کور / کیسه / لیونتوب

لیونتوب

ددې ټکي یا سړي کوټلی تعریف مې تر اوسه ونه موندلو-که بازار کښې ګرځیدونکي کنځلې کوونکي یا تړې ویشتونکي ته يې وایم
نو غني خان به خفه شي-او که غني خان ته يې وایم نو دا ټکی د سوچ وړ دی-بیا چې فکر وکړم نو یوه نکته مې مخې ته شي
چې نور لیوني ځان ته پخپله لیوني نه واي او له دې نه خبر هم نه وي چې مونږ لیوني یو او دا نور خلک روغ دي-خو غني خان ځان ته
پخپله لیونی واي-د سوچ کړۍ مې بل ځاي ته ورسي او د خپل کلي یو لیونی شاکر مې نیغ مخې ته ودریږي -د ونو د یو ګور
ټل نه د کوکوکوکو غږ راتللو ما مې خپل ملګري سیفور ته اوییل چې په دې تور ماښام او د څلې په یخه شپه کښې دغلته انسان
څه کوي؟ زما شک وو او د سیفور پوخ یقین وو چې دا غږ د انسان دی-نو زه او سیفور په ویره ویره د ونو ټل ته چې څو پخواني
او لویدلي قبرونه هم ورپکښې وو ورنزدې شو-چې ټل ته وردننه شو نو ویرې واخستلو ځکه چې دغه غږ د قبرونو د خوا نه پورته کیده
-زما په مزغو کښې هغه د منکیر نکیرسوال جواب او د تبلیغي ماما د قیصې هغه غټ غټ ګورزونه تاو راتاو شول-سیفور ښه ډاډه وو خو
چې ما ورته د قبر د عذاب خبره وریاده کړه چې دا خو راته دغه قیصه ښکاري-هسې نه څه زیان راته ورسي مخکښې نه ورځو نو د
سیفور نه زړه اووتو رنګ يې تک زیړ شو او خپله اراده مو بدله کړه او بیرته راستانه شو-او سیفور ته مې وییل چې مونږ هم لیوني یو
چې په غږونو پسې ګرځو-او منډه مو کړه-په منډه منډه کښې د سیفور په زړه څه چل وشو او راوغورځیده-ماورته ډیرې چغې اوهلې
خو خوند يې ونه کړ سیفور مې اوږو ته پورته کولو چې ونو اړخ ته مې وکتل نو څوک راروان وه-د زړه درزا مې نوره هم تیزه
شوه-سیفور مې په هغه ځاي پریښودو او منډه مې کړه-په منډه منډه مې ځان د سیفور کور ته ورسولو -او په ور مې راباندې کړل
خو د دننه راته د سیفور مور غږ وکړ چې ور خو بیرته پروت دی څوک يې چې دا تمبې دې راته ماتې کړې-زه چې کور ته ورغلم
نو ټول راته اکه پکه شول خو څوک مې خبرې ته پريښي نه وو او د سیفور مور ته مې ټوله خبره په زر زر کړې
وه-د سیفور د مور په چغو او زوږ خپلوان او د چم ټول خلک راغونډ شول او د ونو ټل ته مو مخه کړه-چې د سیفور خواته ورنزدې شو
ناست وو زړه مې لږ په ځاي شو چې بلا وه خو برکت يې نه وو-د سیفور د خلې نه خبره نه ختله-دکلي هلکان د قبرونو اړخ ته ورغلل
ولې چې هم هغسې د بنیادم غږ ترې پورته کیده-او څه هلکانو د قبرونو د خوا نه چغې کړې راشۍ راشۍ وګورۍ او ټولو خلکو ورمنډې کړې
او زه هم ورورسیدم-او څه ګورم چې په یوه سوري او لویدلي پخواني قبر کښې شاکر لیونی ناست دی په مخامخ شونډه کښې يې نسوار
لګولي وو او د کلي په خلکو پورې يې په بړق بړق خاندل-هلکانو د لاسونو نه ونیولو او کلي ته يې راوسته-دغه روغه شپه مې د اور
غاړې ته اویستله او په ځان پورې مې سم وخاندل-سبا چې د سیفور خواته لاړم نو ټول خپلوان ترې چاپیره ناست وو بړستن پرې خوره وه
او د کلي ډاکټر هم راغلی وو-په دغه حال کښې پرې لس ورځې تیرې شوې او بیا يې د سیمې روغتون ته ورسولو-د څو میاشتو علاج
نه وروسته هغه د ګرځیدو جوګه شو خو په لیونو کښې ځکه شمار شه چې حافظه يې ختمه شوې وه او بې له ژړا او خندا به
يې هیڅ نه ويیل-په ګریوانه يې لاړې بهیږي-هر څوک ترې کرکه کوي-او چې په کوڅه یا بازار کښې يې د کلي د ماشومانو
په مینځ کښې اوینم نو ژړا راشي-او ځان راته وحشي ښکاره شي چې ګوره دا ستا هغه خوږ ملګری دی چې ستا ذ یو وهم
له کبله پوخ لیونی شوی دی-خو له دې ویرې نه په ژور سوچ کښې نه ځم چې هسې نه زما نه سیفور په جوړ شي-اوس چې ذ سیفور
لیونتوب ته ګورم نو دده د لیونتوب انداز ناشنا دی-د شاکر لیونتوب خو راته باغي او بې پروا لیونتوب ښکاري-خو خبره د غني
د لیونتوب کوو-زما په خیال ځانته يې لیونی په دې خبره ويیلو چې د زړه به سترګو يې ددې دنیا دا روغ خلک له نزدې نه لیدلي
وو-د عملي سیاسته ځکه لرې وو چې سم يې لیدلی وو-کاروباریان وکیلان داکټران او د زوند د هرې طبقې خلک يې لیدلي وو
مال او دولت يې خبل ډیر وو او ددې نړۍ د زمکې او جسماني ډولونو ننداره يې له هرچا ډیره کړې وه-ددې زمانې د روایتي فنکار
تماشه يې د ډیرو ډیره کړې وه-څو مذهبونه او د څو ژبو ادب يې لوستلی وو-او چې ددې ټولو خبرو باوجود يې ځانله د
لیوني نوم خوښ کړی وو نو فکر پرې پکار دی-لکه چې هرڅوک واي چې یره فلانی سړی له خدایه نه ویریږي-نو غني واي چې یاره
ویریږو ترې څه د پاره ویریږي خو سړی د ضرري څیز نه-چې زیان رسوي لکه لکه مار لړم سپی او او نور څیزونه او خداي پاک
خو په خپل بنده له موره هم ډیر خفه کیږي-او غني به خپل رب ته جانان وییلو-لکه خلک چې د قبر د بوي او نومه ویریږي
خو شاکر پکښې نسوار لګولي وو او پروا يې هم نه وه-او په مونږ پورې يې خاندل-غني د روایتي او ګوټې ملا ملګری ځکه نه وو
چې د وهمونو تخمونه کري-له ژونده منکر وي-او دا خوږه نغمه ورته سانده ښکاري-د استاد د خلې وتلې خبره لکه د ټيپ ریکارډ
د یو نسل نه بل ته منتقل کوي او د عملي او علمي تحقیق ګڼ کتابونه ورته بکواس ښکاري-د کتاب نه خبره شخص ته ورسي-او شخص
یا فرد خو خپل انساني مفاد هم لري نو دغلته تیندک وخوري-او دغه تیندک غني خان په ځانګړي فني بڼه د شعر په ژبه په ګڼو پړدو
کښې نغښتی بیان کړی دی-او له دې کبله چې هغه رب ته جانان وييلی-ځانته پخپله لیونی واي-خو د ملا په خبره کښې ورته څه
نه څه خلک هم لیونی واي-د لوږې تندې ذکر يې په کلام کښې د نشت برابر دی-دی دا ځکه چې هغه د انسان د مقامه خبر وو
-او جانان ته يې نه د ځان د پاره او نه د بل د پاره د دنیا سوال کوو-او یواځې د مینې په نوم يې د مینې سوال کوو
خو هغه هم په کوزو سترګو نه-او دا د خودۍ پنډوکی يې له لوستنې وروسته بیا لوستونکي ته له دنیا له هره ګوته ځلیږي
خبرې ډیرې او سريې یو-خو غني بوهیده چې ګڼ ناپوهان مې لولي نو لیونی په راته واي-او چې کوم رسیدلي او پوهه خلک مې لولي
نو هغوي ته به دا نور خلک لیوني ښکاري نو د احتیاط د پاره يې هم ځانته لیونی وییلی دی-او ددې خبرې ثبوت يې هم ورکړی-چې
ځان له قامه بیل نه ګڼي-نو د لیونو سره چې دې کلی شي-نو د لیوني د د نامې نه انکار کول هم بیا لیونتوب وي