جما ل خا ن راته کړل ( ویل ) :
چې د پا کستا ن د کډ وا لۍ نه په خیر را خلا ص شوم او ها لیند ته را ورسید لم نو د خدای تعا لی شوکرونه(شکرونه) مې وایستل . له هرڅه نه په دې ډیر خوشا له شوم چې د پا کستا نیو پولیسانو نه بیغمه شوم . په ټوله د ونیا کې مې دومره وږي پولیسا ن نه وولید لي .
که په جیب کې درسره پیسې ښکا ره شي نوغله او جیب وهونکي ( کیسه بران ) خو به درته چلوټې جوړوي اوکوشش به کوي چې په څه ډول درنه جیب ووهي . په ښکاره خوهغوی له ویرې خواته هم نه شي در نژدی کیدای ، یواځې چا نس ته به ګوري چې په کوم ځا ی کې ټیله ټمبه جوړه شي نو جیب وهونکی به ستا خوا ته ځا ن در ورسوي . که چیرې یې وس ورسیدو نو بیا هله درنه جیب وهي او پیسې میسې یا نورشیا ن درنه پټوي . خو د پا کستا ن پولیس ته دې خدای دجیب پیسې مه ښیه . ځکه چې هغوی مخا مخ د پیسو په خا وند ورځي او لا لومړی یې دوه درې څپیړې هم ګرموي او بیا ورته وایي چې ما جره تالاشي ورکړه ( لټوم دې ) .
یانې چې په پاکستا ن کې د جب وهونکو او پولسانو(پولیسا نو) توپیردا دی چې : جیب وهونکي په پټه او پولسا ن په ښکا ره او برا لا سړی لوټوي . ددې په ځا ی چې سړی د غلو نه ځان وسا تي نو لومړی با ید د پولیسونه لرې لرې وګرځي .
پا کستا ني پولیس یواځې د ما جرانو(مها جرانوــ کډوالو) په مقا بل کې نه ؛ بلکې په خپله د پاکستان د خلکو په اړه (حقله) هم ددې سره ورته کا روا یانې (کړنې) سرته رسوي . خو یره په ما جرو باندې دهغوی نه ډیر تیز ورځي .
دا چې دپا کستا ن پولیس ولې دومره وږي دي ، دا به خدای او دهغوی مسوولو کسا نو ته ما لومه وي او زه هم په کې نور څه نه شم ویلی .
جمال خا ن خپلې کیسې ته داسې دوام ورکړ :
چې هالیند ته را ورسیدم نو په پولسانومې سترګې ښې لګیدې او پیکر مې کاوه چې د ټولو یا زیا توستونزو اوا روونکي همدوی دي . دپا کستا ن دپولیسو په اړه خومې داسې انګیرله چې ګوندې ددوی روزنه به دومره ښه نه وي او څه نا څه به یې ذهني کچه هم ټیټه وي نو ځکه ورسره خلک په ستونزو او کش او ګیر کې ښکیل دي . له دې نه څه خبر وم چې هالیند ي پولیس خلک په بل غم اخته کوي .
هغوی (پا کستا ني پولسا نو) خو به په رڼا ورځ او مخا مخ له سړي نه جیب واهه ،خو دوی په رڼا ورځ سړی په سین ګډ وي .
* * * * * چې په هالیند کې مې څه موده تیره شوه نو ددې ضرورت وچې با ید یوددریم څلورم لا س موټر واخلو . ځکه چې دلته بې موټره ګوزاره نه کیږي او ژو ند ډیر ستونزمن وي .
د خپلې سیمې ښا روالۍ (د لته ورته خمینتا وایي) ته ورغلم او دموټروانۍ د لیسنس د بدلیدو اونوی کیدو غوښتنه مې ترې وکړه . مسوول سړي راته وویل چې : پخوا مونږ بهرنیانو ته د هغوی ځا یي لیسنس بد لا وه او ددې ځا ی والا موورکاوه خواوس دا قانون بدل شوی اوهرسړی باید چې له سره ازموینه ورکړي او نوی هالیندی لیسنس واخلي .
جمال خان : ما ترې پوښتنه وکړه چې هغه به څنګه وي ؟
مسوول سړی : با ید لومړی د تیوري (نظري) امتحا ن ورکړې او بیا عملي . که چیرې دخپل وطن لیسنس ولرې نونظري ازموینې ته ضرورت نه شته ، یواځې عملي به ورکړې .
جمال خا ن : ما ورته د خپل هیواد د ترافیکونړۍ وال لیسنس ورښکاره کړ او ورته ومې ویل چې دا خو راسره شته .
مسوول تن : نړۍ وال لیسنس مونږ نه منو . ملي لیسنس غواړو .
جمال خا ن : ولې ؟
مسوول کس : ځکه چې ملي لیسنس جعلي نه وي او بین ا لمللي والا په پیسو دلته هم جوړیدای شي .
جمال خا ن : چې چیرته نړۍ وال جعلي جوړیدای شي نوهلته ملي لیسنس هم جعلي جوړولای شي !
مسوول سړی : بس هرڅه چې کیږي هغه به کیږي ، خو زمونږ دا تړه (قا نون) ده چې ملي منو او بین ا لمللي نه منو .
جمال خا ن : له ښاروالۍ نه را ووتلم او په چروتونوکې لا هوشوم . د ځا ن سره مې پریکړه وکړه چې بس دواړه ازموینې ( نظري او عملي ) به ورکوم .
د نظري نه خویو وخت پس له ډیرو ستونزو بیغمه شوم خو عملي را ته پا تې و چې پا تې و .
د څو ا ینسترکتورانو( د موټر زده کولواستا زانو) سره مې بیا د سره درسونه ونیول او د موټر چلولو په بیا زده کولو مې پیل وکړ . د موټر چلول مې لا ډ یر پخوا زده کړي وو او دخپل هیواد د ملی او نړۍ وال لیسنس نه برسیره ، د یوه اروپا یي هیواد لیسنس مې هم اخستلی ؤ ، خو اوس د کډ وا لۍ د ژوند د ګډ وډ ۍ له کبله د کا لیو په کومه غوټه کې را نه یا په کا بل او یا په پیښورکې پا تې و .
که څه هم چې زمونږ په هیواد کې به چا نړۍ وال لیسنس وا خیستو نو بیا به کورني ته ضرورت نه لید ل کیدو او چا یې تپوس هم نه کا وه . خو د ها لیند د قوا نینو سره د چا زور برا بردی ؟ * * * * * هر استا زسره چې به مې د ډ ریورۍ درس وا خستونوکوم پرابلم اوستونزه به په کې پید ا شوه او بیا به د نوي استاز په لټه کې شوم .
د خدای کا رونه و و یوه ورځ د یوه مرا کویي(مرا کشي) استاز سره مخ شوم . هغه راته وویل چې : داسې به وکړو چې ما ته د څو درسونو پیسې یو ځا ی مخکې(ا یډ وا نس) راکړه چې تا ته ار زانه پریوځي . ما هم دا کا ر وکړ او د څو درسونوپیسې مې یوځا ی مخکې له مخکې ورکړې . دوه درې عملي درسونو ته ښه منظم او په خپل وخت راغی او په دې درسونو کې یې را سره ښه کوشش هم وکړ . حقه روژه یې هم په خوله وه . یونیم سړي سره به یې په لاره کې د ستونزو په وخت کې هم ښا یسته ښه کومک کا وه . له هغو کسا نو سره چې پته(ا درس) به ترې غلطه شوی وه ، هم مرسته کوله او لا کله کله به یې د تلیفون کارت له جیب نه ورته را ویستو او وړیا به یې ورکاوه . زما هم پې باور بیخي زیا ت شو او ښه شریف سړی راته ښکاره شو . د پیسو د خوړلو اوزمانه د پټید لو او تښتید لو ویره مې هم ورکه شوه . د ځا ن سره مې ویل چې سړی خو ښه مسلما ن سړی دی او انشا ا لله تعا لی چې پیسې به رانه ونه وهي . * * * * * د ورځو نه یوه ورځ په خپل ټا کلي ځا ی کې د استا ز په ا نتظا ر ولاړ وم چې را شي او په خیر سره خپله ټرا یې او پرکټس وکړو . د خپل ټا کلي وخت نه پا و(پنځلس میلټه) وخت تیرشو . نیم سا ت نورووتو او بیا پوره یوسا ت وروسته هم استا ز را ما لوم نه شو .
بله ورځ بیا د د رس په وخت په ټا کلي ځا ی ولا ړ وم اوپه دې با وروم چې نن خو به خا مخا ا ستا ز راځي . کیدای شي په هغه ورځ څه ضروري کار ورته پیدا شوی وي . له کوره چې مې ورته تلیفون کا وه ، موبیل(موبا یل) یې هم ځواب نه راکاوه .
نن خوبیا بیخي بیغمه ولاړ وم او هیڅ پا م مې نه وچې څومره وخت تیر شوی دی . نن مې دا خبره په زړه کې هم نه ګرځید له چې استا ز به نه راځي . چې سا ت ته مې وکتل بیا هم له خپل ټا کلي وخت نه د یرش د قیقې تیرې شوې وې . اریا ن(حیرا ن ) شوم چې څه ټکه راولوید ه چې ا ستا ز بیا را نه غی . نن ورځ هم د هغې بلې ورځې په شا ن تیره شوه. څو نورې ورځې هم همداسې در واخله . تلیفون یې هم راته د تیر وتو تیروتو ټنګ ټنګ کاوه . نور مو له استا ز نه لا س ومینځل او پوه شوم چې استا ز وا لوتو . د ځا ن د پا ره د بل ا ستا زپه لټه کې شوم . دا پریکړه مې وکړه چې دا ځل به د شخصي ګاړي ا ستا ز سره نه ؛ بلکې د یوې مؤسیسې د موټروا ن( اینسترکتورــ ا ستاز ) سره درس اخلم چې را نه نه پټیږي . * * * * * د تقد یر کا رونه ګوره چې ډ یره موده پس دغه د مراکش ( المغرب ـ مراکو ) هیوا د اصلي اوسیدونکی چې د موټروا نۍ استا زؤ د ها لیند د (( اوتریخت )) د ښار په منځ کې زما د مشر زوي سره مخا مخ شوی اوهغه کلک نیولی دی . ورته ویلې یې دي چې ولې دې زما د پلا رنه پیسې تښتولي دي ؟
زوي مې د ټکه ما ته تلیفون وکړ اوراته وی ویل چې څه پې وکړم ؟
ما ورته وویل چې که په خوا کې دې پولیس وي نوهغه ته ووا یه چې دې سړي زمونږ نه پیسې وړې د ي . زوي مې دا کار وکړ او پولیس ته یې ټوله پیښه روښا نه کړه . بیرته یې ماته تلیفون وکړ چې پولیس ته مې وویل خو هغه وایي چې : دا زما وظیفه نه ده . زما د نده دا ده چې تا سو جنګ جګړه وکړئ ، زه به مو ونیسم او بند یا ن به مو کړم . زوي مې راته وویل چې : ما ورته د اسې خبره وکړه چې مونږ خو د جنګ جګړې نه له ا فغانستا نه دلته راغلي یو . مونږ د نښتو اوجګړو خلک نه یو . ته یواځې د دې ډریور د کارت نومره ولیکه او مونږ به پې اړوند مسوول ځا ی کې عریضه وکړو او کیس به پې وچلوو، خوچې د ی مجبورشي او هغه مربوط ځا ی ته ورشي . که ته د ده لا س وندونه (اسناد) په خپل یا دښت کې ونه لیکې نو دی رانه بیا ورکیږي . پولیس ورته ویلي ووچې : ما درته یوځل وویل چې زما وظیفه هغه وخت شروکیږي چې تا سو جنګ وکړئ ! زه نور هیڅ نه شم کولای .
زوي مې راته بیا په تلیفون کې وویل چې اوس څه وکړم ؟
ما ورته وویل : راځه زویه !
مراکویې ( مرا کشی) پریږده . چې لاس ورسره وا نه چوې او نه ورسره نښته وکړې . دغه پیسې د مرا کویي د سر خیر ا ت .
جما ل خا ن راته ویل : پیسې خو مې د مرا کویي د سر خیرات کړې خو په ها لیند ي پولیس مې هم شا با سی ووا یه چې د ها ګ ( لاهه ــ د ین ها خ ) د نړۍ والې محکمې تر سیو رې لا ند ې په خپله ، پولیس خلک جنګ او وینو تویولوته هڅوي . بیا هم په زړو کفن ویستونکو( کفن کشا نو) یا نې په پا کستا نیو پولیسا نومې شکر وویست . نوي کفن ویستونکي خو په رڼا ورځ او لوي لا س خلک په سین ګډ وي .