لنډه کیسه
تريخ خوب
دماسپښین خوا وه چی د رود په څنډه کی روان وم، نا څاپه می یوه چیغه تر غوږ شوله او داسی ږغ و چی ویل یی ما دروباسئ خو ما سر په ونه ګرځاوه او دځان سره می وویل ستا طبيعت نه دی ښه نوځکه داسی ږغ دی تر غوږو شو.
سمدستی می خپل قدم چابک کړ او دامی دځان سره وویل چی په سپینه ورځ په دی سیمه کی چی څوک هم نه شته دا چیغه له کومه شوه اندیښنه می لا سرته نه وه رسیدلی چی بیا همدا ږغ می تر غوږو شو.
ودریدم برګ برګ می شاوخوا وکتل او سمدستی د ږغ خوا ته روان شوم مخی ته می ډیر شاران وو په همدی شارانو ورګډ شوم دشارانو کښار دی.
زما هوه کی دی خو کله چی دشارانو مینځ ته ورسیدم چی ګورم یو لوټی لوټی کور دی ژر ژر ورنیژدی شوم چی دلته خو به څوک تر لاندی نه وی یوه لوټه یوی خوا ته بله لوټه بلی خوا ته غورځوم خو څوک می پکی نه ولیدل تر همدی لوټو لاندی څو لرګی هم لاندی وه کله چی می لرګو ته لاس کړ ویښتیان می په لاس کی راغلل او ویښتیان په وینو ککړ وه اخ راڅخه وشو او ژر می هغه ليری کړل او لرګو ته می زور ورکړ چی پورته یی کړم خو کله چی می پورته کړل دماشومانو او ښځو جامی څیری څیری په وینو ککړ په خاوره لژنده وو.
ژرمی هغه لیری وغورځولی او سمدستی دهغه ځایه په ځغاسته ووتم ډیر سخت وویریدم او دامی ویل چی پرما تاوان نه شی کله چی دهمدی ځای څخه ووتم او یو کلی ته نیژدی شوم نوهلته می ناری کړی چی د رود د غاړی کور نړیدلی هلی درځئ چی ورشو په ما یواځی نه کیږی مابه کله یوه ته ناری کړی او کله به می بل ته ناری کړی خو دی خلکو دلیونی ګمان راباندی وکړ او دایی راته وویل چی ته خوب وینی هلته هیڅ کیسه هم نه شته او وروستی خبره یی داراته وکړه چی بله ورځ داسی سیمو ته مځه داسی نه چی سپی دی وداړی.
زه هم په خپله لار روان شوم او دافکر راولویدی چی داخلک به رښتیا وایی ته به لیونی یی هلته به هبڅ هم نه وی شوی تا به په رښتیا دورځی خوب لیدلی وی همداسی په همدی چورت کی کور ته ورسیدم.