را ته کړل یې: ته وګوره د ښار ګنهکار قاضي خلکو ته سپين سپېڅلی ښکاري او زه ورته د وهمونو خړه سیلۍ ….. بیا یې په کراره له خولې ووتل: زه هغه اوښکه یم چې خپلې سترګې مې هم نشي ساتلی، ځکه خو کله په بڼو کې ورکه شم او کله هم د ګریوانه په دښته کې پنا شم.