کور / نثر / انګار غمی شو

انګار غمی شو

انګار غمی شو
په خوست ولایت کې د سولې غږ راډیو ریس افغان ، لیکوال او شاعر ذاهد شاه انګار د اراکوزیا راډیو د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال د شعر د سیالۍ ( د اراکوزیا غمي ) لومړي مقام خپل کړ.
په هغې غونډه کې چې د اراکوزیا غمي د شعر د سیالۍ ګټونکو ته د ایوارډونو ، ستاین لیکونو او ډالیو د ویش په ویاړ د وري د میاشتې په ۲۷ نیټه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په نړیوال تالار کې جوړه شوې وه د نوموړي وزارت مرستیال پوهنمل غلام نبي فراهي د اراکوزیا راډیو دغه نوښت وستایه او په بیلابیلو برخو کې یې د اراکوزیا راډیو د نشراتي بریاوو هیله وکړه .
دغه شان د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ریس محمد زرین انځور هم اراکوزیا راډیو ته د دغه نوښت اوبریا مبارکي وویله او غوښته یې وکړه چې راتلونکی کال دی اراکوزیا راډیو د اراکوزیا غمي د شعر د سیالۍ یوه جایزه د ځوانیمرګې راحلې موسکا په نوم چا چې کال مخکې یې د شعر ویلو په خاطر د کورنۍ د زور زیاتي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ ونوموي .
د اراکوزیا غمي د لومړي مقام ګټوونکي شاعر، لیکوال او په خوست کې د سولې غږ راډیو ریس ذاهد شان انګار هم د اراکوزیا راډیو دغه نوښت وستایه او دا یې د مطبوعاتو سره د سیالۍ په ډګر کې د اراکوزیا راډیو ستره بریا وګڼله .
ښاغلي انګار د افغان دولت د اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتو وزارت په چارواکو غږ وکړ چې د اراکوزیا راډیو د پوښښ لاندې سیمې دې پراخې او په پلازمینه کابل کې دې د نشراتو جواز ورکړل شي .
د اراکوزیا راډیو د ۱۳۸۹هجري لمریز کال د شعر سیالي د سلواغې د میاشتې په پنځلسمه نیټه پیل شوه چې د یوې میاشتې په موده کې شا او خوا درې سوه شاعرانو د ۴۵۶ پیغام ثبتوونکي ماشین له لارې خپل شعرونه د دغې سیالۍ لپاره ثبت کړل .
له ثبت شوویو ټولو درې سوه شعرونو څخه سل غوره شعرونه د ارزونکې ډلې له خوا غوره او د ژوندیو راډیويي خپرونو له لارې پرې کره کتنه وشوه .
د یادونې وړ ده چې تر هغې ورسته ارزونکې ډلې دولس غوره شعرونه انتخاب کړل چې د ایس ، ام ، ایس یا مسج له لارې ازادې سیالۍ ته کیښودل شول .
د ایس ، ام ، ایس له لارې د ازادې سیالۍ لومړي پړاو ته ، نیلا پرهر ، ثنا سیلۍ ، درخانۍ تبسم ، ساپۍ بسمل ، مرسل افغان ، ذاهد شاه انګار ، حساس خوستي ، غلام رسول هجران ، طلا محمد مینوال ، کاتب شاه کاتب، اختر محمد کلیوال او سید زابلي لاره پیدا کړه .
خو دوهم یا د شپږ غوره شعرونو پړاو ته ذاهد شاه انګار ، غلام رسول هجران ، طلا محمد مینوال ، کاتب شاه کاتب، اختر محمد کلیوال او سید زابلي پاتې شول.
په پایله کې لکه څنګه چې وویل شول ذاهد شاه انګار لومړی مقام ، طلامحمد مینوال دوهم مقام ، سید زابلي دریم مقام ، اختر محمد کلیوال څلورم مقام ، کاتب شاه کاتب پنځم مقام او غلام رسول هجران شپږم مقام خپل کړ .
په دغه سیالۍ کې ثنا سیلۍ ته د اراکوزیا غمي د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال د غوره شاعرې میرمنې ستاین لیک ورکړل شو .
یاده دې وي چې اراکوزیا راډیو غواړي هر کال د اراکوزیا غمي د شعر سیالي جوړه او ټولنې ته د غوره ادبي استعدادونو په پیژندنه کې مرسته وکړي .