نن په ښونځی کی سرمعلم ټولو لوستونکوته دپسرلی په رار سيدلو مبارکی وويله او روانه اونی ئی دګل په نامه ونمول سر معلم لوستونکوته يادونه وکړه ګوری هغه يوه ډيره موهيمه خبره خوبه مو له ياده نوی وتلی چه په دا اونی کی موږ تاسو په ګډه يوه ګلخانه جوړؤ چه دلته به هر ښونکی او لوستونکی د خپلی خوښی ګل کښينوی او بيابه دهغه ګل پالنه دهغه پر غاړه وی که په راتلونکی کال کی دهرچا ګل لومړی درجه وګټل نو د هغه ګل ساتونکی ډډيرو انعامونو حقداره وګرځی
ټولو زده کونکو هڅه کوله تر ټولو اعلا درجه ګل پيدا کړی ننګيال چه له ګله سره ئی ډيره مينه لرله بس په دا خيالونو کی ډوب ؤ چه چيرته به هغه ګل ومو می چه لومړی درجه ئی په برخه شی
که ئی کتل خپل ګران ملګری جانان ئی وليدی پر ږغ ئی کړی جانانه وه جانانه راشه نن ستا دمرستی ډيره اړتيا لرم هسی هم زما دژوند کښتی بغير له تانه نيګړی وی
جانان چه د ننګيال همځولی ؤ اود نوی ځوانی سره ئی پر مخ دږيری ويښتان داسی ځليدل لکه دښکلو ګلانو بڼ چه وی دنوی ځوانی نور ئی پر مخ داسی شغلی غوړولی چه دهر چا زړه غوښته چه بس هم دده جانان شی
له خندا ډکه خوله د ننګيال خواته ورغلی ترينه وپوښتل وايه پيره ته امر خدمت درته وکړم
زه خو ستا مريي يم
ننګيال زما غوندی سل باداران دی ستا تر سپيڅلی دوستی قربان شی خو ګرانه زه غواړم چه دلته داسی ګل دځمکی پر مخ وغوړوم چه جوړه ئی نه وی ځکه چه زما اود ګل مينه خو له کلو څخه ده خو نن بيا دښونځی او ټولو استادانو او شاګردانو سره دسيالی خبره ده نو ځکه ستا مرستی ته ډيره اړتيا لرم
جانان ياره دانو څه ګرانه خبره ده ترتا به بل ښکلی ګل چيرته وی يو ښه انځورګر پيدا کړه چه يو ښائسته عکس درته جوړ کړی او همدلته کښينوه سل په سله کی باور درکوم د جائيزی ګټونکی به ته ئی
ننګيال بيا نو داسی وکړه چه دخپلی ږيری دا يو څو ويښتان راکړه ګوندی ځمکه پری دومره ښکلی شی لکه ستا مخ بيا دواړو په زوره سره وخندله
ننګيال وويل ياره ټوکی پريږده دکار خبره راته وکړه
جانان ماته يو ګل معلوم دی چه په ټوله ثيمه کی جوړه نسته خو لاس ته راوړل ئی ګران کار دی خو تاته به ئی در وښيم نو ر نوته پوه شه او کار دی
ننګيال چه سترګی دجانان خولی نيولی وی په بيړه وپوښتل چيرته دی ژر وايه زوروره ته راوښيه نور ماه اوکار سره پريږده
جانان دکان اکا په مهمان خانه کی يو چا له کم بهرنی هيواد څخه په تحفه کی ورته راليږلی دی او هغه نايابه ګل دی چه دښکلا او خوشبوئی صفت ئی ټوله ثيمه کی کيږی
ننګيال په بيړه دخان اکا دمهمان خانی په لور ولاړی
چه ناڅاپه پر هغه ګل سترګی ولګيدی چه دګلاب ګل يوه داسی ښکلی او نايابه نمونه ده چه هره پاڼه ئی د ګل نذرانه پيش کوی ننګيال ددی ګل ښکلا داسی واخيستی چه په کتلو بيخی سترګی نه مړيږی چه هرځل ورته ځير شی يو نوی رنګ ئی تر سترګو شی ناڅاپه د ننګيال دژوند کښتی دطوفان يوی بلی څپي ووهل
يوه حسينه بی مثاله دښکلا شاپيری چه ځلا ئی دلمر وړانګی کمزوری کړی وی په شوخی او خندا دمهمان خانی پر لور راغله خو کله چه پر ننګيال سترګی ولګيدی دبريښنا غوندی وپړکيده خو په حيرانی ئی له خولی ووتل
ته ننګيال ئی
دننګيال سترګی ددۍ دښائست په زولنو
وتړل شوی هڅه وکړه چه خپلی سترګی بل لورته واړوی ځکه چه بيا بيا دپښتون والی احساس غوښتنه تری کوله ننګياله ته يو پښتون ئی دپښتانه په کور کی حيا او ناموس ته نه ګوری
له ډيری هڅی وروسته ننګيال خپلی ستر پر ځمکه ښخی کړی خو هغی بيا وپوښتل ته ننګال ئی هو زه ننګيال يم خوته ماڅه پيژنی اوته څوک ئی
هغی له ځانه سره په کراره وويله هغه سترګی دی ړندی شی چه ننګيال نه پيژنی که څه هم ماه له وخته نه ئی ليدلی خو ستا پيژندل په پټو سترګو هم ګران کار نه دی
ننګيال هو لکه چه پټی هم معلومه وی چه خلګ په پټو سترګو پيژنی زه خو تا په رڼو سترګو هم نه پيژنم ته خپل ځان راته معرفی کړه
زما نوم شاپيری ده ننګيال په کراره وويل هو ما فکر کوی چه پيری ذاته ئی يو خو خلګ بی له ليدلو پيژنی او بل ئی په پټو سترګو هم پيژنی خو ماه اوريدلی دی چه په اوسنی زمانه کی شاپيريانی نسته خوته له کمه راغلی ئی شاپيری په کړک وخندل او دومره ئی وخندل چه پر خپله خندا ئی قابو نشو کولايی ننګيال په لږ وارخطائی وپوښتل تاه خپل ځان نه راوپيژندی دومره دخندا خبره خو ماه نده کړی
شاپيری وويل ماه خو ستا دپوښتنی جواب درکوی خوتا نه پريښودم چه خپله خبره پوره کړم نوم خو می درته وښودی او چيرته چه ولاړ ئی دا زما دپلا ر کور دی
ننګيال ښه نوته دخان صاحب لور ئی ډيره بخښنه غواړم که څه بی ادبی می کړی وي ستاسو پلار خو زموږ د ټولو مشر دی تل ئی دکليوالو سره مرسته او لارښونه مله وی ټوله کلی ئی شکرګذاره دی
شاپيری کولايی شم وپوښتم تاسو څنګه زموږ دکور پر لور پيښه کړی ده
ننګيال هو ښه سو چه ومو پوښتل زه دخان صاحب څخه د يوه ډير قيمتی څيز غوښتونکی يم خو زړه نازړه يم که خان صاحب انکار وکړی زما ټولی هيلی او ارمانونه به دخاورو سره خاوری شی
ددی خبرۍ اوريدو سره دشاپيرۍ د خوبونو درشتيا کيدو نوی غوټي وغوړيدلی دزړه تکانونه په زياتيدو شوله اود انار رنګه سره شنډانو ئی وچ وچ کيدل دشاپيری رنګ تغير وکړی لومړی خو شاپيری داسی ايسيدل لکه په شيدو کی دسره ګلاب پاڼی خو اوس ئی پر مخ ژيړ رنګ له ورايه معلوميدی ننګيال هم په هرڅه پوه ؤ او د دواړو سترګی يو بل ته داسی کلکی شوی وی لکه پښتانه زلمئ چه دجنګ په ډګر کی ددښمن مخته ولاړ وی
داحساساتو رويبار په يوه اوبل لوری منډي وهلی چه په لحظو کی دکلونو لا ووهل او ددواړو زړونه يوبل ته داسی جاروتل لکه دماځيګر ژړی لمر چه دغره په غيږه کی دټولی ورځی ستومانی باسی خو ناڅاپه دمهمان خانی پر لوری دچا دراتلو سکاسه تر غوږو شول چه شاپيری دکور پر لور منډه کړل
ننګيال لا دخپل ژوند خوږی شيبی د زړه په کور کی غوټه کولی چه ناظر ئی د خيالونو غوټی پری کړی وويل هلکه ننګياله دلته څه کوی ننګال ناظر کاکا ښه سو چه ومی ليدی که رشتيا ووايم زه دخان صاحب څخه ددغه ګل ديوه نيلګی غوښتلو لپاره راغلی يم ناظر خپلی ستری برګی کړی هلکه ته څه وائی ليونی شوی خوبه نه ئی دا ګل خو پر خان صاحب دومره ګران دی چه هيڅ حد او اندازه نه لری ننګيال وويل ناظرجانه پوهيږم خوپه يوه نيالګی به ستاسو ګل ته هيڅ نقصان نه ورسی
او زما لپاره به يوه نه هيريدونکی تحفه شی
ناظر بيا خپل تيره اواز پورته کړی هلکه ومی ويل تر دا خبرو تير شه ددا ګلاب غوښتونکی تنها ته نه بلکه په سلګونو مينه وال لری خوکه موږ ئی هرچاته ورکړو بيابه دخان دمهمان خانی څه ارزښت پاته شی صرف ددغه ګل يوه ديدن ته په سلګونو خلګ له ليری ليری ثيمو راځی دا خو صرف ګل نه دکيميا بوټی دی که رشتيا درته ووايم ماته هم تر خپل ځان ګران دی ځکه ددغه ګلاب يوه ديدن ته له هره ځايه ملکان خانان او حکومتی لوړچارواکی راځی چه خان خانی او زما جوب هم پر تود وی زوروره خان خو پريږده زه به هم ددا ګل يوه پاڼه هم درنه کړم
ننګيال پوه شو چه نه شی کيدايی دارمان ئی سرته ورسيږی نو نوئی په نا اوميدی دګل لورته وکتل او بيا ئی دخان دکور پر لور وکتل خو له دواړو لورو ورته هرکلی ويل کيدی چه ننګياله هرڅه ستا دی صبر وکړه
دشاپيری دښائست پلوشو دننګيال په زړه کی داسی لمبی بلی کړلی چه دننګيال له سره هر خوب او ارام والوتی غوښته ئی چه له خلګو ليری تنها له ځان سره د شاپيری په خيالو کی ډوب وی
اوس چه له ښونځی درخصتی ورځی وی نو ننګيال به ټوله ورځ په خپل کور کی دکتابونو سره ځان اخته کړی ؤ خوپه هر توری او پاڼه کی شاپيری ورته ښکاريدل چه ناڅاپه ئی دمور هغه ږغ تر غوږو شو ويله ميمانه دی خدای راولی ننګيال هم راپاسيدی که ګوری شاپيری اود هغه ملګری وليدل له خوښی ئی ټوپونه وهل نپوهيدی چه څه وکړی اوپه کمه بهانه يو ځل بيا شاپيری ووينی خو دمور او خوندو له شرمه نشوه کولايی چه شاپيری لره ورشی ناقراره په خپله کوټه کی په يوه بل لوری تلی چه ناڅاپه شاپيری دننګيال کوټی لره دکتاب غوښتلو په بهانه راغله وويل کتاب می بهانه ده نن دشپی زه په مهمان خانه کی ستا انتظار کوم او ددومره ويلو ورورسته رخصت شول
ننګيال هم پرټاکلی وخت حاظر شو چه شاپيری ئی ښه راغلاست وکړی دلږ ځنډه وروسته شاپيری وپوښتل ښه نو په هغه ورځ خبره نيمګړی پاته شول خو اوس ووايه زما له پلاره دی دڅه غوښتنه لرله که څه هم ننګيال پوه شو خو ترخولی ئی ورته ووتل ٠٠٠٠٠ته می غوښتی ٠٠٠٠٠ دشاپيری دپښو او تن سيکه ووتل نور ئی ددريدلو توان له لاسه ورکړی غوښتل ئی چه په زوره ناری کړی چه څومره مينه چه دا دننګيال سره لری هغومره مينه ننګيال هم ورسره لری شاپيری بيا وويل ننګياله تاڅه وويل يو وار بيا ووايه خودا ځل چه څه واوريدل دشاپيری حال بدل شو څه ته زما په غوښتنه پسی نه دګلاب دڅانګو په غوښتنه پسی راغلی ئی اوپه غوسه ئی ننګيال ته وويله هو ستا خيال او ستا احساس همدومره دی ديوه ګلاب څخه زيات نور دڅه غوښتلو توان هم نه لری دننګيال ژبه ګونګه شول غوښتل ئی چه څه ووائی خوتر خوله هيڅ نه وتل شاپيری بيا هم دده له خولی هغه لومړی خبره اوريدل غوښته خو ننګيال چه هر څومره هڅه وکړل ژبی ئی ملګری نه کوله شاپيری وويل سبا دملنګ بابا په زيارت کی زما انتظار وکړه اوپه ډيره نا اوميدی او خواشينی ئی دزړه په زور خپل قدمونه يوتر بل سره اړول مخ دکور پر لور ولاړل ننګيال له ډيره درده خپله خوله څو ټينګ دسوکانو ګذارونه وکړل چه تر خولی ئی وينی روانی شوی ژبی وچه شی چه زما دزړه خبره دی تر شاپيری نه ورسول
سهار وختی زيارت کی کښينستی او بيا بيا ئی له ځانه سره تکراره وله شاپيری زه دروغ جن نه يمه هو زه ستا سو کورته دګلاب لپاره درغلی ومه خو کله چه می ته وليدلی زما دسترګو رڼا دخولی خندا اود زړه درزا ستا سره مله شول شاپيری زه ستا سره رشتنی مينه کوم زه هيڅ نه غواړم صرف تاه غواړم شاپيری دخپلی وعدی سره سمه راغله له ننګياله څوګامه ليری ودريدل اود ګلاب څو دانی څانګی ئی دننګيال پر لور را وغورځولی ورته وويل واخله دغه دی غوښتی اوس خو دی ارمان پوره شو اوس خوبه خوشحاله ئی اود يو کلن معشوم غوندی په ژړا شوه که څه هم هڅه وکړه چه دخپل زړه درد له ننګياله پټ کړی خو هرڅه ئی له توانه ووتل
دننګيال پرسيدلی مخ اود وينو ډک شنډانو دشاپيری دزړه خوږ نور هم زيات کړل له دومره درده ورورسته هم دننګيال زخمونه نشول ليدلايی لږ نوره هم ورته رانژدی شوه وويل وه هلکه په تا ه څه شوی دی چاوهلی ئی چه خوله او شنډان دی له وينو ډک دی ننګيال وويل هيڅ ټکه نده پری لويدلی هيڅ غضب نه دی وهلی شاپيری وويل ګوره ننګياله قسم درکوم چه رشتيا راته ووايه چا وهلی ئی ګوره ماه ستا هيله او ارمان پوره کړی تاته می ستا ګلاب راوړی خو زما ګلاب نن مړاوی ښکاری دا ولی او دچا له لاسه زه قسم خورم چه زه به هر هغه چاته سزا ورکوم چاچه زما دګلاب داحال کړی دی
ننګيال شاپيری همداسی دپيغلو شاپيری واوسی دژوند هره شيبه دی دخوښيو خزانه شه شاپيری هغه څانګی بيرته درسره واخله زه څانګی نه غواړم زه تا ه غواړم او ماه په خپله خپلی خولی ته سزا ورکړی ده هغه ژبه دپريکولو لائقه ده چه شاپيری نه غواړی خود شاپيری څه ګل غواړی
خو وائی دتندی کرښی نه بدليږی دلومړی ورځی څخه ناظر ته دشاپيری او ننګيال د اړيکو شک پيدا شوی ؤ چه تيره شپه اود نن دوځی ټولو خبرو غمازی ئی خان ته وکړل او خان يو نه ځغمونکی ګذار دشاپيری او ننګيال پر مينه وکړی
جانان تر ننګيال پوری حال راوړی چه خان غواړی دشاپيری نکاه دبر کلی ملک دزوی سره وکړی
دننګيال په غوړيدلی ژوند په سپينه ورځ دتيارو پلو خور شو ننګال ډيره هڅه وکړه چه شاپيری ووينی اوله حاله ځان خبر کړی خو دمينی غمازانو درويبار هره لار وتړل د شاپيری محبت له هرڅه چغو سلګو او اسويليو ورورسته هم ناتوانه ؤ دشاپيری دارمانونو دسمال په بل لوری ولاړی ننګيال هرڅه په سترګو ليدل خو په پټه خوله ئی زغمل دننګيال دپلار او جانان هم نورڅه په وسه نه وه بی له اوښکو خو نن تر ټولو ورځو ننګيال ډير ناقراره ؤ دکورنی ټول وګړی ډير پری دردمن او خوږمن وه خو ننګيال په پټه خوله څو ځله دملنګ بابا زيارت لره ولاړی او بيا دشپی خپلو دکتابو کوټی ته ننوتی
سهار دننګيال دا په کور کی داسی چغي پورته شوی چه زړونه له کو ګله کښل کله چه جانان او نو کليوال په منډه ورغله دننګيال دمرګ په خوب ويده ؤ او سرته داسی ليکل شوی ليک پروت ؤ
ګرانۍ شاپيرۍ کيدايی شی ډير ژر به زما ليک يا زما دليک خبری ترتا پوری درورسيږی
شاپيری ماه ځان وژنه نه ده کړی خو ستا دجدائی غم دومره دروند ؤ چه زما دا کمزوری زړه ئی دوړلو طاقت نه لرلو نو ځکه وچاودی ماته بخښنه کوه چه ته می تنها پريښودی خوته اوس تنها نه ئی ته يو چاته ورکړل شوی ئي او هغه زموږ ګناه ګاره نه دی ځکه چه هغه ناخبره او بی ګناه دی خو هغه ډير خوشبخته دی اوزه ډير بد بخته يم
هغه ته دژوند دخوښيو کور جوړيږی
او ماته دلحد له تورو خاورو ګور جوړيږی