زرينه او ريدي ګل سره خاوند او مېرمن وه.
اته کلونه ېې د واده شوي وه.
څلور ماشومان یی درلودل، درې لوڼې او يو زوی.
ډېر خوږ ژوند ېې درلود.
يوه وخت زرينه ډېره سخته ناروغه شوه.
ددې ناروغۍ د درملنې په موخه ېې ډېرو ډاکټرانو ته بوتله.
ناروغي ېې ورځ تر ورځې سختېده. په پايله کې د همدې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوه.
ډاکټرانو ډېرې روغتياېې ازموينې ورته وکړې.
د ازموينو پايله دا راووته چې نوموړې په تور زېړي اخته ده.
د همدې تور زېړي له کبله ېې ينه خرابه شوي او په ګېډه کې ېې اوبه را جمع شوي دي.
چې د درملنې وړ نده.
امکان لري چې دا ناروغي ستاسې په لوڼو او زوی کې هم وي.
لنډه دا چې د بستر کېدو نه څو ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوه.
ريدي ګل د ناروغۍ د نوم په اورېدو سره د هغې د لامل په لټه کې شو.
ډاکټر نه ېې د دې ناروغۍ د لامل په اړه وپوښتل.
ډاکټر ورته وويل: چې د دې ناروغۍ لامل يو وايرس ده چې د ناوړه جنسي اړيکو، پېچکارۍ او د وينې ورکولو له لارې له ناروغ څخه روغ انسان ته ځي.
ددې خبرې په اورېدو سره ريدي ګل نا ببره په چيغو پيل وکړ او په چيغو چيغو ېې وويل:
زما مېرمن هېڅکله بدلمنه نه وه.
هغې پېچکاري هم نده کړې او وينه ېې هم له چانه نده اخيستې.
څرګنده ده چې دا ناروغي هغې زما څخه اخيستی ده.
زه وم چې په هر ځای، هر وخت او دهر چا سره مې ناوړه جنسي اړيکې ساتلې.
مېرمن مې ما خپله وژلې ده.
د دې قاتل زه يم.
زما ماشومان به هم له همدې ناروغۍ څخه مري.
ددې ټولو قاتل زه يم.
دا ټول ما وژلي دي.