کور / نثر / شیطان پيژندنه – دوهمه برخه

شیطان پيژندنه – دوهمه برخه

پوهنمل محمود نظريددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


شیطان په ادبیاتو کي
د شیطان تر ټولولرغونې  ریښې  د عربي وییونو په کتاب   کې د «رؤبه» په یو شعر کې راغلي دي
و فی أخادید الشیاط المشّن
شافٍ لبغی الکلب المشیطن
 دسپي ټپ ته د شلاغو  نښې شفا ده
 دې کوڅه ډب ، مردار، لیري سوي ته
 د شطن اصلي مانا لیري سوی ده
د«نابغه» په شعر کي شطون لیري والي  ته ویل سوی دی.
نات بسعاد عنک نوّی شطون
فبانت و الفؤاد بها رهین
 د ژور څاه رسۍ ته هم شطن ویل سوې دی او شیطان یې وجه تسمیه ده یاني  لیري والي .
«جریر» په خپل یو شعر کې وايي :


ایام یدعوننی الشیطان من غزلی
و هنّ یهویننی إذ کنت شیطاناً
کله چې یاغي اومتکبر وم
شیطان زه عاشقي ته وبللم
 «عنتره » په یوشعر کې وايي :


یدعون عنتر و الرماح کانها
اشطان بئر فی لبان الادهم
په عربي کي دشطن جمع اشطان یا ني رسیانی ( تناونه ) ته وايي
شطن رسۍ ده اومشاطن هغه  څوک چې له څاه اوبه راباسي.
«ذوالرمه» په خپل  یوشعر کې وايي:
اخو قنص یهفو کان سراته
ورجلیه سلم بین حبلی مشاطن
 
. یو عرب شاعر خپله ښځه داسی ړتلې ده
عنجرد تحلف حین أحلف
کمثل شیطان الحماط أعرف
چې زه قسم خورم هغه هم قسم خوري
شیطان دی لکه  دحماط تاج لرونکی مار
 یو عرب شاعر دخپلي اوښې داسې صفت کوي  :
تلاعب مثنی حضرمی کأنّه
تعمّج شیطان بذی خروع قفر
عنان د حضرداوښ پرشا لکه مار پیچل سوی
 لکه شیطان چې شین سوی وي په دښته کې
له اسلام څخه وروسته ډیرو شاعرانو دشیطان دبد توصیف په هکله ډیر شعرونه ویلي   دی
 مولانا په مثنوی کې  شیطان او دهغه پلویان د نیکانو  ضد بولي او وايي :
دو علم بر ساخت سپيد و سياه
آن يكى آدم ديگر ابليس راه
هم چنان دور دوم هابيل شد
ضد نور پاك او قابيل شد
هم چنان اين دو علم از عدل و جور
تا به نمرود آمد اندر دور دور
ضد ابراهيم گشت و خصم او
و آن دو لشكر كين گزار و جنگجو
چون درازى جنگ آمد ناخوشش
فيصل آن هر دو آمد آتشش
پس حكم كرد آتشى را ونكر
تا شود حل مشكل آن دو نفر
دور دور و قرن قرن اين فريق
تا به فرعون و به موساى شفيق
سال ها اندر ميانشان حرب بود
چون زحد رفت و ملولى مى فزود
آب دريا را حكم سازيد حق
تا كه ماند كى برد زين دو سبق
هم چنان تا دور و طور مصطفى
با ابوجهل آن سپهدار جفا
هم نكر سازيد از قوم ثمود
صيحه اى كه جانشان را در ربود
هم نكر سازيد بهر قوم عاد
زود خيز تيز رو يعنى كه باد
هم نكر سازيد بر قارون زكين
در حليمى اين زمين پوشيد كين
تا حليمى زمين شد جمله قهر
برد قارون را و گنجش را به قعر
 دوې لارې جوړي کړې بادار
یو د آدم اوبله د ابلیس لار
همداسي دویم وار د هابیل سو
د هغه د پاک نور ضد قابیل سو
همداسي دا دوې لارې دعدل او ځور
تر نمروده ورسیده  دهغه دور
د ابراهیم ضد سو او دښمن د هغه
  دوه لښکره غچ اخیستونکی اوجنګره
 داچې د جنګ پایښت يي خوښ نه سو
 اور د دواړو فیصله سوه
نو حکم يي وکړاور ته دنکر
چې پای ته ورسیږی  د دي دوو  نفرو ربړ
دور دور او پيړۍ پيړۍ وو دا فریق
تر فرعون او تردوره دموسی شفیق
 کلونه یې تر منځ جنګونه وه
چې له حده  ډیر یده غم يې ډیروه
دسیند اوبوته حکم وکړ حق
چي تاریخ يي ولیکی چا یوړه دا سبق
همداسي په دوران کې د  مصطفی
دابوجهل سره  چې و  پاچا د جفا
هم يې سزا ورکړه قوم د ثمود ته
غیبی چغه په سپيدو ټوله مړه کړه
هم يې سزا ورکړه قوم ته  دعاد
د سهار په  تیز او توند باد
سزا یې ورکړه قارون ته د دښمني
دا دښمن یې ننه ایست  پر مځکي حلیمي
تر هغه چې  دمځکی حلیمی سوه ټوله  غوسه
ننه ایست قارون او ګنج يي د مځکې دننه
سنايی په حديقة الحقيقه او مولانا په  مثنوي کې لیکي  :
ديو از اين عقل گشت با شر و شور
تا بمخراق لعنتي شد کور
 شیطان ددې عقله سو په شر او شور
چې  د لعنت په مخراق کې سو کور
بگذر از عقل و خدعه و تلبيس
که عزازيل از اين شدست ابليس
تیر سه له عقله ، خدعه اوتلبیس
چي عزازیل له دې سو ابلیس
د عزازیل هغه لویه  ملایکه   وه چې ابلیس ختا ایستله  چې بیا له هغه  څخه دشیطان سمبول سو
. ډیر صوفیه داستانونه شیطان یو سبمولیک شی بولي
مولانا د ادم او شیطان په داستان کې لیکي :
گفت شيطان که بما اغويتني
کرد فعل خود نهان ديو دني
 ویل شیطان  تا ختا ایستلم
خپل کړه يې کړه پټ دې دیو خوی
ابلیس خپل سرکښي په خدااچوی او وايي«بِما اغوَيتَني»
گفت آدم که ظلمنا نفسنا
او ز فعل حق نَبُد غافل چون ما
ویل ادم چي ظلمنا نفسنا
او دحق له فعله غافل نه و لکه موږ
سنايي د شیطان له خولې وایي  :
مي‌خواست تا نشانه ي لعنت کند مرا
کرد آنچه خواست، آدم خاکي بهانه بود
 غوښتل يي چې ما کړی نښه د لعنت
 ویي کړه هغه چې یې غوښتل. دا خاورین ادم بهانه وه
مولانا د ابلیس په هکله وایي :
اول آنکس کين قياسکها نمود
پيش انوار خدا ابليس بود
گفت نار از خاک، بي‌شک بهتر است
من ز نار و او ز خاک اکدَرست
لومړی کس چې وکړه   دا  پرتله
د خدا انوارو ته ابلیس و هغه
ویل اور تر خاورو بې شکه ښه دی
زه له اوره او هغه د توری خاوری دی
په ډیرو داستانونه  کې   شیطان د نفس اماره سمبول بلل سوی د ی
 یو شاعر د شیطان په هکله وایي :
دشمنى دارى چنين در سر خويش
مانع عقل است و خصم جان و كيش
يك نفس حمله كند چون سوسمار
پس به سوراخى گريزد در فرار
در دل او سوراخ ‌ها دارد كنون
سر زهر سوراخ مى آرد برون
كه خدا آن ديو را خناس خواند
كو سر آن خار پشتك را بماند
مى نهان گردد سر آن خارپشت
دم به دم از بيم صياد درشت
تا چو فرصت يافت سر آرد برون
زين چنين مكرى شود مارش زبون
هغه په خپل سر کښې لري داسې دښمني
چي د عقل مانع او دښمن د ځان او دین ګرځي
یو واری برید وکړې لکه سوسمار
بیا په سوري ننوځي او کړي فرار
 اوس سوري لري د هغه زړه
له هر سوری راباسی سر هغه
خدای هغه دیو ته خناس ووایه
چې سر يې ځیږګي  ته دی ورته
 ځیږګی خپل سر پټوي
 هر ګړی له ویرې د ښکاري
 چي فرصیت پيدا کړی سر کړی بهر
 مارخوار او زار کړی دهغه دا مکر
شیطان کله   دغوسې ، دسراوپسات  او بدی سمبول او  کله نفس اماره بلل سوی دی
. د ابلس په دری شعر کې په درو نومونو راغلی دی
 دادم د خلقت مخکې هغه ته   عزازيل ، د ادم د پیدا کیدو په وخت   کې هغه ته ابلیس
 او دادم د خلقت وروسته یانی په مادی ژوند کي شیطان راغلی  دی
په لویدیځو ادبیاتو کې  انګریز ی شاعرانو لکه  ويليام بليک ( ميلتون په ورک جنت کې)، کريستوفر مارلو د( هر یو شیطان) دشیطان یادونه کړي ده مګر په لویدیځو ادبیاتو کې د ابلیس کلمه نه ده راغلې .