کور / نثر / (د خدای بښلې شهيدې شکيبا څانــګې آماج ژوند ليك )

(د خدای بښلې شهيدې شکيبا څانــګې آماج ژوند ليك )

اوڅانـــــــګه ورژيــــــــــــــــــــــــده


 


 (د خدای بښلې شهيدې شکيبا څانــګې آماج ژوند ليك )




 



 ســــــــريــــــــزه:
دهرې موراوپلارآرمان دا وي چې خپل اولاد ترټولوښه وروزي اونازورته ورکړي .
ماهم دخپلوامکاناتوپه چوکاټ کې خپل اولادونه اوله هغى ډلې نه شکیبا په ټولوهغو ګاڼو وپسو لـله چې په توان کی مې وه
هغې هم ښه وده اوزده کړه وکړه ،ان تردې چې په اوردو ژبه یې  شعرونه هم ولیکل .
اوکله چې خپل پلرني ټاټوبي ته راستانه شوه ،دنوموړې لويه ستونځه دپښتواودري ژبې سره وه .مګرډیر ژر یې په دې دواړو ژبو  برلاسى وموند اوپه پښتوژبه کی یې آزاد شعر هم لیکلی دی .
په اوردو ژبه کې دهغې دخوښی شاعران علامه اقبال لا هوري ،حفیظ الله جالندهری ،حمیده ایوبی میرزاغالب ،ناصر کاظمي ،احمد ریيس ،کرن حیدر، قمر جلالوی ،ریحان مصطفی اومحمد یوسف رضا وو .داټول هغه څه دي چې ما د خدا ي بښـلې ديادونو دكتابچۍ نه ترلاسه كړيدي.
په پښتوژبه كې يې دهر چاشعر خوښ وه خودجهاني صاحب شعرونه ېې ترټولو زيات خوښ وو اوخصوصا هغه اولسي فولكوريكې كيسي چې جهاني صا حب دشعر په ژبه ليكلي دي.
ډیر ښه می په یاد دی کوم وخت چی کور ته به ښځینه میلمنی یابل محرم نارینه میلمانه راغلل او په کور کی به ګڼه ګوڼه وه نو شکیبا به دکورنی بنډا ر دروحیی دتازه کولو پخاطر دجهانی صاحب دشپیلۍ نومی کتاب سره را ښکاره شوه اود نوموړې کتاب څخه به یی دآفتونو مور شعر چه زېات یی هم خوښیده دمجلس په منځ کی په لوړآواز شروع کړ او ټول مجلس به یې ېو دم له خندا ډک کړ ،د دی شعر سروکۍ څه داسی شانته دۍ.(څو چرسيان سره را ټول وه هر یو سر وو په کیسو=په دا منځ کی یوه ږ غ کړ کور دوران شې دشلومبو).
ماهيڅكله دخپلو اولادونو په خصوصياتوكې مداخله نده كړې مګر دخداى بښلې دځوانيمرګۍ نه وروسته كله چې ما دهغې د ورځنی یادونو كتابچې پسې وپلټلې هغه مې ډيره برمنه اولويه وموندله ان تردې چې زما ديو باندې پنځوس كلونو تجربې سره يې سيالي كوله .
هغې به تل زما څخه دوطن اوافغاني ښځو د ژوندانه په اړوند پرله پسې پوښتنې كولې ،اومابه هم په سړه سينه ځوابونه وركول . هغې خدائ بښلې تل د اوداسه ،لمانځه اوتلاوت ډيره پابندي كوله ،تردې چې شهادت يې هم دمازديګر دلمانځه نه وروسته وو.
ښه مې په ياد دي چې دروان(2007) كال دمارچ نهمه نيټه وه هغې مازديګر وختي ماته چې په كندز كې وم ټليفون وكړ او وه يې ويل چې (نن ماښام دامريكې غږآشنا راديو ميلمنه يم) اودښځو دحالت پوښتنه يې رانه وكړه ماورته په لنډو جملو كې دبدخشان ولايت دکلیوالو ښځو دژوندانه دناخوالو كيسه وكړه چې په همغې ماښام دنوموړي راديو له څپو څخه ددې په خپل غږکی خپره شوه .
ددى لنډژوند ليك سريزه پدې هيله پاى ته رسوم چې :خداى ددپښتو په ګلبڼ كې خصوصا اوپه ټول وطن كې عموما بله داسى څانګه نه ماتوي . راځئ چې داسې ووايو :
څانګې مه ماتوئ ،پريږدئ چې دڅانګو غوټۍ ګلونه اوميوې شي او وران افغانستا ن پرې سمسور اوښايسته شي .
انجينر محمد ربي آماج دشكيبا څانګې آماج په زړه زخمي پلار .


   ژونــــــــدليـــــــــك


شكيبا (څانـګه) آماج د۱۳۶۵ لمريز كال دسلواغې مياشتې په دوولسمه نيټه دسهار په درې نيمو بجو دكابل سيلوته څيرمه دسنګ كشانو جومات ته نيږدې په هغې كوركې سترګې دې نړۍ ته پرانيستې چې په كرايه مې نيولى وو .
اودا ماشومه زما دګډژوندون د ونې دوهمه ميوه وه چې خداى پاك دلورپه بڼه راكړه . داماشومه نجلۍ دهماغه زيږيدنې څخه په څلورواندامونو روغه رمټه وه .
داسلامي دود اودستورله مخې دنوموړې دزيږيدنې په دريمه ورځ دهمدې ماشومي نجلۍ دموردماما له خوا دهغې په غوږ كې محمدي آذان وشو اوڅرنګه چې دنوموړې ماشومې دمشر ورورنوم احمد شكيب  ايښودل شوى وه په همدې ترتيب سره ددې ماشومې نو هم شكيباونومول شو .
دوخت په تيريدو سره هغې وده كوله اوله كوچينوالي څخه آرامه ښكاريده .دخپلې مور په شيدو يې بسنه كوله اوڅرنګه چې ماشوم په وړوكتوب كې مورته ډيره اړتيا لري نوزياتې خاطرې يې هم دمورسره وي.
دشكيبا موروايي :له هماغه وروڼي څخه بياتر پل اخيستلو پورې شكيبا ډيره كراره نجلۍ وه اوكله چې به شيدې ،ډوډۍ او اوبه ورته ورسيدې نو په خپله بوخته وه اوخپلې لوبې به ېې كولې ،اوپه ديوالونو به يې دوړو شګو په ذريعه كرښې ايستلې, زما هم په ياددي چې دشكيبا مور هغې ته دسور ليكد ار ه ټوكر څخه كالي جوړ كړي وه اودببر سرويښتان ېي چې پاك وه هغې ته ځانګړې ښكلاورپه برخه كړې وه .
دشكيبا له هماغې ماشومتوب څخه زما سره ډيره مينه وه : دهغې مورزياتوي چې كله به زه دوظيفي له امله  مسافر شوم نو هغه به  سمدستي ناجوړه شوه تر هغې  چې زه به دسفر څخه راستون شوم دابه بيرته په هماغه ورځ جوړه شوه .
ډير مې ښه په ياد دي يو ځلې دلوګر دعينكو دميسو په كان كې برق ونيولم اوډيره قوي لړزه يې راكړه په هماغه شيبه كې چې زه دژوند څخه ناهيلۍ كيدلم يو ځلې مې دكور ټول غړي دستر ګو څخه دسينما دپردې په شان تير شول اوپه پاى كې مې همدا شكيبا داسې په ستر ګو كې راغله چې خاپوړې يې كول اودواړه لاسونه يې په ځمكه تكيه كړي وه اوزما لوري ته يې كتل, له همدې دسترګوپه رپ صحنې څخه ماپه خپل ځان كى يو ه ډير لويه پياوړتيا وموندله اودكليمي شريفۍ په ويلو سره مې دهغه ۶۰۰ ولټ برق نيونې څخه ځان وژغوره.
دافغانستان ناورين هيڅوك هم په كراره نه دي پريښي ،زموږ كورنۍ هم لكه دزرګونو نورو افغانى كورنيو په شان دنوموړي ناورين څخه دكورنۍ دساتلو په خاطر باالاخره كابل پريښود اوديته اړشوو چې دميدان وردګو ولايت دسيدآباد ولسوالۍ دالله يارخيلو كلي ته كډه وكړو چې زما زوكړه ،خاپوړۍ اودرس همدلته شوي دى .داوخت شكيبا آماج  دڅلوروكلونو وه چې له ميلادي سنې( ۱۹۸۹) سره سمون لري,
دشكيبا د ورور (احمدشكيب آماج ) په حواله: په كليوالي چاپيريال كې دلوبو لپاره لويه ساحه موجوده وه اما د دې (شكيبا) دخوښې لوبه دكلي په رود كې دكوچنيو كبانو نيول دپلاستيكي ګيلاسونو په واسطه سره وو، هغه (احمد شكيب آماج) داوښكو څخه په ډكو سترګوزياتوي: موږبه سهار په رود كې دپلاستيكي ګيلاسونو په واسطه كوچيني كبان نيول ،اوبيابه مو هغوى ته درود په خواكې له ريګ څخه واړه ډ نډونه جوړول اوهغه به مو پكې  اچو ل.سبا به چې كله بياورغلو كبان به نه وو .اوپه دې سره به  دې شكيبا تندى ګونځې شو اوخواشينې به معلوميده ،مابه د هغي (شكيبا) دخواشينتيادليرې كولو لپاره نوموړی ته ويل چې راځه خير دى نوربه ونيسو اودكبانو په نيولوبه سره لګياو شوو او دې لړۍ به همداسې دوام درلود.
 دژوند دستونزو له امله مې هغوى په كلي كې يوازې تر شا پريښود ل او زه دخپل زړه سر مورني هيواد پريښودلو ته اړ اوپاكستان كې دكويټې ښارته مهاجر شوم . هلته تر شپږو مياشتو وزګارتيا وروسته په يوه غير دولتي افغاني مؤسسه كې په كار بوخت شوم د۱۳۷۰ كال دوري دمياشتۍ په وروستيو كې(چی له ۱۹۹۱سره سمون لري) مې دكورنۍ نور غړي هم دكویټې ښار ته راوغوښتل اوهلته په سټلايټ ټاون كې ميشت شوو .دشكيبا په روحيه كې دكليوالي ژوند تاثير له ورايه معلوميده .كله چې ماهغې اودهغې دورورمخی ته كتابونه كيښودل اوهغوى مې دلمړ ی ځل لپاره دكتاب ويلو ته وهڅول نو شكيبابه سمدستې خپل غږ پورته كړ: چې دازما نه زده كيږي!!
مګر زه ناهيلۍ نه شوم اوهغه دوستان چې زموږكره به  راتلل هغوى به مې دي ته رابلل چې زما اولادونه سبقونو ته وهڅوي، ددوستانو هڅو ښې پايلې لرلې نورنو شكيبا هغه كليواله شكيبانه وه پاتې چې ويل به يي : داخوزما نه زده كيږي بلكه ډير ژربه يي مطلب اخيسته .
ددوى لومړنى ښوونځى دليټل آكسفورډ پبلك سكول په نامه ياديده چې دكويټې ښار په سټلايټ ټاون كې وو.
دوى درې واړو (احمد شكيب آماج؛شكيبا اماج او وړی خوريې شكيلا آماج )په دې ښوونځي كې په خپلو زدكړو پيل وكړ . دشكيبا آماج دكشرې خور شكيلا آماج له ياده چې وايي: په ۱۹۹۷ كال كې زموږ په ښوونځي كې يوه ډرامه وه چې موږ دواړو خويندو په هغه كې برخه اخيستې وه له موږ سره څوتنه نورې نجونې هم وې موږ د ډرامې لپاره هلته په يوه ځانګړې خونه كي جامې بدلولې چې برقونه لاړل اوموږ خپلې جامې په همدې تياره كې بدلې كړې په دې وخت شكيبا خپلې جامې په څټ آغوستې وي او کله چی په ستيج راڅرګنده شوه تماشاچيانو دلاسونو په پړقولو سره ډيره زياته بدرګه كړه اوهغوى داسې فكر كاوه چې دا كميدي رول دى ،حال داچه دوی نه پوهيدل چې د نوموړی څخه په سهوې سره جامې په څټ آغوستل شوې وي .
په كال ۱۹۹۸ كې شكيبا اوشكيلا دواړه دا‎پوا ګرلزسكول په ښوونځي كي شاملې شوې اوداښوونځى يې تر پايه همدلته ولوستله.ديادولو وړده چې زما اولادونه ټول دښوونځي په راجسټر كې په خپل افغاني هويت باند ې ثبت شويدي.اوهيڅ كله مې دخپلې كورنې دهويت دبدلولو هڅه نده كړي
زما همدې پورته ذكر شوي كارزماد اولادونو لپا ره اوپدې ډله كې دشكيبا لپاره ځينې ستونزې رامنځ ته كولې اوهمدادليل وه چې شكيبا هيڅكله په لمړۍ درجه نه بريالۍ كيدله بلكه هميش به په دوهمه اويادريمه درجه بريالۍ وه اوكوم وخت چې به دنوموړې ښوونكې زموږ كورته راغلې نوهغوۍ به دنوموړې دتیزهوښي يادونه كوله .
په (۲۰۰۴ )زيږديز كال كې له ښوونځي نه دسند اخيستنې څخه وروسته نوموړې په ګورنمنټ ګرلز كالج كې داخله واخيسته كوم چې همدلته په سټلايټ ټاون كې و اوپدې توګه يي خپلو لوړو زدكړو ته دوام وركړ .
دښوونځي دوه وروستي كلونه اودكالج لمړى كال دخداى بښلې شكيبا آماج لپاره له بوختياوو ډك اودنوموړې دشخصيت د ودې لپاره ډيراغيزمن كلونه وو .پدې وخت كې شكيبا آماج دكالج ددرسونو تر څنګ دقران كريم اونورو ديني كتابونو ،كمپوټري زدكړې ،انګريزي ژبې لوست خياطي اوداخلي پخلى زده كړي داړوندوښونكو تر لارښونې لاندې پر مخ بيولې .اويو وخت داسۍهم راورسيد چې زما دكور دورځني ژوند خرڅ دمياشتې ۷۰۰۰ اووه زره اوزما داولادونو دتعليم مياشتنى خرڅ ۸۰۰۰ آته زره كلدارې وه، خودالګښت بې ګټې هم نه وه شكيبا آماج په كمپيو ټري بنسټيزو پروګرامونو بشپړ صلاحيت تر لاسه کړو اوپه انټئرنيټ كې يې ماسټري واخیسته .په انګريزي ژبه كې داستازۍ مرحلې ته ورسيده چې پوره دوه كاله يي په جناح اكاډمي چې په سټلايټ ټاون كې وه دښوونكي په توګه دنده تر سره كړه.
په اوردو ژبه يې  ډير ښه شعر ليكه اولمړنيو طبي زدكړو كې يي هم سند واخيست په خيا طي او اخلي پخلي كې يې پوره مهارت ترلاسه كړ .
په هيواد كې دنسبي سولې په منځ ته راتلو سره زموږ كورنۍ هم ديو عالم هيلو سره بيرته خپل ګران هیواد افغانستان ته راستانه شوه اودكابل ښاردخوشحال خان مینې د(ب ) په برخه كې په يوه كرايي كوركې ميشت شوو.پدې وخت كې شكيبا آماج دخپلو زدكړو ددوام په خاطر دناهيد شهيد دنجونو دليسې په يوولسم ټولګي كې تثبيت درجه اوشامله شوه، دلته يې په لومړي سر كې دژبې په برخه كې ستونځې درلودلې ځكه چې مخكينۍ زدكړې يي په اوردو اوپه انګريزي ژبو كې كړې وې  خو په ډيره لږ موده كې يي دهيواد په داوړو رسمي ژبو بشپړ تسلط پيداكړ اوډيره زياته مينه يي ورسره پيداشوه آن تردې چې په پښتو ژبه يي دشعر په ليكلو پيل وكړ .شكيبا آماج دښوونځي په دوران كې دناهيد شهيد دنجونو په عالي ليسه كې دځانګړي پوهې اومهارت ددرلودلو له امله دښوونځي دادارې له خوا دليسې دڅارندوى ډلۍدمشرې په توګه وټاكل شوه دښوونځي په دوران كې د ۱۲ ټولګي  زده كوونكې وه چې دوخت دځوانانو چارو د وزارت لخوا دكابل ښار دلويې جرګي په خيمه كې دځوانانو ملي كنفرانس رابلل شوۍ ؤ چې شكيبا آماج هم ددې كنفرانس  يوه ګډونواله وه اوله خپلی ښوونځي څخه ورپيژندل شوي وه .شكيبا آماج په دې كنفرانس كې هم خپل ځان وښوده اوددې كنفرانس په اوږدوكې چې درې ورځې يې دوام درلود ، د پنځو ګروپي ډلو څخه ديوې ډلې مشره وټاکل شوه.  دكنفرانس په وروستۍ ورځ يي خپل كاري رپوټ وړاندې كړ اودګډونوالو پام يې ځان ته راوګرځاوه اومركې يې دوخت چاپي اوالكترونيكي رسنیو  له لارې خپرې شوې . ديادولو وړ ده چې دنوموړې كنفرانس په اوږدو كې دافغان ولسمشر حامد كرزي دكابينې غړو، په افغانستان كې دامريكا دمتحده ايالاتونو سفيرډاګتر زلمي خليلزاد چې په كابل كې يي دخدمت موده پاى ته رسيدلې وه اونوروبهرنيو اوكورنيو ميلمنو ګډون كړي وو . له همدې ځايه د شكيبا آماج برخليك وټاكل شو اوهغې خپله پاملرنه دمطبوعاتو نړۍ ته راوګرځوله .شكيبا آماج د۱۳۸۴ هجري لمريز كال په ورستيو كې له ښوونځي څخه فارغه شوه نو دشمشاد تلويزيون چې تازه دخپرونود پيل په درشل كې وو هلته دپښتو وياندې په توګه نوې دنده پيل كړه .اوهمدلته وه چې شكيبا آماج څانګه آماج شوه اوهلته يې په لومړيو كې دماښام ميلمه اودښځونړۍ پروګرامونه پرمخ بيول چې وروسته بيا دجمهوري رياست لپاره ځانګړې خبريالې په بڼه هلته وروپیژندل شوه او هم یی د پښتو خبرونو دوياندې په توګه يې په شمشاد تلويزيون كې خپلو دندو ته دوام وركړ .په دې اوږدو كې څانګې آماج په ډير مطبوعاتي ناستو كې ګډون وكړ كله چې بهرني لوړپوړي ميلمانه به کابل ته راتلل نوپه مطبوعاتي غونډوكې به يي دشمشاد تلويزيون په استازيتوب ګډون كاوه چې له دې ډلې څخه دامريكا متحده ايالاتو دپخواني دفاع وزير اومرستيال ولسمشر ديك چيني سره مركې ديادولو وړدي .
زموږكورنۍ چاپيريال داسې دى چې دكورنۍ هر غړي خصوصاً لويان خپل اولويتونه دكورنۍ ناستې په ترڅ كې دكال په سركې  ټاكي، چې شكيبا څانګې آماج دسږني كال په لومړيو كې خپل اولويت لوړې زدكړې بللې وي  چې دحقوقو اوسياسي علومو په برخه كې به يي بشپړې كوي،  په دې برخه كې يي داندرګاندې پرانيستى پوهنتون ته په ښه درجه بريالۍ شوي هم وه چې د (۲۰۰۷) کال دجولاى دمياشتې په لومړيو كې پيل كيده خو له بده مرغه چه نيمګړى ترينه  پاتې شوې .څانګې آماج په شمشاد تلويزون كې ډيرې ښې ورځې تيرې كړې چې  دشمشاد تلويزيون مشر حاجي فضل كريم څانګې ته لورويلې اوهمیش به یې (دبچو جان) پنامه غږپسی کاوه .همداشان په شمشاد تلويزيون كې يي له نورو همكارانوسره ديوې ديندارې پښتنې اوپتمنې خورپه توګه كاركړۍ دۍ چې ددې همكارانو  په شمشاد تلويزيون كې دنوموړي ځاى دهميشه لپاره تش بللۍ اوددي مړينه يي دټولو پښتنو اوپه خاص ډول دشمشادتلويزيون لپاره نه پوره كيدونكي ضايعه بللې وه .
دنوموړې دلږ مودې خدمت انګازې اوپلوشی هومره زياتي خورې وې چې ان دهيواد له سرحدونو څخه هم اوښتې وي، بيځايه به نه وي چې ديوه داسې شخص  دسپيڅليو احساساتو يادون وكړو چې اصلاً یې زموږ كورنۍ له نږدې نه هيڅ نده ليدلي. دنوموړې شخص نوم اجمل جان ځاځى اودپكتييا ولايت څخه يو ځوان زده كوونكۍ دۍ ،دڅانګۍ آماج دتليفون شميره یې خداى خبر  چې له كومه به يي كړې وي؟  نوموړې په ژړغوني آواز دخپل زړه خواله او احساسات داسې څرګند كړل: ماستاسې كورنۍ هيڅ نده ليدلې اوزه په خپل ټولګي كې  دوهم نمره يم! مورمې ډيره دينداره ښځه ده اوتلويزيون ته هيڅ نه ګوري ،خوكله چې يي دشكيبا څانګې آماج تصوير اوددې ځوانيمرګې دشهادت خبر دتلويزيون په پرده وليد نو همداسې له اوښكو څخه په ډكو ستر ګو دا دوې شپې تلویزون ته ناسته ده، ورته ګوري اوژاړي!  نوموړۍ بيا زياتوي :دلومړي ځل لپاره ماپه ټولګي كې دښوونكې پوښتنې ته ځواب ورنه شواى كړاى ځكه چې هيڅ په خپلو احساساتو اواعصابو حاكم نه وم دڅانګې خور شهادت مې تر خپلې خورهيڅ كم ندى ګنلۍ، دخپل زړه دتسل دپاره مې تاسوته تليفون وكړ !.
په همدې ترتيب سره دډيرو هغو زياتو ټيليفوني غمشريكيو نه چې دبدخشان ولايت څخه راورسيدل يوهم دحاجي اسماعيل ټيليفون وه ،بياهم خداى خبر چې زه يې چيرې ليدلى يم .نوموړي داسې وويل :(اينجينر صيب آماج خداشاهد است كه من ده ساعت به سواري اسپ آمدم كه به شما ازمركز راغستان تيلفون كنم !)نيږدې يوه نيمه دقيقه يي وژړل او زما خوهسې هم اوښكې تر ګريوانه راښكته وې ،نوموړې وروسته له ژړابياهم وويل (ماازدربارخداوند(ج) به فاميل شما صبر جميل وبه دختر م جنت فردوس وبه قاتل آن جهنم ميخواهم ) ! په خپله يي وارزوئ؟ چې يو سړى  تقريبا ۵۰ كيلو متره دآس په سوارۍ راځي اوفقط څلور دقيقې خبرې كوي اويوه نيمه دقيقه ژړا! داحساس په ژبه اوقلم سره نه شي بيانيدلاى .
دڅانګې آماج په غمشريكۍ كې ټول سرحدونه مات شول اواصلا سرحد ځاى هم نه درلود ،ټولو يو ډول پكې برخه واخيسته اوټولو ددې ځوانيمرګې شهادت دهيواد دژورنالیزم او هیواد والو لپاره يوه لويه ضايعه وبلله .
څانګه ډيره تانده وه لايې غوټۍ نه وې سپړلې ،مګر ددې دخيالو دټالونو رسۍ دآسمان په څنډو كې بندوو ،اودفكر ژوروالۍ يې دځمكې تل ته رسيده .ددې خبرې دسپيناوي لپاره دخداى بښلې دورځني ژوندانه ديادونوله كتابچې څخه هغه شعر چې دې په خپل پنسل قلم ليكلۍ دي اوخدايزده چې  داشعر ددې ځوانيمرګې دى اوكه يايې دكوم شاعر څخه ليكلى د ى.مګر د نوموړی  ځوا نیمرګې د فكر ژوروالى  ډيرښه تمثيلوي .دابيت څه داسې شانته دى :
لمن مې ډكه ده له كاڼوڅوك نه پرې ولمه              =              په عادتونو كې دايو عادت دغره لرمه
څانګې آماج خپل تقدير په (۲۰۰۲) زيږديز كال كې كله چې مهاجره وه (هلته دپرديسۍ كورپاكستان دكویټې  ښار سټلايټ ټاون اڅكزي ماركيټ كې اوسيده) ليكلى وو .داد ځوانيمرګې هغه اوردوشعر دى چې ددې ديادښتونو په كتابچه كې يې په خپله ليكلى اوخپلو دوو ټولګيوالو خويندو (پلوشې اوعابدې )ته يې ډالۍ كړى دۍ . اوپه پاى كې شكيبا څانګه آماج دروان(۲۰۰۷كال چه د ۱۳۸۶سره سمون خوری) دغبرګولې دمياشتې په لسمه نيټه دماښام داووبجو اوپنځلسو دقيقو(۷:۱۵)په شاوخواكې دبيرحمه قاتل دګولۍ په ډز سره چه شا له لوری دزړه په سر ويشتل شوی وه له دې نړۍ او خپلو خلکو څخه دی ډیره زیاته مینه ورسره درلوده د ابد لپاره سترګې پټې اودتل لپاره يې داخوږاوسندريزغږپه كرار شو. او زمونږ کورنۍ او مینه وال یی دغم په ټغر کینول.
يـــــــــــــــــــــادونــــــــــه
داد ځوا نیمرګی شهيدې هغه د اوردو ژبی شعردۍ چې دې په خپله كتابچه كې ليكلۍ دۍ. پښتو مناسبه اوانډول ژباړه یې ماپه خپله كړېده.
پــــــــــه پټـــــــــــــــــه ســـــــــره
يوه ورځ په پټه اوپه غلاسره
كله چې ولاړه شم  له نړۍ زه
په هغې ورځ به نشي خبر
وراوديوال هم
وبه ژاړي آسمان هم
=          =           =
يوه ورځ په پټه اوپه غلاسره
كله چې پريږدم نړۍ  زه
په هغې ورځ به نشي خبر
نه خپل اونه پردي هم
وبه چيلږي سيلۍ هم
=             =             =
يوه ورځ په پټه اوپه غلاسره
كله چې پرې شي له نړۍ سره اړيكې زما
په هغې ورځ  به جوړه شي ميله دوينو
داغزوبه  وي لمنه
دنړۍ درنګينيو نه دځمكې تر تروږميو
=               =                             =
يوه ورځ په پټه اوپه غلاسره
كله چې ټوله شي لمنه له نړۍ نه زما
په هغې ورځ به نه شي خبر
كله چې وژاړي وريځې او وه اوريږي
خواره به شي او وه به بهيږ ي رانجه دسترګو دچا
او
ولاړ به شي تر هغې چې ډاګونه شي زرغون
يوه ورځ په پټه اوپه غلاسره .
شهيده شكيبا څانګه آماج
                                                                 نيټه :(۲۰۰۲ ) كال  
   سټلايټ ټاون كويټی ښار
  چـــــــــــپــــــــــــکے سے            
                                                اک روزچوری سے چپکے سے
جب جائنگے ھم دنیا سے
اس روز نہ ھوگی خبر
درکونہ دیوارکو
رویے گا آسمان بھی
                                              اک روزچوری سے چپکے سے
جب چھوٹ جائے ھم دنیاسے
اس روز نہ ھوگی خبر
ھمارے اپنوں کوناغیروں کو
چلی گی آندھی بھی
                                             اک روزچوری سے چپکے سے
جب ختم ھوجائگاناتاھمارادنیاسے
اس روزبرسے گی
خون کی ھولی
کانٹوں کی ھوگی جھولی
دنیا کی رنگنیوں سے زمین کے اندھیروں میں
                                              اک روزچوری سے چپکے سے
جب چھوٹ جائگادامن ھمارادنیاسے
اس روزنہ ھوگی خبر
ٹوٹ کر برسے گاجب بادل
بکھرکررہ جائگا کسی کا کاجل
رہ جائگے تب هریالی بن کے پیکر
                                                    اک روزچوری سے چپکے سے
(شکیبا څانګه آماج)                    


 



اوس یی یادونه افسانی ښکاری                                      
دخدای بښلی څانګی اماج ابدی استوګنځی دسیدآباد ولسوالی دالله یارخیلو کلی په پلارنی هدیره کښی