سهار وختی چی کله له خوبه راپاڅیدم په بیړه می ځان تیار کړ او د بازار په لور روان شوم ، که څه هم د شپی له خوا د فیسبوک له ملګرو او د اختر په اړه د مبارکۍ امیلونه می دا زیری راکړ چی سبا اختر دی خو سهار وختی بیا دا رانه هیر و چی اختر دی .
بازار ته په دیره بیړه راورسیدم ، دوکان می خلاص کړ ، مګر اختر بیا هم راځینی هیر و ، ځکه چی ما سره د سودا غم و نه د اختر ! او بل په ما لږ ناوخت شوی و ځکه می ډیره بیړه کوله چی هر څه زر برابر کړم .
پدی لحظه کی می زما کشر ورور چی هغه هم زما سره یو ځای د مسافری شیبی د غربت په دیار کی سبا کوی پام شو ، په څېره کی یی خفګان څپی له ورایه معلومیدی او ګیله من ښکاریده .
زه پوه شوم چی ځوان ته د خپل وطن اختر ورپه یاد شوی دی . دا حقیقت دی چی په وطن کی اختر ، سره لاسونه ، نوی جامی ، ټولو خپلو او پردیو سره یوی ځای د اختر لمانځل ، یو بل ته غاړه ورکول او خوشحالی وی .
که ریښتیا راباندی وایی زه یی هم ګیلامن ګړم ، خو د دی په خاطر چی راباندی پوه نشی چی زما هم زړه ډک ډک کیږی ، د ټپو په زمزمه می شروع وکړه .
خو زما شروع هم په داسی ویرجنه ټپه وه چی بیا می څومره ځان ته زور ورکړی دی ، اوښکه رانه تم نه شوه .
خدای به می بیا د کلی خان کړی
د ملنګی کچکول می ډیر و ګرځونه