کور / کیسه / خاموش کلى

خاموش کلى

ډېر عجيبه کلى دى، اوسېدونکي يې له ديرشو کلونو راهيسې چوپه خوله دي. دا کوچنى کلى نه دى، له ١٠٠٠ ډېر کسان په کې ميشت دي، خو ټولو په يوه خوله د خبرو نه کولو قسم کړى دى.

دا کلى د اسد اباد بازار له عمومي سړک نه څو ګامه لاندې موقعيت لري. اوسپنيزه دروازه ورته درېدلې ده او هيڅوک ترې باندي نه راوځي.
ملګرو!
ما ددې کلي په اړه ډېر پخوا اوريدلي وو، خو پرون مازيګر مې وليده، ډېر ځنډ يې د دروازې مخې ته ودرېدم خو چا سر را پورته نه کړ.
اوښکې مې تويې کړې، عذر او زارۍ مې وکړې خو دوى هيڅ را ونه کتل.

د دوى ضد له ماشومتوبه نه دى، ټول اوسېدونکي يې مخور او ځوانان دي خو له خپلو همنوعو نفرت لري، دومره نفرت لري چي خواته تېرېدونکيو لارويو ته لا څه چي، مېلمنو ته هم نه ګوري او دغه ضد به تر اخره پالي.
د دوى ضد بېځايه نه دى، ولې به بېځايه وي؟
ملګرو!
تاسو به هم دې کلي ته فکر وړي ياست، نور مو انتظار نه اوږدوم او در معرفي کوم يې:
د ١٣٥٨ کال د وري ٣١ مه وه، د يرغلګرو شورويانو لاسپوڅو، دغه کليوال په دې پلمه چې حکومتي کسان درسره خبرې کوي راټول کړل او بيا يې پرې له هرې خوا دومره ګولۍ وچلولې چې د ټولو سينې يې سورۍ کړې.

دوى په خپلو ځايونو لکه اره شوي نښتر ګډوډ پرېوتل، له سينو يې وينو دارې وکړې، شاوخوا ځمکه يې سره کړه.
د وينو فوارې جوړې شوې خو څوک نه ور نږدې کېدل، ځکه يوازې مېرمنې او ماشومان پاتي وو، ځوانان او مشران ټول همدا وو.
دوى د کيرالې اوسېدونکي وو، راتګ ته يې کوروالا په تمه وو، ورځ ختمه شوه، شپه شوه خو معلوم نشول، اخر خبر شول خو قاتلانو دومره ويره خپره کړې وه چې چا يې غور ونشو کولى.
هملته پرې ماشينونو خاورې واړولې او په ابدي خوب ويده شول.
له هغه وخته څه باندې درې لسيزې تېرې شوې، په دغه دوره کې هغه کسان واک ته ورسېدل چي دوى ورسره د ارتباط په شک وژل شوي وو، خو قاتلانو ته يې چا هيڅ ونه ويل.
د هغوى له قاتلانو سره يې ملګرتيا پيل کړه، خوا په خوا ورسره کېناستل او دادى اوس هم ورسره ملي شورا کې اوږه په اوږه ناست دي.
د جهاد په نوم نورې ډلې راغلې خو دوى هم د دغه کلي ټولو وژونکو ته څه ونه ويل. دا دى اوس هم د دوى جهاد روان دى خو قاتلان لا سرې سترګې ګرځي.
نو تاسو ووايئ؟ د دغه کلي ضد بېځايه دى؟ څنګه سرونه راپورته کړي؟ او څنګه خپلو همنوعو ته وګوري او؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
خير دى،
موږ له اوسنيو او پخوانيو مجاهدينو د دغه کلي د قاتلانو د نيولو هيله نه کوو، خو يوه غوښتنه ترې کوو او ورته وايو چې د خداى (ج) پار دى! نور کونړي ځوانان مه وژنئ، دا شين وطن په ځوانانو ښه ښکاري، نور په دې سيمه کې خاموش کلي مه جوړوئ.
پرېږدئ چي دلته همېشه د خلکو شور وي، د خندا ګانو غږونه راپورته شي، دا ژوند د خداى ( ج) نعمت دى، دا نعمت بې موجبه له چا مه اخلئ.
پرېږدئ چې د خاموشو کليوالو ميندې، په خپلو اولادونو د تللو مينه ماته کړي او نور يې سترګو کې اوښکې حلقې جوړې نه کړي، کنه دا اوښکې به يو سېلاب شي او دومره به زورور شي چې هر څه به په مخه کړي.

محمد نعمان دوست ، ٨٩ کال وروستۍ شپه
کونړ- اسعد اباد ، د ښکلا راډيو ودانۍ