لنډه کيسه
په پوهنتون کې په زلمي باندې ټول تدريسي ساعتونه همداسې تېر شول او نوموړى ورباندې هېڅ پوه نه شو ، چې په دې ساعتونو کې استادانو څه وويل او په دې تېرو شوو ساعتونو کې کوم درس تېر شو ، خو په هر صورت ورځ چې هر څنګه وه په زلمي باندې تېره شوه . زلمى، چې هر کله له پوهنتون نه خپل کور ته راغى نو مخامخ خپلې کوټې ته لاړ ، هلته يې کتابونه د مېز سر ته خطا کړل او سر په زنګون په فکرونوکې ډوب کېناست .
نوموړى همداسې د خپلو فکرونو په نړۍ کې ورک و، چې ماخستن پرې راورسېده، زلمي له ډېر خفګان نه ډوډۍ هم ونه خوړه او نه هم د نورو شپو په څېر انډيوالانو ته د بنډار لپاره حجرې ته ور ووت ، زلمى تر سهاره پورې په خپله کوټه کې ويښ و او له خپلې هغې خيالي نړۍ نه يې ځان نه شو راايستلى، چې په حقيقت کې څه موده وړاندې ورباندې تېره شوي وه او په هغه حقيقت کې ده هڅه کړي وه، چې خپل نيمګړى ژوند بشپړ کړي، خو د دې پر ځاى، چې کامياب شي هغه يې سخته ماتي په کې وخوړه. د دغې خيال په نړۍ کې به، چې کله خپل معشوق او خپله مينه ورپه ياده شوه،نو حال به يې دومره غمجن شو، چې ناڅاپه به يې له سترګو در ، در اوښکې راتوى شوې او په څو تاره ږيره کې به يې دانه ، دانه روانې وې ، خو دا اوښکې به ډېرې ژر د خپل زلميتوب غرور ورباندې پاکې کړې او د ځان سره به يې غلي وويل: هېڅ خبره نه ده هغې به د بې وفايۍ له مخې دا خبره نه وي کړي ، بلکې د يو چا له خوا به دې کار ته مجبوره کړل شوي وي، چې په دومره جراات سره يې تر سره کړ .
شپه پخه وه ، چې بيا ټيليفون وشرنګېده، زلمي د تيليفون سکرين يا ښيښې ته وکتل ، که ګوري ، چې همغه شمېره ده ، تيليفون يې اوکې کړ.
په لړزيدلي غږ وويل.
– اسلام عليکم
– وعليکم وسلام زلميه له ما مه خفه کېږه.
– ولې څه خبره ده، چې داسې وارخطايې ؟
– انجلۍ په ډېر افسوس سره وويل:اوف زلميه ما، ما، ما وبخښه…
د انجلۍ غږ ورک شو او تيليفوني اړيکه هم پرې شوه، زلمى بيا په دې فکر کې شو، چې اخر دا څه روان دي ، کومه خبره ده، چې هغه يوازې له سلګيو نه بل څه نه لري، بار، بار رانه بخښنه غواړي او په هره خبره کې ځان خجالت بولي.زلمي به، چې دا خبرې او موضوع هر څومره لټ په لټ اړوله رااړوله، هېڅ سر او پاى يې نه ورمالومېده هغه د چا خبره، چې هېڅ کوچ يې نه شول ترې راايستلى، هر کله، چې د مضوع په مالومولو کې پاتې راغى نو له مجبورۍ نه يې خپل تليفون رواخيست او هغې شمېرې ته، چې ده ته يې زنګ پرې وهلى و، زنګ وواهه، هغې شمېرې ته بيخې ډېرې ټالۍ ورتللې، خو له بده مرغه، چې تيليفون يې اوکې نه کړ، اخر زلمى په ډېرو زنګ وهلو باندې ستړى شو، ډېر د مايوسۍ او خفګان په حالت کې يې خپل تيليفون کېښود.
دا شپه، چې هر څنګه وه په زلمي باندې تېره شوه، هر کله چې په غرونو او رغونو د سهارني لمر زرينې وړانګې راخورې شوې، نو زلمى هم له خپل کور نه راووت او د سرک پر غاړه يې موټرو ته لاس ورکاوه، خو ډېر موټر همداسې ورباندې تېر شول، ځکه چې له خلکو به ډک و او د نورو کسانو د وړلو ځاى به په کې نه و. له لږ انتظار وروسته يو موټر برېک ورته ونيو او زلمى ور وخوت.هر کله چې بازار ته راورسېده، نو موټر ته له کرايې ورکولو وروسته په دې فکر کې شو، چې اوس پوهنتون ته لاړ شي او کنه؟خو له اوږده فکر کولو وروسته يې دا فيصله وکړه، چې بايد پوهنتون ته لاړ شي.
زلمى نن ورځ بيا په داسې حال کې پوهنتون ته لاړ، چې پر زړه او ذهن يې د انجلۍ همغه خبره خوره وه، چې ما وبخښه…نو ځکه خو نه د درس په خوند پوهېده او نه هم د ملګرو په خبرو يې سره خلاصېده، چې څه راته وايي.اخر مجبور شو، چې د ساعت له پوره کولو نه مخکې له پوهنتون نه راووځي او پر ځاى يې کور ته لاړ شي، هر کله چې موټر ته وخوت، نو يو ځل بيا د هغې شمېره نه زنګ ووهل شو، خو زلمي دا ځل تيليفون اوکې نه کړ، ځکه په موټر کې له سپرو خلکو وشرمېده او يوازې يې د تيليفون ښيښې ته وکتل.هر کله چې د کور په مخ کې له موټر نه کوز شو، نو په بيړه يې تيليفون رواخيست او هغې انجلۍ ته يې زنګ وواهه، زنګ تېر شو او هغې بې له ځنډه اوکې کړ، انجلۍ په ساه کې لوړه وه او يوازې دومره يې وويل:
زلميه درباندې ګرانه يم؟
زلمى په غوصه شو ولې داسې خبرې کوې؟
انجلۍ بيا ورغبرګه کړه زه ځواب غواړم
زلمي ورته وويل، چې ته مې د زړه يوه ټوټه ګرځېدلې يې او بيا راباندې ګرانه څنګه نه يې.
د انجلۍ د خبرو سره يو ځل بيا سلګۍ ګډې شوې او له زلمي يې وغوښتل، چې دومره درباندې ګرانه يم، نو يو سوال به مې ومنې؟
– هو څنګه يې نه منم زه خو هر وخت ستا په رضا تللى يم.
– نو چې داسې ده هغه انځور چې ما درکړى وو، اوس يې وسوځوه، ځکه زما او ستا لارې نورې جدا شوې.
زلمي چې دا واورېدل په سترګو يې تياره شوه او له لاس نه يې تيليفون پرېوت، په تيليفون کې بلې، بلې غږ راته، خو څوک نه وو، چې ځواب يې ورکړى واى.زلمى چې هر کله له بې هوښۍ نه راپه خود شو، نو په ډېره خوارۍ سره يې کور ته په داسې حال کې ځان ورساوه، چې تا به ويل د ډېر عمر ناروغي يې تېره کړي ده.په کور کې يې د کتاب له منځ نه د هغې انجلۍ انځور رواخيست، ښکل يې کړ او بيا يې په زړه پورې ونيوو، دې سره جوخت د انجلۍ خبره ورپه ياد شوه( که درباندې ګرانه وم، نو انځور مې وسوځوه ). زلمي د انجلۍ سره د وعدې پر ځاى کولو لپاره د خپل زړه هغې وروستۍ تکيې يعنې د معشوقې انځور ته په لړزېدلو لاسو د اورلګيت خلى بل کړ، چې له زړه نه يې د وينو دارې تلې، انځور اور واخيست او په انځور کې يې د معشوقې پړونى ورو، ورو تورېده او بالاخره يې څېره د لمبو په زور بدله شوه، د زلمي اوښکې پرې وروڅڅېدې او په اور کې يې يوازې سرپ، سرپ وکړ او بس.